د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

په آخرت خوار شي رویباره-په ایرو پټ اور د لیده پرې ودې سومه.

میرویس
28.04.2014

د فورم ګراانو ملګرو السلام علیکم
افغان ولس طالبانوته بیا بیا عذر وکړ چې وروڼو مه کوئ، ملک مه بربادوئ. د خارجي افراطیانو او ترورستانو نه چې د اسلام په جامه کې یې تاسې ته بیابیادوکه درکړې لاس واخلئ، پردي نه خپل کیږي. خو دوی د خپلې بې تجربګۍ او سرتمبګۍ نه کار واخیست، د ولس دصداقت، اخلاص او ازلي حقوقو سپکاوئ یې وکړاو د هغو غلو سره یې د جوال خوله ونیوله چې کلونه کلونه یې دغه فرصت ته موږک غوندې په دوو پښو ناست وو چې کله به تلک پرانیستل شي او دوې به کورت ترې وتښتوي.
طالبانو چې د خپل ولس خبره ونه منله نن نه یوازې دا چې د ننګرهارد نازیانو ولس د طالبانو د میلمنو د لاسه د خپلو کورونو نه کډې کولو ته مجبور شویدئ، بلکه دطالبانو میلمنو اوس د افغانستان په ارضي تمامیت تعرض کړئ او پخپله د طالبانو غاړې ته ورلویدلي دي. طالبانو تل افغان ولس ته روی باري کوله چې ګواکي پاکستاني طالبان زموږوروڼه دي زموږ سره ګډ جهاد کوي.
خو نن د افغانستان ټول ولس او په خاص ډول د نازیانو ولس طالبانو ته دا خبره کوي: [په آخرت خوار شي رویباره-په ایرو پټ اورد لیده پرې ودې سومه].

پاکستاني او افغان طالبان پخپلو کې د جګړو سره آشنایي لري، دوی بیابیا پر سیمو او ولسونو باندې د قبضې لګولو دپاره مکررې جګړې کړي. همدا اوس د پاکستاني طالبانو د مخالفو قوماندانانو تر منځ جګړې رواني او په افغانستان کې د طالبانو او اسلامي حزب تر منځ د جګړو په تاریخچه ټول ولس خبر دئ.

خو دغه د ننګرهار د ولایت د نازیانو مسئله چې زموږ خپلو عزیزو طالبانو د منګل باغ په مشرۍ د پاکستان د لښراسلام د متجاوزینو ترمنځ جنګ وشو او همدا اوس یو اوبل ته په مورچلونو کې ګوته په ماشه ناست دي، د سیمي دکنترول جنګ نه، بلکه د یوې افراطي ترورستي ډلې لخوا د یوه آزاد خپلواک او ویاړلي ملک په حریم باندې تعرض او دخاورې اشغال دئ.

زموږ طالبان باید او س پوه شوی وی چې ددوی ملګرې پاکستاني طالبان غواړي د افغان طالبانو ملاتړ وکړي او یايې د افغان طالبانو د خاورې نیولو ته سترګې سرې کړیدي؟ افغان طالبان باید اوس پوهیدلې وي چې پردۍ غوښه په ځان پور نه نښلي، ددوی کور او ګور افغانستان دئ، ددوی قدر، عزت، پت اوغیرت افغانستان دئ، نه د پرديو او اجنبي ملکونو د بد عتي غلو، قاتلانو او شیرمشانو سره ناسته پاسته او یاري.
======
د افغان او پاکستاني طالبانو د جګړې له وېرې د نازیانو د ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي تښتېدلي
• Saturday, 26 April 2014 18:06
• Tagged under:
منګل باغ، لشکر اسلام
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ له نښتو او تاوتریخوالي وروسته د دې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي مجبوره شوي چې نورو سیمو ته پناه یوسي.
راپورونه وايي چې په نازیانو ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او لشکر اسلام د ډلو ترمنځ ترینګلتیا اوج ته رسېدلې او دواړه خواوو یو بل ته سنګرونه نیولي او لاس په ماشه ناست دي.
د نازیانو قومي مشران وايي چې په دې ولسوالۍ کې طالبانو او لشکر اسلام وسله والې ډلې، چې مشري يې منګل باغ کوي، سنګرونه نیولي دي.
د دوی په وینا شاوخوا یو نیم زر کورنۍ مجبوره شوي چې مارکو او شاوخوا سیمو او ډاګونو ته کډه شي.
د سیمې اوسېدونکو تاند ته وویل چې د نازیانو ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوې، یوه خوا د افغان طالبانو او بله خوا د منګل باغ ډله ده. منګل باغ د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر دی چې په وروستیو کې ننګرهار ته رالېږدېدلی او د دغه ولایت د حالاتو په خرابولو کې یې لویه برخه اخیستې ده.
که څه هم مخکې د دواړو خواوو ترمنځ په محدوده پیمانه نښتې شوي خو تر اوسه دواړه خواوو له یو بل سره پراخه جګړه نه ده کړې.
خو خلک پوهېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه حتمي او نژدې ده ځکه له وېرې مارکو او نورو ډاګونو ته کډه شوي دي.
کډه شوي خلک په داسي حال کې چې نه خواړه لري او نه سرپناه له سختو ستونزو سره مخامخ دي او حکومت هم ورسره مرسته نه ده کړې.


