د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دښځو د تعلیم نه د طالبانو ویره

اتل
10.01.2014

السلام علکم، قدرمنو لوستونکو
په کابل کې د افغانو میرمنو لپاره یوه اسلامې ټولنه پرانستل شوه.
پدې ټولنه کې به ښځو ته اسلامي تعلیم ورکول کیږي چې خپل حقوق وپیژني، او دفاع یې وکړي.

یو وارې چې ښخې په دیني علم مجهزې شي، نو بیا کیداشي چې خپل اولادونه هم د اسلام د مبین دین په رڼا کې لوی کړي.
زموږ په ملک کې په عنعنوي ډول لوی او واړه ددین په برخه کې ملاصاحبانو ته غوږ نیسي. څه چې ملا وایي، هغه د کاڼي کرښه ده.

چون طالب او ملا یو د بل متمم دي، خلک فکر کوي، چې د طالبانو تحریک هم هماغه د مسجد ملایان دي، او ددیني احکامو پیروي کوي، حال دا چې طالبان، د مسجد د ملایانو او یا دیني عالمانو تحریک نه، بلکه یوه نیابتي جګړه ماره ‌ډله ده چې د بیګانه ګانو په امراو دهغوی د ګټو دساتنې دپاره دټولو اسلامي ارشاداتو خلاف عمل کوي، زموږ وطن او ټولنه تباه کوي.

طالبان دمسجدونو هغه امامان چې حقیقي اسلام ولس ته بیانوی، د صلحې او سلم ملاتړ کوي، د مسلمانانو دقتل غندنه کوي، د بدعت او خوارجو د جنګ مخالفت کوي، طالبان ترټولو نه اول هغوی د ځان دښمن ګڼي او وژنی يې. طالبانو پدې لړ کې تر اوسه ډیر لوی دیني عالمان په قتل رسولي دي.

کله چې میندې په اسلامي پوهه مرصع شي، نو ضرورت به نه وي چې ماشومان یې د طالبان غوندې جګړه مارو ډلو دوکه وخوري، د تش په نامه جهاد قرباني شي، ددوی نه انتحاري او یا نور جګړه ماران او قاتلان جوړ شي. پداسې شرائطو کې طالبان او نور ترورستان زموږ په ملک کې ټیک نشي کولی او خود په خود ددوی ډلې له منځه ځي.
دا لاندې رپوټ آزادۍ رادیو خپور کړیدئ:
=====
په کابل کې د افغانو میرمنو لپاره یوه اسلامې ټولنه پرانستل شوه
20.10.1392
د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغان ښځو لپاره یوه اسلامې ټولنه پرانستل شوه.

د دې ټولنې مسولین وايي، له دې اقدامه يي هدف دا دی چې ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې عامه پوهاوی وشي ترڅو د ښځو په وړاندې روان تاوتریخوالۍ کموالی پیدا کړي.

په کابل کې د افغان ښځو لپاره دغه ټولنه په داسې حال کې پرانستل کېږي چې د بشر د حقونو سازمانونه وايي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دي.

د اسلام د اصولو له مخې ښځې په خپلو حقونو پوهول، هغوي ته دیني مدرسې جوړول او د ښځو له حقونو څخه دفاع د افغان مومنو خویندو ټولنې په نوم د دې ټولنې د جوړیدو اهداف بلل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د دې ټولنې مسوله ثریا هاشمي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ اوس مهال دغه ټولنه په کابل او مزارشریف کې فعالیت کوي خو هڅه کوي چې نورو سیمو ته هم وغځوي.

میرمن هاشمې وايي چې اوس مهال د تاوتریخوالي په ګډون ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او باید د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د اسلام په چوکاټ کې معلومات ورکړل شي.

نوموړې وویل چې؛ دغه ټولنه غیرسیاسي ده او یو شمېر سوداګرو له خوا تمولیږي.

دوي همدا رنګه له دولته غوښتنه کوي چې ښځو لپاره د دیني مدرسو د جوړیدو په برخه کې مرسته وکړي.

اوس په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره یو شمېر نورې ټولنې هم فعالیت کوي، خو له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښې لا هم زیاتې شوي دي.

د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ښځو چارو په کمیسیون کې وویل چې په دې وروستیو کې له ښځو سره تاوتریخوالي جدي پيښې زیاتې شوي دي.

هغې د ستارې په نوم د یو ښځې پیښې ته اشاره وکړه چې میړه یې شونډې او پوزه ترې پرې کړي او اوس یې په ترکېې کې درملنه کېږي.

په عین حال کې د افغان مومنو خویندو د ټولنې یو شمېرغړي بیا د دې ټولنې جوړیدل د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې په کمولو کې مهم اقدام بولي.

که څه هم د ښځو د ملاتړاوعامه پوهاوي په برخه کې دا ډول ټولنې له دې وړاندې هم جوړې شوي، خو یو شمېر خلک انتقاد کوي چې اکثره دا ټولنې تش په نوم دي.

