د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان د ولس په مقابل کې.

میرویس
01.07.2014

ګرانو وطنوالو سلامونه
که دا د ولس سره دښمني نه وي، نو څه دي؟
طلبانو د نغلو نه د ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د برښنا غځیدلې مزي ویشلي او پرې کړي یې دي.
طالبانو پخپل دې عمل سره په دواړو ولایتونو کې ولس، مدرسې، مسجدونه، ښونځي او نورعام المنفعه تاسیسات د برښنا نه محروم کړیدي. دوی په خپل دې عمل سره له یوې خوا بیت المال چې د کونډې او یتیم دارایي ده تاوانی کړې او له بلې خوایې د عبادت، دیني علومو د زده کړې، مسلمان ولس ته د خدماتو د برابرولو چارې په ټپه درولې دي.

آیا دا جهاد دې که دهشت ګري؟ آیا دا مسلمه امت ته خدمت دئ که خیانت؟ آیا دا د ولس سره دوستي ده که دښمني؟
آیا په طالبانواعتماد کیدای شي چې ملک او خلق ته به خدمت وکړي. آیا په طالبانو اعتماد کیدای شي چې د بیګانه ګانو پرعوض د خپل ملک او خلق منافع مرجح وګڼي؟
آیا طالب افغان دئ که خارجيان.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140701_ns_afghan_electricity_attack.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more