د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دګوډي لار په ژرنده ده.

اتل
02.12.2013

د فورم قدرمنو، مرګچو، السلام علیکم.
بي بي سي په خپل ننني رپوټ کې ویلي چې، افغان او پاکستاني مشرانو په سعودي عربستان او یا ترکیه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په میکانیزم موافقه کړیده.
رپوټ وایي پاکستان لیوال دئ چې د افغانستان نه بل کال د خارجي قواوو د وتلو نه مخکې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د صلحې جریان چټک شي.

محترمو لوستونکو:
طالبان چې مسلمانان دی پدې هم پوهېږي چې خپل مسلمان وروڼه خو پرځای پریږده، آلله تعلی د کفارو سره هم د صلحې امر کړیدئ: ( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) - ترجمه: او که میل وکړي کفار صلحې ته نو ته هم میل وکړه صلحې ته او توکل وکړه په الله (او مه وېرېږه له مکره ددوي) بې شکه چې دغه (الله) هم دئ ښه اورېدونکئ. (د تولو اقوامو) ښه عالم (دانا پر ګردو (ټولو) احوالو.

ګرانو وطنوالو، لکه څنګه چې د ګوډي لار په ژرنده ده، همداسې هم. د جنګ لاره په صلحه ده. د صلحې نه پرته د جنګ دوام د بربادۍ نه پرته بل څه په ارمغان نه راوړي.
د صلحې په هیله.
===
طالبانو ته د نوي دفتر د جوړېدا په باب خبرې
د خپريدو وخت: 10:11 گرینویچ - دوشنبه 02 ډسمبر 2013 - 11 لیندۍ 1392
د پاکستان هڅه دا ده، چې له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې باید د سولې بهیر چټک شي.
پاکستاني رسنیو د لومړي وزیر د یوه جګپوړي سلاکار له قوله ویلي، چې پاکستان او افغانستان د افغان لانجې د غوڅولو په هدف سعودي عربستان او یا ترکیه کې افغان طالبانو ته د نوي سیاسي دفتر پر جوړېدا خبرې کړې.
د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ویلي، یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي ورته ویلي، چې افغان او پاکستاني چارواکو د یوه داسې میکانیزم جوړولو پر سر خبرې کړې، چې افغان طالبانو ته سعودي عربستان او یا ترکیه کې سیاسي دفتر جوړ شي.

سرچینه وايي، چې دا خبرې کابل ته د پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف د تېرې شنبې ورځې د یوه ورځني سفر په درشل کې له افغان چارواکو سره مطرح شوې دي.
یوه پاکستاني چارواکي چې کابل ته له نواز شریف سره د سفر ملګری و، اکسپریس ټریبیون ته ویلي، چې اسلام اباد له کابل غوښتي چې طالبانو ته ترکیه او یا سعودي عربستان کې د سیاسي دفتر جوړېدو اجازه او موافقه ورکړي.
سرچینې دا هم ویلي، چې اسلام اباد د حامد کرزي دا غوښتنه رد کړې، چې ګني طالبانو ته دې پاکستان کې دفتر جوړ شي.

سرچینه وايي، چې د افغان طالبانو د دفتر په اړه به راتلونکې اونۍ نور پرمختګونه وشي.

"پاکستان وايي، چې د افغان سولې عالي شورا استازو پاکستان ته د مخکني سفر په لړ کې له ملا برادر سره کتلي او راتلونکي کې هم د ورته کتنو پلان جوړوي."
پاکستان د افغان طالبانو لپاره د یوې مشخصې پتې له پیدا کېدو وېره لري؛ ځکه چې د افغان چارواکو په وینا، د طالبانو یو شمېر جګپوړي چارواکي پاکستان کې دي.
که څه هم پاکستان ویلي، چې د طالبانو د تحریک دویم نمبر ستر مشر ملا عبدالغني برادر یې خوشی کړی، خو افغان ولسمشر له پاکستانه غوښتي، چې د کلېکاږل ملا برادر په ګډون دې ټول هغه افغان طالبان خوشي کړي چې د پاکستان زندانونو کې دي.


pattang
02.12.2013

⎬[quote:797c50cef3] د فورم قدرمنو، مرګچو، السلام علیکم.
بي بي سي په خپل ننني رپوټ کې ویلي چې، افغان او پاکستاني مشرانو په سعودي عربستان او یا ترکیه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په میکانیزم موافقه کړیده.
رپوټ وایي پاکستان لیوال دئ چې د افغانستان نه بل کال د خارجي قواوو د وتلو نه مخکې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د صلحې جریان چټک شي[/quote:797c50cef3]⎨

داخوشې پوده خبرې دي :

سوله = دصليبيانو وتل + د جنايتکرانو او قا طلينو محاکمه !
:==> داولس رضايت او عدالت !


