د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د بازار خونړۍ ورځ

اتل
18.03.2014

ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په هفته کې یوه ورخ د بازار ورځ وي. پدې ورځ یزګران او نور کسب ګران خپل محصولات او تولیدات بازار ته وړي، خرڅوي یې او د کور دپاره سودا اخلي.
خو نن د فاریاب په ولایت کې د بازار ورځ په غم واوښته. د طالبانو او یا دطالبانود بړیڅو د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نامه ترورستانو په یوه ځان مرګي حمله کې ۱۵ تنه ولسي خلک ووژل او ۲۷ یې زخمیان کړل.

طالبان او د هغوی ملګري خارجي ترورستان مسلمان افغانان وژني او بیا وايي چې موږ جهاد کوو. طالبان د مسلمان قتل جهاد ګڼي او د افغان ولس سره دښمني کوي. د ملک په ډیرو علاقو کې خلک چې د طالبانو د تش په نامه جهاد نه تر پزې راغلي دي، طالبان یې د ځبلو علاقو نه شړلي، او تیږه یې اېښې چې هر څوک چې د طالبانو سره مرسته وکړي جریمه به شي او دسیمې نه به وشړل شي.
دا لاندېخپر بي بي سي خپورکړیدئ:
====
فارياب کې ځانمرګي بريد ۱۵ کسه وژلي دي
د خپريدو وخت: 06:22 گرینویچ - سه شنبه 18 مارچ 2014 - 27 کب 1392

په فارياب کې طالبان او د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله وال فعال دي
د افغانستان له شمال فارياب ولايت نه راپورونه وايي چې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې لږترلږه ۱۵ کسه وژل شوي دي.
د بي بي سي خبريال بلال سروري وايي، ولايتي چارواکو ورته ويلي، چې په بريد کې ۲۷ کسه ټپیان شوي هم دي.

په وژل شويو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د فاریاب والي محمد الله بتاش بي بي سي ته ويلي چاودنه هغه مهال وشوه چې بريدګر په يوه درې ټايره موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچول.
ښاغلی بتاش وايي: ''په دغه ورځ د اوونۍ بازار و، هره سې شنبه سلګونه ځايي بزګر او کليوال دغلته خپل محصولات او توليدات راوړي. ټول وژل شوي او ټپيان ولسي وګړي دي''.
يوه ۴۳ کلن عيني شاهد سيد اغا بي بي سي ته ويلي: ''ما ډوډۍ اخيسته چې د چاودنې غږ مې واورېد. کله چې پورته شوم شاوخوا مې وينې او په وينو لړلي جسدونه وليدل، چې پراته وو''.
فارياب د افغانستان په شمال کې يو له هغو ولايتونو څخه دی چې ډېر کله ترې د تاوتريخوالي راپورونه ورکول کېږي.
وسله وال طالبان او په القاعده پورې تړل شوې ډله، د ازبکستان اسلامي غورځنګ په دغه ولايت کې فعال دي.


Re: د بازار خونړۍ ورځ

pattang
18.03.2014

منافقه په صليبي درونو هم خپلې اوښکې تو يوې ؟ نه ! هغه خو ستا
دافتخار د وړ وژنې دي ! ستا منافقت بشر دوستي نه بلکې دالر
دوستي ده !! :==> Bounty Hunter

[quote:7cab19ab5c="اتل"]ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په هفته کې یوه ورخ د بازار ورځ وي. پدې ورځ یزګران او نور کسب ګران خپل محصولات او تولیدات بازار ته وړي، خرڅوي یې او د کور دپاره سودا اخلي.
خو نن د فاریاب په ولایت کې د بازار ورځ په غم واوښته. د طالبانو او یا دطالبانود بړیڅو د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نامه ترورستانو په یوه ځان مرګي حمله کې ۱۵ تنه ولسي خلک ووژل او ۲۷ یې زخمیان کړل.

