د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د یوه خره دوه غوږونه

اتل
03.03.2014

قدرمنو لوستونکو، السلام علکم ورحمت الله و برکاته.
پاکستاني طالبانو نن په عمل کې ثابته کړه، چې له خپلو سیالو افغان طالبانو نه پس ندي پاتي. د امتل به مو اوریدلئ وي چې وايي: اولاغ چې د خپل سیال نه پس پاتې شي، غوږ یې د غوڅولو دئ.

د افغان او پاکستان د طالبانو فرق دومره دئ چې افغان طالبان په جنایت کې زیات مبتکر او په عمل کې د پاکستان د طالبانو نه مخکې دي. اول افغان طالبانو یو کال مخکې په فراه کې په محکمه حمله وکړه او بې دریغه حکومتي او ملکي بې ګناه خلک یې ووژل چې هر چا لعنت ورباندې ووایه او د هغوی دا عمل یې غیر اسلامي، غیر افغانی او غیر انساني وباله.

نن د پاکستان طالبانو هم ځان د افغان سیالو طالبانو سره برابر کړ او په اسلام آباد کې يې په محکمه کې د خانمرګي حملو له لارې د یوه قاضي په شمول یوولس کسه ووژل او د شلو نه زیات یې زخمی کړل.
د پاکستاني طالبانو ننئ عمل کټ مت هماغسې غیر اسلامي، غیر انساني او غیر پښتونوالي دئ، لکه د فراه په محکمې باندې د افغان طالبانو حمله چې وه.

دپاکستان د مذهبي ګوندونو د ائتلاف چې د پاکستاني طالبانوپرخلاف جوړشوی، دا فتوې چې د پاکستان طالبان او د هغوی ملاتړي د اسلام دښمنان دي، همدغسې د افغان طالبانو په حصه کې هم صدق کوي، چې ګواکي افغان طالبان او د هغوی طرفداران د اسلام دښمنان دي.

د پاکستان او افغان طالبانو دواړه ډلې د اسلامي ارشاداتو خلاف، مسلمانان بې خرته وژني، دواړه ډلې د مخامخ جنګ غیرت او همت نلري، په بې ګناه مسلمانانو غلچکي حملې کوي او بې اسرې مسلمانان وژني.
د افغانستان او پاکستنا طالبان، د یوه خره دوه غوږونه دي.
دالاندې رپوټ بي بي سي خپور کړیدئ:
======
د اسلام اباد یوې محکمې کې خونړی ځانمرګی برید
طاهرخان
اسلام آباد
د خپريدو وخت: 07:55 گرینویچ - دوشنبه 03 مارچ 2014 - 12 کب 1392

په وژل شویو کې قاضي او مدافع وکیلان هم دي.
د پاکستان اسلام اباد یوه محکمه کې ځانمرګي برید لږترلږه یوولس کسان وژلي او تر شلو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
برید د دوشنبې پر ګهیځ شاوخوا اته نیمې بجې د اسلام اباد سیکټر ایف ایټ کې شوی دی.
یوه امنیتي چارواکي وايي، چې هلته دوه ځانمرګي برید کوونکي ننوتي وو، خو عیني شاهدانو ویلي، چې تر دوو ډېر ځانمرګي وو.
ویل کیږي، چې په وژل شویو کې قاضي او ګڼ نور قانونپوهان هم دي.
تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.
دا برید ټیک یوه اونۍ وروسته تر هغه شوی، چې پاکستاني طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو وړاندیز کړی و.
په اسلام اباد کې ډېر کمبریدونه کېږي، چې د پاکستان د نورو سیمو په پرتله یې امنیت څه – ناڅه خوندي دی.
د پولیسو یوه چارواکي نبي عوان ویلي، ځینې وسله وال ودانۍ ته په زور ننوتل او هلته یې پر قاضیانو او مدافعینو ډزې پیل کړې.
له دوی سره لاسي بمونه هم وو.
د پاکستان تلوېزیون د برید له سیمې انځورونه خپاره کړي، چې خلک په کې د مړو او ټپیانو پر لېږد بوخت دي.

۲۴ ټپیان نژدې روغتونونه ته لېږدول شوي.

