د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

مخدره مواد او جهاد

میرویس
05.06.2014

السلام علیکم
طالبان بزګران د کوکنارو کر کیلې ته مجبوروي چې بیا مالیه ترې واخل، د قاچاقبرانو نه بیلې پیسې واخلې او د طالبانو د بندرونو نه د تیریدو په وخت کې بیا باج ترې ټول کړي او بیا وایي چې دوی جهاد کوي او پیسې د چندو له لارې پیدا کوي. دوی په حرامو پیسو او دروغو جهاد کوي.

پولیسو په پلچرخي کې زر کیلږ تریاک نیولي دي او ایران وايي چې خپل سرحدونه سږ مضبوطوي، ځکه چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید زیاوالي ایران اندېښمن کړیدئ.
طالبان د کوکنارو د تولید له لارې له یوې خوا افغانان په اعتیاد روږدي کوي او له بلې خوا نړیواله ټولنه پرې زیانونه کوي. طالبان دغه راز د افغانستان نوم د مخدره موادو دتولیدي ملک په نوم بدلوي او دغه راز د افغانستان ګاونډي ملکونه د افغانستان پر خلاق راپاروي تر دا ملک په سیمه او بین المللي ټولنه کې منزوي کړي.
طالبان قدرت ته د رسولو په لاره کې د هيڅ ډول جنایت نه مخ نه اړوي. آیاطالبان په کوم قیمت ځان قدرته ته رسول غواړي؟ آیا دوی غواړي چې د یوه ویجاړ، په مخدره وادو د معتاد او ناروغ ملک قیادت تر لاسه کړي؟ آیا طالبان بیا ددې توان او ظرفیت او اهلیت لري چې دا ملک آباد او ولس یې مداوا وکړي.
په درناوی
www.graanafghanistan.com


Re: مخدره مواد او جهاد

lawangin
05.06.2014

د un په يوه څېړنه دطالبانو په وخت کې کوکنار ۳۰ فېصدو ته را کښته
شوي وو خو اوس ۹۰ ٪ ته جګ شوي او علت یې دادی چې فاسد
دولت یې مخنيوی نکوي او پخپله پکښې ګډون لري !

[quote:cfd20f1815="میرویس"]السلام علیکم
طالبان بزګران د کوکنارو کر کیلې ته مجبوروي چې بیا مالیه ترې واخل، د قاچاقبرانو نه بیلې پیسې واخلې او د طالبانو د بندرونو نه د تیریدو په وخت کې بیا باج ترې ټول کړي او بیا وایي چې دوی جهاد کوي او پیسې د چندو له لارې پیدا کوي. دوی په حرامو پیسو او دروغو جهاد کوي.

پولیسو په پلچرخي کې زر کیلږ تریاک نیولي دي او ایران وايي چې خپل سرحدونه سږ مضبوطوي، ځکه چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید زیاوالي ایران اندېښمن کړیدئ.
طالبان د کوکنارو د تولید له لارې له یوې خوا افغانان په اعتیاد روږدي کوي او له بلې خوا نړیواله ټولنه پرې زیانونه کوي. طالبان دغه راز د افغانستان نوم د مخدره موادو دتولیدي ملک په نوم بدلوي او دغه راز د افغانستان ګاونډي ملکونه د افغانستان پر خلاق راپاروي تر دا ملک په سیمه او بین المللي ټولنه کې منزوي کړي.
طالبان قدرت ته د رسولو په لاره کې د هيڅ ډول جنایت نه مخ نه اړوي. آیاطالبان په کوم قیمت ځان قدرته ته رسول غواړي؟ آیا دوی غواړي چې د یوه ویجاړ، په مخدره وادو د معتاد او ناروغ ملک قیادت تر لاسه کړي؟ آیا طالبان بیا ددې توان او ظرفیت او اهلیت لري چې دا ملک آباد او ولس یې مداوا وکړي.
په درناوی
www.graanafghanistan.com[/quote:cfd20f1815]


میرویس
13.06.2014

لونګ خانه، السلام علیکم
ستاسې خبره بیخي د کاڼي کرښه ده. واقعاً د طالبانو د امارت په وخت کې د کوکنارو کر کیلې تقریباً د زموږ د ملک نه کډه کړې وه، او همداسې هم طالبانو امنیت ټینګ کړئ ؤ.
باید ښه ته ښه اوبد ته بد ووایو.

دلته دوه ټکې نور هم شته. طالبانو امنیت ټینکړئ ؤ، خو د ملک نه یې زندان هم جوړ کړئ ؤ.
بل ټکئ دادې چې د امارت په وخت کې د اوسنیو طالبانو غوندې ډلې ټپلې نه وې موجودې چې د کوکنارو کرکیلې ته دهقانان مجبور کړي او د تولید او قاچاق نه سود پورته کړي. طالبان له یوې خوا د جهاد په پلمه د خارجیانو جنګ پر مخ بیایي او له بلې خوا د حرام عاید نه په جنګ کې استفاده کوي.
په مولا دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more