طالبان او د هغوی ملګري خارجي ترورستان مسلمان افغانان وژني او بیا وايي چې موږ جهاد کوو. طالبان د مسلمان قتل جهاد ګڼي او د افغان ولس سره دښمني کوي. د ملک په ډیرو علاقو کې خلک چې د طالبانو د تش په نامه جهاد نه تر پزې راغلي دي، طالبان یې د ځبلو علاقو نه شړلي، او تیږه یې اېښې چې هر څوک چې د طالبانو سره مرسته وکړي جریمه به شي او دسیمې نه به وشړل شي.
دا لاندېخپر بي بي سي خپورکړیدئ:
====
فارياب کې ځانمرګي بريد ۱۵ کسه وژلي دي
د خپريدو وخت: 06:22 گرینویچ - سه شنبه 18 مارچ 2014 - 27 کب 1392

په فارياب کې طالبان او د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله وال فعال دي
د افغانستان له شمال فارياب ولايت نه راپورونه وايي چې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې لږترلږه ۱۵ کسه وژل شوي دي.
د بي بي سي خبريال بلال سروري وايي، ولايتي چارواکو ورته ويلي، چې په بريد کې ۲۷ کسه ټپیان شوي هم دي.

په وژل شويو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د فاریاب والي محمد الله بتاش بي بي سي ته ويلي چاودنه هغه مهال وشوه چې بريدګر په يوه درې ټايره موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچول.
ښاغلی بتاش وايي: ''په دغه ورځ د اوونۍ بازار و، هره سې شنبه سلګونه ځايي بزګر او کليوال دغلته خپل محصولات او توليدات راوړي. ټول وژل شوي او ټپيان ولسي وګړي دي''.
يوه ۴۳ کلن عيني شاهد سيد اغا بي بي سي ته ويلي: ''ما ډوډۍ اخيسته چې د چاودنې غږ مې واورېد. کله چې پورته شوم شاوخوا مې وينې او په وينو لړلي جسدونه وليدل، چې پراته وو''.
فارياب د افغانستان په شمال کې يو له هغو ولايتونو څخه دی چې ډېر کله ترې د تاوتريخوالي راپورونه ورکول کېږي.
وسله وال طالبان او په القاعده پورې تړل شوې ډله، د ازبکستان اسلامي غورځنګ په دغه ولايت کې فعال دي.[/quote:7cab19ab5c]


اتل
19.03.2014

ډیر ګران ویاړلئ او محترم ورور پتنګ صاحب، السلام علیکم
ننګیالیه ټرپه پرمه پټوه کنه!
سم رسا ووایه چې د ګڼې ګوڼې نه په ډک بازار کې د بمونو چول او د مسلمانانو کلیوالو چې د بازار په ورځ په سودا پسې وتلي وو وژل په کوم کتاب کې روا دی؟
پتنګ صاحبه، تاسې واوریدل چې په فارياب کې طالبان او د ازبکستان داسلامي غورځنګ وسله وال فعال دي .
ته چې د طالبانو، القاعدې، ازبکو، پنجابیانو، تاجکو او چچن دترورستانو دجنایتنونه د لوستونکو توجه د بې پیلوټه الوتکو مسئلئ ته اړوې، او ټر په پر پټوې، په حقیقت کې پخپله ستا خبرې دا ثابتوي چې بې پیلوټه الوتکې خو همدغه خارجي ترورستان او کورني قاتلان په نښه کوي، رسا یې ولي، هدف نه خطا کوي، یا دغه جانیان وژني او یا یې د سیمي نه تښتې ته مجبوروي، او ولس یې د شر نه نجات پیدا کوي.

تابه هم اوریدلي وي چې قبایل دې الوتکو ته ابابیلي وايې دا ځکه چې د تروریزم د کفردشر نه نجات ورکوي.

پتنګه چې لوی شي عقل به دې هم پوخ شي.


pattang
19.03.2014

ته خو هغه خبرې کوي چې Cia او صليبيان یې کوي !
او دابله رانقل شوې ليکنه تاته ډالۍ کوم !