بل خوا یو شمېر کتوونکي وايي، ترهغې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات نشي نو دا پیښې به ورځ تربلې زیاتې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ


Re: دښځو د تعلیم نه د طالبانو ویره

pattang
10.01.2014

اتل خانه دا [ نيا بتي ] څه مانا لري ؟ ماته یې يو کلتوري او
دستاسو دتاجکو په خبره يو فرهنګي تعريف او پېژند ګلوي راکه !!

زه په پردې عقيده يم چې که په اشغال کې ملا پورته نشي هغه به
مرتد وي !

که صليبي اشغالګر ښځوته حقوق ورکوي نو وطن دې یې ورخوشی
کړي او له مېړو سره د پر جنګ نه اچوي او فحشا ته دې تشويق
نه ورکوي !!

[quote:0b7c88ba39="اتل"]السلام علکم، قدرمنو لوستونکو
په کابل کې د افغانو میرمنو لپاره یوه اسلامې ټولنه پرانستل شوه.
پدې ټولنه کې به ښځو ته اسلامي تعلیم ورکول کیږي چې خپل حقوق وپیژني، او دفاع یې وکړي.

یو وارې چې ښخې په دیني علم مجهزې شي، نو بیا کیداشي چې خپل اولادونه هم د اسلام د مبین دین په رڼا کې لوی کړي.
زموږ په ملک کې په عنعنوي ډول لوی او واړه ددین په برخه کې ملاصاحبانو ته غوږ نیسي. څه چې ملا وایي، هغه د کاڼي کرښه ده.

چون طالب او ملا یو د بل متمم دي، خلک فکر کوي، چې د طالبانو تحریک هم هماغه د مسجد ملایان دي، او ددیني احکامو پیروي کوي، حال دا چې طالبان، د مسجد د ملایانو او یا دیني عالمانو تحریک نه، بلکه یوه نیابتي جګړه ماره ‌ډله ده چې د بیګانه ګانو په امراو دهغوی د ګټو دساتنې دپاره دټولو اسلامي ارشاداتو خلاف عمل کوي، زموږ وطن او ټولنه تباه کوي.

طالبان دمسجدونو هغه امامان چې حقیقي اسلام ولس ته بیانوی، د صلحې او سلم ملاتړ کوي، د مسلمانانو دقتل غندنه کوي، د بدعت او خوارجو د جنګ مخالفت کوي، طالبان ترټولو نه اول هغوی د ځان دښمن ګڼي او وژنی يې. طالبانو پدې لړ کې تر اوسه ډیر لوی دیني عالمان په قتل رسولي دي.

کله چې میندې په اسلامي پوهه مرصع شي، نو ضرورت به نه وي چې ماشومان یې د طالبان غوندې جګړه مارو ډلو دوکه وخوري، د تش په نامه جهاد قرباني شي، ددوی نه انتحاري او یا نور جګړه ماران او قاتلان جوړ شي. پداسې شرائطو کې طالبان او نور ترورستان زموږ په ملک کې ټیک نشي کولی او خود په خود ددوی ډلې له منځه ځي.
دا لاندې رپوټ آزادۍ رادیو خپور کړیدئ:
=====
په کابل کې د افغانو میرمنو لپاره یوه اسلامې ټولنه پرانستل شوه
20.10.1392
د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغان ښځو لپاره یوه اسلامې ټولنه پرانستل شوه.

د دې ټولنې مسولین وايي، له دې اقدامه يي هدف دا دی چې ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې عامه پوهاوی وشي ترڅو د ښځو په وړاندې روان تاوتریخوالۍ کموالی پیدا کړي.

په کابل کې د افغان ښځو لپاره دغه ټولنه په داسې حال کې پرانستل کېږي چې د بشر د حقونو سازمانونه وايي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دي.

د اسلام د اصولو له مخې ښځې په خپلو حقونو پوهول، هغوي ته دیني مدرسې جوړول او د ښځو له حقونو څخه دفاع د افغان مومنو خویندو ټولنې په نوم د دې ټولنې د جوړیدو اهداف بلل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د دې ټولنې مسوله ثریا هاشمي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ اوس مهال دغه ټولنه په کابل او مزارشریف کې فعالیت کوي خو هڅه کوي چې نورو سیمو ته هم وغځوي.

میرمن هاشمې وايي چې اوس مهال د تاوتریخوالي په ګډون ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او باید د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د اسلام په چوکاټ کې معلومات ورکړل شي.

نوموړې وویل چې؛ دغه ټولنه غیرسیاسي ده او یو شمېر سوداګرو له خوا تمولیږي.

دوي همدا رنګه له دولته غوښتنه کوي چې ښځو لپاره د دیني مدرسو د جوړیدو په برخه کې مرسته وکړي.