Re: په آخرت خوار شي رویباره-په ایرو پټ اور د لیده پرې ودې سومه.

pattang
28.04.2014

که هرڅه کوي خوهغوی خپل دريځ سره واضح کوي خو تاسو غوندي
یې په صليبیانو هېواد نه خرڅوي !

[quote:f4e352ba75="میرویس"]د فورم ګراانو ملګرو السلام علیکم
افغان ولس طالبانوته بیا بیا عذر وکړ چې وروڼو مه کوئ، ملک مه بربادوئ. د خارجي افراطیانو او ترورستانو نه چې د اسلام په جامه کې یې تاسې ته بیابیادوکه درکړې لاس واخلئ، پردي نه خپل کیږي. خو دوی د خپلې بې تجربګۍ او سرتمبګۍ نه کار واخیست، د ولس دصداقت، اخلاص او ازلي حقوقو سپکاوئ یې وکړاو د هغو غلو سره یې د جوال خوله ونیوله چې کلونه کلونه یې دغه فرصت ته موږک غوندې په دوو پښو ناست وو چې کله به تلک پرانیستل شي او دوې به کورت ترې وتښتوي.
طالبانو چې د خپل ولس خبره ونه منله نن نه یوازې دا چې د ننګرهارد نازیانو ولس د طالبانو د میلمنو د لاسه د خپلو کورونو نه کډې کولو ته مجبور شویدئ، بلکه دطالبانو میلمنو اوس د افغانستان په ارضي تمامیت تعرض کړئ او پخپله د طالبانو غاړې ته ورلویدلي دي. طالبانو تل افغان ولس ته روی باري کوله چې ګواکي پاکستاني طالبان زموږوروڼه دي زموږ سره ګډ جهاد کوي.
خو نن د افغانستان ټول ولس او په خاص ډول د نازیانو ولس طالبانو ته دا خبره کوي: [په آخرت خوار شي رویباره-په ایرو پټ اورد لیده پرې ودې سومه].

پاکستاني او افغان طالبان پخپلو کې د جګړو سره آشنایي لري، دوی بیابیا پر سیمو او ولسونو باندې د قبضې لګولو دپاره مکررې جګړې کړي. همدا اوس د پاکستاني طالبانو د مخالفو قوماندانانو تر منځ جګړې رواني او په افغانستان کې د طالبانو او اسلامي حزب تر منځ د جګړو په تاریخچه ټول ولس خبر دئ.

خو دغه د ننګرهار د ولایت د نازیانو مسئله چې زموږ خپلو عزیزو طالبانو د منګل باغ په مشرۍ د پاکستان د لښراسلام د متجاوزینو ترمنځ جنګ وشو او همدا اوس یو اوبل ته په مورچلونو کې ګوته په ماشه ناست دي، د سیمي دکنترول جنګ نه، بلکه د یوې افراطي ترورستي ډلې لخوا د یوه آزاد خپلواک او ویاړلي ملک په حریم باندې تعرض او دخاورې اشغال دئ.