[quote:0ae27f4322="اتل"]ډیر ګران ویاړلئ او محترم ورور پتنګ صاحب، السلام علیکم
ننګیالیه ټرپه پرمه پټوه کنه!
سم رسا ووایه چې د ګڼې ګوڼې نه په ډک بازار کې د بمونو چول او د مسلمانانو کلیوالو چې د بازار په ورځ په سودا پسې وتلي وو وژل په کوم کتاب کې روا دی؟
پتنګ صاحبه، تاسې واوریدل چې په فارياب کې طالبان او د ازبکستان داسلامي غورځنګ وسله وال فعال دي .
ته چې د طالبانو، القاعدې، ازبکو، پنجابیانو، تاجکو او چچن دترورستانو دجنایتنونه د لوستونکو توجه د بې پیلوټه الوتکو مسئلئ ته اړوې، او ټر په پر پټوې، په حقیقت کې پخپله ستا خبرې دا ثابتوي چې بې پیلوټه الوتکې خو همدغه خارجي ترورستان او کورني قاتلان په نښه کوي، رسا یې ولي، هدف نه خطا کوي، یا دغه جانیان وژني او یا یې د سیمي نه تښتې ته مجبوروي، او ولس یې د شر نه نجات پیدا کوي.

تابه هم اوریدلي وي چې قبایل دې الوتکو ته ابابیلي وايې دا ځکه چې د تروریزم د کفردشر نه نجات ورکوي.

پتنګه چې لوی شي عقل به دې هم پوخ شي.[/quote:0ae27f4322]


pattang
19.03.2014

دادی د نر خالص بابا لښکر :

19 Mar 2014
ننګرهار : په خوږياڼو او شیرزادو کې اتلس عسکر ووژل وشول!

[img:81bc2836de]http://nunn.s3.amazonaws.com/Ardu_maray.jpg[/img:81bc2836de]

طالبان وايي ملګرو يې نن د سهار له نهو د مازیګر تر پنځو بجو د ننګرهار د خوږياڼواو شیرزادو په ولسوالي کې جګړه کړې ده، د افغان دولت له خوا په یاده سېمه کې د عملیاتو پرنامه څوموټریز کاروان په لاره و،چې سېمې ته په رسېدو د سړک د غاړې ماینونو او مخامخ جګړې سره مخ شول. د خوږياڼو اړوند د هاشم خيل، ممله، تکيا، اريباپايه، نوکړخيل، ډنډو، ګړه باوي او سره کلا سيمو کې شپږ افغان عسکر مړه، نهه نور ټپیان او د یورنجر په شمول دوه زغروه وال ټانګونه ویجاړ شوي دي.

د سيمي د عیني شاهدانو له قوله له غرمې لږمخکې د شیرزادو د ګندومک، کولالان، ظريف کلا، ملکانوکلا او د ولسوالي له مقرسره سخته جګړه ونښته چې طالبانو پکې د دوولسو عسکرو د وژل کېدو او د دوه زغره وال ټانګونواو یو رنجر د تخریب خبره کړې ده.

افغان چارواکي په سېمه کې جګړه مني خود تلفاتو اړوند يې تراوسه څه نه دي ويلي. دا اوږده یو ورځنۍ جګړه د هېواد په نسبتاً ارامه ولایت کې په داسې حال کې کېږي چې دهېواد ولسمشریزو ټاکنو ته تر درې اوونۍ کم وخت پاتې دي.


اتل
21.03.2014

السلام علیکم
پتنګه، ته نا حقه ځان دطالبانو د بدعت په ګناهونو کې لتاړ کوئ. طالبان خیال کوي چې کباب خوري، خو ته يې ددود بوی ته په خامه تمع ناست يې.
ولې لدې خبرې نه ځان تیروي چې په بازار کې د طالبانو د بمونو چول او دعامو مسلمانانو قتلول دوی ته روا دي او که نه؟

که دې بیا کومه نا پړیته وویشتله، بیرته به دې طوق لعنت وګرزي. پام کوه چې پر هغه شي چې نه پوهیږې د خپلې ګيډې نه بوینې فتواوې صادرې نه کړې؟
الله جل جلاله دې سړیتوب در زده کړي.


pattang
21.03.2014

که تاسو دصليبيانو خوټې پرېښودې نو داسې کارونه به نور نه کېږي !
خونه داکار تاسو نشۍ کولی ځکه چې دهغوی له خوټو څټلو څخه د
ګبيني کموالی پوره کوۍ !