اوس په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره یو شمېر نورې ټولنې هم فعالیت کوي، خو له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښې لا هم زیاتې شوي دي.

د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ښځو چارو په کمیسیون کې وویل چې په دې وروستیو کې له ښځو سره تاوتریخوالي جدي پيښې زیاتې شوي دي.

هغې د ستارې په نوم د یو ښځې پیښې ته اشاره وکړه چې میړه یې شونډې او پوزه ترې پرې کړي او اوس یې په ترکېې کې درملنه کېږي.

په عین حال کې د افغان مومنو خویندو د ټولنې یو شمېرغړي بیا د دې ټولنې جوړیدل د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې په کمولو کې مهم اقدام بولي.

که څه هم د ښځو د ملاتړاوعامه پوهاوي په برخه کې دا ډول ټولنې له دې وړاندې هم جوړې شوي، خو یو شمېر خلک انتقاد کوي چې اکثره دا ټولنې تش په نوم دي.

بل خوا یو شمېر کتوونکي وايي، ترهغې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات نشي نو دا پیښې به ورځ تربلې زیاتې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ[/quote:0b7c88ba39]



ع کريم حليمي
11.01.2014

محترم پتنګ صاحب ،تر مسنونه سلام او احترام نه وروسته ، عرض لرم
تاسو دا عقیده له کومه کړه ؟؟ [code:1:92f7650f3d]زه په پردې عقيده يم چې که په اشغال کې ملا پورته نشي هغه به
مرتد وي !
[/code:1:92f7650f3d]
عقیده دي سموه !!!، دغه عقیده به دي ترکستان ته ورسوي ، او ترکستان ندی ښه ځای ، د سیاسي نظام د تغیر او تبدل له پاره مبارزه روا او مشرع کار دی ، اما مړي کول ناروا دي ، کلمه د ارګ پر سر رپیږي
که کلمة الله ئې راکښته کړه ، بیا دي موږ هم ملګري یو

ستا عقیده سمه نه رامعلومیږي !؟

درنښت


pattang
12.01.2014

محترم او مشر حليمي صيب !
له اوږده ځوابه به تېر شم ! سياسي عقيده او ديني عقيده فرق لري !
سياسې عقېده متحوله کېدی شي خو ديني عقيده نه !
دارګ په سر ظاهرا کلمه رپيږي خوو دپردې لاندې اشغالګر خپله
مرداره لېبراله ديموکراسي قدم په قدم مخ ته بيا یې او داسلامي
عقيدې پيروان تورې کندې ته اچوي او اسلام اول په خپلو شرائطو
برابروي او بيا یې داسې بند ته اچوي لکه عيسوي مذهب!!
زه داسلامي دعلماوو دا ديني ، وجداني او اخلاقي وظيفه بولم چې
داشغالګرو دغه چل او ول خپل مسلمان اولس ته واضح کړي …

[quote:5ecfa649f6="ع کريم حليمي"]محترم پتنګ صاحب ،تر مسنونه سلام او احترام نه وروسته ، عرض لرم
تاسو دا عقیده له کومه کړه ؟؟ [code:1:5ecfa649f6]زه په پردې عقيده يم چې که په اشغال کې ملا پورته نشي هغه به
مرتد وي !
[/code:1:5ecfa649f6]
عقیده دي سموه !!!، دغه عقیده به دي ترکستان ته ورسوي ، او ترکستان ندی ښه ځای ، د سیاسي نظام د تغیر او تبدل له پاره مبارزه روا او مشرع کار دی ، اما مړي کول ناروا دي ، کلمه د ارګ پر سر رپیږي
که کلمة الله ئې راکښته کړه ، بیا دي موږ هم ملګري یو

ستا عقیده سمه نه رامعلومیږي !؟

درنښت[/quote:5ecfa649f6]



ع کريم حليمي
12.01.2014

دروند او متبحر پتنګ صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
[code:1:e4dc026b08] له اوږده ځوابه به تېر شم ! سياسي عقيده او ديني عقيده فرق لري !
سياسې عقېده متحوله کېدی شي خو ديني عقيده نه ! [/code:1:e4dc026b08]

ستاسو پورته خبری پر ځای او صحیح دي ، اما هر کله چه د اسلام د مذهبي مصطلحات او جملو (مرتد)نه استفاده کوئ ، نو بحث او جملې مو غیري علمي او غلطی سي .
که ستاسو مطلب سیاسي مرتد وي ، نو بیا هم نا مانوسه جمله ده ، په سیاست کي مرتد نشته .

درنښت


اتل
28.01.2014

آلسلام علیکم
پتنکه، بیا دې خپلې بې واکه خولې ته واک ورکړيدئ، هرڅه دې سره دروشته کړیدي.
نیابتي کلمه ما هم د بحث فورمونو نه را اخیستې ده. دا کلمه د پراکسي جنګونو د ترجمې دپاره استعمال شویده. څوک چې د بل چا دپاره جنګ کوی، او یا چې څوک په بل ملک کې د ځان د ګټو د ساتنې د پاره خپل بړیڅي جنګوي.

