د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پاکستاني طالبان: د قاتلانو او بې بندو باره ډلو چتر

میرویس
07.04.2014

ګرانو ورونو، سلامونه
د تحريک طالبان پاکستان د پخواني وژل شوي مشر حکيم الله محسود د پلوي ډلې شهريار محسود گروپ يو کمانډر کاشيد محسود او د هغه درې محافظ وژل شوي دي .
راپورونه وايې دغه پېښه د وسله والو طالبانو د حکيم الله محسود پلوي ډلې شهريار محسود گروپ او بل طالب مشر ولي الرحمان پلوي کمانډر خان سيد سجنا د ډلو ترمينځ نښتې په نتيجه کې مخې ته راغلي ده

د فرورۍ د مياشتې په ۲۴م نېټه د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه سره نزدې درگه منډۍ سيمه کې يو بل مهم طالب کمانډر عصمت الله شاهين بېټنی سره د درې ملگرو په ډزو وژل شوی ؤ .

ګرانو وطنوالو
د پاکستان طالبان د قاتلو او بې بندو باره ډلو یو چتر دئ چې نه صلحه کولای شي او نه امنیت راوستئ شي نه هم ولس ته خدمت کولئ شي. دا ډله د جهاد په نامه ولس دوکه کوي چې د خلکو د وزلو، د مځکې او ولس د جایداونو د قبضه کولو له لارې خپله بقا تضمین کړي.

د پاکستان د طالبانو په تحریک کې داسې بدعتي، افراطي، جنایت کاره، او خود سره ډلې راټولې شویدي چې امکان نلري ټولې په یوه خوله پر کوم اصل موافقې شي. همدا علت دئ چې یو څو ډلې د حکومت سره دصلح خبرو ته کینې نورې ډلې بیا مخالفت ورسه کوي او وزني یې. د پاکستان طالبان د حکومت سره دصلحې په خبرو کې هم چل ول کوي او صداقت نلري.

له یوې خوا حکومت دطالبانو بندیان حوشي کوي، له بلې خوا طالبي ډلې پخپلو کې سره وژني. دا وړۍ نه شړۍ کیږي. طالبان هيحکله خپلو اهدافو ته په رسیدو کې هم نه بریالي کیږي.
دا لاندې خبر ډېوې رادیو خپور کړیدئ:
===
جنوبي وزيرستان : د ډزو په پېښه کې طالب کمانډر سره د ملگرو وژل شوی

د ازادو سرچينو او د تحريک طالبان پاکستان لخوا په رسمي ډول د دغې پېښې پخلی نه دی شوی

TEXT SIZE
07.04.2014
• د راپورونو ترمخه د قبائيلي سيمي جنوبي وزيرستان په شکتوي سيمه کې نامالومه وسله والو په يوگاډي ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې گاډي کې سواره څلور کسان وژل شوي دي .
سرچينې وايې د ډزو دغه پېښه چې د جنوبي وزيرستان په شکتوي کې رامنځته شوې ده ، پکې د تحريک طالبان پاکستان د پخواني وژل شوي مشر حکيم الله محسود د پلوي ډلې شهريار محسود گروپ يو کمانډر کاشيد محسود او د هغه درې محافظ وژل شوي دي .
خو د ازادو سرچينو او د تحريک طالبان پاکستان لخوا په رسمي ډول د دغې پېښې پخلی نه دی شوی .
د سيمي څخه سرچينو د گل په ورځ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي طالب کمانډرکاشيد محسود سره د ملگرو د جنوبي وزيرستان شکتويې سيمې ته په گاډي کې تلی ؤ ، او هغه په دغو ډزو کې سره د ملگرو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی .

راپورونه وايې دغه پېښه د وسله والو طالبانو د حکيم الله محسود پلوي ډلې شهريار محسود گروپ او بل طالب مشر ولي الرحمان پلوي کمانډر خان سيد سجنا د ډلو ترمينځ نښتې په نتيجه کې مخې ته راغلي ده .
وئيل کيږي خان سيد سجنا د حکومت سره د روغې جوړې د خبرو پلوي او شهريار محسود د مذاکراتو مخالفت کوي .

عصمت الله شاهين بيټنی د ټي ټي پي د مشر حکيم الله محسود په ډرون کې د وژنې وروستو د لږې مودې دپاره د طالبانو مشر جوړ کړی شوی ؤ او هغه د حکيم الله محسود پلوي ؤ .
http://www.voadeewaradio.com/

Re: پاکستاني طالبان: د قاتلانو او بې بندو باره ډلو چتر

pattang
08.04.2014

د cia له راديو څخه د ې ديجټلي سيګنال اخيسی :=> داشغالګرو په
ګټه !

[quote:120ad621ee="میرویس"]ګرانو ورونو، سلامونه

http://www.voadeewaradio.com/[/quote:120ad621ee]

تيمور
14.04.2014

میرویس خان هیله لرم چې زما سلامونه هم قبول کړی، لکه چې زمونږ مسلمان خلک ټول پوهېږي، د تروریستانو (طالبان، حقاني، حکمتیار او نورو....) یو عمل هم د اسلام د سپیڅلۍ دین سره همغږی نه لري، دوی یوازې او یوازې یوه ناوړه موخه لري او هغه د اسلام د سپیڅلې دین بدنامول دي او بس.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more