[quote:7ffdb3074c="اتل"]السلام علیکم
پتنګه، ته نا حقه ځان دطالبانو د بدعت په ګناهونو کې لتاړ کوئ. طالبان خیال کوي چې کباب خوري، خو ته يې ددود بوی ته په خامه تمع ناست يې.
ولې لدې خبرې نه ځان تیروي چې په بازار کې د طالبانو د بمونو چول او دعامو مسلمانانو قتلول دوی ته روا دي او که نه؟

که دې بیا کومه نا پړیته وویشتله، بیرته به دې طوق لعنت وګرزي. پام کوه چې پر هغه شي چې نه پوهیږې د خپلې ګيډې نه بوینې فتواوې صادرې نه کړې؟
الله جل جلاله دې سړیتوب در زده کړي.[/quote:7ffdb3074c]


اتل
24.03.2014

السلام علیکم قدر منو لوستونکو
ستاسې محترمینو نه ډیره بښنه غواړم چې زما په بحث کې دغسې یو بې حیا انسان چې نه د بشر قدر او وقار پیژني او نه پخبله شرف لري چې د بل چا شرف او عزت وساتي. یو وار په بحث کې اګډ شي او غواړي چې بحث جوټه کړي او د خپلو پنجابي بادارانو دغلامانو په کثافاتو پرده وغوړوي. .

د سپي په څټلو دریاب نه مرداریږي. اصلاً پتنګ ددې لیاقت او اهلیت نلري چې څوک د یوه پښتانه مسلمان او د پت او عزت د څښتن په چوکاټ کې ورسره وغیږي. موږ دلته بحثونه کوو چې د مسائلو ریښې را وسپړو او یو د بل نه زده کړه وکړ، نه چې ځان د سپي سره په جوال کې واچوو.
والسلام.


pattang
24.03.2014

ما واقعت درته ليکلی ، ستا خېزکې ستا ګناه ښکاره کوي او ستا
يو نواخته پروپاګنده د طالب پر ضد زما د ادعا سبوت دی !
هغوی چې داشغال خوټې څټي له شرفه دلرې ګرځي !

[quote:33d18376a3="اتل"]السلام علیکم قدر منو لوستونکو
ستاسې محترمینو نه ډیره بښنه غواړم چې زما په بحث کې دغسې یو بې حیا انسان چې نه د بشر قدر او وقار پیژني او نه پخبله شرف لري چې د بل چا شرف او عزت وساتي. یو وار په بحث کې اګډ شي او غواړي چې بحث جوټه کړي او د خپلو پنجابي بادارانو دغلامانو په کثافاتو پرده وغوړوي. .

د سپي په څټلو دریاب نه مرداریږي. اصلاً پتنګ ددې لیاقت او اهلیت نلري چې څوک د یوه پښتانه مسلمان او د پت او عزت د څښتن په چوکاټ کې ورسره وغیږي. موږ دلته بحثونه کوو چې د مسائلو ریښې را وسپړو او یو د بل نه زده کړه وکړ، نه چې ځان د سپي سره په جوال کې واچوو.
والسلام.[/quote:33d18376a3]


اتل
26.03.2014

السلام علیکم، قدرمنو لوستونکو
پتنګ خانه، تاسې ته مې په کراتو مراتو ویلي چې دعبث ابیاتو نه څه نه جوړیږي.
ماشومانو غوندې ځوابونه مه راکوه. کوم ماشوم چې ګناه وکړي، موریاپلاریې پوښتنه ترې وکړي چې هغه یا دغه کار دې ولې وکړ؟ هغه په ځواب کې وایي چې پروسږخو مې ورورهم داسې کړي وو، ولې مو هغه ته څه ونه ويل؟

دیو چا ګناه د بل چا په ګناه برائت نه اخلي. دطالبانو ګناه د افغان حکومت د ګناه په وجه نشي صحیخ کیداي. ددوو غلطیو نه یو صحیح نه راوزي، آویا د طالبانو د ګناه معکوس .

که دې خبرې ته ځواب نشې ویلئ چې طالبان ولې بې ګناه مسلمه امت قتل کوي، خوله پته ونیسه، غول په متیازو مه پریمینځه.
بیرته بحث ته راشه مثبت ګډون وکړه.
آلله دې مل شه.


pattang
27.03.2014

تاسو اوس دې سپين سترګي ته ګورۍ چې په ستر ګو وچ را ننوځي !

