د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د سزأ جواز

شاه ولي
17.07.2014

يو ځل سلطان الپ ارسلان سلجوقي ١٠٦٣- ١٠٧٢م) د ډوډۍ خوړلو لپاره نا ست وه د آشپز له لا سه کاسه وښورېدله او په هغه باندې لږ ښوروا تويه شوه او جامې ېې لندې شوې پاچا آشپز ته په قهر وکتل د آشپز يقين راغي چې پاچا به مې مړ کړي. نو د ښوروا څخه ډکه کاسه ېې د پاچا پر سر تشه کړه ، حاضر باشانو او کاسه ليسانو کلک ونيوه او محبس ته ېې بوت.
بله ورځ باچا خپل دربار ته راوغوښت او پوښتنه ېې وکړه چې په لومړي ځل کې په سهو درنه ښوروا چپه شوه چې معاف کيدى شوې ليکن د باقيمانده شوروا د تويولو علت راته ووايه.
آشپز وويل چې اى پاچا صایبه! د لومړي جرم څخه زما يقين راغې ،چې ماته دمرګ سزأ راکوې ،مګر وډار شوم چې خلک به زما په دې کمه ګناه تاته ظالم وواېې نو خپل جرم مې غټ او دروند کړ چې د مړ کولو جواز درته پيدا شي او خلک تاته ظالم ونه واېې، او ستا په عدل او انصاف کې څوک خبرې ونه کړي.

دا ګفتار چې پاچا واوريده هغه ېې معاف کړ، او څلويښت زره درهم ېې هم د انعام په ډول ورکړل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more