لکه القاعدې چې د افغانستان نه په خارج کې حملې وکړې، او خارجیان پر هغوی پسې افغانستان ته راغلل، خو اقاعده پدې وتوانیدله چې طالبان د القاعدې د ګټو د پاره د خارجي قواوو سره په جنګ واچوي.

همداسې هم د طالبانو د ظهور نه مخکې، روسیې د شمال ټلواله د نورو افغاني ډلوسره جنګوله. دغه ټول نیابتي، یا پراکسي جنګونه دي.

وروره، حلیمي صاحب، د کنځ د منځ نه خبرې درته کړیدي، عمل پرې وکړه، که نه، خدای مکړه په دین او دنیا به خوار شي.

زما خو دډیرو ویلو نه ژبې ویښتان وکړل، چې درته وایم، طالبان چې دجهاد په نامه مسلمانان وژني دا قتال دئ نه جهاد. حلیمي صاحب درته وایي چې دارګ د پاسه محمدي کلمه ځوړنده ده، او ته وایې چې دا ټول دروغ دي. ته لکه چې د زړونو مالک یې، د خلکو د زړونو نه خبر یې. غیب ګویي د مسلمان سره نه ښايي، اودا هم ګناه ده.
طالبانو چې څومره قتلونه کړیدي، او تاسې په خپله کامله بې خبرۍ هغه تائیدکړي، او د طالبانو د فاع کوئ، او نوريې هم د مسلمانانو قتال ته تشویق کوئ، او دغه قتال برحق جهاد ګنۍ، د جرم په شریکباڼو یا معاونانو کې حسابیږئ.

اوس به دې، پدې خبره غوږ خلاص شوی وي، چې هر هغه افغان چې محمدي کلمه وايي، که په حکومت کې کار کوي، او یا شخصي ژوند لري، وژل یې قتال دئ، او د قصاص سزا لري.
آلله دې سم کړه.


pattang
29.01.2014

[quote:a19adaf8d4="اتل"]آلسلام علیکم
پتنکه، بیا دې خپلې بې واکه خولې ته واک ورکړيدئ، هرڅه دې سره دروشته کړیدي.[/quote:a19adaf8d4]
نه ته مقصد نشې ترې اخيسی !

[quote:a19adaf8d4="اتل"]
نیابتي کلمه ما هم د بحث فورمونو نه را اخیستې ده. دا کلمه د پراکسي جنګونو د ترجمې دپاره استعمال شویده. څوک چې د بل چا دپاره جنګ کوی، او یا چې څوک په بل ملک کې د ځان د ګټو د ساتنې د پاره خپل بړیڅي جنګوي.[/quote:a19adaf8d4]
مقصد به د cyberwar او proxy war وي؟ يوه یې دلته غلطه
او بله یې درسته ده داسې او نور کلمات د طلوع او لمر له لودګانو
څخه اورم ،خو دوی یې پردې استعمالوي چې ځان سيآسي کارپوهه
معرفي کړي نو ځکه دخارجي ژبې لغاتونه راوړي خو داستعمال په
خای یې د لا لازامن نه پوهيږي !!

[quote:a19adaf8d4="اتل"]
لکه القاعدې چې د افغانستان نه په خارج کې حملې وکړې، او خارجیان پر هغوی پسې افغانستان ته راغلل، خو اقاعده پدې وتوانیدله چې طالبان د القاعدې د ګټو د پاره د خارجي قواوو سره په جنګ واچوي.
[/quote:a19adaf8d4]

وروره مونږ له القاعدې سره کار نلرو مونږ دخپل هېواد ازادي غواړو
دغه خبرې د شورای نظار او اشغالګرو خبرې دي !

[quote:a19adaf8d4="اتل"]
همداسې هم د طالبانو د ظهور نه مخکې، روسیې د شمال ټلواله د نورو افغاني ډلوسره جنګوله. دغه ټول نیابتي، یا پراکسي جنګونه دي.
[/quote:a19adaf8d4]

دلته غلط تللی یې نيابتي او پراکسي جنګونه دې غلط دي کوم شی چې
ته وایې هغه نن خلق او پرچم وایې چې له افغان وژنې ځان کناره کړي
روسانو حمله وکړه او ملت ورته پورته شه نو دچا لپاره اودچا په مخکې
جنګېدلي ندي!

[quote:a19adaf8d4="اتل"]
وروره، حلیمي صاحب، د کنځ د منځ نه خبرې درته کړیدي، عمل پرې وکړه، که نه، خدای مکړه په دین او دنیا به خوار شي.[/quote:a19adaf8d4]

وروره زما دين او دنيا زما دهېواد ازادي او اسلام پالنه دي!

