د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دکرزي درې مفعولان رازق، نازک اواسدالله خالد!

lawangin
24.08.2014

رازق له عطاسره ؛۰( زوړ مفعول او نوی فاعل )

[img:1005d92e81]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/08/Ata.raziq_.khalid.jpg[/img:1005d92e81]

د جنرال رازق، اسدالله خالد او نازک قتلونه او جنایتونه
نشرونکی: fida jan برخه: مقـــــالی او تبصرې 2014/08/23 یوه تبصره 3,581 کتني

لیکوال: عبدالله (اڅک) – قندهار
جنرال رازق د قندهار د امنيه قومندان، اسدالله خالد د ملي امنیت
پخوانی ریس او نازک د هلمند ولایت د ملي امنیت ریس درې سره په
جنایتونو او قتلونو پېژندل شوې کسان دي، ددوی تعریف ته ضرورت
نشته، ما چې ډیر وخت د قندهار ولایت د امنیه قومنداني د جنايې
آمریت کې وظیفه اجراء کړي، د کمونستانو خلقیانو او پرچمیانو،
دمجاهدینو او طالبانو په وخت کې مي دغه ډول ظلمونه او ناحقه
قتلونه نه لیدلی او نه اوريدلی.
سرو شورویانو او امريکایانو ډیر ظلمونه په افغانستان او خاص کر
قندهار کي کړي، مګر د رازق، اسدالله خالد او نازک ظلمونو او
جنایتونو ته ځان نه سي رسولای.
ددوی درې سره د جنایتونو څو مثالونه به زه تاسو ته ووایم، ټول
مشکل دي، يواځي څو بېلګې يې هغه چې ما خپله اوريدلي وي يا مې
لیدلي وي او ځينې مي ددوی د خاصو انډيوالانو څخه په خپلو غوږو
اوريدلي دي.
د قندهار د اڅګزو مشر څارنوال صاحب محمد عیسی خان نوميږي،
په قندهار کې ښه معرفت او نوم لري، يوه ورځ دهغه په کور کې
جنرال رازق ناست و، په بحث کې د امنيت په برخه کي د يوه ښه
او باتجربه کس نوم واخستل شو، محمد عیسی خان جنرال رازق ته
وویل چې دغه کس ډیر تکړه دی، په امنیه قومنداني کې ښه ځای
ورکه، ستاسره به همکار سي، کارونه به دي سپک سي، قومندان
رازق هغه ته وویل دا سړی خو زه پېژنم، نه مرګ کولای سی، نه
سړی ويشتلای شي، نه د چا په کور چاپه وهلای سی، فکر نه کوم
چې هغه به زخمي طالب په سر وویلي او وبه يې وژني، که زه د یو
چا د مرګ ورته ووایم هغه به نه کوي، نو دا ډول سړی زما په کار
نه دی.
نازک چې اول د ډنډ ولسوال و هلته يې ډیر مړي وکړل، کله چې اسد
الله خالد د ملي امنیت ریس شو، دغه سړی يې د زابل ولایت د ملي
امنیت ریس وټاکی، په زابل کې هر هغه څوک چې دهغه په نیولو
سره پیسي پیدا کیدی، نازک نیوی، او د طالب په نوم شکمن سړي
اکثره د ملي امنیت په پټو خونو کې د وهلو او شکنجي لاندي وژل
کيدل.
نازک د خپلو ملګرو په مجلسونو کې وايې د رازق په خوښه مې ډیر
مړي کړي، او ډیری مړی مي د هغوی سره دده د شخصي مشکلاتو
پر بناء کړي، ماته رازق هیڅ نه سي ویلای، مات کړی مي دی، هر
څوک چې مهم او دده حریف و، ماته به يې ویل چې دابه څنګه سي،
که دي ختم کی، هغه مي ورته ختم (مړ) کړی، اوس چې زه هرڅه
کوم، که مړی کوم، څوک وژنم، وهم يې او پیسي ورڅخه اخلم رازق
ماته نه سي ویلای.
نازک وايي چې رازق او اسد الله خالد په ګټه د زابل له پاره زه د
ملي امنیت ریاست ته واستولم، موږ دري سره ټینګ انډیوالان يو، او
بې مشوري کار نه کوو.
