د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

اوبه چې تر سر واوړي، څه یوه نیزه، څه دوي

اتل
11.02.2014

السلام علیکم، قدرمنو پښتنو
محترمانو، تاسې به د شعر دا بیت حتماً اورېدلئ وي:
زند ګي آخرسرآید بندګي درکار نیست - بندګی ګرشرط باشدزندګی درکارنیست.
افغان په تیره بیا پښتون ولس دطالبانو ډیرې ناخوالې تر خپله وسه وزغملې. خو طالبانو د ولس زغم او تحمل د ولس کمزوري وانګیرله او خپل ظلم او تشدد ته یې زور ورکړ.

طالبانو په انفرادي ډول د مخورو، تعلیم یافته وو، او شته منو ترور وکړ، ترڅو ټول ولس پدې وویروي، چې ګواکي خلک د طالبانو په مقابل کې د ځان دفاع ځکه نشي کولئ، چې طالب راځي په یوه فرد چې دا نشي اټکل کولای چې څه وخت به پرما ګذار کیږي، هغه ولي او وژنی یې او غله غوندې فرار کوي. طالبانو فکر کاوه چې پدې ډول به ولس وګواښي او تر خپل ږغ لاندې به یې روا ن کړي.

خو طالبان لدې فلسفي نه ناخبره وو چې[په تنګ شی، په جنګ شي]. پښتنې ولسونو چې خپل ځان عیال او مال د طالبانو او د هغوی د خارجي پنجابي، عربي، چچن، ازبک او نورو خدای نا ترسوپه خطر کې ولیدل نو سره یو موټئ شول چې طالبان د خپلو علاقې وشړي، او خپله بقا د اسلام د مقدس دین په رڼا کې تضمین کړي. دغه ولسونه د طالبانو سره کومه ذاتي دښمني نلري، بلکه د خپلې بقا دپاره جنګیږي. دالاندې مضمون آزادئ رادیو خپور کړیدئ.
======
امین: د لوګر په چهلتن سیمه کې خلکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی

22.11.1392
په لوګر کې سیمه ییز چارواکي او خلک وايي، چې د دې ولایت د برکي ولسوالۍ د ځینو سیمو اوسیدونکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی.

د برکي برک ولسوال د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پاڅون کې تر زرو زیاتې کورنۍ برخه لري او دوي ورسره لازمې مرستې هم کړي.

په همدې حال کې د برکي په ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو پر ضد د پاڅون کوونکو مشر وایي، په دې هڅه کې دي چې دا پاڅون د دې ولسوالۍ نورو سیمو ته هم وغځوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لوګر سیمه ییزو چارواکو تایید کړه چې د برکي برک ولسوالۍ په چهلتن سیمه کې سلګونو کورنیو د وسله والو مخالفانو د زور زیاتي له امله د هغوي پر ضد پاڅون کړی.

د برکي برک ولسوال محمد رحیم امین د سې شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، چې چهلتن سیمه له میدان وردک او پکتیا ولایتونو سره ګډه پوله لري او هلته د وسله والو مخالفانو فعالیتونه ډیر پراخ وو.

هلته تر زرو زیاتو کورنیو د دولت د وسله والو مخالفان پر ضد پاڅون کړی او هغوي یي له خپلو سیمو نه شړلي دي.

د دوي له پاڅون سره سم موږ ورڅخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ورته مو وویل، چې موږ درسره همکار یو.

هغوي ته مو پوځي تجهیزات هم ورکړل او کولای شي خپله دفاع وکړي.

په لوګر کې تر چهلتن وړاندې د دې ولایت مرکز پل علم پورې اړونده سیمه کلنګار کې هم تیر کال د وسله والو مخالفانو پرضد د خلکو د پاڅون راپورونه خپاره شول.

ترهغې وړاندې په غزني، کندز، ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې هم د خلکو له خوا د ورته پاڅونونو او اقداماتو راپوورنه ورکړل شول.

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په چهلتن سیمه کې حاجي خلیل فیضي چې ځان د وسله والو مخالفانو پر ضد د خلکو د پاڅون مشر بولي وایي، چې د وسله والو طالبانو له زور زیاتي نه ډیر په ټنګ شوي وو.

