د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

ایا دماشوم دپاره دمور شېدې ګټوری دی که نوری ؟

خیریوسی
01.12.2005

محترمو وروڼو او خوندو السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
خپل ماشوم دمور په شېدو کولای شو چی موړ کړو او دوچو شېدو داستعمالولو مخه ونیسو دغه څو شیان که دماشوم مور وخوري شېدې ډیروی

1 ـ خواږه ولنې ( بادیان) Fennel
یوه کاچوغه دچایو میده شوی خواږه ولنې په یوه ګیلاس یخو اوبو کی واچوې او بیا یی پر اور کښیږدی تر هغه چی راوایشیږی چی یخ شی یو ګیلاس غرمه او یو ګلاس ماښام تر ډووډې وروسته وچښې

2ـ ملخوځي Fenugreek
ملخوځی ډیر شهرت لری دشیدو په ډیریدو کی لکه څنګه چی تاسوته معلومه ده دهر ماشوم ومور ته ملخوځې دورجو سره یو ځای پخوی او دماشوم ومور ته یی ورکوی
که دماشوم مور یوه کاچوغه ملخوځې په یوه ګیلاس شیدوکی دری واره دورځی وچیښی نو به ماشوم به دمور په شېدو موړ شی
په ملخوځو کی ویټامین ( ا ب ج ) او کلسیوم موجود دی
ملاحظه : دحمل په اولو درو میا شتو کی دی ملخوخې نه خوري

3- ګندنهStinging nettle
ګندنه شېدې ډیروی
یو سړی نوم به یی نه لیکم وډاکتر ورغلی دشېدو دکموال شکایت یی ورته وکړی ډاکتر دګندني نوم په انګریږي ورته ولیکی سړي و دواخانې ته ورغلی هغه ورقه یی ورښکاره کړه چی دا دوا راکړه دوا خرڅونکي ورته وویل دادوا زما سره نشته وسبزی منډی ته ولاړ شه هلته پیداکیږی څوچی یوه پلنډه کندنه یی وکورته راوړل

4- خوړل دګازرو په طریقه دسلاطې او یا اوبه دګازرو چی لږ کوچ په کډشی پوخ شوی دال هم شیدې ډیروی

5 – بادام
بادام شېدې ډیروی
لس داني بادام په شیدو کی ماښام کښیږدي سهار یی سپین کړی او بیایی دشېدو سره یوځای میده کړی او یی چښي

ایا د ماشوم دپاره دمور شېدې ګټوری دی که نوری ؟
ایا نوری شېدې وماشوم ته وراثې مرضونه، .... نقلوی ؟
ایا دبلی مور شېدی په ماشوم کم بدلون راولی ؟

