د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دا نو اوس د طالبانو پرخلاف جهاد شو، که د حزب اسلامي؟

میرویس
18.02.2014

ګرانو او د قدړ وړلوستنوکو، السلام علیکم
طالبانو او اسلامي حزب یو ځل بیا د وردګو د ولایت د نر خ په ولسوالۍ کې سره وهلي دي. دواړې خواوې دعوه کوي چې د اسلام د مقدس دين د ساتنې په لاره کې جهاد کوي. ددې نه مخکې هم دغو دواړو ډلو په نرخ کې یواو بل سره وژلي او زخمي کړیدي.
که موږ فرض کړو چې دواړې ډلې جهاد کوي، نو اوس دا د اسلامي حزب په مقابل کې د طالبانو جهاد شو، او که د طالبانو په مقابل کې د اسلامي حزب جهاد شو؟
دا لاندې رپوټ مشال رادیو خپور کړیدئ:
======
وردګو کې د اسلامي حزب او طالبانو تر منځ نښته شوې
17.02.2014
د ميدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو او د اسلامي حزب د وسله والو تر منځ په نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل دي، او د اسلامي حزب درې تنه ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، نښته د نرخ ولسوالۍ په دادل سيمه کې شوې ده.

دی وايي، په دې سربېره، د سيداباد په تنګي دره سيمه کې هم پر وسله والو طالبانو باندې هوايي بريد شوی دی چې پکې دوه تنه طالبان وژل شوي دي دي.

طالبان وايي، نښته شوې، خو د اسلامي حزب له وسله والو سره نه، بلکې له سيمه‌ييزو پوليسو سره يې بولي.

د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې تر دې وړاندې د اسلامي حزب د وسله والو او طالب وسله وال تر منځ نښتې شوې دي.


watan jan
22.02.2014

دروغ وايي، مشال او ازادي راډیوګانې د یو ورکړل شوي هدف لپاره کار کوي.
طالبان او حزب جګړه نه کوي، که څه هم په میدان وردګو کې داشغالګرو دپرکټي حلیم فدايي په کوښښ او هلوځلو خال خال معمولي شخړې رامینځ ته شوي خو اوس الحمدلله هیڅ ستونزه نه شته.
هو که د نامشروعو قانوني وسلوالو (اربکیانو) سره جګړه رامینځته کیږي او ډالري میډیايي مبلغین یې بیا دحزب اوطالبانو ترمینځ جګړه بولي، نو هغه خو جدا خبره ده، د ډالري مبلغینو خوله خو نه بندیږي اونه یې بندول ممکن دي. بس چې هر څه ووايي بیا یې د راسپینولو او حساب څوک نه شته.


میرویس
04.03.2014

السلام علیکم
وطن جانه وروره، ته د فیل په غوږ کې بیده یې. ستا خبرې او تبصرې د ریشخند نه کمې ندي. د لویدیزې نړۍ مطبوعات زیړ ژورنالیزم ندۍ، داسې ژورنالیزم لکه ستا د طالبانو چې خود کوزه ګر، خود کوزه، خود ګیل کوزه، خود عاشق بر کوزه و خود خریدار کوره. په غربي ژورنالیزم کې تحقیق او توازن موجود دئ. دغه آژانسونه آوازې او غلط خبرونه نشي خپرولئ، مګر دا چې اشتباه وکړي، او اشتباه یې هم ډیره نادره وي. دوی خپله اشتباه تلافي کوي هم.

اکثره دغه منابع چې خبر خپروي باید دریو مؤثقو منابعو تائید کړئ وي، او یا ددغو آژانسونو خپلو خبریالانو په مستقیم ډول وراستولئ وي. خبرونه هسې ټوکې تدي. ستاسې په تهمتونو خبرونه نشي مسخ کیداي. نن سبا زموږ په ملک کې هم د خبرونو په کره کولو، دخپرولو په انتخاب، او منابعو د اعتبار په برخه کې ډیر پرمختګ شویدئ. خو طالبان دغه معیارونه، نه مراعات کولئ شي او نه يې مراعات کوي. دوی یوه ډله ده چې هرڅه یې پټ او بې بنیاده دي. دوی چاته مسؤلیت نلري، فلهذا هر څه يې چې خولې ته ورځې بې خرته یې خپروی.
په الله دې سپارم.


