د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

طالبان او انتخابات

میرویس
31.03.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه
طالبانو د سرپل په ولایت کې یو کاندی حسین نظري د اتو تنو سره تښتولئ او په پکتیا کې يې د کاندید فضل حق جیلان ورور او د هغه د انتخاباتي مبارزې څلور تنه کارکونکي وژلي دي.

طالبان غواړي، چې د ولس اراده بدله کړي او اسلامي ارشادات د خپلې آرزو مطابق له سره ولیکي.

طالبان نشي کولئ دداسې یوه ملت اراده بدله کړي چې د طالبانو د اعمالو نه ستړئ شویدئ او د ملک په ډیرو ځایونو کې خلکود طالبانو پرخلاف پاڅونونه کړي او اوس دا خبره طالبانو ته په ډاګه کوي، چې په انتخاباتو کې د کډون له لارې طالبان ردوي.
طالبانو هم یو ځل بیا افغان ولس ته دا خبره لمر غوندې روښانه کړه چې دوی د اسلام تر نامه لاندې غله، قاتلا، قطاع طریقان، د اسلام ضد عانصر دي. دوی نه یوازې د محمدی دین سره دښمنې کوي، بلکه د بشریت دښمنان هم دي.
پدې ارتباط خبریال رپوټ خپور کړیدئ.


Re: د طالبان او انتخابات

pattang
31.03.2014

دوژلو پلوي نکوم خو داولس اراده يانې څه !
هغوی چې ازادي غواړيجنګيږي او خپله اراده یې ساتلې ده
دا نورو دانډيواله يا اراده خرڅه کړې او يا د فقر او لوږې په مرض
صليبي اشغالګرو قصد ا داسې ککړ کړي چې دازادي اراده ترې ورکه
شوې ده !

[quote:b1b10e363e="میرویس"]ګرانو وطنوالو، سلامونه
طالبانو د سرپل په ولایت کې یو کاندی حسین نظري د اتو تنو سره تښتولئ او په پکتیا کې يې د کاندید فضل حق جیلان ورور او د هغه د انتخاباتي مبارزې څلور تنه کارکونکي وژلي دي.

طالبان غواړي، چې د ولس اراده بدله کړي او اسلامي ارشادات د خپلې آرزو مطابق له سره ولیکي.

طالبان نشي کولئ دداسې یوه ملت اراده بدله کړي چې د طالبانو د اعمالو نه ستړئ شویدئ او د ملک په ډیرو ځایونو کې خلکود طالبانو پرخلاف پاڅونونه کړي او اوس دا خبره طالبانو ته په ډاګه کوي، چې په انتخاباتو کې د کډون له لارې طالبان ردوي.
طالبانو هم یو ځل بیا افغان ولس ته دا خبره لمر غوندې روښانه کړه چې دوی د اسلام تر نامه لاندې غله، قاتلا، قطاع طریقان، د اسلام ضد عانصر دي. دوی نه یوازې د محمدی دین سره دښمنې کوي، بلکه د بشریت دښمنان هم دي.
پدې ارتباط خبریال رپوټ خپور کړیدئ.[/quote:b1b10e363e]


میرویس
02.04.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
پتنګ حانه، چې د وژنو ملاتړ نه کوې ولې یې غندې نه، او نه وايي چې دا جهاد نه قتل دئ، او د اسلامي ارشاداتو ضد عمل دئ، او دمرتکبینو سزا یې اعدام دئ.

پتنګ ګله، د چا نه د آزدۍ اراده نده صلب شوي، ولس اکثریت دئ او اکثریت د الله رضاده. طالبان چې لړایي کوي، ددوی نه د تعقل، او منطق اراده صلب شویده.

حکمتیار چې هغه هم طالبانو غوندې قاتل دئ، آخر پدې پوه شو چې په غلطه لار روان دئ. حکمتیار ته په خپله اوږه سیاسي سابقه کې پيله اوس د خپلې سهوې پته ولګیده او انتخاباتو ته ور ګډ شو.

طالبان د حکمتیار په نسبت په سیاست کې لا چرګوړي دي. دوی دې د حکمتیار نه سیاسې شعور او سواد زده کړي، که نه هم ځان خواروي او هم ولس ته مشکلات پیدا کوي. دوی د خپلو دغو بدعتي اعمالو نه ګټه نشي کړئ. د حتمي ناکامۍ سره مخ دي.
نصیحت ورته وکړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more