تیره هفته د نازک تبدیلی د قلات څخه هلمند ولایت ته وسوه، په هلمند
ولایت کې ښې ډیري پیسي دی، هلته د مواد مخدر او سلاوو
قاچاقبران دی، له ډیره وخته رازق او د نازک انډيوال په دي پسي و
چې نازک د هلمند مهم ولایت د امنیت ریس سي، پخوانی ریس جنرال
مومن تر نازک ډیر باتجربه سړی و، مګر د رازق په زور نازک د
هلمند ولایت د امنیت ریس سو.
نازک دا خبري په خاصو مجلسونو کې کوی هغه څوک چې د رازق
سره مشکل پيدا کی يا د رازق د خوشي خلاف کار وکی، دهغه له
پاره بند نسته، هغه به خامخا وژل کيږي.
د نازک وررو په افتخار سره وایی جنرال رازق زما ورور نازک ته
وايي چې زه څوک درښيم او يا د طالب په نوم شکمن وي هغه بیا
ژوندی مه پريږده، وژنه يې، نازک د رازق هره خبره منی او ډیر
دغه ډول کسان يې ورته وژلي.
نازک چې يو اجرتي قاتل دی، د ملاسیدمحمد او جنرال ګلالی له پاره
يې دری يا څلور کسان وژلی دي، د نازک ورور وايي په موږ د
هیچا وس نه رسيږي، ټول قدرتمند کسان د رازق په شمول زموږ د
احسان پوروړي دی، هغه وایی په قندهار کی جنرال ګلالی د ملا سید
محمد ورور ډیر قدرتمند دی، ملا سید محمد او ګلالی د دري نفرو
سره مشکلات لرل، نازک ته يې وروښول، نازک په خپله هغه کسان د
ښار له ما بین څخه پورته کړل، دوه يې خپله په توپانچه ووژل. هغه
د جنرال ګلالی حریفان يې ورته مړه کړل.
نازک د قتلونو سربیره زاني او فاحش دی، دده دغه نوم اصلی نه دی،
په کوچنیوالی ښایسته و، خپله ښوریدلی هلک و، په کوچنیوالی ښه
سابقه نه لري، یو وار د قندهار په میدان کې دده انډیوالانو پوښتنه
ورڅخه وکړه چې قلات ته ولی کور نه بيايې، نازک ورته ویل هلته
نجوني ډیري دي زما تر هغې (زما تر ښځو) ښایسته دي، ساعت مي
ښه تیر دی، چې کور بوځم بیا به د کور جنجال وي، کورته بیخي
ضرورت نه لرم، ښه پکښي موړ یم، سلام راکټي په دغه وخت کې
په میدان کي و، کوم نفر سلام راکټي ته وویل چې نازک وايې د قلات
په نجونو کې ښه موړ يم، چې زړه مي وغواړي د امنیت کارکونکي
يي راته راولي، سلام راکټي چي مسخ شوی، بي ایمانه شوی، د
خولي لږ چیغي يي وکړي، نور قیصه خلاصه شوه.
د قندهار ډیر خلک پر دي خبر دي، د امنیه قومندانی هر پخوانی د هغه
وخت نفر ددی کیسي څخه ښه خبر دی. اول وار چې رازق امنیه
قومندان سو، دده سرحدي پولیسو دري نفره د طالبانو په تور(تهمت)
نيولي و، هغه يې د رازق د دفتر د باندي کلکین ته درولي و، رازق ته
يي وویل موږ دري نفره ژوندي راوستي، طالبان دی، رازق پوښته
ورڅخه وکړه، څه مو کړل، سرحدیانود کلکین خواته اشاره وکړه چې
هغه دي ولاړ دي، رازق ددی کلکین خلاص کی، له کلیکن څخه يې
لای وروغځاوی، دري سره يې هلته ووژل. نه يې محکمې، نه
څارنوالي او نه امنیت پوښتنه وکړه، له رازق څخه ګرده بیریږي.