زموږ طالبان باید او س پوه شوی وی چې ددوی ملګرې پاکستاني طالبان غواړي د افغان طالبانو ملاتړ وکړي او یايې د افغان طالبانو د خاورې نیولو ته سترګې سرې کړیدي؟ افغان طالبان باید اوس پوهیدلې وي چې پردۍ غوښه په ځان پور نه نښلي، ددوی کور او ګور افغانستان دئ، ددوی قدر، عزت، پت اوغیرت افغانستان دئ، نه د پرديو او اجنبي ملکونو د بد عتي غلو، قاتلانو او شیرمشانو سره ناسته پاسته او یاري.
======
د افغان او پاکستاني طالبانو د جګړې له وېرې د نازیانو د ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي تښتېدلي
• Saturday, 26 April 2014 18:06
• Tagged under:
منګل باغ، لشکر اسلام
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ له نښتو او تاوتریخوالي وروسته د دې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي مجبوره شوي چې نورو سیمو ته پناه یوسي.
راپورونه وايي چې په نازیانو ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او لشکر اسلام د ډلو ترمنځ ترینګلتیا اوج ته رسېدلې او دواړه خواوو یو بل ته سنګرونه نیولي او لاس په ماشه ناست دي.
د نازیانو قومي مشران وايي چې په دې ولسوالۍ کې طالبانو او لشکر اسلام وسله والې ډلې، چې مشري يې منګل باغ کوي، سنګرونه نیولي دي.
د دوی په وینا شاوخوا یو نیم زر کورنۍ مجبوره شوي چې مارکو او شاوخوا سیمو او ډاګونو ته کډه شي.
د سیمې اوسېدونکو تاند ته وویل چې د نازیانو ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوې، یوه خوا د افغان طالبانو او بله خوا د منګل باغ ډله ده. منګل باغ د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر دی چې په وروستیو کې ننګرهار ته رالېږدېدلی او د دغه ولایت د حالاتو په خرابولو کې یې لویه برخه اخیستې ده.
که څه هم مخکې د دواړو خواوو ترمنځ په محدوده پیمانه نښتې شوي خو تر اوسه دواړه خواوو له یو بل سره پراخه جګړه نه ده کړې.
خو خلک پوهېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه حتمي او نژدې ده ځکه له وېرې مارکو او نورو ډاګونو ته کډه شوي دي.
کډه شوي خلک په داسي حال کې چې نه خواړه لري او نه سرپناه له سختو ستونزو سره مخامخ دي او حکومت هم ورسره مرسته نه ده کړې.[/quote:f4e352ba75]


میرویس
30.04.2014

قدرمنو وروڼو، السلام علیکم
تاسې د پتنګ وطنپرستۍ، انصاف، غیرت او همت ته ښه ځیر شئ چې څه اپلتې ولي. په عوض ددې چې پتنګ د پاکستاني طالبانو له خوا زموږ د ملک د اشغال په مقابل کې د خپلو افغان طالبانو ملاتړ وکړي، ټر په پر بدلوي او پدې ترتیب هڅه کوي چې د خپلو پنجابي بادارنو رسوا شوې سومبۍ ور پټه کړي، ځکه چې پتنګ د هغوی ځیره خور مستخدم دئ.

پتنګ چیرې هم د پنجاب تر مشرۍ لاندې په پاکستانې طالبانو روک ندې ورغلئ، او چیرې چې د پاکستاني طالبانو ګټې مطرح شي، پتنګ ته افغان طالبان د یوه خوسا توت ارزښت هم نلري.
پتنګ چې د ټول افغان ولس په مقابل کې د طالبانو ننګه کوي، نو ولې بیا د پاکستاني طالبانو په مقابل کې د افغان طالبانو ننګه نه کوي؟ دا ځکه چې یو خو پتنګ د پاکستاني طالبانو تنخوا خور دئ او له بلې خوا ملا متئ پتنګ نه افغانستان ته د تګ تکل لري او نه افغانستان خپل ملک ګڼي. پتنګ اوس جرمن دئ.


pattang
30.04.2014

درواغ وایې منافقه !
که داسې نر یې نوهېواد دې له صليبي اشغالګرو خلاص کړه ته هغه
څوک ټکوې چې ستا باداران له هېواده شړي ! که ته اوستا لاسپوڅي
حکومتواله افغانان ستا سو کړنو ته د غيرت اوهېواد پالنې نوم ورکوۍ
نو انسانان بايد دغه نومونه نوي وڅېړي !
کوم شی چې بې ننګي او شرم دی هغه تاسو ځپل وياړ ګڼۍ !

[quote:e5cbdcb778="میرویس"]قدرمنو وروڼو، السلام علیکم
تاسې د پتنګ وطنپرستۍ، انصاف، غیرت او همت ته ښه ځیر شئ چې څه اپلتې ولي. په عوض ددې چې پتنګ د پاکستاني طالبانو له خوا زموږ د ملک د اشغال په مقابل کې د خپلو افغان طالبانو ملاتړ وکړي، ټر په پر بدلوي او پدې ترتیب هڅه کوي چې د خپلو پنجابي بادارنو رسوا شوې سومبۍ ور پټه کړي، ځکه چې پتنګ د هغوی ځیره خور مستخدم دئ.

