د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د ځانمرګو ماشومانو پلرونه خپل بچیان غواړي.

اتل
03.06.2014

د فورم ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم
طالبان له یوې خوا د اسلام نارې سورې وهي او له بلې خوا د اسلامي ارشاداتو خلاف ورزي کوي. څوک چې انتحار کوي ځای یې ابدي دوزخ دئ، خو څوک چې د جهاد په نامه ماشومان چې لا بالغ شوی ندي او خپل خیر اوشر نشي سنجولئ، دوکه کوي ترڅو ځانمرګي بریدونه وکړي، او د ځان سره نور بې ګناه مسلمانان قتل کړي، دداسې کنهکارانو جزا به څه وي؟

طالبان چې انتحار ته استشهادي حملې وایي مقصد یې د ولس سترګو ته د خاورو شیندل دي. د طالبانو بې لارې شوې او منحرف عالمان پدې ښه پوهیږي چې د شهادت مقدسه رتبه هغه مجاهد اخلي چې ددښمنو کفارو په لاس ووژل شي، نه پخپل لاس. څوک چې پخپل لاس د ځان د انتحار ماشه راکاږي او یا د بم سویچ وهي په حقیقت کې د الله جل جلاله نه د خپل مرګ اراده په خپل لاس کې اخلي او دغه راز د خپل مرګ وخت چې د الله جل جلاله په اراده کې دئ پخپله ټاکي.
دا لاندې رپوټ چې محورورځپاڼې/تاند خپور کړئ د طالبانو د ظلم او وحشت انتها څرګندوي.
====
د ځانمرګو ماشومانو لالهانده پلرونه خپل بچیان غواړي

