د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

یو ځل بیا بې ګناه انسانان د مرګ نه بچ شول

میرویس
04.12.2014

ګرانو وطنوالولو، اسلام علیکم
خبره ډیره ساده ده. طالبانو خارجي بدعتیان، قاتلان، ترورستان او غارتګران راوستي وو، د نورستان په ځینې ولسوالیو کې یې ځای پرځای کړي وو چې په ملک کې د ننه بې کناه مسلمانان ووزني، خو د ناتو د قواوو الوتکو د هغوی پټ ځایونه وویشتل او افغان مسلمانان یې د مرګ د خطرې نه بچ کړل.
دا اوس هر چا ته لمر غوندې روښنه یا اظهر من الشمس ده چې طالبان او ترورستان څه کوي او د هغوی مخاف قوتونه څه کوي.
====
په نورستان کې دهوايي بمبارۍ له امله دپنځوتنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل
په نورستان ولايت کې دناتو دجنګي الوتکو دبريدونوله امله پنځه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .
په دغوجګړه مارانو پرون ناوخته په کامديش ولسوالۍ پورې اړوند دډيورند کرښې ته څيرمه په يوه کلي کې په خپل پټنځي کې بريدونه وشول او ووژل شول.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې پنځه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.ده وويل چې يرغلګر په خپل پټنځي کې راټول شوي وو چې په نورستان کې په افغان پوځيانو اوملکي وګړو ديولړ تروريستي بريدونو پلانونه جوړ کړي.
ويل کيږې چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى.
http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/security/item/31751


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more