پتنګ چیرې هم د پنجاب تر مشرۍ لاندې په پاکستانې طالبانو روک ندې ورغلئ، او چیرې چې د پاکستاني طالبانو ګټې مطرح شي، پتنګ ته افغان طالبان د یوه خوسا توت ارزښت هم نلري.
پتنګ چې د ټول افغان ولس په مقابل کې د طالبانو ننګه کوي، نو ولې بیا د پاکستاني طالبانو په مقابل کې د افغان طالبانو ننګه نه کوي؟ دا ځکه چې یو خو پتنګ د پاکستاني طالبانو تنخوا خور دئ او له بلې خوا ملا متئ پتنګ نه افغانستان ته د تګ تکل لري او نه افغانستان خپل ملک ګڼي. پتنګ اوس جرمن دئ.[/quote:e5cbdcb778]


میرویس
21.05.2014

پتنګه، کوم پاکستاني پنجابي طالبان خارجیان زما د ملک نه شړي؟همدغه اوس ستا پنجابي باداران کوښښ کوي چې د نازیانو او نورو سرحدي ولسوالیو نه افغان په زور وشړي چې پخپله پکې ميښت شي او ټوله ځمکه ترې ونیسي. همدا اوس زرګونه کورنۍ په نازیانو کې د خپلو کورنو نه نورو علاقو ته کډه شویدي. افغان طالبان خو دومره نارینه پښتانه دي چې دلښکراسلام په مقابل کې ودریدل.

تاسې خو اوس د شیخ سعدي په صراحت ثابته کړه چې د پنجابیانو غلام، معاش خور او کمبر بسته نوکر ي. پنجابي بدعتیان چې د سرحدي پښتنو خولۍ درنه وغواړي ته یې سر وروړي.

ته چې پّ فورم کې د هرچا په شړومبو کې ورلویږي او بل کار روزګار ته وخت نلري، د پنجابي او القاعدې د ترورستانو نه امرار حیات کوي.
ستا دغه کار د افغان اووطن سره خیانت ندئ؟


pattang
22.05.2014

منافقه! زما دکورنۍ او خپلوانو وژنه هم د پنجابيانو وژنه ده هغه
دزرګونو افغانانو وژنه د پنجابيانو وژنه ده چې ستا صليبي بادارانو
ووژل ؟ اوس خپل مردار
عمل دڅودالرو لپاره په نورو مه ور اړوه !!

[quote:5bb13b79de="میرویس"]پتنګه، کوم پاکستاني پنجابي طالبان خارجیان زما د ملک نه شړي؟همدغه اوس ستا پنجابي باداران کوښښ کوي چې د نازیانو او نورو سرحدي ولسوالیو نه افغان په زور وشړي چې پخپله پکې ميښت شي او ټوله ځمکه ترې ونیسي. همدا اوس زرګونه کورنۍ په نازیانو کې د خپلو کورنو نه نورو علاقو ته کډه شویدي. افغان طالبان خو دومره نارینه پښتانه دي چې دلښکراسلام په مقابل کې ودریدل.

تاسې خو اوس د شیخ سعدي په صراحت ثابته کړه چې د پنجابیانو غلام، معاش خور او کمبر بسته نوکر ي. پنجابي بدعتیان چې د سرحدي پښتنو خولۍ درنه وغواړي ته یې سر وروړي.

ته چې پّ فورم کې د هرچا په شړومبو کې ورلویږي او بل کار روزګار ته وخت نلري، د پنجابي او القاعدې د ترورستانو نه امرار حیات کوي.
ستا دغه کار د افغان اووطن سره خیانت ندئ؟[/quote:5bb13b79de]

ــــــ
[color=white:5bb13b79de] لیکنه اصلاح شوه ،
درنو لیکوالو لطفا د پښتو لیک، ادب او ثقافت ته په درنه سترګه وګورئ ، پښتو زموږ او ستاسو یو ملي ناموس دي [/color:5bb13b79de]


میرویس
23.05.2014

السلام علیکم
پتنګه، پښتون سړئ حتی مار هم په پردي لاس نه وژني. ته د خپلې کورنۍ د غړو په وزل کیدو د جرمني نه نارې سورې وهي، او بیا یې په پنجابیانو ګټې؟ ته نه نارینه یې او نه هم پښتون. پښتون خپل قاتل ددښمن په خپل لاس وژني. ته دا نارینتوب نلري چې لاړشي د خپلې کورنۍ ننګ پرځای کړي.