مینه مننه
ابو محمود


خیریوسی
05.09.2007

دمور شيدې :
الله سبحان وتعالی وموږ ته بی حسابه نعمتونه راکړی دی چی هغه موږ هیڅ کله نسو شمیرلای دهغو څخه یو دمور شيدې دی
دمور شيدی یوکامله غذا ده دماشوم دبدن ټول احتیاجات پوره کوی دمور شيدې نه یوازی مکمله غذا ده بلکی دماشوم دمور دبدن ګرمايښت دماشوم دپاره دامن وامان اطمنان، راحت او خوشحالی سبب ګرځی چی دی دمور لیری نه دی بلکی دمور په بغل کی دی
دمور شيدې وماشوم ته تر شپږو میاشتوپوری مکمله غذا ده وهیڅ ډول غذا ته ضرورت نه پیداکیږی
دمور دشيدو فایدې :
اول : دمور شيدې تر هر ډول شيدو پاکی او ګټوری دی
دوهم : دماشوم دبدن ټول احتیاجات پوره کوی په اولو میاشتو کی بیا تر دوه کلنی پوری
دریم : دمور په شيدو کی داسی طبیعی مواد سته چی دمکروبونو ضد دی
څلرم: دمور شيدې ژر هضمیږی
پنځم : دمور شيدې په ماشوم کی دمور مینه زیاتوی
شپږم : دمور شيدې دتی رودولو په سبب ورۍ کلکوی او غاښونه ژر ښکاره کیږی
اووم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری دهغه بدن طبیعی وده کوی بدن یې دډیر غټوالی څخه ساتی
اتم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری په هغه ماشوم کی به دګیډی او نوری ناغي ډیری کمی یعنی دنشت سره برابری وی او دښه صحت خاوند به وی
نهم : دمور شیدې ډیری اقتصادی دی د کورنی داقتصاد سره زیاته مرسته کوی
لسم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری په هغه ماشوم کی حساسیت نه لیدل کیږی
یوولسم : هغه میندې چی وخپل ماشوم ته خپلی شيدی ورکوی هغوی میرمنو ته به دتې دسرطان ناروغي نه پیښیږی
دولسم : هغه میرمنی چی وخپل ماشوم ته شيدې ورکوی دهغوی بدن به پر طبیعی حالت وی بدن به یې زیات نه غټیږی
دیرلسم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری هغه ماشوم به دغټو کولمو دالتهاب څخه په امن وامان وی
څورلسم : دمور شيدی دماشوم دپاره هغه ښه مکمله او پاکه غذا ده که چیری کوم حساسیت ورسره پیدا کړی نو په شيدوکی نه بلکی په هغه غذا کی به وی چی مور یې خوری
[color=blue:0d5be63d4b]پنځلسم: هغه ماشومان چې دمور شيدې خوری ذهن به یې پیاوړی وی [/color:0d5be63d4b]
په درناوی


د مور شيدے

سعود صابر
12.12.2011

د حمل په وخت ماشوم ته تر څومره مودی پوری دمورشېدی ورکولۍ شې


پښتون.
13.12.2011

سعود وروره،، د حمل په وخت کې ماشوم د مور په ګیډه کې وي نو د شیدو څکلو ته ضرورت نلری اوکه وروسته له حمل نه مو موخه وي بیا ئی ولیکی چې نسائی او ولادی ډاکټر صاحبان درله ځواب درکړي.


سعود صابر
13.12.2011

زمامطلب داده چی د يوی زنانه ېو ماشوم په غيږ کښی وې اودبل اميد هم لرې په دی موده کښی دغيږی واله ماشوم تر سه وخته پوری شودی ورکولۍشي
ايا په دی موده ماشوم ته شودی رکول دصحت لپاره ضرري خ به نه وي ??


پښتون.
16.12.2011

سعود وروره یو خو دا پوښتنه د طب په ځاي په طبیعي علومو او ریاضیاتو په برخه کې لیکل شوی ده ،چې طبیعي علوم بیا له بل څه بحث کوي او وطنمل صاحب هم نه پوهیږم چې ولې د دې خونې چلوونکې کوم طبیعت پیژندونکې ندې ټاکلې او څپاند صاحب باید د طب د برخې چلوونکی دنده لرلې زما په اند هغه د طب ډاکټر دې نه جیولوجست او نه بیولوژست او نه میترولوژست دې، خو په هرصورت که مو پوښتنه چا ځواب نکړه نو زه به تاسو ته بیا یوه مشوره درکړم.ځکه لمړې حق د ډاکټر صاحبانو دې.
تربیا


طالب ISI
25.03.2012

د مور شیدي تر ټولو ګټورې دي. د مکروب ضد مواد لري. د مور او ماشوم مینه زیاتیږي.
خو که ماشوم د مودې څخه مخکې پیدا شوی وي، بیا د مور شودې کافي نه دي، او اضافي فاسفورس او ویتآمین ډي، باید هم واخلي. البته د ډاکتر د نقصه مطابق!


sabahat
07.11.2014

هسی خو قریش ورور پورته لیکلی دی چی نتیجی ته رسیدلی دی او د تندر صیب مشوری او توصیی یی غوره ګڼلی دی .خو تندرصیب بیا هم زما مشوره غوښتی ده نو زه بیا هم د خپلی پورتنۍ لیکنۍ په تینګاروایم،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more