پولیسو سیمه کلابنده کړې او د برید په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

امنیتي چارواکو ویلي، دوو ځانمرګو برید کړی، خو عیني شاهدانو یې شمېر ډېر بللی.


Re: د یوه خره دوه غوږونه

م . ق
05.03.2014

[quote:3a527521d1="اتل"].
د افغانستان او پاکستان طالبان، د یوه خره دوه غوږونه دي.[/quote:3a527521d1]

هو بالکل، او دغه خر پاکستان دی چې کته پرې د عربو پرته ده، ناست پرې امریکا او انګلیس دی، او څوک چې پدې حقیقت سر نه خلاصوي هغه د دغه خر لکۍ ده! :lol: :lol: :lol:


اتل
07.03.2014

میم قاف وروره، السلام علیکم
تشبیهاتو دې و خندولم. پام کوه چې ما ددغه خره لکۍ ونه ګڼې.

تاسې کوم وخت دا فکر کړئ، که خدای ناخواسته تاسې پخپله، یاستاسې د کورنۍ یو څوک او یا ډیرزړه ته درنږدي دوست دې د خپل کور نه وتلي وي چې دبازار نه د کور دپاره کوم ضروري شئ واخلي او یو ناڅاپه دطالبانو په بمي چاودنه او یا ځانمرګي حمله کې یې لاس او پښې غوڅ شوي وي. پخپله معیوب شوئ انسان او د هغه ټوله کورنۍ او کرده ټولنه تر مرګ پورې ورسره ګړیږي، تاسې به ځه وکړئ او څه به ووایئ؟

وروره،جان مه تیروه او دا مه وایه چې دا خو د اشغالګرو ګناه ده، او د ګوډاګي حکومت ګناه ده.
بلکه دې ته فکر وکړه چې طالبان چې پخپلو ټولو حواسو پوهیږي چې په عام محضر او دګڼې ګوڼې د ځایونو په حملوکې بې ګناه افغان وژني او په سرکونو کې چې ماینونه خښوي، دوی خو نه پوهیږي چې کوم بد بخت به پکې والوزي؟

دوی د خپل مشر د اوامرو او دغه راز د الله جل جلاله د احکامو نه په خپلو دغو اعمالو سر کشي نه کوي؟
په لراوبر پښتونخوا کې دواړه طالبي ډلې همدغسې ظلم کوي.
په درناوي.


pattang
08.03.2014

[quote:d4550afbcb="اتل"]...........
تاسې کوم وخت دا فکر کړئ، که خدای ناخواسته تاسې پخپله، یاستاسې
د کورنۍ یو څوک او یا ډیرزړه ته درنږدي دوست دې د خپل کور نه
وتلي وي چې دبازار نه د کور دپاره کوم ضروري شئ واخلي او یو
ناڅاپه دطالبانو په بمي چاودنه او یا ځانمرګي حمله کې یې لاس او
پښې غوڅ شوي وي. پخپله معیوب شوئ انسان او د هغه ټوله کورنۍ
او کرده ټولنه تر مرګ پورې ورسره ګړیږي، تاسې به ځه وکړئ او
څه به ووایئ؟
[/quote:d4550afbcb]

که يو پاک بې پلوه صادق مسلمان ستا ليکنې ته ځير شي نو دپښتنو
دامتل به یې ستر ګو ته ودريږي !
✞✞ خدای چې څوک شرموي ، غول یې په تخته ځي ✞✞
ته خدای (ج)شرمولي یې او له مردارو جامو او ايمانه سره ګرځۍ !

کوزاو بر طالبان خو ټول يو پښتانه دي نو پردې اساس د يوو بدن
اعضا دي دهغوی جدا والی نه مصنوعي امکان لري اونه طبعي دواړه
به په يوو ځای کې لو ئيږي او محکميږي!

داچې تا دخره حکم په هغوی کړی لويه بې انصافي ده ، خره خو هغه
دي چې خپلواک نوي او پردۍ کته دبار دوړلو لپاره پرې پرته وي او
په خپله ستورګه کې دهيڅ شي واک نلري !

