د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په کابل کې ځانمرګى بريد!

تيمور
12.01.2014

قدرمنو هیوادوالو سلامونه او نېکې هیلې،

د کابل ښار په یکه توت سيمه کې د پوليسو د روزنيز مرکز د کارکوونکو پر موټر طالبان ځانمرګى بريد تر سره کړي دي او پر مهال يې دوويشت تنو بیګناهو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولي دي.
په وژل شويو کې يو بیگناه ځوان محصل او يو غریب (اجیر) دي او همدا راز په ټپيانو کې دري ښځي او دري معصوم ماشومان شامل دي.
ددي بريد مسوليت طالبانو په غاړه اخيستى دي او ادعی يې کړي چې په دي بريد کې يې ټول افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

ای طالبانو ورونو، الله تعالی په سورهء الأسراء تاسو ته داسې هدایت کړي دي:
بِسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّ‌ۗ (٣٣)
او مه وژنئ تایې نفس هغه چې حرام کړي دي الله (ج) وژل د هغه.

ګرانو افغانانو، لکه چې ګورو، واقعاً هم چې زمونږ د ویجاړ هیواد اصلی بدبختی طالبان او د دوی منافق باداران دي، او دعا کوم چې خدایه چا چې دا اور مونږ ته بل کړي. هم هغه پکې غوټه کړې، او هم د دوی باداران پکې لمبه لمبه کړې.

آمین یارب العالمین.


Re: په کابل کې ځانمرګى بريد!

pattang
13.01.2014

[quote:2fafe1e9fb="تيمور"]
ګرانو افغانانو، لکه چې ګورو، واقعاً هم چې زمونږ د ویجاړ هیواد اصلی بدبختی طالبان او د دوی منافق باداران دي، او دعا کوم چې خدایه چا چې دا اور مونږ ته بل کړي. هم هغه پکې غوټه کړې، او هم د دوی باداران پکې لمبه لمبه کړې.

آمین یارب العالمین.[/quote:2fafe1e9fb]

دمرګ او ژوبلې خبرې د هر انسان او مسلمان لپاره غم جنې دي
خو داششغالګرو لپاره نه !
تيمور جانه د اشغالګررو له خوا مرګ او ژوبله لکه چې دالهي اراده
ګڼې؟ نو څکه دخوله پټه نيولې !؟ تېره اونۍ اشغالګرو په هلمند کې
يو څلور کلن کوچی مړاو په بګرام کې يو کوچنی هلک په پښو وويشت
او په مرګ یې زخمي که ! نو ستا په خوله کې یې لکه چې دالر در
تخته کړي وي ؟ چې اواز دې نه پورته کېږي !

جنګ داشغالګرو ارثي خواص او ددوی په تاريخ پورې تړلی نو طالبان
مجبور دي چې له خپل حريمه دفاع وکړي ! تر څو چې اشغال وي
جنګ به وي حتا د جنګ لپاره اشغالګرې قوې خپل اجنټ کرزی او
فاسد رژيم دې ته مجبوروي چې د ۱۱ عسکري اډو معاهده پرې
لاسليک کړړي !


تيمور
23.02.2014

د پښتون په خاوره امن در نه غواړم
ربه! نورې دعا ګانې مې واپس کړه

الله﴿ج﴾رحم وکړي په مسلمانانو خاص په افغانانو باندي، آمین.


مساپر
15.03.2014

ګرانو ورونو، ځانمرداری بریدونه هیڅکله زمونږ د مبارک دین په ړڼا کې روأ ندي او بیا په اسلامی هیوادونو کی بالکل جواز نلري،
ځکه چې خدای پاک ځان وژنه حرامه ګرځولي ده او د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) داسې فرمایلي:
[ځانوژونکی که په دنیا کې په هره وسیله یا هر څیز باندی ځانوژنه وکړي نو تر قیامت پوری به په مسلسله توګه په هغه وسیله په قبر کې ځانوژنه کوي او د قیامت نه بعد به یې ځاي جهنم وي.]


pattang
18.03.2014

او په درونه وژنې څرنګه دي ؟ شهادت اوکه صليبي شهامت ؟

[quote:ef59b20972="مساپر"]ګرانو ورونو، ځانمرداری بریدونه هیڅکله زمونږ د مبارک دین په ړڼا کې روأ ندي او بیا په اسلامی هیوادونو کی بالکل جواز نلري،
ځکه چې خدای پاک ځان وژنه حرامه ګرځولي ده او د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) داسې فرمایلي:
[ځانوژونکی که په دنیا کې په هره وسیله یا هر څیز باندی ځانوژنه وکړي نو تر قیامت پوری به په مسلسله توګه په هغه وسیله په قبر کې ځانوژنه کوي او د قیامت نه بعد به یې ځاي جهنم وي.][/quote:ef59b20972]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more