pattang
04.03.2014

نه غربي مېدياوې دهغو وګړو او ګروپونو په لاس کې دي چې سياسي
او مادي قدرت ولري ! هو ځيني ريالسته مېديا وې هم شته خو هغوی هم
له دانورو سره سرتمبګي نشي کولی !
دساري په توګه غربي مېديا د مصر درئيس جمهور بنديتوب او د
عسکري کودتا عمل هيڅ ونه غانده ، دوی ياد که او بيا یې پټ که !
همدغسې د برما يا ميامارد مسلمانانو ژوندۍ سوځونې دبودايانو له
خوا څخه يې ټولې پټې کړې !
دوی مظلوم مسلمانان اسلاميستان بولي او اسلامستان بيا تروريستان!
دمصرديموکرات انتخاب شوی داکسريت حکومت له منځه وړنه ،دوی
ونغدله او برخلاف عسکري کودتاګرو ته یې پيسې هم ورکړې !
نوطالبان خو رښتيا وایې چې چې ديموکراتي غربي سياسي فاحشه
توب دی !!

[quote:0b7bf0fb6e="میرویس"]السلام علیکم
وطن جانه وروره، ته د فیل په غوږ کې بیده یې. ستا خبرې او تبصرې د ریشخند نه کمې ندي. د لویدیزې نړۍ مطبوعات زیړ ژورنالیزم ندۍ، داسې ژورنالیزم لکه ستا د طالبانو چې خود کوزه ګر، خود کوزه، خود ګیل کوزه، خود عاشق بر کوزه و خود خریدار کوره. په غربي ژورنالیزم کې تحقیق او توازن موجود دئ. دغه آژانسونه آوازې او غلط خبرونه نشي خپرولئ، مګر دا چې اشتباه وکړي، او اشتباه یې هم ډیره نادره وي. دوی خپله اشتباه تلافي کوي هم.

اکثره دغه منابع چې خبر خپروي باید دریو مؤثقو منابعو تائید کړئ وي، او یا ددغو آژانسونو خپلو خبریالانو په مستقیم ډول وراستولئ وي. خبرونه هسې ټوکې تدي. ستاسې په تهمتونو خبرونه نشي مسخ کیداي. نن سبا زموږ په ملک کې هم د خبرونو په کره کولو، دخپرولو په انتخاب، او منابعو د اعتبار په برخه کې ډیر پرمختګ شویدئ. خو طالبان دغه معیارونه، نه مراعات کولئ شي او نه يې مراعات کوي. دوی یوه ډله ده چې هرڅه یې پټ او بې بنیاده دي. دوی چاته مسؤلیت نلري، فلهذا هر څه يې چې خولې ته ورځې بې خرته یې خپروی.
په الله دې سپارم.[/quote:0b7bf0fb6e]


میرویس
05.03.2014

السلام علیکم
ګرانو وروڼو، زموږ د بحث موضوع دا وه چې دحکمتیار او طالبانو تر منځ جنګ ته هم باید جهاد وویل شي؟ پدې مسئله کې څوک د چا په مقابل کې جهاد کوي؟
خو زموږ خبره د مطبوعاتو تر کره توب پورې لاړه.

پتنګ صاحب، تاسې هرڅه د خپل منطق په دوربین کې ګورئ. مطبوعات حق نلري چې څوک وغندي. مطبوعات د خبر روسولو وسیله ده، نه د قضاوت کولو منبع. که مطبوعات دا کار وکړي نو بیا [اډېټوریالایزشن] ورته وايي. ایډېټوریالایزشن د سرمقالو کاردئ چې د یوې خبرې منبیع او یا حکومت رسمي نطر څرکندوي. خو مطبوعات د خبرونو په خپرولو کې نظر نشي ورکولای. که دا کار وکړي نو بیا هغه مطبومات ندي. کله چې مطبوعات طرف ونیسي، بیایې د خبرونود خپرولو اعتبار صلب کیږي.

که کوم خبریال په کومه خبري وسئله کې نظر څرګند کړي، او یا طرف ونیسي، باید د مطبوعاتي شبکې سره یې رابطه قطع شي، کنه د هغې شبکې اعتبار او حقانیت تر سوال لاندې راځي.
الله مو مل شه.


pattang
05.03.2014

اوس بيا خپل منا فقت کوې او نوې دنده دې اخيستې ! حزب اسلامي
هم اشغالګر نه غواړې او طالبان یې هم نغواړي او دامهه خبره او د
مسئلې منځ دی !
جنګونه دمسلمانانو تر منځ چې يوې عقيدې ته جنګيږي جهالت دی !