[quote:a19adaf8d4="اتل"]
زما خو دډیرو ویلو نه ژبې ویښتان وکړل، چې درته وایم، طالبان چې دجهاد په نامه مسلمانان وژني دا قتال دئ نه جهاد. حلیمي صاحب درته وایي چې دارګ د پاسه محمدي کلمه ځوړنده ده، او ته وایې چې دا ټول دروغ دي. ته لکه چې د زړونو مالک یې، د خلکو د زړونو نه خبر یې. غیب ګویي د مسلمان سره نه ښايي، اودا هم ګناه ده.[/quote:a19adaf8d4]

ته څومره چې ماته وايې هغومره صليبيانو او اشغالګرو ته ميديایې
ګټه ده !طالبان اشغالګر او د هغوی ګوډاګيان وژني او دا دازادي
طبيعت دی ! دارګ له پاسه خو نمايشي کلمه ليکلې خو دارګ منځ
دفحشا او خرڅلاو مرکز دی!

[quote:a19adaf8d4="اتل"]
طالبانو چې څومره قتلونه کړیدي، او تاسې په خپله کامله بې خبرۍ هغه تائیدکړي، او د طالبانو د فاع کوئ، او نوريې هم د مسلمانانو قتال ته تشویق کوئ، او دغه قتال برحق جهاد ګنۍ، د جرم په شریکباڼو یا معاونانو کې حسابیږئ.[/quote:a19adaf8d4]

طالبان هغه کار کوې چې هر يوو ازادي غوښتونکي حزب، جريان او
پاڅون کړی دی!

[quote:a19adaf8d4="اتل"]
اوس به دې، پدې خبره غوږ خلاص شوی وي، چې هر هغه افغان چې محمدي کلمه وايي، که په حکومت کې کار کوي، او یا شخصي ژوند لري، وژل یې قتال دئ، او د قصاص سزا لري.
آلله دې سم کړه.[/quote:a19adaf8d4]

محمدي کلمه خو خلقيانو پر چميانوهم وېلې او حتا بې اوداسه به
په لمانځه هم درېدل نو داهم له ګناه پاک دي ؟
هو چې صادق وي په چا کار نلري !طالبان ما ليدلي هېرولی یې
نشم هغوی دعدالت چينې او نښې دي !


طالب ISI
30.01.2014

طالبان د ښځو له تعلیمه پدې ویره لري چې کله یې ساینسي او دینې زده کړه وکړه نو د هغوی اولاونه هم خامخا با سواده کیږي.

چې باسواده شوې د ملا سره دلیل وایې، کارونه یې تر سوال لاندې راولې، چې اولس ټول باسواده شي نو ملان بیا په چا باندې خپلې خبرې ومني؟

د ملا او طالب خبرې خو زنګ دینې لري ولې خوند یې دینې نه دی، بلکې د خپلې خیټې او بقاء لپاره دین استعمالوي. دغه جهادي تنظیمو دیني او ساینسي مظامین سره ګډ کړل او خلک له دینه خبر شول. دوی خو قسم کړی و چې اولس ته له بغدادي سپارې اخوا نور هیڅ هم ور ونه ښيي. ځکه دین باندې خو ددوی مونو پولي وه!
د حضرت محمد ص د نامه بلاء د ور واوړي بیا دوی ځان ته د هغه مبارک وارثان وایې. چې په ژوند کې یې هم په دین باندې تجارت نه و کړی.

ملا ډک ته وایې، دوی ادعاء کوي چې له علمه ډک دي، خو هسې ګپ دی.

نو ډګ صاحبان چې دي هغوی عالمان نه دي!
ملا ځانګړې قیافه، حرکات، خبرې، سکنات او ستآیل لري.
پتنګ صاحب د ملانو هغه اکادمیسین دی، نو چې اکادمیسین یې داسي وي له دوی د الله پاک مخلوق ساتي!


pattang
30.01.2014

[quote:c7f55cf85d="shaheer"]
طالبان د ښځو له تعلیمه پدې ویره لري چې کله یې ساینسي او دینې زده کړه وکړه نو د هغوی اولاونه هم خامخا با سواده کیږي.[/quote:c7f55cf85d]

ته ورشه دطالبانو دريځ ولونه ! ستا خبرې بې ځايه دي دښځو له تعلیم سره طالبان کوم مشکلات نلري !

[quote:c7f55cf85d="shaheer"]
چې باسواده شوې د ملا سره دلیل وایې، کارونه یې تر سوال لاندې راولې، چې اولس ټول باسواده شي نو ملان بیا په چا باندې خپلې خبرې ومني؟[/quote:c7f55cf85d]

هو لېونيه دهغو ښځو پر ځای خو تاسو له طالبانو ځخه خپل سرونه
ټکوۍ او ناندرۍوهۍ ! نو ښځو ته نوبت کله رسيږي !