رازق چې اول وار قومنداني ته راغی دده انډيوالانو او ده خپله ویل
چې له کرزي بابا څخه رازق امر اخستی چې بی له محاکمي طالبان
ووژني، او ژوندی يې نه پريږدي، په دغو ټولو جرمونو کې کرزی
مستقیما ورسره شریک دی، دغه دري نفره چې رازق په تومانچه د
خپل دفتر سره وویشتل د قندهار خلکو دغه خبره کرزی ته ورسوله،
کرزي هیڅ ونه کړل، رازق يې نور ونازاوی، دوني صلاحیت يې
ورکی چې د قندهار، هلمند ، زابل او ارزګان امنيتي کسان دده په
خوښه بدلیدل او رابدلیدل، يواځي د ارزګان امنیه قومندان چې هغه
دده انډيوال دی مطیع الله خان دده تر لاس لاندي کار نه کوي، او نه
دده په وس کي ده، هغه د کرزي نږدي انډيوال دی.
د کوچني اختر څخه مخکي ژړي ته طالبان راغلل، د پنجوايې له خوا
د پنجوايي قومندان امنیته او د شا له خوا څخه د رازق نفرو او
اردو محاصره کړل، داسي قتل عام يې وکی چې تر دي مخکې نه و
سوی، ۱۷۵ مړي يې سورصلیب ته ورکړل، د منطیقي خلک وايې چې
ډیر مړي يې د ارغنداب رود ته واچول، د پنجوايې په ویالو کې مړي
پراته وه.
د رازق انډيوالان وايي موږ يو ۱۶ کلن يا ۱۷ کلن هلک ژوندی ونیوی
په سر باندي عادي لګيدلی او زخمي سوی و، زخم يې د تشویش نه
و، زخمي نفر د رازق سرحدي پولیسو راوست، د رازق څخه يې
پوښتنه وکړه چې څه باندي وکړو، رازق ټولو ته وویل نور ماته
مه راولئ، هرځای چې مو ګیر کی هلته يي ووژنئ. چې ژوندی يې
رانه ولئ، دغه هلک چې د پنجوايي د اوسیدونکي حاجي يارمحمد ځوی
و پر سر يې وویشت او مړ يی کی.
د رازق بل مهم انډيوال په ژړۍ ولسوالي کې د اربکيانو مشر شمس
الله دی، مشهور په شمسک دی. شمسک په ژړۍ ولسوالي کې د
اربکيانو غټ قومندان دي، خپله شمسک چې ډیر زیات ښایسته دي، د
۲۵ کلونو په عمر به وي، دغه هلک خپله فاحش او لوطی تیر شوی
(مفعول) اوس ډیر زیات خپلسري توپکیان لري.
د شمسک نفرو يو کوچی په دي تهمت ونیوی چي د طالبانو سره لاس
لري، د حوض مدد په سيمه کي، هغه کوچی سړی چې د حوض مدد
ډیرو خلکو لیدلی و او پيژاندی يې، شمسک خپله واهه، ډیر يې
وواهه، کوچي سړي اقرار نه کاوی، اخر يي ورته وویل په دي دي
وژنم چې تاسو کوچیان د طالبانو سره کومک کوئ.
شمسک يو غټ ماین راوړی، کوچی هلک يې په ماین سربیره کښيناو،
او ټینګ ټینګ يې وتاړی، له ماین سره يې يوځای وتاړی، هلک ته يې
ویل چې ښوري به نه، دوی لیري ورڅخه ولاړل، ماین ته يې انفجار
ورکړ، د کوچي هلک غوښي په هواء کې څرخیدلی، ددغي کیسي څخه
تاسي د قندهار ددغو قاتلانو جنایات ښه پيژندلای شئ، که چاته شک
وي، د حوض مدد سيمې ته دي ورشي د شمسک ددغه ظلم او کوچي
هلک د ماین په سر کښینولو، الوزولو او وژلو کیسه هر سړي ته
معلومه ده، موږ به له خدایه ارمان نه کولای چې د يوه ټلویزون
خبریال هلته ورشي او ددغې کیسی په اړه له خلکو پوښتنه وکړي.