ښاغلي فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، د دوي هڅه دا ده چې پاڅون یي د لوګر نورو سیمو ته هم وغځول شي:

"موږ غواړو چې د دوي مخه ونیسو زموږ په پنځلس او شل کیلومټرۍ سیمه کې هم طالبان نشته.

موږ له دوي سره خبرو ته هم تیار یو، که چیرې یې خبرې کولې هم سمه ده او که یې جنګ کاوه هم ورته تیار یو او ملاوې مو تړلي دي.

موږ دا کار د خدای لپاره کړی او له بهرنیو طالبانو نه ډير په تکلیف یو".

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د چهلتن د خلکو د پاڅون په اړه څه نه دي ویلي، خو تردې وړاندې یې دا ډول اقدامات د افغان حکومت له خوا تبلیغات بللي وو.

لوګر د کابل په جنوب کې پروت نا امنه ولایت دی، چې د وسله والو مخالفانو د ډیرو فعالیتونو راپوورنه ورڅخه ورکول کیږي.

د دې ولایت سیمه ایزچارواکوتردې مخکې څوځله ویلي وو چې په لوګرکې د نا امنیو یوعلت د سیمې د ځینو استخباراتي کړیولخوا د مس عینک کان د را ایستلو پروړاندې خنډ جوړول دي.

راپور: نسیم شفق


Re: اوبه چې تر سر واوړي، څه یوه نیزه، څه دوي

pattang
12.02.2014

وروره ستا خبرې ځکه د منلو وړ ندي چې د طالب په رټلو کې صليبي
اشغالګرو او فاسد رژيم ته له هر څه تېر يې او خپل ځان دې دګوډي
خوله ګرزولی !

اونور :
چې اشغال شې نوپه جنګ شې xx اشغالګرو او ګوډاګيانو ته پرننګ شې!
خپلواکې طبعي ده غلامي جبري ×× که غلامي شرط شي نو ژوند ون په
کارندی !
ازادي خواهد به سر ايد غلامي به کار نيست ×× غلامي ګر شرط باشد
زندګي هيچ به کار نيست !!!

[quote:73bd8e00ad="اتل"]السلام علیکم، قدرمنو پښتنو
محترمانو، تاسې به د شعر دا بیت حتماً اورېدلئ وي:
زند ګي آخرسرآید بندګي درکار نیست - بندګی ګرشرط باشدزندګی درکارنیست.
افغان په تیره بیا پښتون ولس دطالبانو ډیرې ناخوالې تر خپله وسه وزغملې. خو طالبانو د ولس زغم او تحمل د ولس کمزوري وانګیرله او خپل ظلم او تشدد ته یې زور ورکړ.

طالبانو په انفرادي ډول د مخورو، تعلیم یافته وو، او شته منو ترور وکړ، ترڅو ټول ولس پدې وویروي، چې ګواکي خلک د طالبانو په مقابل کې د ځان دفاع ځکه نشي کولئ، چې طالب راځي په یوه فرد چې دا نشي اټکل کولای چې څه وخت به پرما ګذار کیږي، هغه ولي او وژنی یې او غله غوندې فرار کوي. طالبانو فکر کاوه چې پدې ډول به ولس وګواښي او تر خپل ږغ لاندې به یې روا ن کړي.

خو طالبان لدې فلسفي نه ناخبره وو چې[په تنګ شی، په جنګ شي]. پښتنې ولسونو چې خپل ځان عیال او مال د طالبانو او د هغوی د خارجي پنجابي، عربي، چچن، ازبک او نورو خدای نا ترسوپه خطر کې ولیدل نو سره یو موټئ شول چې طالبان د خپلو علاقې وشړي، او خپله بقا د اسلام د مقدس دین په رڼا کې تضمین کړي. دغه ولسونه د طالبانو سره کومه ذاتي دښمني نلري، بلکه د خپلې بقا دپاره جنګیږي. دالاندې مضمون آزادئ رادیو خپور کړیدئ.
======
امین: د لوګر په چهلتن سیمه کې خلکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی

22.11.1392
په لوګر کې سیمه ییز چارواکي او خلک وايي، چې د دې ولایت د برکي ولسوالۍ د ځینو سیمو اوسیدونکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی.