ته بايد سبوت کړې چې دطالب هدف افغان وژنه ده ؟ که داسې وي نو
دابه هغه پخواني طالبان نوي او زمونږ دخپلوانو ،کور او کلي په وګړو
به یې کوډې کړې وي چې دوی ورسره منډې وهي او ځانونه دطالب په
هدف او مرام کې وژني!
نو په دې صورت کې تاسې خپل صليبي قصابان رخصت کړۍ چې مونږ
ګډه مبارزه دطالب پر خلاف وکړو !!

[quote:37860ebd40="اتل"]السلام علیکم، قدرمنو لوستونکو
پتنګ خانه، تاسې ته مې په کراتو مراتو ویلي چې دعبث ابیاتو نه څه نه جوړیږي.
ماشومانو غوندې ځوابونه مه راکوه. کوم ماشوم چې ګناه وکړي، موریاپلاریې پوښتنه ترې وکړي چې هغه یا دغه کار دې ولې وکړ؟ هغه په ځواب کې وایي چې پروسږخو مې ورورهم داسې کړي وو، ولې مو هغه ته څه ونه ويل؟

دیو چا ګناه د بل چا په ګناه برائت نه اخلي. دطالبانو ګناه د افغان حکومت د ګناه په وجه نشي صحیخ کیداي. ددوو غلطیو نه یو صحیح نه راوزي، آویا د طالبانو د ګناه معکوس .

که دې خبرې ته ځواب نشې ویلئ چې طالبان ولې بې ګناه مسلمه امت قتل کوي، خوله پته ونیسه، غول په متیازو مه پریمینځه.
بیرته بحث ته راشه مثبت ګډون وکړه.
آلله دې مل شه.[/quote:37860ebd40]


اتل
28.03.2014

آلسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
پتنګه زړګیه، ستاسې پر تله به یې نه درتلم چې بیا به په وقهر شي، حقایق به د کسات اخیتو په تورو لړو کې درنه ورک شي. ستاسې ددې پوښتنې[ته بايد سبوت کړې چې دطالب هدف افغان وژنه ده ؟ که داسې وي نو
دابه هغه پخواني طالبان نوي او زمونږ دخپلوانو ،کور او کلي په وګړو
به یې کوډې کړې وي چې دوی ورسره منډې وهي او ځانونه دطالب په
هدف او مرام کې وژني!
نو په دې صورت کې تاسې خپل صليبي قصابان رخصت کړۍ چې مونږ
ګډه مبارزه دطالب پر خلاف وکړو !!]
په ځواب کې ثبوتونه په خروارو دي.

تاسې دې لنډ مهاله حالاتو ته نظر وکړئ چې په تیرو څو هفتو کېطالبانو څوک ووزل؟ د جلال آباد، کنړ، کابل، کندز، غزني، هلمند او کندهار په حملو کې چې کوم خلک ووژل شویدي هغه ټول افغنان وو، او که خارجیان؟

تاسې چې په خپله رالیږلې ویدیو کې د نرخالص بابالښکر یاد کړئ، ځوک يې وزلي دي؟
ځپلې ویدیو ته وګوره غیر د افغان نه بل څوک پکې ویني؟
دا چې طالبان د تعلیم، دښځو، د متداولو علومو، د ملک د زیربنا دوارنولو او دافغان ولس د ترقۍ دمخې د نیولو او دیته ورته نورو ورانکاره کاراواییو لړۍ پر مخ بیایي دا ټول د افغان ولس سره دښمني او د راتلونکي نسل قتل ندئ؟

هو زما اوستا طالبان بدل شوي، دشمن دوي تردې حده پر خپله قبصه کې را ښکیل کړیدي چې هرڅه وغواړي ورباندې کوي یې. اوس طالبان حتی د هغو جنایتونه مسؤلیت هم په غاړه اخلی چې دوی نه، بلکه القاعدې او نورو ترورستانو په افغانستان کې کړي دي. طالبان په مطلق ډول د پردیو جنګ پرمخ بیایي. کنه طالبان نو دومره غیر افغان او بی احساسه هم ندي.