[quote:c7f55cf85d="shaheer"]
د ملا او طالب خبرې خو زنګ دینې لري ولې خوند یې دینې نه دی، بلکې د خپلې خیټې او بقاء لپاره دین استعمالوي. دغه جهادي تنظیمو دیني او ساینسي مظامین سره ګډ کړل او خلک له دینه خبر شول. دوی خو قسم کړی و چې اولس ته له بغدادي سپارې اخوا نور هیڅ هم ور ونه ښيي. ځکه دین باندې خو ددوی مونو پولي وه!
د حضرت محمد ص د نامه بلاء د ور واوړي بیا دوی ځان ته د هغه مبارک وارثان وایې. چې په ژوند کې یې هم په دین باندې تجارت نه و کړی.[/quote:c7f55cf85d]

داخبرې د چپيانو وې اوس یې موډ تللی دی!
اوس خو هغه دی امريکيانو ملاقي کوترې ترې جوړې کړې او هره ورځ
اوبه او دانه ورکويی نو ته ولې خپه یې !

[quote:c7f55cf85d="shaheer"]
ملا ډک ته وایې، دوی ادعاء کوي چې له علمه ډک دي، خو هسې ګپ دی.
نو ډګ صاحبان چې دي هغوی عالمان نه دي!
ملا ځانګړې قیافه، حرکات، خبرې، سکنات او ستآیل لري.
پتنګ صاحب د ملانو هغه اکادمیسین دی، نو چې اکادمیسین یې داسي
وي له دوی د الله پاک مخلوق ساتي!
[/quote:c7f55cf85d]
زما هغه وختونه رايادېږي چې د خلقيانو ستمديدګانو به دچوک په
سرهمداسې خبرې او مداري ګيري کوله تا لاتر اوسه پورې نده هېره
کړي ؟
اکاديميسن دچپيانو دوخت ترمينالوګي ده پخوا زمانو کې یې وجود نه
لاره !!


اتل
31.01.2014

آلسلام علیکم شهیر او پتنګ صاحب
شهیر وروره، ستاسې خبرې د کاڼي کرښه دي، او همدا علت ؤ چې پاکستاني طالبانو ملاله یوسفزۍ وویشته. که داسې نه واي، نو طالبان ولې د یوې نجلۍ نه وویریږي؟

پتنګ محترمه!
ته د خپلې ګیډې خبرې راباسې. تر آش نه کاسه داغ ده. ته د طالبانو په ملاتړ ځان شرموې. طالبان نه غواړي چې ښځې تعلیم وکړي. دوی وايي که تعلیم هم ښځو ته ورکړي، نوتردې به وی چې یوازې د قرآنکریم لوستل زده کړي او بس.

طالبان سواد نلري، د متداولو علومونه آګاه ندي، خو دغرب، جیبي تلفونونه، رادیو، تلویزیون، په غرپي وسلو مسلمانان وژني، موټرونه، برق او نورې آسانتیاوې خوند ورکوي، او د همدغو سهولتونو په بدل کې، چې نورو خلکوته د ژوند عادې ضرورتونه دي، طالبان يې په بدل کې خپل وطن خرڅوي او دین او ایمان یې په همدغو مالي امتیازونو پلورلې دي.

طالبان دښځو، ملک د پرمخت، تعلیم، آبادۍ او نیکمرغې دپاره زهر قاتل دي.
طالبانو ته پکار دي چې ځان د متداولو علومو نه خبر کړي، بیا په ملک کې د خدمت مصدر کیدای شي، او ورته پکار به نه وي، چې د خپلې خیټې د پاره دین د ولس پر خلاف وکاروي او بدعت وکړي.
الله دې دوی اصلاح کړي.


pattang
31.01.2014

وروره دغه خبرې / ليکنې دې چې لونم نه په پښتو کښې شته او نه په
اسلام کې !!
راځه چې بحث د پښتو يا اسلام او يا ددواړو په ګلم / او ليمڅي باندې
شروع کړو ؟ چې واضح درته ووايم ته درواغ وایې خوشې وخت ضايع
کوې اوزه یې د خپل ځان وظيفه بولم چې ځواب دې ووايم !
مسلا ته وایې چې طالبان دښځو دتعليم مخالفت کوي او حقيقت برخلاف
دی چې طالبانو څوڅو وارې د نه تعليم کولو خبرې رد کړې !
هو طالبان دنجونو او هلکانو ټولګي جدا جدا غواړي او ته یې يوځای،
لينګي پورته او سينې یې لوڅې غواړې !
او داعلت دی چې زه له طالب سره کلک ولاړ يم ځکه هغوی دپښتني
او اسلامي کلچر وراثت کوي !!
پاکستانۍ ملاله د cia اجنټه ده ورشه مالومات حاصل کړه !
لکه خلقی تيوريسن خپل مارکسيزم په درواغو مه خرڅه !! دپروني
دوښمن نن لېنګي څټي !
تف لانت پر هغوی چې خپل ايمان خرڅوي!!

