د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغان د افتخار ستورۍ وځلید

لاونګ
19.06.2014

د جوزا درویشتمه نیټه،د خوست د ټنيو په یو کلي کې د جواز خان په کور کې شور او انگولا ده. وړه لور ېې په کټ پټې سترگې پرته ده او سرې سترگې مور او بد حاله ادې ېې سرته ناستې ژاړي. خو جواز خان کله د لور پټو سترگو ته گوري او پټ پټ زړه کې ژاړي او کله مور او میرمن ته په سترگو سترگو کې وايي چې پام چې غږ مو د کوره ونه ووځي. پام چې څوک خبر نشي چې موږ کره مړی شویدی. پام چې څوک خبر نشي. زه نه غواړم چې زما غم د کلي خلک د خپل اصل مسولیت نه پاتې کړي.فکر د ملت نه پاتې کړي.

جواز خان خپل گرانه لور همداسې په توره کوټه کې د هغې د مور سره پریږدي او ورته وايي چې ترڅو موږ بیرته نه یو راغلي ته به د کوټې نه او د لور د مرگ خبر به د کوره بهر نه ووځي. د گلالۍ لور دریم گلې سرې جامې او شنه واړه واړه بنگړي د هغې کفن شي ،هغه د پلار د کوره همداسې راسا گور ته روانه ده.خو پلار ېې ورته وايي صبر صبر اول د ستر کور غم وخورو ،بیا به د خپل کور غم یادوو. مړه ده خو کور نه تر گوره نه ده رسیدلې .ځکه چې پلار ېې وايي چې زما لور مړه شویده خو احساس مې ژوندی دی.

هغه احساس چې د جو په څلیرشتمه ټول ولس کې را ژوندی شو او د کورو ووتل. خپل کارونه ،فکرونه او غمونه ېې شاته پریښودل او د رایو ورکولو مرکزونو ته لاړل.

جواز خان هم د کور ټول غړي را غونډ کړل او ورته ېې وویل چې گورئ نن زما د ځان نه، د افغانستان ورځ ده. زما لور مړه ده،خو افغانستان ژوندی دی. انسانان خو پیدا د مرگ دپاره دي،خو چې قام مړ نشي. ما په دې دیرش کلنو کې ډیر ورونه، خوبونه او ارمانونه قربان کړیدي،نو همدې ورځ دپاره. نن قام د خپل حق د ویلو او غوښتلو دپاره ووځي.نو راځئ چې موږ هم لاړ شو او خپل غږ د هر بل غږ سره ملگری کړو. خپله ژړا هیره کړو او د قوم په درد کې خپل درد فنا کړو. نن ژوندون ورځ ده ،د بدلون ورځ ده. موږ ټول عمر غمونه،دردونه او مرگونه لیدلي ،راځئ چې د نوي ژوند په تکل کې ووځو.

جواز خان د کوره ووځي او شاته شاته گوري، د خپلې گلالۍ لور ښکلې څهره ېې مخې مخې ته کیږي. پرونه پورې روغه جوړه وه. خندلې او وړې وړې خبرې ېې کولې. دادا دادا ېې ورته ویل. په خندا خندا ورته ویل.خو بس پرون ناڅاپه ېې په خیټه درد شو ،د کلي د ډاکټر دوا ېې هم شفا نشوه. وړه ماشومه په همدې درد او تکلیف کې سترگې پټې کړې. جواز خان پخپلو سترگو لاس کیښود چې څوک ېې اوښکې ونه ویني او د لور مینه ېې د وطن د مینې مخې ته ونه دریږي. هغه د رایو ورکولو کارت را واخیست او چابک چابک روان شو. د کور ټول غړي ورپسې وو او ځان ېې د راېو ورکولو مرکز ته ورسوه.

د کورنۍ ټول غړي پوهیدل چې د جواز خان په زړه به څه تیریږي، د یوې نازولې لور مرگ، په کور کې پروت د هغې مړی، سرې سترگې مور او میرمن او د لور د مرگ غم. خو دوي حیران وو چې جواز خان دا هرڅه هیر کړي وو او د کلي د خلکو سره په قطار کې ولاړ د خپل نوبت انتظار کوي ،هغه گوته توره کړه او د خپل فکر په تصویر ېې نښه ولگوله .راېې په صندوق کې واچوله او د لور د تابوت په فکر کې راووت. لور ېې مړه ده خو احساس ېې ژوندی دی.

جواز خان د هغو میلونو افغانانو نه یو افغان دی چې د جوزا په څلیرشتمه د کوره ووتي ،د پیغوره او د روښانه سباون په لوره وتي. دوي ټول پوهیږي چې افغانستان د همدوي دی. که هجرت و، نو همدوي کړی ،که مصیبت دی په همدوي تیر شوی. که غم دې همدوی گاللی، که مرگ دی هم دوي لیدل. دوي ټول افغانان دي. دوي کې هر یو افغانستان دی. نو چې افغان نه مري نوافغانستان به څنگه مري. افغانستان خپل احساس لري. خپل جواز لري. جواز خان لري.

جواز خان چې پوه شو چې ټول کلي ولس راېې ورکړه. خلکو د ملت حق ادا کړو. د افغانستان غم ېې وخوړ. نو بیا ده د کلي مشر ته غریو نیولي وویل. ملک صاحب. بیگا مې وړه لور مړه شوې . نو که تاسو ېې د جنازې اعلان وکړئ، چې قام مې غم کې شریک شي. د کلي مشر ورته حیران حیران گوري. چې لور دې بیگا مړه شوې. غم درباندې شپه سبا کړې. د لور مړی دې کور کې پریښی او ته راغلی خلکو سره راېې ورکوې. سلام ستا عظمت ته سلام .ستا دې مینې او محبت ته سلام .سلام ستا جرات او افغانیت ته سلام.

کلي کې غږ شو چې د جواز خان وړه اته کلنه لورکۍ دریم گله بیگا په حق رسیدلې ده ،نن مازدیگر ېې جنازه ده. د ټول کلي خلک د رایو ورکولو نه پس د جواز خان د حق ادا کولو دپاره ادیرې ته روان شو.همدا زما د وطن قسمت دی چې د ادیرو نه جرگو ته او د جرگو نه لوړو مقامو ته مزل کوو. مرو هم د وطن دپاره او پاڅو هم د وطن دپاره. همدلته مو ژوند او هم دلته مو مرگ دی. همدا کلی کور مو تخت او همدا مو ارگ دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more