د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان له امريکا د ۵۳۷ ميلونه ډالرو مالي مرسته غوښتې

lawangin
18.09.2014

افغانستان له امريکا د ۵۳۷ ميلونه ډالرو مالي مرسته غوښتې
ده ؛ دا له دې کبله چې فاسد دولت خپلو مامورينو ته معاش نشي
ورکولی خو د افغانۍ قيمت په بازار کې د ايرو او دالر په مقابل
کې پورته روان دی !
زه خو پوهېږم خو تاسو هم سر پرې خلاص کړۍ چې داولې او څه
بازي شروع او روانه ده !
په افغانستان کې انتي اقتصادي تيورې امتحان کېږي!

پتنګ

نشرونکی: احمد جرس
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې د امريکا دفاع وزارت پينټاګان عراق کې د اسلامي دولت پر ضد د نوې پيلېدونکې جګړې لپاره نوې بوديجه ټاکي، د دې تر څنګ امريکا لويديځې افريقا کې د ايبولا مرض د له منځه وړلو لپاره خپلې مالي مرستې سنجوي؛ افغان حکومت له سپينې ماڼۍ غوښتي، چې دوی له ستخو اقتصادي بحرانونو سره مخ دي او ۵۳۷ ميليونه امريکايي ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري.
افغان چارواکي وايي، چې دوی مخکې هم ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وو، مګر د ټاکنو لانجه منو پايلو د افغانستان اقتصادي چارې په ټپه درولي او دوی د خپلو مامورينو لپاره د راتلونکو مياشتو تنخواګانې هم نه لري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري تېره مياشت کابل ته د خپل ځانګړي سفر پر مهال کوښښ وکړ، چې دواړه نوماندان د ايتلافي حکومت په جوړولو سره سلا کړي، مګر دواړه کانديدان په خپلو خبرو ټيڼګ و او هيڅ يو يې هم له خپلې خبرې تېرېدو ته نه دي تيار او که دواړه نوماندان ژر تر ژره يوه پرېکړې ته ونه رسيږي، نو د روان کال تر پايه به له افغانستانه د امريکايي عسکرو وتل ناشوني وي.
افغانستان کې د بيا رغونې د څارونکې مؤسسې «سيګار» مشر جان سپوکو فاکس نيوز سره په خپلو تازه خبرو کې ويلي، چې افغان حکومت لا وار د مخه د مالي ستونزو له امله د خپلو امنيتي ځواکونو مرستې کمې کړي دي.
ښاغلی سپوکو وايي، چې امريکا په افغانستان کې داسې يو حکومت جوړ کړی، چې د امريکا له مرستې پرته ژوند نشي کولای.
سپوکو زياتوي، چې دوی لا مخکې په امريکايي چارواکو غاړه خلاصه کړې وه، چې دوی افغانستان کې ډېر په بېړه ډېرې زياتې پيسې ولګولې، او داسې يو حکومتي جوړښت يې رامنځته کړی، چې د افغانانو په درد نه خوري.
سپوکو وايي، چې د امريکا له مالي مرستو پرته به افغان حکومت هيڅکله ونشي کولای، چې د خپلو مخالفينو مقابله وکړي.
امريکايي چارواکي دا ګواښنده وړاندوينې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو واک او ځواک ورځ تر بلې ډېرېږي او تېره ورځ يې د امريکا سفارت مخې ته د يو سرتيري بريد په نتيجه کې د ايساف درې موټر ويجاړ کړل او لږ تر لږه څلور بهرني عسکر پکې ووژل شول او ګڼ نور يې ژوبل کړل.
د افغانستان شپيته سلنه مالي چارې د بهرنيو هېوادونو په مالي مرستو ولاړې دي او په خپله داسې څه نه لري، چې د خپلو مامورينو تنخواګانې هم ورپوره کړي.
د افغانستان د ۳۵۰،۰۰۰ امنيتي ځواکونو تنخواګانې او مصرف هم د ايتلافي هېوادنو په غاړه دی.
افغان حکومت يوازې د دوی د خوراک مسؤوليت پر غاړه لري او که دغو عسکرو ته خوراکي توکي ونه رسيږي، نو مرکزي حکومت هم له سختو ګواښونو سره مخ دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more