د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ټول افغان د چارواکو د پاموړ

larghonay laraway
10.05.2014

د فيسبوک مقابله به څنګه وکړو؟
زه چې څومره وينم د ټول افغان بحث فورم چې د افغانستان په تاريخ کې يې په پښتو رسنيو کې د لومړي ځل لپاره د سانسور ملا ماته کړه او د ازادو خپرونو انقلاب يې راووست اوس له فيسبوک سره لاس او ګريوان دی!
دا چې د بحثفورم او فيسبوک ډېر توپير دی او بحثفورم ترې ښه دی نو بايد د مبصرينو جلب ته نوې لارې ولټول شي او د فرار مخه يې ونيول شي.
ځکه چې د بحثفورم ليکنې تلپاتې دي خو فیسبوک بيا دومره د باور وړ نه دی. د سترګو په رپ کې په کې ليکنه له سترګو پنا کېږي او بله دا چې پر يوه موضوع ښه بحث هم نه کېږي.
په دې اړه د بحثفورميانو هر اړخيزې مشورې او د چارواکو پاملرنې ته ډېره اړتيا ده.


حمید هڅــاند
10.05.2014

همدا خبره خو موږ پخوا لا ژړله. ټول افغان به هله بیرته ټول افغان شي چې پر فیسبوک ورته کمپاین وشي او نوي لیکوالان ورته جذب شي. زما پخپله همدلته بحث او علمي مسایل لوستل خوښېږي. خو نن-سبا چې ټول افغان ته راشې، خالي کوډله ایسي؛ هیڅوک پکې نشته. مشرتابه ډله یې هم چندان خوندوره نه ده او د پاڼې مسئولینو هم لکه چې فورم نه باالکل مخ اړولی دی.


larghonay laraway
11.05.2014

هڅاند صيب سلامونه!
له همدې هم معلومېږي چې د بحث فورم ملګري کم شوي دي. ځکه د دې موضوع څويمه ورځ ده او ايله ما او تا پرې نظر ورکړی دی.
نو غور په کار دی.
مننه
ستاسو لاروی


pattang
11.05.2014

لرغونيه سلامونه !
په هر څه خو دې تورن کړي يو خدای پاک دانصاف درکړي!
مونږ په خارج کې خو ستا په اند ټول کفر ته نږدې يو خو بيا هم خبرې
به سره کوو ! هغه فيسبوک اونوم یې بله مانا ورکوي اوبل هدف لري خو
ټول افغان بيا بل هدف لري !
فيسبوک دمخپېژندنې ، ټولنيزو او ځانګړيو روا بطو مجموعه ده او د
بيزنېس مفکوره پکشې خوندي دی :
داسې دی لکه د ننګرهار په اډه کې ديوو سمواتچي دوکان چې يو ځي
اوبل راځي ، يوو او بل ته ګوري چای څشي دلرګيو ، غنمو او نورو
شيانو مالوماتونه پکشې خپريږي ....!
ټول افغان داسې دی لکه دخان حجره ! چې هرڅوک ورشي په عزت
ډوډۍ ورکوي او ژور داعتماد وړ سياسي بحثونه پکشې کيږي !

له بېزنېس بوکه ځان وژغوره مه ورځه او څټ ور واړوه !


larghonay laraway
12.05.2014

السلام عليکم!
پتنګ صيب سايل وايي:
خوند کوي سائيله پښتانه ياران
سل ځله خفه شي خو بېلېږي
زه او ته به د وطن او خلکو د ښېګڼې لپاره سره يو بل ته ترخې خبرې هم وکړو، پر يو بل به تومتونه هم پورې کړو خو د (بېلتون) خبره به په کې نه وي ځکه چې زه او ته شخصي دښمني سره نه لرو بلکې د وطن لپاره خپل نظرونه وړاندې کوو.
پاتې شوه د فیسبوک خبره:
ستاسو خبره بېخي پر ځای ده چې فیسبوک څه شی دی خو خبره دا ده چې هغه پښتانه چې انټرنيټ کاروي نو اکثره په فیسبوک کې دي. زما هدف دا دی چې همدا د خانانو حجره (بحثفورم) څنګه تود او تاند وساتو.
نو که ټول افغان بحثفورم هم همغه سماوار ته ورشي يا کومه بله چاره وکړي چې هغه خلک له ځان سره ولرو خو د سطحي خبرو پر ځای پخې اکاړې په کې وکړو بده به نه وي.


Kamil
12.05.2014

فیسبوک سړی له کاره وباسي، خو بالمقابل دلته بیا له خلکو ډير څه زده کیږي...
بحثفورمونه ډیر کامیاب وو، خو ددې د مدیر ډاکتر وطنمل د دیکتاتوري رويې له امله ټولو ورته شا کړه... ما ۲ کاله مخکې فیسبوک په میاشت کې نه خلاصولو او فورمونو ته به د ورځې ۲۰ واره راتلم...
که دلته د مدیرانو رویه ښه شي، نو ملګري بېرته راځي.


larghonay laraway
13.05.2014

کامل صيب د مدير رويه خو ډېره ښه ده.
باور وکړئ چې په همغه فيسبوک کې هم که چاته ترخه خبره وکړې نو بلاک کوي دې خو بحثفورم کې چاته څه نه ويل کېږي. که يو ليکوال ډېره ناروا وکړي او بدر رد وليکي نو مدير يې ايله بيله ليکنه ړنګه کړي چې دا ښه کار دی او بايد ويې کړي.
دا چې دوه کاله وړاندې تاسو فيسبوک ته نه تلئ نور پښتانه هم په فيس بک کې کم وو. په فيسبوک کې د پښتنو ګڼه ګوڼه همدا دوه کاله کېږي چې ډېره شوې ده.
نو د ټول افغان اداره بايد څه چل وکړي چې ټول افغان هم په همدې پرتم کې پاتې شي او هم ترې فيسبوکيان برخمن شي.


حمید هڅــاند
18.05.2014

بیا هم سلامونه...

د یوې بریالۍ ټولنیزې اړیکې دېرې په توګه فیسبوک د دومره بېزارۍ وړ هم نه دی. فیسبوک پخپله یو بېساری نوښت دی او ستاینه یې باید وشي. هو! د ټول افغان بحثفورمونه بیا تازه کول باید هدف وګرځول شي او په پار یې همدغه فیسبوک کې کسان ولټول شي. که زما خبره منئ، پر فیسبوک لومړی یو څو لیکوالان تشخیص کړئ چې پلانی او پلانی دې راوستل شي. وروسته به ورسره په اړیکه کې شو او ورباندې جبري به یې کړو چې په ورځ کې لږ تر لږه یو ځل دلته سر را ښکاره کړي. تر څنګ به یې پر فیسبوک تبلیغ زیات کړو چې لوستونکي هم ورته جذب شي. البته، په فورم کې باید څه نوښتونه وشي. مثلاً د ټولو نویو لیکنو لړ باید ښي یا کیڼ اړخ کې جوت وي. په دې توګه به اړتیا نه وي چې یو په بل پسې خونې خلاصې او نوې لیکنې ولټولې شي. دا چاره به لوستونکي سره مرسته وکړي چې په اسانۍ موضوعات پیدا او ولوستلی شي. البته نور اړین نوښتونه هم، که وي، ودې شي.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more