د رازق د يوه بل قومندان جاجو د ظلمونو په اړه ډیر کسان هغه
وخت خبر سول چي د یوي شاعري کورته د فحشا په نیت ورغی،
تقریبا ۶ یا ۷ میاشتي مخکي د جاجو تر لاس لاندی سيمه کې چې
ځوانان به له کوره ووتل هغه به ورک شول، څو ورځي وروسته به
يې مړی دده په مربوطه سیمه کي پيداشو، د قندهار خلک وايي چي
جاجو د ۵۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ کسان وژلي دي.
جاجو ظالم دوه ځوان هلوکان د طالبانو په تور نیولی و. ډیر زیات يي
وهلی و، هغوی ته يی ویل چې اقرار به کوی چې تاسو له طالبانو
سره تماس لرئ، طالبان راولئ. دغو ځوانانو اقرار نه کاوی. آخر
جاجو خپله په جرابه کي يو دروند غټ شی کيښودی، هغه يې د هر
ځوان په خوله کې د لاس یا لرګې په زور ور ټیل واهه تر څو چې
سرو کولمو (سرې غاړي) ته ورسيږي، په دغه وخت کې د جاجو
توپکيانو د هر ځوان حیا دي وي د شا (مقعد) له خوا لرګي په مقعد
کې په زور ورچغاو، جرابه چې به ښه د ځوان سري غاړي ته
ننوتله له هغې خوا به يې په زور راکشوله. دغه ډول ظلم او د
انسان بي حرمتي، نه شوروي، نه امريکايې اونه اسرايلي کړي. مګر
د رازق په امر دده ملګرو او ده خپله کړي.
جاجو چې په دغو ځوانانو هرڅوني ظلم وکی دوی اقرار ونه کی. بیا
چي خلک خبر شول، دخلکو د فشار له امله يې دغه دوه ځوانان
محکمې او څارنوالي ته واستول، هلته ځوانانو د قاضي او څارنوال
په مخکي خبري نه شوای کولای، ستونی يې خراب شوي و، سم دم
ګونګیان و.
چينايي شفاخاني ته يي دغه دوه ځوانان واستول، دوی ډاکټرانو ته
خبري نه سوای کولای، ډاکټرانو چې معاینه کړل، هغوی پوه شول
چې ستوني کي يې په زور يو شوی ننویستل شوی او بیا په زور
راکښل شوی، دا ډول د مقعد له خوا په زور د لرګي چخولو په
قضیه ډاکټران پوه شول، ډاکټر که يو و که دوه او يا هرڅو ټولو په
ژړا شروع وکړه، ډیر خفه شول، قاضي ته يې په ژړا کي ټلیفون
وکی چې ددغو ځوانانو سره ډیر زیات ظلم سوی، او تر ډیره وخته
به خبري ونه شي کولای. مګر په قندهار کي قضاء، څارنوالي او
امنیت د رازق له بیری هیڅ نه شي کولای.
د رازق انډيوالان هغه سړی نه وژني چي ډیر خلک پري خبر شي،
دغه دوه ځوانان چې له مرګه خلاص شول، علت يې داو چې د
کورنۍ او مطنقي خلک ټول پري خبر شول چې د جاجو سره بنديان
دي.
د پنجوايې يو نفر رازق د طالب په تهمت نیولی و، دهغه پلار چې د
کلي امام و، د هغه کلي د مشرانو سره يوځای قومندانی ته راغلی و
چې د خپل ځوی د خلاصیدو له پاره له رازق څخه غوښتنه وکړي،
کلیوال به يې شاهدي ووایی چې دغه هلک طالب نه دی.
ملا امام او دکلی سپین ژيری چې قومنداني ته ورسیدل، سرحديانو (د
رازق خاصو عسکرو) پوښتنه ورڅخه وکړه، دوی ورته ویل چې
موږ د پلانی هلک په شفاعت راغلی یو، سرحدیان چې پوه شول د
هلک پلار ملا دی، ملا امام ته يې وویل چې ته رامخکي شه ستاسره
زموږ کار دی، ملاامام يي څو چپلاخي وواهه، او د خپلو کلیوالو او
مقتديانو په مخکي يې پرتوګ او کمیس ورڅیري کړل ورڅخه ويې
کښل، ملاامام د خپلو کلیوالو په مخ کي لوڅ لغړ ولاړ و، سرحدي
پولیسو ورته ویل دا وار دي ژوندی پریږدو بل وار که هرڅوک پسي
راغی بیا به د ژوند ارمان وکړي.
