د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

۲۸ نور خارجي او کورني ترورستان ووژل شول.

اتل
22.10.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کښې راغلي چې په شمالي وزیرستان کښې د پوځ جنګي چورلکو د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کښې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل چې له امله یې ۲۸ بهرني او کورني ترهګر هلاک شول.

له بلې خوا، دبنو په بکاخيل کډوالو کيمپ کې ميډيا سره دخبرو په مهال ميجر جنرل عاصم سليم خيبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو " خيبرون" په اړه وويل چې دخيبرايجنسۍ علاقو کې دخفيه اطلاعاتو په بنياد کارروائي روانه ده
ډي جي ائي ايس پي ار دعوه وکړه چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې تر دې مهاله يوولس سوه ترهه گر وژل شوي دي.

په طالبانو باندې دپوځ ګذارونو په دوی کې اختلافونه نورهم زیات کړیدي، او اوس دا ډله ب په وړو ډلو وېشل شوي. پدې تحریک کې د نفاق لویدلو او کمزوري کبدوه په وجه قوماندانان یې ددې ډلې د بقا په اړه نا امیده شوي او کوښښ کوي چې د خپلې بقا دپاره نورې لارې چارې ولټوي.

همدا علت ؤ چې دطالبانو مرکزي نطاق شاهدالله شاهد تیره هفته د خپلو پنځو قومادانانو سره د عراق او سوریې ترورستي ډلې داعش ته بیعت ورکړ. د طالبانو مشر ملا فضل الله چې د خپل نطاق بغاوت په غوصه کړئ ؤ، هغه یې ماقوف کړ، او د پاکستاني طالبانو بیعت یې ملا محمد عمر ته یو ځل بیا تازه کړ. پاکستاني طالبان اوس کمزوري شویدي او د ترور او دهشت مؤثریت یې هم فوقالعاده کم شویدئ. دوی ته پکار دي چې د ترور نه لاس واخلي او عادي ژوند ته مخه کړي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more