تا دا فکر کړی چې شنه ستر ګي او تورمخي صليبيان په غلط راپور
دپښتانه په کور دشپې چاپي اچوي او په کمترين حرکت يې په پښو هم
نه ولي بلکې په وچ تندي یې په ګولۍ ولي او بې سوال او ځوابه یې
شهيدان کوي !
- دا په کوم حق په کوم قانون ؟
- قران شريف سوځوي !
- په مړيو بولې کوي او سوځوي یې !
- نه يوه نه دوه په زرګونو داسې !

نو څوک چې دداسې وحشيانو پلوي کوي او د هغوی راتګ او عمل ته
قانونيت ورکوي هغه د پښتانه ځوی ندی او هغه هرڅه خرڅ کړي دي!

طالبان خو نوي ندي هغوی ولي دخپل دولت او قدرت په وخت کې
داسې عمل نکاوو ؟

هغه چاودنې چې په هغه کې بې ګناه خلک وژل کېږي هغه د هغو خلکو
کاردی چې د cia له خوا روزل کېږي او دغسې وظيفه ورکول کيږي
چې طالب بدنامی کړي او يا دغسې عناصر دي لکه ځان او دانور دې
چې ګورې !

هو دطالبانو په حملو کې هم انسانان وژل کيږي چې ډېردخوابدي ځای
دی خو دغه وژنې دجنګ نتيجه ده چې اشغالګرو په مونږ تړلی دي !

[quote:d4550afbcb="اتل"]
وروره،جان مه تیروه او دا مه وایه چې دا خو د اشغالګرو ګناه ده، او
د ګوډاګي حکومت ګناه ده.[/quote:d4550afbcb]

ګوره دا پورته څه ليکې لکه چې په ډک جيب خمار یې ؟ دا به نو دهيځ
اشغالګر ګناه نوي بلکې ګناه به دهغوی وي چې خپله ازادي غواړي!
داخو ته اشغال ته قانونيت ورکوې نو طالبان خو ملامت ندي چې
داسې بې غيرته سرکوزي له منځه وړي !



ع کريم حليمي
08.03.2014

[quote:a47d84c90f]✞✞ خدای چې څوک شرموي ، غول یې په تخته ځي ✞✞

ته خدای (ج)شرمولي یې او له مردارو جامو او ايمانه سره ګرځۍ ! [/quote:a47d84c90f]

مکرم پتنګ صاحب ، دا څرنګه رنګ آمیزي ده!!!! ، د لمړۍ جملې په سر کي عیسوي سمبل مو ایښي دي ، او د خدای د نامه سره «ج» مخفف هم نه لیکۍ

او په دوهمه جمله کي د خدای نوم لیکۍ او «ج» په مخفف دول ورسره لیکۍ

پر دغه رنګ آمیزي باندي غبار پراته دي واضح ئې که !

درنښت


pattang
08.03.2014

حليمي صيب پتنګ د غبار او رنګ اميزي سړی ندی څه مې چې په زړه
کې وي هغه ليکم !
کليوال داسې وايې :
»څوک چې خدای شرموي ، غول یې په تخته ځي يا روان وي «
دامتل په کټ مټ دغوو توريو په پښتني بانډو او کليو کې وېيل کېږي!

نن دغه خدای شرمولي فاسدين په اقتصادي او سياسي ډول د صليبي
اشغالګرو لخوا کنروليږي او په دوو لومو کې يې ځانونه پخپله تړلي
دي او بند دي‌‌‌ نو ځکه مې په دوو صليبي سيمبولو کې نيولي دي !
دادوهمه جمله زما ده او له نورو څخه اقتباص نده نوځکه دالله نه
وروسته ( ج) پکښې ليدل کېږي !

مننه !

[quote:cdc31ec5bd="ع کريم حليمي"][quote:cdc31ec5bd]✞✞ خدای چې څوک شرموي ، غول یې په تخته ځي ✞✞
ته خدای (ج)شرمولي یې او له مردارو جامو او ايمانه سره ګرځۍ ! [/quote:cdc31ec5bd]
مکرم پتنګ صاحب ، دا څرنګه رنګ آمیزي ده!!!! ، د لمړۍ جملې په سر کي عیسوي سمبل مو ایښي دي ، او د خدای د نامه سره «ج» مخفف هم نه لیکۍ
او په دوهمه جمله کي د خدای نوم لیکۍ او «ج» په مخفف دول ورسره لیکۍ
پر دغه رنګ آمیزي باندي غبار پراته دي واضح ئې که !