د برکي برک ولسوال د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پاڅون کې تر زرو زیاتې کورنۍ برخه لري او دوي ورسره لازمې مرستې هم کړي.

په همدې حال کې د برکي په ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو پر ضد د پاڅون کوونکو مشر وایي، په دې هڅه کې دي چې دا پاڅون د دې ولسوالۍ نورو سیمو ته هم وغځوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لوګر سیمه ییزو چارواکو تایید کړه چې د برکي برک ولسوالۍ په چهلتن سیمه کې سلګونو کورنیو د وسله والو مخالفانو د زور زیاتي له امله د هغوي پر ضد پاڅون کړی.

د برکي برک ولسوال محمد رحیم امین د سې شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، چې چهلتن سیمه له میدان وردک او پکتیا ولایتونو سره ګډه پوله لري او هلته د وسله والو مخالفانو فعالیتونه ډیر پراخ وو.

هلته تر زرو زیاتو کورنیو د دولت د وسله والو مخالفان پر ضد پاڅون کړی او هغوي یي له خپلو سیمو نه شړلي دي.

د دوي له پاڅون سره سم موږ ورڅخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ورته مو وویل، چې موږ درسره همکار یو.

هغوي ته مو پوځي تجهیزات هم ورکړل او کولای شي خپله دفاع وکړي.

په لوګر کې تر چهلتن وړاندې د دې ولایت مرکز پل علم پورې اړونده سیمه کلنګار کې هم تیر کال د وسله والو مخالفانو پرضد د خلکو د پاڅون راپورونه خپاره شول.

ترهغې وړاندې په غزني، کندز، ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې هم د خلکو له خوا د ورته پاڅونونو او اقداماتو راپوورنه ورکړل شول.

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په چهلتن سیمه کې حاجي خلیل فیضي چې ځان د وسله والو مخالفانو پر ضد د خلکو د پاڅون مشر بولي وایي، چې د وسله والو طالبانو له زور زیاتي نه ډیر په ټنګ شوي وو.

ښاغلي فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، د دوي هڅه دا ده چې پاڅون یي د لوګر نورو سیمو ته هم وغځول شي:

"موږ غواړو چې د دوي مخه ونیسو زموږ په پنځلس او شل کیلومټرۍ سیمه کې هم طالبان نشته.

موږ له دوي سره خبرو ته هم تیار یو، که چیرې یې خبرې کولې هم سمه ده او که یې جنګ کاوه هم ورته تیار یو او ملاوې مو تړلي دي.

موږ دا کار د خدای لپاره کړی او له بهرنیو طالبانو نه ډير په تکلیف یو".

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د چهلتن د خلکو د پاڅون په اړه څه نه دي ویلي، خو تردې وړاندې یې دا ډول اقدامات د افغان حکومت له خوا تبلیغات بللي وو.

لوګر د کابل په جنوب کې پروت نا امنه ولایت دی، چې د وسله والو مخالفانو د ډیرو فعالیتونو راپوورنه ورڅخه ورکول کیږي.

د دې ولایت سیمه ایزچارواکوتردې مخکې څوځله ویلي وو چې په لوګرکې د نا امنیو یوعلت د سیمې د ځینو استخباراتي کړیولخوا د مس عینک کان د را ایستلو پروړاندې خنډ جوړول دي.

راپور: نسیم شفق[/quote:73bd8e00ad]


اتل
12.02.2014

السلام علیکم پتنکه، اول خو دې د الله په دربار کې خوشحالي غواړم
دویم باید ووایم چې زه نه د اشغالګرو پروا لرم او نه هم د د ې حکومت.
که د اشغلا په مقابل کې ولس پاڅیدلئ وای، نو داسې حال به ؤ لکه د پخواني شوروي اتحاد د اشغال په مقابل کې.

وروره، ولس ړوند ندې، دوی ګوري چې اشغالګر ولې راغلل او ولې وزي. طالبان دخارجي ترورستانو، او یو شمیر غلو، بیکاره لنډه غرو، مخدره واودو روږدو او پلار او مورعاق کړو او مغزشويي ښوو ملاتړ لري او بس.

