د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

قصداً د افغان او مسلمان بچي د پوهي مخه نيول کېږي!

تيمور
21.06.2014

ګرانو هېوادوالو، اسلام اعلیکم،

نن بیا د غزني پوهنتون څلور تنه محصلين چې کابل ته روان وو؛ د روضې په سيمه کې يې طالبانو موټر درولی او څلور واړه يې ورڅخه تښتولي دي.
طالبانو دغه محصلین له ځان سره ناڅرګند ځای ته لېږدولي او تر اوسه يې په اړه کوم مالومات نه دي ورکول شوي

الله تعالی په قرآن مجید کې داسې فرمایي:
سُوۡرَةُ العَلق
بِسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِى خَلَقَ (١) خَلَقَ ٱلۡإِنسَـٰنَ مِنۡ عَلَقٍ (٢) ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ (٣) ٱلَّذِى عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ (٤) عَلَّمَ ٱلۡإِنسَـٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ (٥)

ترجمه: ولوله (ای محمده) په برکت د نامه د رب خپل هغه رب پالونکی چې پیدا کړی ئي دي ټول مخلوقات.
دا په دې معنی چې مونږ انسانان یوازی د علم او د زدهکړی له برکته خپل پروردګار او خالق او مالک پېږندلی شو، او همداسې د دغه علم او زده کړو په واسطه مونږ کولای شو چې خپل قام، هېواد، او نورو مسلمانانو ته خدمت او مرسته وکړو.

دا عمل ثبوت کوي چې طالبان د علم او دانش دښمنان دي او په خپلو دا ډول ناروا کړنو په کولو سره د افغانستان د مسلمانو خلکو له کرکې او د لوی خدای (ج) له عذابه پرته بل څه ترلاسه نه کړي.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more