درنښت[/quote:cdc31ec5bd]


م . ق
09.03.2014

[quote:5306369063="اتل"]میم قاف وروره، السلام علیکم
تشبیهاتو دې و خندولم. پام کوه چې ما ددغه خره لکۍ ونه ګڼې.

تاسې کوم وخت دا فکر کړئ، که خدای ناخواسته تاسې پخپله، یاستاسې د کورنۍ یو څوک او یا ډیرزړه ته درنږدي دوست دې د خپل کور نه وتلي وي چې دبازار نه د کور دپاره کوم ضروري شئ واخلي او یو ناڅاپه دطالبانو په بمي چاودنه او یا ځانمرګي حمله کې یې لاس او پښې غوڅ شوي وي. پخپله معیوب شوئ انسان او د هغه ټوله کورنۍ او کرده ټولنه تر مرګ پورې ورسره ګړیږي، تاسې به ځه وکړئ او څه به ووایئ؟

وروره،جان مه تیروه او دا مه وایه چې دا خو د اشغالګرو ګناه ده، او د ګوډاګي حکومت ګناه ده.
بلکه دې ته فکر وکړه چې طالبان چې پخپلو ټولو حواسو پوهیږي چې په عام محضر او دګڼې ګوڼې د ځایونو په حملوکې بې ګناه افغان وژني او په سرکونو کې چې ماینونه خښوي، دوی خو نه پوهیږي چې کوم بد بخت به پکې والوزي؟

دوی د خپل مشر د اوامرو او دغه راز د الله جل جلاله د احکامو نه په خپلو دغو اعمالو سر کشي نه کوي؟
په لراوبر پښتونخوا کې دواړه طالبي ډلې همدغسې ظلم کوي.
په درناوي.[/quote:5306369063]

وعلیکم السلام،
پښتو متل دی وايي: زه مرم د غوچې دا بیا وايي چې غوچې!
ستاسو د دواړو خواوو سرتمبګۍ ته چې ګورم نو خبره له دوو حالتو څخه خالي نده؛
۱، یاخو تاسو جیو پولیټیکس نه دي لوستلي، د سیمییزو حالاتو او د افغانستان د تېر تاریخ او شالید څخه ناخبره یاست
۲، او یا پردې هرڅه پوه یاست خو خپلې اقتصادي مجبورۍ یا په بلې اصطلاح نفساني غوښتنو او انساني حرص دې ته اړ کړي یاست چې په هرڅه سترګې پټې کړئ، په ټولو حقایقو خاورې واړوئ او هغه څه ووايئ چې خپله هم پرې یقین نه لرئ، او پدې هم پوهیږئ چې عام خلک داسې کړکیچو نه مني او نه ورته غوږ ږدي.
خو تاسې ماته پوه او هوښیار خلک ښکارئ او اول حالت په تاسو نه تطبیقیږي، دویم حالت ستاسې د دواړو خواوو په حالت صدق کوي.
طالب خو لا څه کوې، د احمدشاه ابدالي د لمسیانو رانیولې تر ننه دې یو هم د غلامۍ او پردي پالنې څخه خالي نه دئ، امان الله خان د انګریزانو څخه بغاوت وکړو نو په خپل انجام ورسید، داود خان دې د روسانو څخه بغاوت وکړو نو خوند یې وڅکلو، کرزی د امریکا څخه بغاوت کوي انجام به یې وګورې!
اوس خو ټولې ډلې او د هغوي پالونکي او روزونکي معلوم دي، حتی د ولسمشرۍ کاندیدان لا معلوم دي چې څوک د چا لخوا څخه دي.
فلهذا تاسو مه خپل ځانونه ستړي کوئ او مه خپل وخت ضایع کوئ، هنننن که خپله مزدوري حلالوئ نو هغه مو خپل کار دی بیا لګیا اوسئ.
خو هغه څه چې حقیقت دی هغه جوت دی.
غوا توره او شیدې یې سپینې! لر هم ګوډاګی او بر هم ګوډاګی