03.06.2014 8:22:44 AM
53
د قبایلي سیمې میرامشا په بازار کې تر سلو زیات افغان پلرونه د خپلو هغو ورکو زامنو په لټه پسې لالهانده دي، چې پاکستاني ديني مدرسو بګېل کړي او ځانمرګو بریدونو ته یې استولي دي.
دوی وايي دا د خپلو زامنو د موندلو ځای دی، که وژل شوي وي، نو عکسونه او یو تحسین نامه راکړي او که ژوندي وي، نو بیا یې پته نه راکوي او ګواښي مو، چې له دې لټې تېر شو. د مرکو په ترڅ کې دغو خلکو ويلي، چې دمدرسو طالبان ددوی کلیو ته ورځي، د ماشومانو کورنۍ په پاکستاني مدرسو کې د خپلو بچیانو شاملولو ته هڅوي، خو چې ماشومان هلته ورسېږي، بیا تري تم شي.
د ملي امنيت وروستی راپور په ډاګه کوي، چې دامهال اتيا سلنه ځانمرګي بريدونه د ماشومانو په وسيله تر سره کېږي، خو هغه افغان کورنۍ، چې زامن يې پولې ته څېرمه په پاکستاني ديني مدرسو کې زده کړه کوي، غواړي د ځانمرګي بريدکوونکو په ليکو کې د جذب له وېرې يې بېرته خپلو کورونو ته را ستانه کړي.
د ماشومانو د ځانمرګو بريدونو په تړاو پرلپسې راپورونو يوشمېر هغه افغان کورنۍ دې ته هڅولې، چې پاکستاني مدرسو ته د زده کړې لپاره د خپلو ماشومانو د استولو په برخه کې له احتياط نه کار واخلي. دا موضوع په دې وروستيو کې له دې امله د پام وړ وګرځېده، چې پرله پسې افغان ماشومان له پاکستاني مدرسو تري تم شول.
په تازه مهال کې په قبايلي سيمه ميرامشا بازار کې ۱۰۰ افغانان له دې امله لالهانده ګرځي، چې پاکستاني مدرسو ته د استول شويو خپلو ماشومانو درک ولګوي، خو د دوی ډېر کم شمېر په دې توانيږي، چې يوازې پته يې ولګوي او بس.
يو عيني شاهد کيسه کوي، چې دغه کورنۍ ډېر کم خپلو اولادونو پته لګولای شي، خو هېواد ته د راستنولو په برخه کې يې له دې امله پاتې راځي، چې ورته ګواښ کېږي، که له ځانونو سره خپل بچيان بېرته افغانستان ته ستانه کړي، نو کورونه به يې وروسوځي او دوی به ټول له منځه يوشي.
د عيني شاهد په وينا، دغه پلرونه وايي، دا د خپلو زامنو د موندلو ځای دی، که وژل شوي وي، نو عکسونه او یو تحسین نامه راکړي او که ژوندي وي، نو بیا یې پته نه راکوي او ګواښي مو، چې له دې لټې تېر شو. د مرکو په ترڅ کې دغو خلکو ويلي، چې دمدرسو طالبان ددوی کلیو ته ورځي د ماشومانو کورنۍ په پاکستاني مدرسو کې د خپلو بچیانو شاملولو ته هڅوي، خو چې ماشومان هلته ورسېږي، بیا تري تم شي. دغه ماشومان په پاکستاني ديني مردسو کې تر روزنې وروسته افغانستان ته را استول کېږي، چې کورنۍ، بهرنۍ ادارې او ځواکونه په نښه کړي او ځانمرګي بريدونه پرې وکړي.
د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی سيدکريم يو له هغو کسانو دی، چې ۱۳کلن زوی يې له پاکستاني مدرسې بې درکه شوی دی. دی وايي، دوه کاله د مخه مې خپل زوی د زده کړو په هدف په پاکستاني مدرسه کې شامل کړ، تر شپږ مياشتې زده کړې وروسته چې کله کور ته راغی، ټينګار يې کاوه، چې بيا نه ځي، خو دی وايي، ما اړ کړ، چې لاړ شي: ((يوکال وروسته چې هلک بيا ځلي راغی، نو له يادې مدرسې يې سرټکاوه او ويل يې چې نور نه ځم، خو دا ځل مو هم مجبور کړ، چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي، هلک لاړ، خو له دې سره سم تری تم شو، د قبايلي سيمې ميرامشا بازار ته پسې لاړم او د خپل زوی پته مې ولګوله، چې د افغانستان نيمروز ولايت ته استول شوی و. ډېره هڅه مې وکړه، چې له ځان سره يې راولم، خو راته ګواښ وشو، که غږ پورته کړم، نو ټوله کورنۍ به مې له منځ يوسي.))
په ټوله کې اوس د ځانمرګو بريد کوونکو روزنه په يوه ستر کاربار بدله شوې ده، روزل شوي هغه افغانستان ته را استول کېږي، ان د شخصي بديو او يا هم د مافيايي ګټو د پاللو لپاره پېرل کېږي او پلورل کېږي.
د ۱۳۹۲ کال په وروستيو کې وسله والو طالبانو د پروان له يخ درې څخه ۱۵ ماشومان وتښتول او راپورونه وايي، چې دا ماشومان د ځانمرګو بریدونو په هدف د پاکستان په کوم نظامي کمپ کې روزنې ته وړل شوي او د مياشتو په تېرېدو سره له دغو کوچنيانو درک نشته.
په همغه مهالځايي خلکو ادعا کوله، چې په سیدان دره کې یې د ماشومانو یوه بله ورته ډله هم د طالبانو له منګلو ژغورلې، چې پاکستان ته یې قاچاق کوله.
ځايي خلک وايي، د ماشومانو په هڅونه کې هغه زلميان لاس لري، چې له وړاندې پاکستان ته د زده کړو لپاره استول شوي وي، خو کله چې په رخصتيو خپلو کورونو او يا د جګړې لپاره افغانستان ته راستانه شي، نو بيا کليوال ماشومان هم له ځان سره ملګري کوي.
مياشت د مخه د افغانستان ملي امنيت اعلان وکړ، چې په دې وروستيو کې يې ۵۰۰ کسان نيولي، چې عمرونه يې له پنځلسو کلونو تر اولسو کلونو پورې وو او افغانستان ته د ځانمرګو بريدونو لپاره را استول شوي وو.
http://www.taand.com/archives/26258


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more