[quote:796a1b36af="اتل"]آلسلام علیکم شهیر او پتنګ صاحب
شهیر وروره، ستاسې خبرې د کاڼي کرښه دي، او همدا علت ؤ چې پاکستاني طالبانو ملاله یوسفزۍ وویشته. که داسې نه واي، نو طالبان ولې د یوې نجلۍ نه وویریږي؟

پتنګ محترمه!
ته د خپلې ګیډې خبرې راباسې. تر آش نه کاسه داغ ده. ته د طالبانو په ملاتړ ځان شرموې. طالبان نه غواړي چې ښځې تعلیم وکړي. دوی وايي که تعلیم هم ښځو ته ورکړي، نوتردې به وی چې یوازې د قرآنکریم لوستل زده کړي او بس.

طالبان سواد نلري، د متداولو علومونه آګاه ندي، خو دغرب، جیبي تلفونونه، رادیو، تلویزیون، په غرپي وسلو مسلمانان وژني، موټرونه، برق او نورې آسانتیاوې خوند ورکوي، او د همدغو سهولتونو په بدل کې، چې نورو خلکوته د ژوند عادې ضرورتونه دي، طالبان يې په بدل کې خپل وطن خرڅوي او دین او ایمان یې په همدغو مالي امتیازونو پلورلې دي.

طالبان دښځو، ملک د پرمخت، تعلیم، آبادۍ او نیکمرغې دپاره زهر قاتل دي.
طالبانو ته پکار دي چې ځان د متداولو علومو نه خبر کړي، بیا په ملک کې د خدمت مصدر کیدای شي، او ورته پکار به نه وي، چې د خپلې خیټې د پاره دین د ولس پر خلاف وکاروي او بدعت وکړي.
الله دې دوی اصلاح کړي.[/quote:796a1b36af]


اتل
14.02.2014

السلام علیکم، پتنګه
ورورجانه
ستانه به کوم سربادئ ګیله ګوی، ځکه چې له یوې خوا پخپله وايې چې په اسلام نه پوهیږي، هسې خوشئ سوډر یې. او له بلې خوا وایې راځه چې د پښتانه په ټغر کینو. ته خو پښتون هم نه يې، ځکه چې د اندړو اتڼ ته د لو چکانو او مړستګو کسب وايې، خو بیا په یوه بل ځای کې د وزیرو د اټن ستاینه کوي، او وايې چې پیغلې یې هم ښکلې دي.
داسې معلومږی چې د اسلام او دپشتونولي په حساب ستا سره د خبرو برهان او حجت نه پیدا کیږي،
مسئله د ښځو د تعلیم نه د طالبانو ویره وه، خو تاسې خبره بلې خواته بوتله
ورځه پړئ دې په شا.


pattang
15.02.2014

لکه قرانخور دعوه جلاب خبرې اړوې په سترګو راننوزې !
که زه سوډر يم نو د افغاستان ۳۰ مييليونه انسانان به هم ستا په اند
سوډران وي ،‌ځکه چې هغوی په اسلام نه پوهيږي او اسلامي‌‌‌‌‌ درسونه
یې ندي لوستلي!!
او دافغانستان دغو خلکو دا پوهه ندی حاصله کړې او ضرور هم ندی
،ځکه چې دوی تر اجدادو شکر مسلمانان دي‌‌ او کافي اسلامي عالمان
لري!
هرڅوک د cia اجنټ هم نشي کېدلی او داسې پستي دهرچا خواص
هم ندی !
داندړواتڼ خو متاسفانه ستا اربکيانو اچولی او ستا غوندې سوډر
پيداګوګ داهم خپلو اربکيانو ته ندې وېيلي چې دکوچنيانو په منځ د
کلچنيکوپ ډزې له تر بيی وتلې دي او دکوچنيانو په روحيه اغيزه لري!
خو چې سړی دومره بيغيرته شي چې سي ای اې ته چوپړ وهي نو له
هغوی/ هغه څخه څه ګيله !!
وزير نر پښتني قام دی په نور سياسي شعور يې زه خبرې نکوم خو اتڼ
یې پاک دی لوچکي نلري ،ډېرې قرباني یې دصليبي اشغال دشړلو لپاره
هروخت په تاريخ کې ورکړې دي کاشکې زه وزير وی!