طالبان په القاعده تورې وهي او ته په پنجابی طالبانو د خپلې کورنۍ د قتل غچ اخلي، او پخپله د جرمني په امتیازاتو مزې چړچې کوي. ته د خپلو عقدو د براورده کولو دپاره دملک ملي مصالح د پنجابي طالب، القاعدې او د افغانستان د نورو دښمنانود سرصدقه کوي.

د غفلت د خوب نه ویښ شه او سترګې وغړوه چې طالبي نظامونو او القاعدې ولسونو ته څه راوړي دي. قتلونه، بربادي، د معارف سره دښمني، د تمدن سره کینه، د ښځې سره تعصب اوتبعیض، او د ملکونودټولو سکتورونو بربادي ددوی په کارنامو کې حسابیږي.

بوکو حرام ګوره چې ۳۰۰ د مکتب نجونې یې تښتولې او وايي چې خرځوو یې.
القاعده، طالبان، بوکوحرام او نور څوک دي چې جهاد اعلانوي. دوی پخپله نه په شرع برابر دي او نه د شریعت په لاره روان دي. دوی بدعتیان او خوارج دي. د بدعتیانو او خوارجو سوابق وکوره بیا به پوه شي چې دوی کټ مت هماغه خلک دي.
په رب دې سپارم.


pattang
23.05.2014

[quote:ca51960556="میرویس"]السلام علیکم
پتنګه، پښتون سړئ حتی مار هم په پردي لاس نه وژني. ته د خپلې کورنۍ د غړو په وزل کیدو د جرمني نه نارې سورې وهي، او بیا یې په پنجابیانو ګټې؟ ته نه نارینه یې او نه هم پښتون. پښتون خپل قاتل ددښمن په خپل لاس وژني. ته دا نارینتوب نلري چې لاړشي د خپلې کورنۍ ننګ پرځای کړي. [/quote:ca51960556]

ورو ورو سابتيږي چې ستا او دچرګ IQ يو شی دی هغه چې سړی
یې وشړي نو بيا کړت کړت کوي دوهم ځل بياراځي او ځای مرداروي !
دلته اول دمړيو دګټلو خبره نده ، بلکې ملي دنده داده چې اشغالګر
وشړل شي او دکابل فاسديين خپله جزا وويني !

لکه چې ټول صليبي اشغالګر يو ځای داسلام پر ضد جګړ ه کوي
نو مسلمانان هم حق لري چې اسلام‍ي انترناڅونل جوړ کړي او قاتلين
فسادي صليبيان او دهغوی مذدوران وشړي !!

[quote:ca51960556="میرویس"]
طالبان په القاعده تورې وهي او ته په پنجابی طالبانو د خپلې کورنۍ د قتل غچ اخلي، او پخپله د جرمني په امتیازاتو مزې چړچې کوي. ته د خپلو عقدو د براورده کولو دپاره دملک ملي مصالح د پنجابي طالب، القاعدې او د افغانستان د نورو دښمنانود سرصدقه کوي.
د غفلت د خوب نه ویښ شه او سترګې وغړوه چې طالبي نظامونو او القاعدې ولسونو ته څه راوړي دي. قتلونه، بربادي، د معارف سره دښمني، د تمدن سره کینه، د ښځې سره تعصب اوتبعیض، او د ملکونودټولو سکتورونو بربادي ددوی په کارنامو کې حسابیږي.

بوکو حرام ګوره چې ۳۰۰ د مکتب نجونې یې تښتولې او وايي چې
خرځوو یې.
القاعده، طالبان، بوکوحرام او نور څوک دي چې جهاد اعلانوي. دوی
پخپله نه په شرع برابر دي او نه د شریعت په لاره روان دي. دوی
بدعتیان او خوارج دي. د بدعتیانو او خوارجو سوابق وکوره بیا به پوه
شي چې دوی کټ مت هماغه خلک دي.
په رب دې سپارم.[/quote:ca51960556]
دغه کوم شی چې ته يې ليکې هغه ټولې دغربي مېديا اونړۍ يو پلوه
پروپاګنده ده او دې دغسې ويروسو نو په مرستو لکه ځان ته دې چې
ګورې مخ ته یې وړي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more