د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د حق وینا په جرم د خپلو ملګرو وژنه سیاسي او معنوي مرګ دی.

م . ق
31.08.2014

نوټ: ځیني خلک دومره احمق وي چې ځان خپله د توپ خلې ته ورکوي، ډیلي شهادت بیا انکار ناپذیر حقایقو ته اشاره کړې ده.
http://www.dailyshahadat.com/showstory.php?ref=superlead&id=18386

د حق وينا په جرم د خپلو ملګرو وژونکي مړه دي
30.08.2014
منصور
پدې وروستيو کې ځينې افغانانو ته تشويش پيدا شوی چې آيا د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد ژوندی دی او که وفات شوی ؟ دا تشويش د يو سوال په توګه په ځينو رسنيو کې هم را سربيره شوه ، د عامو افغانانو دغې پوښتنې ځيني طالبان هم په تشويش کې اچولې او حتی ځينې طالب مشران هم دې خبرې ته متوجه شوي چې دا مونږ په کومه چا پسې اقتداء کړې آيا هغه شته او که له دې نامه څوک استفاده کوي او ټول ېي په مجهول لوري خوځولي يو ؟
خو مشکل دادی چې د تحجر په نظام کې د مشروع پوښتنو ځای هم نه وي نو ځکه هم دا سوال د طالبانو په مخفي او خصوصي مجالسو کې مطرح کيږي خو په عام او رسمي ناستو کې په داسي خبرو د تبصرې جر‌‌أت نشته او دا ځکه چې يواځې مولوي عبدالرقيب په عام او رسمي غونډه کې وويل چې دا څنګه ملاصاحب دی چې زه ېي وزير پاتې شوي يم او په دې ديارلس کلونو کې زما سره دده رابطه ونشوه او زه دده په ژوند او مرګ مطمئن نشوم نو نور خلک به څنګه دده په ژوند او موجوديت مونږ مطمئن کړو ، مولوي عبدالرقیب دا جرأت وکړ خو د هغه د ژوند په قيمت تمام شو نو ځکه نور طالبان په دې برخه کې خپل بخت نه آزموي او دا جرأت نه کوي .
خو په تأسف سره ځينې حقود خلک له هرې خبرې ډرامه جوړوي ، د طالبانو مستعار ويب سايټونه چې يو هم اوس اوس د قطر نه خپرونه پيل کړې او د خبرپاڼې په نامه ياديږي او په ټول افغانستان کې نه کمونست ، نه غربي ، نه د استخباراتي کړيو اجنټان ، نه برحال مزدور حکومت او نه هم د اسلام له پولو وتلي ملت پاله افراطیانو سره دښمني لري بلکې يواځې د ورکړل شوي برنامې په اساس د حزب اسلامي له مجاهدينو سره داسې بې انصافه دښمني پالې چې حتی د ولس او خپله طالبانو له خوا د ملاعمر د ژوند او مرګ په هکله مطرح شوی سوال هم د حزب سوال بولي او بیا له مروت او اخلاقی معیارونو لرې د هغه ځواب ليکي ، او هغه هم د هغه مثال په شان ځواب چې کوم د باغ خاوند غله ته ويل زما له باغ څخه غلا ولې کوې غله ورته ويل چې ته ولې خپلې ميرمنې ته سور سالو نه راوړې ....!!!!
مونږ وايو يو خو د ملاصاحب د ژوند په هکله نه يواځې ملت بلکې خپل ملګري طالبان مطمئن کړی ، دا ځواب ندی چې ملاصاحب د اخترمبارکۍ پيغام راليږلی وه نو ځکه ژوندی دی ، دا خو ټولو ته جوته شوه چې د ملاصاحب د اخترپيغامونه وحيد مژده ليکې او کوم حاجی ملاصاحب ته د هغه د مبارکۍ مضمون ورښيي ، ددې خبرې خو صوتي کليپونه ټولو واوريدل ، د ملاصاحب يو ويديو او يا يو صوتي کليپ را وباسي که نه دا تشويش تاسو ته تاوان کوي او ملګري مو در باندې بې باوره کوي .
دوهم دا چې د ملاصاحب ژوند او وفات حزب ته نه کومه ګټه لري او نه کوم تاوان ، پدې هکله ولاړ شوی تشويش ستاسو د خپلو ملګرو او عام ولس دی ، له هرې خبرې ډرامه مه جوړوي او له هرې خبرې د حزب د مجاهدينو په خلاف تبليغاتي وسيله هم مه جوړوي ، د حزب مجاهدين ټول ستاسو مشر ته که ژوندی وي د هدایت او استقامت دعاء کوي او د هغه په هکله کومه بده اراده نلري .
