د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

ګفن ورته ګنډې او که یې را ژوندۍ کوې؟؟؟


بهير غورځنګ
20.02.2014

پښتو ژبې ته خو د تاريخ په پاڼو کې بیا خاص پدې دولس کلنه دوره کې هیچا هم خدمت ونکړ.
اوس مهال خو په پښتونخوا کې پښتو سرکاري ژبه نده، خو په افغانستان کې چې د ظاهر شاه په وخت کې پښتو ملي او رسمي ژبه وه، اوس مهال يې خپل ميليتوب له لاسه ورکړی.
او په نوي اساسي قانون کې يواځې د دولت د رسمي ژبه په توګه ټاکل شوې ده.
خو بيا هم د عمل په ډګر کې پښتو ته سړی د افغانستان د دولت رسمي ژبه نشي ويلی. ځکه دولتي دفترونه پښتو نهء کاروي او پښتو دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د افغانستان په ټولو برخو کې نشته.
او د دولت ډېرئ مامورین په پښتو نشي غږېدلی، په لږ او ډیر ۲۵ راجسټر شوي تلویزیونونو کې یواځې دوه په پښتو دي او په پاتې کې د پښتو برخه ډیره لږه ده. سره له دې چې دا تلویزیونونه شخصي دي، خو بیا هم باید ژبنیز انډول په پام کې ونیول شي.


pattang
20.02.2014

وروره د اوښ کوم ځای سيخ دی چې ګيله وکړو !
پښتو خو ځينو پښتنو دلګانو خرڅه کړه او خرڅوي یې چې دپيسو
ځای راشي هغه ښه پښتون د هم مرتجع او فاسد را وخېځي
چې مسالونه یې وطن غل زلمی ، زنچو احدي او چوپړا احمد زی
دي او هر چېرته په پاړسو لګياوي خپل ټوک ټولوي !
ظاهر شاه پښتو ته خيانت کړی ، لنډ به یې درته ووايم ترڅو چې پښتو
دفتر ته لاره پيدا نکړي او اقتصادي نشي نو دافغانستان ملي يووالی
امکان نلري !
که څوک ملي يووالی غواړي نو باي پښتو دافغانستان په ټولو
ښوونځويو کې تدريس کړي تر ځو چې يو مرکب کلتور منځ ته راشي
او نتيج یې ملي وحدت شي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more