اتل
06.01.2014

السلام علیکم
پتنګ صاحب، ستاسې خبرې به په اصولو کې ستاسې په زعم صحیح وي، آیا دا فکر مو هم کړيدئ، چې آیا داشرائط چې تاسې یې غواړئ عملي دي او که نه؟
د خارجیانو د وتلو مسئله ماته مطرح نده. دوی بی هغې وزي او د اوبو د سرځګ غوندې عارضي شئ دي. دلته تابیه نلري. خبره زموږ د ډلو ده.

زه فکر کوم چې طالبان دې صلحه وکړي، په ملک کې چې امنیت، صلحه او ثبات راشي، څوک د بغاوت خیال په سر کې ونشي ګرزولئ او یا غرونو ته د ختلو ګواښونه ونکړئ شي، هغه وخت جنایت کاران او قاتلان محکمې ته راکاږل کیدای شي.
دغه ډلې چې تاسې اشاره ورته کړې، د خدای په جات عدالت ته نشي راکاږل کیداي. دا شیان یوه باثبات، په ځان متکي، دموکرات او مستقل حکومت په وجود کې کیدای شي.

تاسې یې وینئ چې بنګله دیش د څلویښتو کلو وروسته د خپلو مذهبي مشرانو محاکمې پل کړی، او مجرین یو پر بل پسې اعدام کوي.
په درناوي.


pattang
06.01.2014

ښه ساده خانه لېونيه ! ديوې ونې چې ريښې ورستې وي هغه بيا
چېرته نه کېښودل کېږي نو ضرور دی چې ویې سوځوې او پر ځای
یې بل نهال له شرائطو سره سم کښېنوې او دمسلکي صادقو خلکو له
خوا به یې پالنه کيږي !
اتل جانه چې خپه نشې ته او ملګري دې د يوو ازاد مملکت ‌د ملي
اقتصاد په رشد نه پوهېږۍ افغانستان دتبایې خواته روان دی !

[quote:193e6af6ab="اتل"]السلام علیکم
پتنګ صاحب، ستاسې خبرې به په اصولو کې ستاسې په زعم صحیح وي، آیا دا فکر مو هم کړيدئ، چې آیا داشرائط چې تاسې یې غواړئ عملي دي او که نه؟
د خارجیانو د وتلو مسئله ماته مطرح نده. دوی بی هغې وزي او د اوبو د سرځګ غوندې عارضي شئ دي. دلته تابیه نلري. خبره زموږ د ډلو ده.

زه فکر کوم چې طالبان دې صلحه وکړي، په ملک کې چې امنیت، صلحه او ثبات راشي، څوک د بغاوت خیال په سر کې ونشي ګرزولئ او یا غرونو ته د ختلو ګواښونه ونکړئ شي، هغه وخت جنایت کاران او قاتلان محکمې ته راکاږل کیدای شي.
دغه ډلې چې تاسې اشاره ورته کړې، د خدای په جات عدالت ته نشي راکاږل کیداي. دا شیان یوه باثبات، په ځان متکي، دموکرات او مستقل حکومت په وجود کې کیدای شي.

تاسې یې وینئ چې بنګله دیش د څلویښتو کلو وروسته د خپلو مذهبي مشرانو محاکمې پل کړی، او مجرین یو پر بل پسې اعدام کوي.
په درناوي.[/quote:193e6af6ab]