د طالبانو د نوي ويب سايټ خبرپاڼې د تبصرې په هکله بايد ووايو چې تاسو ويلي چې ګويا د حزب اسلامي مجاهد او مدبر قیادت ورور انجنیر حکمتیار مړ دی او هغه هم په معنوي مرګ ، او ددې مرګ لپاره هماغه زړې بوبلالې مو دلايل وړاندې کړي !!!!
حزب اسلامي د افغانستان په حساسو شرايطو کې د دښمنانو لخوا د ګډو جبهو په وړاندې د بين المللي سازشونو د مخنيوي لپاره ځېني داسې اقدامات کړي چې ولس ، دوستان او حتی باشعوره دښمنان هم ددې اقداماتو په کره والي او پدې کې د حزب په استقامت ، عدم تنزل .... باندې اقرار لري يواځې بې شعوره رقیبان له دې اقداماتو د حزب په وړاندې تبليغاتې استفاده کوي ، خو په حقیقت کې انتحار او معنوي ځان وژنه هغه چا کړې چې د جنرال مالک سره په دوستۍ کې خپل لس زره ملګري د دشت ليلي د خاورو خوراک کړ ، هغه چا معنوي مرګ ځانته انتخاب کړی چې خپل ملګري يي د کندوز څخه په کانټينرونو کې بار کړل او لاس تړلي يي دوستم ته وروسپارل ، حتي په سلګونو خارجي مجاهدين هم ، مړه هغه دې چې په ډير خيانت سره يي خارجي مجاهدين د سقوط پر مهال داسې بې خبره ددښمن په منګولو کې پريښودل چې تر نن د ټولو افغانانو په تندي تور داغ دی ، خپله ووتل او د هغو حتی زنانه هم ددښمن لاسته ورغلل ، د کابل په شهرنو پارک کې د هغو د مظلومانه شهادتونو شاهد ټول افغانان ول .
په معنوي مرګ هغه څوک مبتلا شوي چې په توره بوړه او شاهي کوټ کې خارجي مجاهدين همداسې پريښودل ، مړه هغه دې چې په تيرو کلونو کې (د حقاني صاحب ځامن او ملګري يي مثتثنی دی) په يوه مشر ، د شوری غړی ، وزير .... باندې يو ډرون ګذار ونشو او د القاعدې تر درې سوه زيات مشران ېي د معاملې پر بنسټ په وزيرستانونو کې په ډرون حملو باندې په شهادت ورسول ، مړه هغه دې چې د ملا داد الله په شان خپل ملګري ېي په شهادت ورسول ، او دهغه د ورور په شان ملګري يې د پاکستان تورو جیلونو ته واستول ، مړه هغه دي چې اوس هم د مولوي عبدالرقیب په شان خپل ملګري د يوې پوښتنې په جرم وژني .... نور د ليکنې له حوصلې پورته دی چې ټول هغه انتحارونه وليکو چې ستاسو نه يواځې يو مشر بلکې ټولو مشرانو کړي .
د آی اس آی سره د رابطې په هکله مو په حزب تور لږولی ، نړی ددې ګواه دی دا زمونږ ادعا نده ستاسې د تأسيس او رامنځته کيدو احسان آی اس آی کړی ، حزب اسلامي د کفر او الحاد په وړاندې د پوهنتون په انګړ کې تأسيس شوي ، خو تاسې د يونيکال د کمپني د قرارداد په بدل برطانيي جوړ ، سعودي اکمال او آی اس آی وروزلی ، نه يواځې له آی اس آی بلکې اوس خو مو د سپاه پاسدارانو کانتينر بار مهمات او اسلحه هم افشاء ده د عربي ملکونو خو لاپريږده .
د حزب اسلامی د سپيڅلتيا لپاره همدا کافي ده چې په نړي کې موجود هيڅ طاغوتي نظام يې نه پلوی کوي او نه اکمال بلکې ټوله ورځ لږيا دي چې د عامو مسلمانانو د مرستو مخه هم یا مستقیم او یا ستاسو د ناروا تبليغاتو له لارې ونيسي نو ځکه هم د خپل مجاهدينو له ښه اکمال هم عاجز دی ، خو الحمدلله بیا هم په خپلو کمو امکاناتو ېي د نړي دې د احزابو لښکر ته هم د عبرت درسونه ورکړي .