ملا امام چې کلی ته له سپین ژیرو سره ولاړی ، په هغه ورځ یې له
شرمه له کلي کډه وکړه، بیا دهغه کلی خلکو ونه لیدی.
د جنرال رازق بل د پوستي مشر (قومندان) په خپله منطقه کي يو نفر
ونیوی، د هغه نفر ښځه (میرمن) خبره شوه چي میړه يې د رازق
انډیوال په پوسته کې بندی کړی، دوه درې ورځي يې میړه هلته بندي
، ښځه يې هغې پوستي ته ورغله چې د میړه پوښتنه وکړي، له
قومندان څخه وغواړي چې بي ګناه دی خلاص يې کړه، کله چې دغه
میرمن پوستي ته ورځي، د پوستي فاحش قومندان يې په زور خپل
اطاق ته دننه کوي، هلته په زور سره ددغې میرمنې سره زنا کوي،
ښځه وروسته له زنا شرمنده د خپلو وروڼو کور ته ورځي، وروڼه
خبروي چې د پوستي قومندان په زور زنا ورسره وکړه، ددغې ښځي
وروڼه د قومندان له پاره پلان جوړوي، د لويې والي د سيمانو د پله
سره نږدې يو کور په کرایه نیسي، دغه کورته دوه مياشتي د ښځي
ورور تګ راتګ کوي، په دغه وخت کې د قومندان سره د بل نفر پوه
واسطه تماس نیسی، قومندان ته خبره ور رسوي چې په دغه کور
کې ښایسته انجلیاني دي، په کور کي د ورځي له خوا هیڅوک نارینه
نه وي، هر وخت چې دي زړه وي ورتلای شي، دغه رابطه ښه
پخوي، قومندان ډاډه کیږي چې په کور کې رښتيا ښایسته نجوني دي،
بالاخره داسي وخت راغی چې قومندان اماده سو دغه کورته د زنا
له پاره ورسي، د هغې مظلومي ښځي ورور په دي ورځ څو داني
ښځي په کور کې کښينولي وي، قومندان د زنا له پاره يواځي راځي،
کله چې د کور حويلۍ ته داخلیږي، ښځي ويني ښه ډاډه کيږي، يوه
اطاق ته رهمنايي کيږي، د هغې مظلومې میرمن ورور هلته پټ دی،
توفانګچه باندي راباسي، چي ښور ونه خوري، قومندان ته وایې ستا
په یاد دي چې پوستې ته يوه میرمن د خپل میړه د خلاصيدو له پاره
درغلي وه، تا په زور او جبر دهغې پاکې میرمن سره زنا وکړه، له
دي خبرې سره يې پر سر سر په مرمۍ ولي، د زاني، لوطي او
ظالم قومندان له شرارت څخه نور قندهاریان خلاصوي.
د جنرال رازق بل انډیوال چي په ولایت او ملي امنیت کې کار کوي،
پخوا د رازق سره په بولد کې هغه وخت و چې رازق د سرحدي
پولیسو ريس ارکان او مشر و. هغه وایې هغه وچ څاهان چې ما
لیدلی او رازق مړي پکي غورځولي، ډیر و، په هره منطقه کې خاص
څاهان و چې رازق به مړي وکړل بیا به يې دغو څاهانو ته
غورځول، يواځي ما چې دومره زیات څاهان لیدلي، د رازق نورو
انډیوالانو به څونه لیدلي وي.
هغه هلته پریږده، په دي خبره د رازق سرحدیان ښه پوهیږي، کله چې
رازق د يو کس د وژلو امر ورکوی، په ټلیفون کې د خپلو پوستو
مشراتو ته وایې چې هغه هلته پريږده (یعنی مړ يي کړه). رازق
دونی انسانان ووژل چي د روسانو د وخت څخه بیا تر ده دمخه هیچا
د قندهار په امنیته قومندانی کې دوني کسان نه وژلي اونه يې دغه
ډول جنایتونه کړي.