اتل
26.03.2014

السلام علیکم
پتنګ صاجب، ستا خبرو او بد بینئ ته چې ګورم هیڅکله به افغان او پاکستاني طالبان د خپلو خلکو او حکومتونو سره صلحه ونکړي. دا لاندې رپوټ چې ډېوې خپوره ولونه نو به پته درته ولګیږي چې که د الله جل جلاله رضا وه په دواړو غاړو کې به صلحه وزرونه وغوړوي:
=====
دپاکستان حکومت اؤ طالبان ډزبندۍ کې په پراختيا صلاح شوي
سرچينې وائي دنننۍ غونډې په مهال طالبانو دغيرجنگي بنديانو دخوشې کولو اؤ تر نامعلومې مودې داوربند اعلانولو په معاملو دحکومتي کميټۍ غوښتنو ته مثبت •
TEXT SIZE
26.03.2014
پيښور — راپورونه وائي دحکومتي مذاکراتي کميټۍ اؤ طالبانو دشورا ترمينځ په لمړي ځل دنيغ په نيغه مذاکراتو لمړى پړاؤ پايې ته رسيدلى چې پکې اوربند کې دپراختيا پشمول دواړو خواؤ په بيلا بيلو معاملو اتفاق کړى دى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد وينا ده چې دطالبانو شورا سره دنيغ په نيغه دخبرو په مهال دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو په دوامداره ساتلو اؤ دمذاکراتو دکاميابۍ يا ناکامۍ پورې اوربند کې په پراختيا کولو اتفاق شوى دى اؤ دغوره رابطو لپاره به په راتلونکي کې هم دکميټو ترمينځ خبرې روانې وي.
دسرچينو وينا ده چې په شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ دغو مذاکراتو کې حکومتي کميټۍ اؤ دطالبانو شورا ديو بل څخه ضمانتونه وغوښتل اؤ امکان دى چې طالبانو سره دمذاکراتو لپاره وزيرستان ته تللې حکومتي ډله نن بيرته راستنه شي.
سرچينې وائي دنننۍ غونډې په مهال طالبانو دغيرجنگي بنديانو دخوشې کولو اؤ تر نامعلومې مودې داوربند اعلانولو په معاملو دحکومتي کميټۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووئيلو.
سرچينې دا هم وائي چې دمذاکراتو په مهال طالبانو دحکومتي کميټۍ دغړو څخه پوښتنه وکړه چې ايا حکومت ورته په فيصلې کولو کې واک ورکړى؟ اؤ ددې په ځواب کې ورته کميټۍ وويل چې هغوي دبشپړه واک سره دخبرو لپاره دغلته رسيدلي دي.
له دې وړاندې حکومتي کميټي دپيښور څخه ديو هيلي کاپټر په ذريعه دحبيب الله خټک په مشرۍ دطالبانو دکميټۍ دمشر سميع الحق سره شمالي وزيرستان ته رسيدلې وه اؤ بيا ددغه ځايې څخه دکوم نامعلوم مقام په لوري دطالبانو شورا سره خبرو لپاره بوتلل شوي وؤاؤ ددغه ځايې څخه دحکومتي کميټۍ غړو دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان ته دفون په ذريعه دنيغ په نيغه خبرو دپيل کيدو خبر ورکړو.
دمذاکراتو لپاره دروانيدو څخه دمخه دطالبانو دکميټۍ غړي پروفيسر ابراهيم وئيلي وؤ ددواړو خواؤ ترمينځ اوربند لمړۍ ترجيح ده اؤ دواړه کميټۍ به پخپلو خپلو نکتو خبرې کوي.
هغه وئيلي وؤ دطالبانو دشورا استازيتوب به قاري شکيل، اعظم طارق، مولوي ذاکر اؤ مولوي بشير کوي.
اخوا داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې طالبانو سره دمذاکراتو عمل په غوره طريقې سره مخ په وړاندې روان دى اؤ په دغه اړه حکومتي کميټۍ ته بشپړ واک ورکړل شوى دى.
اسلام اباد کې دشورو په ورځ ميډيا سره خبرو کې پرويز رشيد وويل هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره دتيرو پينځوؤ کلونو په مهال ديادونې وړ هڅې نۀ دي شوي.
بل لوري ته دپاکستان صدر ممنون حسين په فيصل اباد کې تاجرانو ته پخپله وينا کې وئيلي دي دمذاکراتو دناکامۍ په صورت کې دبل اپشن(جنگ) لپاره چمتو اوسيدل پکار دي.


pattang
27.03.2014

غول په ميتيازو مه مينځه !
پاکستاني طالبان په پاکستان کې اسلامي قوانين غواړي !
افغاني طالبان داشغالګرو صليبيانو اخراج اودافغانستان ازادي په
اول قدم کې غواړي او بيا نو ر کارونه دمشورې په دود !