حزب اسلامي د اسلام په سترو مفسرينو او محدثينو رد ندی کړی ، بلکې په هغه معاصرو تش په نامه علماوو ېي رد کړي چې د علماوو حيثيت ېي تر سوال لاندې راوستی او ځانونه ېي خرڅ کړي ، يو ځل د رباني لپاره راټوليږي او حل و عقد جوړوي او هغه ته شرعي امیر وايي ، يوځل ملاعمر ته د اميرالمؤمنين لقب ورکوي او نن بيا د امريکايي نظام په مشروعيت ورکولو کې مصروف دي ، اوس هم هغو ته تاسو د استادانو په سترګه ګوري او سبا ته بيا له هغو هیله لري چې د امارت ټاپه درته جوړه کړي .
خبرپاڼه د مجاهد ورور حکمتيار د معنوي مرګ خبره کړې وه ، حکمتیار چې کوم دعوت په داسې حال کې پيل کړی وه چې ستا مشران يا نه وه پيدا او يا هم په کوم کلې کې د کوم ملک په ګرو کې ول پیل کړی وه الحمدلله نن د نړی په ګوټ ګوټ کې د هغه دعوت سنګرونه ګرم دي او د ټول امت د ځوانانو د ويښتابه سبب شوي ، که د ورور حکمتيار د ژوند مشکلات اوس هغه ته اجازه نه ورکوي چې په ورسک ، لوګر ، تګاب ... کې د خلکو د لاسونو او ليمو په سر را ښکاره شي خو الحمدلله نن هم د ميليونونو مسلمانانو په زړونو کې داسې ژوندی دی چې د جابرو فرعوني ځواکونو دباوو او پنځه څلويښت کلن تبليغاتو ورک نشو کړای نوستاسو دا تبليغات به څه وشي کړای ، د افغانستان په هر کلي او هر اسلام ته ملتزم کورني کې اوس هم سرسپارلي ملګري او مجاهدېن لري ، او د خلکو زړونه دې وچووې چې الله حکمتيار ته د ‌‌‌هغو د حسد سره سره عزت او وقار نصيب کړی ، او دهغه نوم ېي د امت د نه هیريدونکو مجاهدينو په کتار کې ليکلی ، ورور حکمتیار ته چې الله څومره ژوند نصيب کړی وي خو هغه ته الله د امت د قهرمانانو په کتاب او د مسلمانانو په زړونو کې نه ختميدونکی ژوند بښلی .
--------------------------------------------
تبصره: وروره هغه د لمر په شان روښان حقایق خو دې نه دي لیکلي ولې؟؟؟؟
ته دا ولې نه وایې: چې امریکایانو څنګه دوي ته میدان پریښی، او وایي چې طالبان زمونږ دښمنان نه دي، په قطر کې یې ورته دفتر جوړ کړی، په میلیونونو ډالر ورکوي، تراوسه ولې طالبانو د امریکا په یو فوځي کیمپ یا بیس باندې ډلییز برید نه دی کړی، ولې یې تر اوسه د امریکایانو او برطانویانو یو فوځي کاروان هم تر برید لاندې ندی نیولي؟؟؟
غوا توره او شوده یې سپین دي، د افسوس خبره دا ده چې د دوي په وسیله امریکا د ټول اسلام، جهاد، ملا، طالب، جومات، مدرسې، قرآن، پټکي، برقعې، او ټولو اسلامي مقدساتو او شعایرو نوم وشرماوه، د نړۍ په نظر کې یې سپک کړل، د مسلمانانو او غیر مسلمانانو نفرت یې ورسره پیدا کړو. نه اوس ملا ته نه جومات نه مدرسې نه اسلام او نه جهاد ته هغه نوم، حیثیت او قدر پاتې دی چې مخکې یې درلودل.
دغه ډالر دې د دوي لپاره د دوزخ سکروټې شي چې اسلام او اسلامي امت یې پرې وسوځولو، اللهم آمیییییییییییییییییییین یآ رب العالمیییییییییییییییییین!

طالب نما اربکیان باید پوه شي که د اسلام او جهاد د شرمولو او د امریکا د غلامۍ څخه مو لاس وانه خیست، په افغانستان کې به د دولت اسلامي غړي چې د خلیفة المسلمین سره یې بیعت کړی ستاسو خلاف د خپلو راکټو او میزایلو خلې راواړوي.
م . ق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more