د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

داعش اسلام ته د کفارو د اوشتون مخه نیسي.

میرویس
22.08.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه مې ومنئ
د عراق او سوريې د اسلامي خلافت په نامه د ولت یا داعش بدرنګه، کرغیړن او غیر اسلامي اعمالو نن سبا په اسلامي او غیر اسلامي نړې کې د اسلامي افراطیت پرخلاف بې حده شدید عکس العملونه را پارولي دي.

ددې عکس العملونو لمن ان تر واتیکان پورې چې دنړئ میلیاردونو رومن کاتولک د مذهپ د پیروانو روحانې مرکز دئ خپره شوېده.
=====
د کاتوليکو عيسويانو مذهبي مشر پاپ فرانسيسکو چې له سويلې کوريا څخه د بېرته ستنېدو په لار و، په الوتکه کې ورسره سپرو خبریالانو ته يو لنډ مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. ۷۷ کلن پاپ وويل، چې د ماغزو ناروغي لري او ښايي اړ شي د خپل سلف په څېر استعفا وکړي.
پاپ فرانسېسکو همداراز په عراق کې د داعش ډلې پر وړاندې د نړيوالو ځواکونو د عملياتو ملاتړ وکړ، او ويې ويل چې ملګري ملتونه بايد پدې اړه بحث وکړي چې څنګه دداعش د بريدونو مخه نيولای شي. ده وويل، چمتو دی چې په خپله هم د بحران سيمې ته سفر وکړي.
د يادونې وړ ده چې داعش ډلې په عراق کې د مسيحيانو مهم ښارونه لاندې کړل او له دوی څخه يې د جزيې غوښتنه وکړه.

سوال دادئ چې اوس به په غرب کې د هغو بې شمیره خلکو مینه خامخا مړه شوې ويي چې د اسلام سره یې په زړونو کې لوبوله. د کاتوليکو عيسويانو مذهبي مشر پاپ فرانسيسکو چې په میلیاردونو پیروان لرې او هغه دداعش پر خلاف پو ځې عملیات تائید کړي او د نړواله مبارزه یې دداعش پرخلاف غوښتې ده، دهغه د پیروانو نه که څوک پخوا مسلمان کیدل، اوس به یې د اسلام نه زړه تور شوئ وي، او دا ټول دداعش، القاعدې او طالبانو د لاسه دي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=32931


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more