د اسدالله خالد کیسي ډیري دی، مګر يوه دوه دلته کوم، محب الله
خان په ډیر افتخار سره د خالد صفت کاوی، ویل يې يوه ورځ یی يو
بندي ولایت ته ورته راوستی، د طالب په تور بندي و، محب الله
وایی موږ ټول ورسره ناست و، بندي ته ور ولاړ سو، له بوټو سره
پکي غورځیدی، خالد ورته ویل چې اقرار وکړه، بندی هیڅ نه ویل،
بندی یی ډیر زیات وواهی، له بوټو سره پکښي غورځیدی، بندی چي
په ملي امنیت کې له دی مخکی ډیر وهل سوی و، خالد ښه ډیر
وواهی، موږ ټول ناست و، چې بندی د خالد دوهلو لاندی مړ سو،
خالد خپلو باډیګارډانو ته وویل دا مردار لیری کړئ سپو ته يې
وغورځوئ.
اسدالله خالد چي په قندهار کي والی و، فحشا اوج ته رسیدلی وه، د
صدیق الله ماما د ولایت سره نږدي پوسته لرله، صدیق الله وایی،
ماما مي راته وویل چې نن شپه د خرقي شریفي او احمد شاه بابا د
مقبري سره نږدي کوڅه چي ده هلته يو کور دی چې موردګاو خانه
پکي ده، د شپې چهاپه باندي واچاوئ، دغو خلکو ددی له پاره داکار
نه کاو چې مخه يې ونیسي، خپل حق يې ورڅخه غوښت، پیسي يې
نه ورکولي. صدیق الله وايي زه له نورو پولیسو سره يوځای کورته
ورغلم، هلته مي يوه داسي ښایسته نجلي ولیدله، زما دي قسم په
خدای وي ما بیخي داسي ښایست نه و لیدلی. که ۱۰۰۰ نجونی
ناستي وای دا به پکي معلومه وای، په کور کي یو سپین ژري سړی
و چې موردګاوی يې کوله، دغه نجلي يې کوم مالداره سړي ته
راوستلي وه، نجلی چې زه او پولیس ولیدلو، په ژړا يې شروع
وکړه، ډیر سخت يې ژړل، زما زړه باندی وسوځید، خپل ماما ممتاز
ته مي تلیفون وکی چې دا نجلی ډیره ژاړي، بیخي کم عمره نازکه
پېغله ده، څه باندي وکړم، هغه ویل چې هرډول دی خوښه وي.
نجلۍ ژړل چيغي يې وهلی، ماته يي وویل چی زه فاحشه نه وم، نه
مي بدکاري کوله، زما مور کونډه ده، زه ډیره ښایسته وم، مکتب مي
وایه، نجنو او دمکتب مديره راباندي خبره وه چې زه د کونډي لور
یم، زما او د مور په ښایست ټول کلیوال خبر و.

يوه ورځ د اسدالله خالد کسانو زه او مور په زور له کورڅخه
یوړلو، د اسدالله خالد ځای ته يې وروړو، زما سره اول وار په
زور زنا اسدالله خالد وکړه، زما مورپه هغه شپه دده ملګرو بي
عزته کړه، سهار يې موږ راپريښودو، زما مور ته يې دوه لکه
کالداري ورکړي.

زه په زنا اسدالله خالد اموخته کړم، اوس مو د کور ګذاره
په دغه زنا ده، د مکتب څخه پاتی سوم، په خوا به خلکو زما له مور
سره کومک کاوه، کله چې موږ د اسدالله خالد کسانو د شپي يوړو، د
کوڅي خلک خبر شو، چي ما او مور مي د اسدالله خالد په ځای کي
شپه کړی، د کوڅي خلک اوس کومک نه راسره کوي، موږ ته ټول په
بده سترګه ګوري، چي پیسي مو کمی سي بیا زه د پیسو له پاره دغه
کار کوم، مګر الله دي خالد خراب کړی، زه يې بدکاره کړم، له
مکتب او سواد څخه يې بي برخي کړم، د قندهار ډیری نجوني به زما
په ډول اول وار په زنا خالد اموخته کړي وي.
عبدالله (اڅک) – قندهارهه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more