[quote:f47715bfda="اتل"]السلام علیکم، پتنګه
ورورجانه
ستانه به کوم سربادئ ګیله ګوی، ځکه چې له یوې خوا پخپله وايې چې په اسلام نه پوهیږي، هسې خوشئ سوډر یې. او له بلې خوا وایې راځه چې د پښتانه په ټغر کینو. ته خو پښتون هم نه يې، ځکه چې د اندړو اتڼ ته د لو چکانو او مړستګو کسب وايې، خو بیا په یوه بل ځای کې د وزیرو د اټن ستاینه کوي، او وايې چې پیغلې یې هم ښکلې دي.
داسې معلومږی چې د اسلام او دپشتونولي په حساب ستا سره د خبرو برهان او حجت نه پیدا کیږي،
مسئله د ښځو د تعلیم نه د طالبانو ویره وه، خو تاسې خبره بلې خواته بوتله
ورځه پړئ دې په شا.[/quote:f47715bfda]


اتل
05.03.2014

پتنګه، السلام علیکم
ورورجانه، عام افغان ولس به په اسلامي ارشاداتو کې دیني عالمانو غوندې مهارت نلري، خو د خپلو کولمونه تاسې غوندې مسئلې او فتوا ګانې نه راباسي، نو پدې وجه افغان ولس نه، بلکه ته پخپله په سوډرانو کې حسابیري.

کله وایې دیني عالمان چې د اشغال په مقابل کې نه پاڅیږي مرتد دي، او بیا وايي چا ویل چې انتحار په اسلام کې حرام دئ؟

اول ځل دې چې سوډر توب وکړ، حلیمي طاحب خولې ته قیضه درواچوله، خو دویم خل دې چې سوډر توب وکړ، نویې تر لکۍ لاندې قیضه کړلې، خو ته نه شرم لري او نه حیا.
پخپل سوډر توب دې ثابته کړه چې ته یې لا تحصیل کرده یې، چې عام طالبان به څومره سوډران وي؟

زموږخبره پدې کې وه چې طالبان د ښځو د تعلیم نه ویریږي. خو اوس یې دا هم ثابته کړه چې دوی د ښځو سره ذاتي دښمني لري. د خیبر پښتونخوا په لورلایي کې یې ښځو ته دړکه ورکړه چې که بازار ته لاړې وبه یې وژني.
پتنګه، نور هم پر طالبانو ونازیږه، چې اشتها دې صافه شي.
الله دې د ناجوړۍ نه روغ کړه.


pattang
05.03.2014

لوده چې لار درنه ورکه شي لکه خلقی منافق وچ درواغ وایې او لکه
ملخ په سترګو کې را ننوځې !
اولس په اسلام پو هيږي خو لازم ندی چې هر يو یې د‍يني عالم وي
او په اولس کې په هر ځای ديني عالمان شته !
خو ځينې cia په دالرو اخيستې او نور یې پاک دي چې جهاد دکفارو
اشغالګرو په وړاندې فرض بولي !
لوده هلکه زما ليکنه حليمي ته ښه ولونه او خلقي چالاکي د پرېږده !

[quote:78e7811d5c="اتل"]پتنګه، السلام علیکم
ورورجانه، عام افغان ولس به په اسلامي ارشاداتو کې دیني عالمانو غوندې مهارت نلري، خو د خپلو کولمونه تاسې غوندې مسئلې او فتوا ګانې نه راباسي، نو پدې وجه افغان ولس نه، بلکه ته پخپله په سوډرانو کې حسابیري.

کله وایې دیني عالمان چې د اشغال په مقابل کې نه پاڅیږي مرتد دي، او بیا وايي چا ویل چې انتحار په اسلام کې حرام دئ؟

اول ځل دې چې سوډر توب وکړ، حلیمي طاحب خولې ته قیضه درواچوله، خو دویم خل دې چې سوډر توب وکړ، نویې تر لکۍ لاندې قیضه کړلې، خو ته نه شرم لري او نه حیا.
پخپل سوډر توب دې ثابته کړه چې ته یې لا تحصیل کرده یې، چې عام طالبان به څومره سوډران وي؟

زموږخبره پدې کې وه چې طالبان د ښځو د تعلیم نه ویریږي. خو اوس یې دا هم ثابته کړه چې دوی د ښځو سره ذاتي دښمني لري. د خیبر پښتونخوا په لورلایي کې یې ښځو ته دړکه ورکړه چې که بازار ته لاړې وبه یې وژني.
پتنګه، نور هم پر طالبانو ونازیږه، چې اشتها دې صافه شي.
الله دې د ناجوړۍ نه روغ کړه.[/quote:78e7811d5c]


اتل
07.03.2014

السلام علیکم، پتنګه
که په بحث کې ضمني او فرعي بابولالې ولې وله یې، خو د بحث يه اصلي موضوع باند ې د څه ویلو نه ډډه مه کوه.
ولې د ښځو سره د طالبانو په ذاتي دښمنۍ څه نه وايي؟ ولې یوه ډله طالبان ښځې فتنه بولي، او بله ډله یې بیا د کورنه د وتلو په ګناه وژني؟
ووایه چې دا په کوم او د چا په اسلام راغلي دئ؟
الله دې د غفلت د درانده خوب نه راویښ کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more