د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

په پاکستان کې د پولیو مهلو ماشومانو شمیر ۲۷۴ ته وخوت

اتل
08.12.2014

السلام علیکم
وايي ډیر ویل د قرآنکریم ښه دي.
دماشومانو د مرګ او شل شوټ کیدو د مخنیوي په اړه چې هر څومره ووایو لا هم کمه ده، او البته دغه عبارات چې د پولیو نه د ماشومانو د بچ کیدو سبب کیږي، له عبادت نه کم ثواب نلري.
خو طالبان چې په لوی لاس ماشومان ددې مرض د خطر سره مخامخ کوي، نه یواژې دا چې د خپل راتلونکي نسل بقا په خطر کې اچوي، بلکه د عظيمې ګناه مرتکب کیږي.
دا مرض چې ماشوم ووهي بیا تر ابده معیوب پاتې کږي، یوازنۍ چاره یې واکسن دئ.
د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائيجيريا کې هم د پوليو جراثيم موجود دي ، خو روان کال کې په دغو دواړو ملکونو کې د پوليو کېسونه د ۲۰ نه کم رپورټ شوي دي .
پاکستان کې د پوليو تازه نور شپږ کېسونه رپورټ شوي ، او روان کال کې په ملک کې د پوليو کېسونو شمېره ۲۷۶ ته رسېدلې ده . تازه کېسونو کې څلور په قبائيلي سيمو او يو يو په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې رپورټ شوي دي .
د صحت قامي ادارې د پوليو د نوؤ کېسونو پخلی کړی دی ، او د پوليو په تازه کېسونو کې دوه د خېبرايجنسۍ په جمرود تحصيل کې رپورټ شوي ، د ۱۱، ۱۱ مياشتو يوهلک او يوې جينۍ باندې پوليو راغلی دی . درېم کېس د جنوبي وزيرستان په وانا او څلورم کېس په نيمه قبائيلي سيمه بنو بکاخېلو کې رپورټ شوی دی . نور دوه کېسونو کې يو د خېبرپښتونخوا په نوښار او بل د بلوچستان په قلعه عبدالله سيمه کې مخې ته راغلی دی .
روان کال ۲۰۱۴م کې قبائيلي سيمو کې د پوليو کېسونو شمېره تر ټولو زياته ده ، او ۱۶۹ ماشومان د پوليو ښکارشوي دي . خېبرپښتونخوا کې ۶۰ ، سندهـ کې ۲۷ چې زيات پکې په کراچۍ کې دي ، بلوچستان کې ۱۷ او پنجاب صوبه کې د پوليو يواځې ۳ کېسونه رپورټ شوي دي .
پاکستان د نړۍ د هغو درېو هېوادونو په سر کې دی ، چرته چې وس هم د پوليو جراثيم شتون لري او د قابو نه بهر دي . د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائيجيريا کې هم د پوليو جراثيم موجود دي ، خو روان کال کې په دغو دواړو ملکونو کې د پوليو کېسونه د ۲۰ نه کم رپورټ شوي دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more