لوده خانه مطبوعات قضا ندی چې امر صادر کړي خو مطبعات
مبصرين لري تبصرې کوي او ځان مه تېروه!
مطبوعات اوس د پوتين عمل په اوکرائین کې يو تېری بولي !!
نو څرنګه ؟ اوس به نور کوم بې منطقه شيان ليکې ؟

[quote:e07597de44="میرویس"]السلام علیکم
ګرانو وروڼو، زموږ د بحث موضوع دا وه چې دحکمتیار او طالبانو تر منځ جنګ ته هم باید جهاد وویل شي؟ پدې مسئله کې څوک د چا په مقابل کې جهاد کوي؟
خو زموږ خبره د مطبوعاتو تر کره توب پورې لاړه.

پتنګ صاحب، تاسې هرڅه د خپل منطق په دوربین کې ګورئ. مطبوعات حق نلري چې څوک وغندي. مطبوعات د خبر روسولو وسیله ده، نه د قضاوت کولو منبع. که مطبوعات دا کار وکړي نو بیا [اډېټوریالایزشن] ورته وايي. ایډېټوریالایزشن د سرمقالو کاردئ چې د یوې خبرې منبیع او یا حکومت رسمي نطر څرکندوي. خو مطبوعات د خبرونو په خپرولو کې نظر نشي ورکولای. که دا کار وکړي نو بیا هغه مطبومات ندي. کله چې مطبوعات طرف ونیسي، بیایې د خبرونود خپرولو اعتبار صلب کیږي.

که کوم خبریال په کومه خبري وسئله کې نظر څرګند کړي، او یا طرف ونیسي، باید د مطبوعاتي شبکې سره یې رابطه قطع شي، کنه د هغې شبکې اعتبار او حقانیت تر سوال لاندې راځي.
الله مو مل شه.[/quote:e07597de44]


میرویس
06.03.2014

السلام علیکم، ساده لوح پتنګه.
اسلامي حزب او طالبان دواړه قاتلان دي، یو او بل وژني، افغان ولس وژني او حتي په ۍښځو ځان مرګي حملې کوي. دوی دواړه د اسلامي ارشاداتو خلاف ورزي کوي، او بیا خپل اعمال حلال ګڼي. خو ولس ددواړو په منافقت آګاه دئ.

حکمتیارخپلو حزبیانو ته امر کوي چې په انتخاباتو کې مکمله برخه واخلي، او طالبان خپلو قاتلانو ته امر کوي، هرڅوک چې رایې ورکوي، وژنئ یې.
ساده لوح پتنګه، اوس ته ووایه چې کوم یو د اسلام په لاره روان دئ، او کوم یو ندئ؟
نه پتنګه، ته دا نشی ویلئ ځکه چې ته یو انپړ شوده مسلمان یې، کریم حلیمي صاحب ددې تبصرې جوګه دئ.

مطبوعات خپل مبصرین نلري چې د مطبوعاتي ادارو نمایندګي وکړي. مبصرین هم چې څه وايي، د هغوی نطر وي نه د مطبوعاتي شبکو.
پتنکه که همداسې خبرو ته دوام راسره راکړې نو کیدای شي په یوه کال کې هوښیار درنه جوړ کړم
په درناوي.


قادر خان
06.03.2014

دروند ورور میرویس خان منافقت داسې یومرض دې چې انسانان به په ځان خبرنه وي منافق شوی به وي.
له الله پاک څخه به يي داسې دُعاګانې کؤ چې له دی مرضه مو وساته، آمین.

داسلام سترلارښود حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم به تل داسې دُعاء کوله: اللهُم اني اَعُوذُبکَ منَ الشقَاق وَالنفَاق وَسُوءالاخلاق (ياالله زه په تاسره له منافقت، بدمرغئ، اوبداخلاقئ څخه پناه غواړم)
په دې دُعاءکې يي مقصد امت ته تعليم دی چې له منافقته پناه غواړئ ځکه چې منافقت یو خطرناک مرض دي.

هغه اعمال چې په اوسنې شرایطو کې طالبان او حزبیان کوي، ټول منافقت نه بل هیڅ نه دي.