[quote:b83e4ae3fb="اتل"]السلام علیکم
پتنګ صاجب، ستا خبرو او بد بینئ ته چې ګورم هیڅکله به افغان او پاکستاني طالبان د خپلو خلکو او حکومتونو سره صلحه ونکړي. دا لاندې رپوټ چې ډېوې خپوره ولونه نو به پته درته ولګیږي چې که د الله جل جلاله رضا وه په دواړو غاړو کې به صلحه وزرونه وغوړوي:
=====
دپاکستان حکومت اؤ طالبان ډزبندۍ کې په پراختيا صلاح شوي
سرچينې وائي دنننۍ غونډې په مهال طالبانو دغيرجنگي بنديانو دخوشې کولو اؤ تر نامعلومې مودې داوربند اعلانولو په معاملو دحکومتي کميټۍ غوښتنو ته مثبت •
TEXT SIZE
26.03.2014
پيښور — راپورونه وائي دحکومتي مذاکراتي کميټۍ اؤ طالبانو دشورا ترمينځ په لمړي ځل دنيغ په نيغه مذاکراتو لمړى پړاؤ پايې ته رسيدلى چې پکې اوربند کې دپراختيا پشمول دواړو خواؤ په بيلا بيلو معاملو اتفاق کړى دى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد وينا ده چې دطالبانو شورا سره دنيغ په نيغه دخبرو په مهال دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو په دوامداره ساتلو اؤ دمذاکراتو دکاميابۍ يا ناکامۍ پورې اوربند کې په پراختيا کولو اتفاق شوى دى اؤ دغوره رابطو لپاره به په راتلونکي کې هم دکميټو ترمينځ خبرې روانې وي.
دسرچينو وينا ده چې په شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ دغو مذاکراتو کې حکومتي کميټۍ اؤ دطالبانو شورا ديو بل څخه ضمانتونه وغوښتل اؤ امکان دى چې طالبانو سره دمذاکراتو لپاره وزيرستان ته تللې حکومتي ډله نن بيرته راستنه شي.
سرچينې وائي دنننۍ غونډې په مهال طالبانو دغيرجنگي بنديانو دخوشې کولو اؤ تر نامعلومې مودې داوربند اعلانولو په معاملو دحکومتي کميټۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووئيلو.
سرچينې دا هم وائي چې دمذاکراتو په مهال طالبانو دحکومتي کميټۍ دغړو څخه پوښتنه وکړه چې ايا حکومت ورته په فيصلې کولو کې واک ورکړى؟ اؤ ددې په ځواب کې ورته کميټۍ وويل چې هغوي دبشپړه واک سره دخبرو لپاره دغلته رسيدلي دي.
له دې وړاندې حکومتي کميټي دپيښور څخه ديو هيلي کاپټر په ذريعه دحبيب الله خټک په مشرۍ دطالبانو دکميټۍ دمشر سميع الحق سره شمالي وزيرستان ته رسيدلې وه اؤ بيا ددغه ځايې څخه دکوم نامعلوم مقام په لوري دطالبانو شورا سره خبرو لپاره بوتلل شوي وؤاؤ ددغه ځايې څخه دحکومتي کميټۍ غړو دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان ته دفون په ذريعه دنيغ په نيغه خبرو دپيل کيدو خبر ورکړو.
دمذاکراتو لپاره دروانيدو څخه دمخه دطالبانو دکميټۍ غړي پروفيسر ابراهيم وئيلي وؤ ددواړو خواؤ ترمينځ اوربند لمړۍ ترجيح ده اؤ دواړه کميټۍ به پخپلو خپلو نکتو خبرې کوي.
هغه وئيلي وؤ دطالبانو دشورا استازيتوب به قاري شکيل، اعظم طارق، مولوي ذاکر اؤ مولوي بشير کوي.
اخوا داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې طالبانو سره دمذاکراتو عمل په غوره طريقې سره مخ په وړاندې روان دى اؤ په دغه اړه حکومتي کميټۍ ته بشپړ واک ورکړل شوى دى.
اسلام اباد کې دشورو په ورځ ميډيا سره خبرو کې پرويز رشيد وويل هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره دتيرو پينځوؤ کلونو په مهال ديادونې وړ هڅې نۀ دي شوي.
بل لوري ته دپاکستان صدر ممنون حسين په فيصل اباد کې تاجرانو ته پخپله وينا کې وئيلي دي دمذاکراتو دناکامۍ په صورت کې دبل اپشن(جنگ) لپاره چمتو اوسيدل پکار دي.[/quote:b83e4ae3fb]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more