د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داعش په افغانستان او پاکستان کې د پراختيا هڅې پيل کړي

اتل
03.09.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
مخکې لدې چې زموږدلرو اوبرو پښتنو مذهبي افراطي عناصردالقاعدې غوندې په
پټو سترګو په داعش پسې و ځغلي دا ورته ضرورده چې اول دداعش مشرابوبکر بغدادي وپیژني او د هغه د امیرالمؤمنین د ادعا په حقانیت ځان پوه کړي.

ابوبکر بغدادي په افغانستان کې د اسحق د جبهې چې مشري یې مولوی اسحق کوله د القاعدې تر ماموریت لاندې دطالبانو په واکمنۍ کې د بګرام د پوځي لیکو مسؤلیت پر غاړه لاره.

ابوبکر بغدادي د کال ۱۳۷۵ نه ترکال ۱۳۷۹ پورې له ابو مصعب الزرقاوي سره یو ځای اوسیده. ابوبکر دغه راز د کابل په وزیراکبرخان مینه کې په یوولسم سرک د یو شمیر عربو او طالب مشرانو سره اوسیده.

د بغدادي نږدي ملګري ابو معصب الزرقاوي، امیرخان حقاني [زابلي]، مولوی خالد مشهور په ملا کوچني، مولوی انور او د طالبانو د واکمنۍ د لوړو زده کړو وزیرحمدالله نعماني وو.

ابوبکر د القاعده سره ؤ او اُسامه بن لادن یې مشر ؤ. اُسامه بن لاندن چې ملا عمر ته بیعت کړئ ؤ او امیرالمؤمنین یې قبول کړئ ؤ، د ابوبکر بغدادي په شمول د القاعدې د ټولو پیروانو امیرالمؤمنین هم ؤ.

خو ابوبکر بغدادي دداعش دډلې د جوړولوسره سم اعلان وکړ چې د ټولې نړۍ امیرالمؤمنین دئ او خلک یې باید بیعت وکړي. پداسې حال کې چې ملا محمد عمر آخند د بغدادي منل شوئ ژوندئ امیرالمؤمنین دئ، څنګه کیدای شی چې هغه د ملا عمر په مقابل کې خپل ځان امیرالمؤمنین اعلان کړي. په اسلام کې دوه امیرالمومنین نه ځائیږي.
که په اسلام کې د برحال امیرالمؤمنین په مقابلکې دویم امیرالمؤمنین سر را جګ کړي، نو په اسلام کې د فتنې د مخنیوي دپاره باید دویم امرالمؤمنین وووژل شي.

اوس ددې اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د لراوبر پښتون مذهبي افراطي عناصر ځنګه کولای شي ابوبکر بغدادي ته د ملا محمد عمر آخند په موجودګۍ کې د امیرالمؤمنین په حیث بیعت ورکړي؟ ایا دغه پښتاته مذهبي افراطي عانصر په اسلام کې د فتنې د اور لمبو ته لمن نه وهي؟ آیا دغه عناصر د ملا محمد عمر آخند په مقابل کې د ابوبکر بغدادي دبغاوت په فتنه کې خان نه شامل کوي؟
باید دغه افراد په خپلو اعمالو له سره فکر وکړي او دداعش د اور په لمبو کې عراق او سوریه غوندې زموږ ولس او ملک تباه نه کړي.
په درنښټ.
====
داعش په افغانستان او پاکستان کې د پراختيا هڅې پيل کړي
03.09.2014 8:29:36 AM
486
په پېښور او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو ښارونو او همداراز د افغانستان په يو شمېر سرحدي ولايتونو کې داسې پاڼ ې خپرې شوې چې د اسلامي حکومت ( داعش) لپاره تبليغات کوي. دغه تبليغاتي پاڼې په دري او پښتو ژبو دي او سرليک يا نوم يې فتح دی. پاڼې د مهاجرينو په کمپونو کې او همداراز خبريالانو ته وېشل شوې دي. د پاڼو خپروونکی اسلامي حکومت ښودل شوی، په لوګو کې د کلاشينک وف انځور دی او له خلکو غوښتنه شوې چې د اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره مبارزه وکړي.
د دې تر څنګ په خيبر پښتونخوا کې پر يو شمېر موټرو باندې د اسلامي دولت پوسترونه لګېدلي او ورسره د يو شمېر ښوونځيو پر دېوالونو هم د اسلامي دولت شعارونه ليکل شوي دي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=33154


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more