د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دسولې د خبرو پر ضد فرقه یي دماکه

میرویس
05.02.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د پاکستان د پيښور د ښار په شیعه نشینه علاقه کې پرون په یوه ځانمرګي دماکه کې اته تنه ووژل شول او په لسګونو نور زخمي شول.
د فرقه یي جنګونو ددې فتنې نه د پاکستاني طالبانو او دهغه ملک د حکومت تر منځ د خبرو اترو په درشل کې ددې دپاره کار واخیستل شو، چې د سولې په خبرو اترو کې مشکل ایجاد کړي.

هرچا چې دا کار کړئ، کوښښ کوي چې د یوې خوا د فرقه يي جنګونو لمن پراخه کړي، او له بلې خوا په پاکستان او سیمه کې د شدد عمر اوږد کړي.

ددغسې فتنو د شنډولو دپاره پکار دي چې حکومت او طالبان په خپلو خبرو کې نور هم جدي او کړندي شي.

داخبر ډېوې خپور کړیدئ:
=====
پيښور:ځانمرگي بريد کې ٨ کسان وژل شوي،٤٠ ژوبل دی.

پوليس مشر شفقت ملک اؤ ايس ايس پي اپريشن پخلى کړى دى چې دغه چاؤدنه دځانمرگي بريد له امله شوې ده.

TEXT SIZE
فاروق فراق
04.02.2014
پيښور- دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور دقيصه خوانۍ بازار سره پيوست د شيعه مسلمانانو په علاقه کوچه رسالدار کې ديو هوټل څخه بهر دنهې په ماسخوتن ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ٨ کسان وژل شوي اؤ دښځو اؤ ماشومانو پشمول د٤٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
په پيښور کې دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې دامن د ټينگښت دپاره د حکومت اؤ ياغي طالبانو ترمينځ د روغې د تړون دپاره کوششونه عروج ته رسيدلي اؤ هيله کيږي دواړه خواوې به سبا د شورو په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې د امن دټينگښت په اړه خپلو کې غونډه کوي.
لۀ دې وړاندې دوه ورځې دمخه هم دپيښور په پکچر هاؤس نومې سنيما کې دوه لاسي بمي چاؤدنې شوې وې چې له امله يې پينځه کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.
په پيښور کې دغه چاؤدنه دقصه خوانۍ بازارسره پيوست د شيعه مسلمانو د استوگنې په سمه کوچه رسالدار کې دعلمدار امام باړې سره نزدې دپاک هوټل ترڅنگ ترسره شوې ده چې په دغه هوټل کې زياتره شيعه مسلمانان پاتې کيږي .
دپيښې پځايې کې پوليسو ته ديو ځانمرگي دبدن غړي هم ترلاسه شوي اؤ دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو مشر شفقت ملک اؤ ايس ايس پي اپريشن پخلى کړى دى چې دغه چاؤدنه دځانمرگي بريد له امله شوې ده.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر اؤ امدادي ډلې رسيدلي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول کيږي اؤ په هسپتال کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
په ژوبل شوؤ کې ددريوؤ څخه دڅلورو پورې کسانو حالت سخت ښودلى شي.
دليډي ريډنگ هسپتال وياند جميل شاه پخلى کړى چې تر دې مهاله هسپتال ته د شپږو کسانومړي ورسؤل شوي اؤ ٣٢ کسان نور ژوبل دي.
ددې چاودنې وړاندې د کال ٢٠٠٨ د دسمبر په پينځمه نيټه هم دشيعه مسلمانانو په دغه علاقه کې ديو هوټل دننه ترسره شوې بمي چاودنه کې تر ديرشو زيات کسان وژل شوي اؤ خواوشا ٨٠ نور ژوبل شوي وؤ.
په پيښور کې د ترسره شوې دغه چاودنې څخه وروستو دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک پخپله يو بيان کې وئيلي دي چې دغه چاؤدنه دامن هڅو ته دزيان رسولو هڅه ده.
د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان وائس اف امريکه ډيوه سره خبرو کې وئيلي په پيښور کې ترسره شوې دغه چاودنه ښايي چې وسله وال ياغيان په هيڅ حال کې امن نۀ غواړي اؤ حکومت ته به هم د هغوئ د ارادو په هکله ځان بيدار ساتل وي.
هغه وويل د عوامي نيشنل پارټۍ د حکومت په مهال د ترهگرو د مخنيوي دپاره

پيښور ته غځيدلې لارې د څارنې لاندې نيول شوې وې خو دتحريک انصاف حکومت په دغو لارو لگيدلې ناکې بيا ختمې کړې اؤ اوس تندلارو ته پيښور کې ترهگري کول هيڅ گرانه خبره نۀ ده.
زاهد خان وويل نور بايد حکومت د اولس د ژوند سره د لوبو کولو پځايې د ترهگرۍ په ضد کوټلۍ گامونه واخلي اؤ د ځان د ژغورلو نۀ زيات د اولس اؤ خاورې ژغورنې ته پام وگرځوي.
له دې وړاندې دنهې په ورځ ښار کې يو نوميالى شيعه مشر حاجي سردار علي په ډزو سره وژل شوى ؛


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more