اتل
12.03.2014

محترم پتنګ صاحب، السلام علیکم
وروجانه، لکه څنګه چې طالبان د اسلامي ارشاداتو او پښتونولۍ ترمنځ دمغالطې په مخمصه کې ښکیل دي، ته هم د طالبانو او پښتنو تر منځ تفکیکپه فقدان کې لاس او پښې وهي. که طالب پښتون ګڼې او د لراوبر طالب او پښتون خبرې کوې نو بیا ولي طالبان خپل پښتانه مشران او پښتون قام تباه کوي، ملخو غوندې یې وژني او د پښتانه بقا یې د خطرسره مخامخ کړیده؟
که په لر اوبر طالب غږیږي، نو بیا دغه دواړه د یوه خره غوږونه دي، ځکه چې دواړه د الله جل جلاله د ارشاداتو او پښتون ولس په غوښتنو پښې ږدي، او ددواړو په مقابل کې بغاوت کوي.

ستا بله ساده لوحي پدې کې ده چې، په پښتو ژبه او یا د پیغام په محتویاتو نه پوهیږي، کامل انپړ یې. اول خو ما دوی ته خره ندي ویلي، او بل دا چې ته باید پوه شي چې متلونه د ولس د اذهانو او رواجونو او روایاتو لنډه لساني فشرده ده. متلونه لغوی معنی نه، بلکه اصطلاحي مفاهیم لری.

کله چې دلراوبر پښتانه د یو یوالي خبرې کوي، نو بیا د طالب بدعت او د خوارجو جنګ نه مطرح کیږي، بلکه پښتانه د پښتونوالۍ، او پردوی باندې د ظلم تعدی او ناروا خبره مطرح کیږي او دا ویلای شو چې لر اوبر پښتون یو واحد پښتون دئ. نوک د اورۍ نه نه بیلیږي. کله چې خبره دې تکې ته راشي، نو بیا طالب او طالبیت هسې افسانه ده، مسئله د طالب، القاعدې او نورو ترورستانو د چوکاټ نه وزي، او بیا د پښتون د قام بقا داعیه را ټوکیږي.

پتنګ وروره، ته د ترکستان په لاره روان یې او پدې پوه شه چې ترکستان ښه ځای ندئ.
پاک رب‌ دې د نیکۍ هدایت درته وکړي.


اتل
12.03.2014

معزز ع کریم حلیمي صاحب، السلام علیکم
وروره ګله، د قدرمن پتنګ صاحب نه ګیله څه پکار؟ هغه په هیڅ صورت د خپل لغړ غره نه، نه ښکته کیږي؟
یوه سړي په چا دعوی کړې وه. کلي ته چې لاړ، کلیوالو پوښتنه ترې وکه چې ته ملامت شوي، که ستا مدعي؟ هغه په ځواب کې وویل چې قاضي زه ملامتولم، خو ما ځان ملامت نکړ.

پتنګ صاحپ، په وازه خوله چیغې وهي چې په اسلامي مسائلو کې انپړ دې، خو بیا هم نه ترې اوړي، او په ناپوهۍ کې د هر چا او اسلامي ارشاداتو پر مخ ور ورزي.

پتنګ صاحب معاف دئ. هغه پخپلو دې اپلتو طالبانو ته دومره ګټه نه رسوي لکه نقصان چې رسوي.

دا دافلاطون ژړا ده: چا افلاطون ته وویل چې پلاني سړي دې صفت کاوه. افلاطون پړینګ وهل ویې وژل. سړي ورته وویل چې ستا قربان شم ولې دې وژړل؟ هغه په ځواب کې وویل چې ما کوم غلط کار کړئ چې ددې احمق سړي خوښ شویدئ؟
په احترام.


اتل
12.03.2014

میم قاف صاحب، السلام علیکم
زه هم پدې موافق یم چې لراوبر طالبان د خارجیانو په قبضه کې دي. دوی دمالي، وسلو، جنګي روزنې او اسلامي افراط ګرايي د مفکورې له لارې.
خو ما چې ویل دواړه د یوه خره غوږونه دې، مطلب مې دا ؤ چې دواړه په اسلامي ارشاداتو او ولس په غوښتنو پښې ږدي، او دواړه ډلې مسلمانان پښتانه ملخانو غوندئ وژني.
په احترام.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more