نن بدې اورېدلي وي چې د طالبانو د ظلم او ستم نه چې د ننګزهار په شپږو ولسوالیو خلک تر پزې راغلي، اوس هلته محلي پولیس تشکی کوي، چې د طالبانو د تیریو، مظالمو او د طالبانو د خارجي بادلرانو د شر نه خوندي شي.
الله دې خیر درکړي.


pattang
12.02.2014

[quote:9f30ae424c="اتل"]السلام علیکم پتنکه، اول خو دې د الله په دربار کې خوشحالي غواړم
دویم باید ووایم چې زه نه د اشغالګرو پروا لرم او نه هم د د ې حکومت.
[/quote:9f30ae424c]

پرواخو يې خد نکوې چې ته اوله درجه چوپړ ورته وهې او د ازادي
په حرکت پسې هره پروپاګنده کوې !

[quote:9f30ae424c="اتل"]
که د اشغال په مقابل کې ولس پاڅیدلئ وای، نو داسې حال به ؤ لکه د پخواني شوروي اتحاد د اشغال په مقابل کې.
[/quote:9f30ae424c]

ښه اوس لکه پخوانی خلقي دلوده ګمان پر ما اونورو کوې ؟
داخبره خو دډېره بې عقله کړې ده ، له اولس سره خو هغه وخت cia
مرستې دخپل سياسي هدف لپاره کولې او اوس صليبي اشغالګرو اولس
په دوو برخو وېشلی ، په نس وږی اولس او دالربازه اولس چې مجموعه
یې جهادي غله ، جنګي جنايتکاران او پخواني خلقيان جوړوي !
کوم خلک چې پاڅېدلي دي په هغه پسې د cia مذدوران پرو پاګنده کوي !

[quote:9f30ae424c="اتل"]
وروره، ولس ړوند ندې، دوی ګوري چې اشغالګر ولې راغلل او ولې وزي. طالبان دخارجي ترورستانو، او یو شمیر غلو، بیکاره لنډه غرو، مخدره موا دو روږدو او پلار او مورعاق کړو او مغزشويي ښوو ملاتړ لري او بس. [/quote:9f30ae424c]

ستا په دې دورواغو ديوو پښتانه په دود شرمېږم !
طالبانو خو زما دکلي ، کور او ولايت خلک دي چې ان پلار او نيکه یې
زه پېژنم ! او دغه مرداري ستا د ککړ فکر محصول ده، ما اسلامي امارت
پنځه کاله ليدلی ! هلته غله ، رشوتخواره ، ظالم او بد اخلاقه ځای نه لاره !

[quote:9f30ae424c="اتل"]
نن بدې اورېدلي وي چې د طالبانو د ظلم او ستم نه چې د ننګزهار په شپږو ولسوالیو خلک تر پزې راغلي، اوس هلته محلي پولیس تشکی کوي، چې د طالبانو د تیریو، مظالمو او د طالبانو د خارجي بادلرانو د شر نه خوندي شي. الله دې خیر درکړي.[/quote:9f30ae424c]

خپل طلوع او لمر tv هم داسې درواغ نه وایې !
په هغه ځای کې چې اسلامي امارت وي ،هلته عدالت او اسلامي قانون
نا فظ وي !!


اتل
19.02.2014

السلام علیکم
پتنګ خانه، د آزادۍ په جنګ کې څوک خارجی بدعتیانو ته ځان نه تسلیم کوي. دا د آزادۍ جنګ نه، بلکه د ددیني افراطیت جنګ دې. اود اسلام په مقدس دین کې افراطیت حرام دئ.
یعنې ته وایي چې د اغله ترورست القاعده عرب، پنجابي خردزدان، ازبک قاتلان او دغسې نورد حقیقت منکران زما اوستا د آازدۍ د پاره دلته راغلي دي؟ نه پتنګه، ته د فیل په غوږ کې بیده یې، دا ددینی افراطیت، بدعت او خوارجو جنګ دئ. دغه خارجي غله او جنایت کاران چې پخپلو ملکونوکې تر قانوني تعقیب لاندې دي، پدې خام ګمان دلته راغلي چې له یوې خوا ځان ته د ټیک ځای پیدا کړي، او له بلې خواجنت وګټي. دوی زما اوستان دوروڼو او خویندو او ماشومانو په قتل کې خپله بقا او جنت لټوي.

