د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ځينې په دې هم نه پوهېږي چې نه پوهېږي

larghonay laraway
06.04.2014

پخوا به ملايانو ويل چې جاهل مرکب هغه ته وايي چې په خپل جهل هم نه پوهېږي.
د سرور وکيلي په نامه همداسې يو څوک دی چې حتی بېچاره په دې هم نه پوهېږي چې نه پوهېږي.
دا لاندې ليکنه يې ولولئ او ښه ورپورې وخاندئ. دا لا د معيار خبرې هم کوي.
لومړی مې غوښتل چې علمي ځواب يې وليکم خو چې ليکنه مې ولوسته په علمي ځواب نه ارزي.
http://tolafghan.com/posts/29088


Re: ځينې په دې هم نه پوهېږي چې نه پوهېږي

pattang
10.04.2014

خو هغوی به داسې خلکو ته هم وېلې چې سياسي شعور به یې نه لاره
د مشر احترام به یې نه لاره اوپه سمتي ، قامي Chauvinismus
کې به یې مازغه ککړ وو !
سرور وکيلي پخوانی زوړ ښوونکی دی او دا ۳۶ کاله کېږي چې د
جرمني د کسل په ښار کې ژوند کوي !
ما، هغه او نورو ددورانيانو له برکته به په هغو تېرو لرې وختونو
کې پاړسو زدکوله چې تاجک سالاري ټينګه شي !
له هغه نسل نه ډېره ګيله مکوه !
دخپلو خبرو په کړو د معذرت وغواړه !

[quote:1526b7138a="larghonay laraway"]پخوا به ملايانو ويل چې جاهل مرکب هغه ته وايي چې په خپل جهل هم نه پوهېږي.
د سرور وکيلي په نامه همداسې يو څوک دی چې حتی بېچاره په دې هم نه پوهېږي چې نه پوهېږي.
دا لاندې ليکنه يې ولولئ او ښه ورپورې وخاندئ. دا لا د معيار خبرې هم کوي.
لومړی مې غوښتل چې علمي ځواب يې وليکم خو چې ليکنه مې ولوسته په علمي ځواب نه ارزي.
http://tolafghan.com/posts/29088[/quote:1526b7138a]


larghonay laraway
12.04.2014

نو چې نه کار هلته څه کار ؟
يو چا چې په ۳۶ کاله کې پښتو نه وي زده کړي نو همدا شرم يې بس دی او غلې دې کېني کنه!
دا چې اوس هم په قبيلوي مفکوره خپلې غلطې املاء او د چټياتو منطق ته معيار وايي نو بيا خو د درناوي نه بلکې د جزا وړ دی.


pattang
12.04.2014

وروره !
يوه خبره به درته وکړم ،هغه داده چې داسې وختونه هم
وو چې پښتانه ډېر مايوسه وو او دپښتو لپاره به یې يو څه ليکل چې
دا ژبه مړه نشي او دا اور مړ نشي ! معيار دبحث موضع نوه !
کار خو مو لاره که حرکت نه وی نو اوس به مو خرکاري کوله !
مهمه داده چې ځای قبضه کړې مهندسي او ارخېتيکتور یې بيا وروسته
کوه ! خو مونږ دمځکو غله نه وو !!
درباني دحکومت په وخت کې له پښتو او پښتنو سره ډېر ظلم وشه
او غوښتل یې دغه ژبه له منځه يوسي ! د وکيلي اونورو ليکني هغه
وخت مونږ ته سره زر وې زه نور کتابونه دنورو پښتنو ،دهغه
وخت هملرم چې تر اوسه چاپ شوي ندي!
==> هدف دا وو ، چې حس ژوندی پاتې شي !
عبدالله عبدالله چې د ستميانو دباندېنويو چارو وزير وو د اول ځل لپاره
یې دافغانستان په تاريخ کې پښتانه ۳۵ فيصده ټولې نړۍ ته معرفي کړل
دا په داسې‌حال کې چې مخکې لدې ځخه پښتانه ۵۰ او ۵۶ په سلو کې
پېژندل شوي وو !
په دې وخت کې پښتنو په خپل مصرف کتابونه چاپول چې پښتو مړه
نشي !
مونږ پر دې لاره کې ډېر زحمتون اېستلي چې دا لوګی مړ نشي !
ستا خبره درسته ده خو اوس یې ډېره مه چاربه ځکه چې دپښتنو
داسې نفاق ، بحث او جړ تاجک سالاري نوره هم تقويه کوي !

ته باور په خدای وکړه چې تلويزيون ونيسم دستي یې بند کړم ځکه
چې دومره پاړسو ترې راوځې چې زما دماغ را خراب کړي !
پښتانه په تاريخ کې تل په کلتوري زوال کې لوی شوي !
خادم صيب د خدای پاک وبخشي کله به چې زه او تور خوږمن
د استاد دفتر ته ورغلو نو ده به دښي لاس خواته لاس اوږد که
اووېل به یې چې:

ʼʼدا دهې افغانان چې دپښتنولوی کلی وو اوس یې ټول پاړسيبانان شول‘‘

خبره رانه اوږده شوه ستا ځواب لنډ په دوه خبرو کې نغښتی دی !

[quote:1e1d012919="larghonay laraway"]نو چې نه کار هلته څه کار ؟
يو چا چې په ۳۶ کاله کې پښتو نه وي زده کړي نو همدا شرم يې بس دی او غلې دې کېني کنه!
دا چې اوس هم په قبيلوي مفکوره خپلې غلطې املاء او د چټياتو منطق ته معيار وايي نو بيا خو د درناوي نه بلکې د جزا وړ دی.[/quote:1e1d012919]


larghonay laraway
13.04.2014

ياره که د فيسبوک غوندې د لايک تڼۍ وای نو د ګران او درانه پتنګ دا پورتنۍ ليکنه مې لايک کوله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more