په درنښت،


pattang
06.03.2014

خوشې لوده ګډ یې ستا استادان زما شاګردان دي له نورو خبرو به تېر
شم کوم يو په تاسو کې د سړي زوی دی نه منطق لرۍاو نه سر بېخي
خوشې لوده ګډېږۍ ستا سره زه علمي او مسلکي مناقشه نکوم خو زما
ايماني دنده داده چې ستا د cia د ‍پرو پاګندې مخه ونسم چې اشغالګرو
ته یې کوې ،تف لانت په هغوی چې وطن خرڅوي !
نن ورځ د څرخ په لوګر کې ستا‌ صليبي اوښيانو د شپې په درېنيمو بجو
بمباري وکړه ۵ تنه خپل دالري اجيران یې مړه او ۱۷ نور يې زخمي
کړل !
زه دا وحشيانه عمل غندم خو تاسو پټې خولې پرې نيسۍ !

ته حزبي اسلامي او طالب تاريخ ته پرېږده چې قضاوت پرې وکړي
ته دې خپلې کونې ته ګوره چې له کلا باټه ښکاري او دالر پکښې
نيښتې مالوميږي او تاسو لودګانو دغلو سيستم جوړکړی چې خپل
ناموس پکښې خرڅوۍ !
کوم شی دې چې د مېديا او مطبعاتو په هکله ليکلي يوواري بل ځل
تحقيقات وکړه او خپله لودګي د‌‌‌ اصلاح کړه ! ! ‌

[quote:8e2714a3f9="میرویس"]السلام علیکم، ساده لوح پتنګه.
اسلامي حزب او طالبان دواړه قاتلان دي، یو او بل وژني، افغان ولس وژني او حتي په ۍښځو ځان مرګي حملې کوي. دوی دواړه د اسلامي ارشاداتو خلاف ورزي کوي، او بیا خپل اعمال حلال ګڼي. خو ولس ددواړو په منافقت آګاه دئ.

حکمتیارخپلو حزبیانو ته امر کوي چې په انتخاباتو کې مکمله برخه واخلي، او طالبان خپلو قاتلانو ته امر کوي، هرڅوک چې رایې ورکوي، وژنئ یې.
ساده لوح پتنګه، اوس ته ووایه چې کوم یو د اسلام په لاره روان دئ، او کوم یو ندئ؟
نه پتنګه، ته دا نشی ویلئ ځکه چې ته یو انپړ شوده مسلمان یې، کریم حلیمي صاحب ددې تبصرې جوګه دئ.

مطبوعات خپل مبصرین نلري چې د مطبوعاتي ادارو نمایندګي وکړي. مبصرین هم چې څه وايي، د هغوی نطر وي نه د مطبوعاتي شبکو.
پتنکه که همداسې خبرو ته دوام راسره راکړې نو کیدای شي په یوه کال کې هوښیار درنه جوړ کړم
په درناوي.[/quote:8e2714a3f9]


میرویس
11.03.2014

قادر خان او پتنګ وروڼو، السلام علیکم.
پتنګ صاحب وکوره چې قادرخان په محمدي صلی الله علیه وصلم ارشاداتو په استناد ستا اعمال د منافقانو د اعمالو سره په تله واچول، او دتلې موت ستا خواته تمایل پیدا کړ.

ته چې وایې زموږ سره علمي بحث نه کوي، نو هسې لوده ګي کوې؟ اوس دې یو ځل بیا پخپله اعتراف وکړ چې د یوه لوده، کوڅه ډب نه پرته بل څه نه یې.
دا کنځلې دې هم موږ ته نه راجع کیږي، بلکه ستا خپل ځان او کورنۍ ته راجع کیږي.
افسوس دلته دئ چې ستا کورنۍ به نجیبه وي، باید ستا په وجه يې بې عزتي ونشي، خو یوازې ته پخپله استخدام شوي اجیر عسکر یې چې خپل ټول علیا ارزښتونه د بیګانه ګانو قرباني کوي.

وګوره چې طالبان او دحکمتیارحزب په اصطلاح ګډ جهاد کوي بیا یو او بل وژني، او تر هغې وروسته بیا د حکمتیار حزب د جمهوری ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون کوي، خو طالبان اعلان کوي چې هرڅوک چې د انتخاباتو سره سروکار ولري او یا رایې ورکړي وژنی یې.

ته ووایه چې کوم یو مجاهد دئ، کوم یو د قرآن او پیغمبر په لاره روان دئ او کوم یو بې لارې او جاهل دئ؟ آیا دوی جهاد کوي، که منافقت؟
پاک رب دې مرسته درسره وکړي چې اصلاح شې.
په درناوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more