طالبان ددغو کرغیړنو نه په استفاده ما او تا وژني چې بیا قدرت ته ورسیږي، او دطالبانو د عدلیې وزبرصاحب ملا نورالدین ترابي لاره ونیسي د ګیرو د وهلو په ګناه خلکو ته جزاوې ورکړي او خام تماع بیرته خپل وزارت ته لاړی او په ډیرغرور ووایي چې نن مې بیا بي بی سي وغږوله.

پتنګه آلله دې تاته بصیرت در په برخه کړي.


pattang
20.02.2014

له خبرو دداسې مالويږي چې له پخوانويو خلقيانو سره نيغه او يا
څنګزنه انډيوالي لرې ! هغوی به مسلمانان بد ايسول او کنځلې به
ورته کولې ! نه به یې منطق غوښت اونه به یې خبره اورېده نوبس
ددوی لپاره به هغه مترقي وو چې دشرابو پېاله به یې پورته کوله او
اسلام ته به یې کنځلې کولې !
انډيواله ته لکه دکوڅې هلک خبره نه اورې او دليل نه وایې ستايواځې
وظيفه دطالب ټکونه ده او داهغه کار دی چې اشغالګر یې غواړي !
د افغانستان ازادي د صليبيانو وتل او شړل د طالب ايماني، ملي
او عنعنوي مسئله ده !

طالب دوه دعوې لري :
a: دصليبيانو شړل !
b: اسلامي حکومت دشريعت په اساس !
نو ستاولې دا نه خوښېږي او دفاسقينو په مرداري کې لکه مچ لګيایې !
زمونږ اول هدف ازادي ده !

[quote:44110aa0bc="اتل"]السلام علیکم
پتنګ خانه، د آزادۍ په جنګ کې څوک خارجی بدعتیانو ته ځان نه تسلیم کوي. دا د آزادۍ جنګ نه، بلکه د ددیني افراطیت جنګ دې. اود اسلام په مقدس دین کې افراطیت حرام دئ.
یعنې ته وایي چې د اغله ترورست القاعده عرب، پنجابي خردزدان، ازبک قاتلان او دغسې نورد حقیقت منکران زما اوستا د آازدۍ د پاره دلته راغلي دي؟ نه پتنګه، ته د فیل په غوږ کې بیده یې، دا ددینی افراطیت، بدعت او خوارجو جنګ دئ. دغه خارجي غله او جنایت کاران چې پخپلو ملکونوکې تر قانوني تعقیب لاندې دي، پدې خام ګمان دلته راغلي چې له یوې خوا ځان ته د ټیک ځای پیدا کړي، او له بلې خواجنت وګټي. دوی زما اوستان دوروڼو او خویندو او ماشومانو په قتل کې خپله بقا او جنت لټوي.

طالبان ددغو کرغیړنو نه په استفاده ما او تا وژني چې بیا قدرت ته ورسیږي، او دطالبانو د عدلیې وزبرصاحب ملا نورالدین ترابي لاره ونیسي د ګیرو د وهلو په ګناه خلکو ته جزاوې ورکړي او خام تماع بیرته خپل وزارت ته لاړی او په ډیرغرور ووایي چې نن مې بیا بي بی سي وغږوله.

پتنګه آلله دې تاته بصیرت در په برخه کړي.[/quote:44110aa0bc]


اتل
21.02.2014

پتنګ صاجب، السلام علیکم
وروره، که طالبان غواړي چې صلیبیان وباسي نو ولي یې راوستل؟
د طالبانو په طریقه په شریعت ولاړ حکومت خو موږ ولید. نه یې شریعت وچلاوه، او نه یې ملک آباد کړ. اسلام یې بدنام کړ او ملک یې تباه کړ، عربو او بین المللی قواوو ته یې وسپاره.
الله دې ټول اسلام ته خیر کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more