طالبان چې د خپل ملک دګټې، صلحې او پخولاینې غږ جګ کړي، یا وژل کیږي، یا تبعید ته مجبوریږي او یا محبوس کیږي.
په مخه دې د ټولو ډولونو او رنګونو ګلونه.
پتنګ زړګیه.


pattang
28.03.2014

نه داځواب ندی ټولې سپږې دې په غزنيچي پوستين کې ساتلې او
پوستين تا اغوستی دی ! که ته پوستين اورته واچوې ټول حالات به
بدل شي !
زه او نور انسانان پر دې عقيده يو چې له بې عقله ځوابونو او چپي
چالاکي څخه پټه خوله بهتره ده !! خو دالر ګران دي !

[quote:f40e338a93="اتل"]آلسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
پتنګه زړګیه، ستاسې پر تله به یې نه درتلم چې بیا به په وقهر شي، حقایق به د کسات اخیتو په تورو لړو کې درنه ورک شي. ستاسې ددې پوښتنې[ته بايد سبوت کړې چې دطالب هدف افغان وژنه ده ؟ که داسې وي نو
دابه هغه پخواني طالبان نوي او زمونږ دخپلوانو ،کور او کلي په وګړو
به یې کوډې کړې وي چې دوی ورسره منډې وهي او ځانونه دطالب په
هدف او مرام کې وژني!
نو په دې صورت کې تاسې خپل صليبي قصابان رخصت کړۍ چې مونږ
ګډه مبارزه دطالب پر خلاف وکړو !!]
په ځواب کې ثبوتونه په خروارو دي.

تاسې دې لنډ مهاله حالاتو ته نظر وکړئ چې په تیرو څو هفتو کېطالبانو څوک ووزل؟ د جلال آباد، کنړ، کابل، کندز، غزني، هلمند او کندهار په حملو کې چې کوم خلک ووژل شویدي هغه ټول افغنان وو، او که خارجیان؟

تاسې چې په خپله رالیږلې ویدیو کې د نرخالص بابالښکر یاد کړئ، ځوک يې وزلي دي؟
ځپلې ویدیو ته وګوره غیر د افغان نه بل څوک پکې ویني؟
دا چې طالبان د تعلیم، دښځو، د متداولو علومو، د ملک د زیربنا دوارنولو او دافغان ولس د ترقۍ دمخې د نیولو او دیته ورته نورو ورانکاره کاراواییو لړۍ پر مخ بیایي دا ټول د افغان ولس سره دښمني او د راتلونکي نسل قتل ندئ؟

هو زما اوستا طالبان بدل شوي، دشمن دوي تردې حده پر خپله قبصه کې را ښکیل کړیدي چې هرڅه وغواړي ورباندې کوي یې. اوس طالبان حتی د هغو جنایتونه مسؤلیت هم په غاړه اخلی چې دوی نه، بلکه القاعدې او نورو ترورستانو په افغانستان کې کړي دي. طالبان په مطلق ډول د پردیو جنګ پرمخ بیایي. کنه طالبان نو دومره غیر افغان او بی احساسه هم ندي.

طالبان چې د خپل ملک دګټې، صلحې او پخولاینې غږ جګ کړي، یا وژل کیږي، یا تبعید ته مجبوریږي او یا محبوس کیږي.
په مخه دې د ټولو ډولونو او رنګونو ګلونه.
پتنګ زړګیه.[/quote:f40e338a93]


اتل
22.04.2014

السلام علیکم
پتنګه په سپږنو خو طالبان مشهور دي. طالبانو او ترورستانو چې افغان پوستین واغوست سپږې یې وکړې. طالبان او القاعده مردار خواره، تک زیړ غاښونه، خیرنې څڼې چې په هفتو هفتو ځانونه نه پرېمینځي پوستینونه یې د سپږو ډک کړیدي.

دا دافراطیت او ترویزم د سپږو ډګ پوستین باید دویه شي، تر څو زموږ ملک ترئ پاک شي. او کنه دغه د ډي ډي ټي پوډر پاشان به زموږ دملک نه هغه وخت وزي چې ستا د سپږو ډک پوستین داسې پوډر پاشي کړي چې سپږې، رڼې او ریچي ټولې پکې مړي شي.
ته بیا د سپږو نه پیرکئ[بولاني] پوخ کړه او خپلو بادارانو ته یې دسوغات په توګه ورکړه، چې ماړه شي او د افغانستان نه یې غاښ وخیږي.
د بحث کولو زور چې نلرې اود اصلي موضوع نه وزي، ځان مه خواروه، بحثونه مه جوټه کوه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more