د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

ښځې د انتخاباتو نه څه غواړي؟

اتل
04.02.2014

محترمو لوستونکو او لیکوالو، السلام علیکم
دطالبانو د حکومت په وخت کې به چې ښځې جرئت وکړ چې د کورنه د باندې ووزي، اول به یې شش کلمې ویلې او پرځان به یې چوف کولې چې په کوم طالب ور برابره نشي. خو که به طالب کومه ښځه ولیده چې ښنګرئ یې لوڅ دئ، نو به یې په کیبلونو په هماغه ښنګري وهله.

نن د ولایتونو نه ښځې کابل ته راغلې چې د کاندیدانو نه وغواړي، چې د جمهوري ریاست مقام ته د رسیدو نه وروسته دښځو حقوق ورکړي. ښځې ددغو انتخاباتو نه زیاتې غوښتنې لري، او وایي چې د نارینه او ښځې تر منځ د حقوقو په رعایت کې دې یو څه انډول وساتل شي. دا لاندې رپوټ بي بي سي خپور کړیدئ:
=====
ښځې او ټاکنې کنفرانس، دوی څه غواړي؟
د خپريدو وخت: 12:44 گرینویچ - سه شنبه 04 فبروري 2014 - 15 سلواغه

په دې کنفرانس کې د ۲۳ ولایتونو نژدې ۲۰۰ مېرمنو ګډون کړی و.
افغانستان کې د مېرمنو حقونو فعالانې وايي، غواړي د ولسمشرۍ مقام له کاندیدانو سره د یوې غونډې بهیر کې د هغو ستونزو او خنډونو په باب بحث وکړي، چې د دغه هېواد ټاکنو بهیر کې ورسره مېرمنې مخامخ دي.
کابل کې د افغانستان له لر او بره راغلې سلګونه مېرمنې د یوه دوې ورځني کنفرانس بهیر کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، افغان حکومت او ملګرو ملتونو له استازو سره هم دټاکنو بهیر کې د خپلو اندېښنو او وړاندیزونو په اړه غږیږي.
ورته مطالب ښځې او ټاکنې، ګډونوالې یې څه غواړي؟

کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید دغه کنفرانس ته ورغلی او دغه راپور یې پرې چمتو کړی دی:
کابل کې د ښځې او ټاکنې، تر سر لیک لاندې دوې ورځني ملي کنفرانس ګډونوالې مېرمنې وايي د غونډې موخه یې د ولسمشرۍ کاندیدانو سره د هغوی تګلارو کې د مېرمنو ونډې په اړه او په ځانکړې توګه ټاکنو بهیر کې د ښځو رول په اړه بحث کول دی.
د غونډې ګډونوالې وايي پلازمېنې کابل نه د ښځو حقونو فعالانو، چارواکو او د سولې عالي شورا غړو مېرمنو ترڅنګ یې د افغانستان له ۲۳ ولایتونو نه تر ۲۰۰ پورې مېرمنو په غونډه کې ګډون کړی.
دوی وايي له دې مخکې یې هم د هېواد په لر او بر کې ورته غونډې جوړې کړې، خو وايي اوس غواړي د لرې پرتو سیمو اوسېدونکې مېرمنې د ولسمشرۍ له کاندیدانو سره په یوه ځای د اړوندو مسایلو په اړه بحث وکړي.
د یاد کنفرانس اداري پلاوي یوې غړې هوسۍ وردګ په وینا د دوی کارې ډلې به د دوو مهمو موضوعاتو په اړه له غور وروسته د راتلونکي لپاره پلان جوړوي.
"افغانستان کې له دې مخکې هم د ټاکنو کمپاین او رایې کارونې بهیر کې د امنیتي ستونزو او یو شمېر نورو خنډونو له کبله د مېرمنو د ګډون کچې په باب اندېښنې راپورته شوې."
مېرمن وردګ وايي د ټاکنو بهیر کې د امنیتي اندېښنو تر څنګ په یو شمېر ولایتونو کې داسې هم شوي، چې نارینه وو د ښځو په نوم د رایو کارتونه تر لاسه کړي او دوی به د دغې غونډې بهیر کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازو سره په دې اړه وغږيږي.
دغه کنفرانس ته له پکتیا نه یوه راغلې فعاله امینه وايي، د ټاکنو بهیر کې د امنیت ستونزه، د ټاکنو مرکزونو لږوالی او دغه راز د عامه پوهاوي لږوالی د هېواد په کچه اندېښمنونکې ستونزې دي، خو وايي خوشحاله ده، چې لږ تر لږه غږ یې اورېدل کېږي.
افغانستان کې له دې مخکې هم د ټاکنو کمپاین او رایې کارونې بهیر کې د امنیتي ستونزو او یو شمېر نورو خنډونو له کبله د مېرمنو د ګډون کچې په باب اندېښنې راپورته شوې.
خو دې سره د ولسمشرۍ یو شمېر کاندیدان بیا د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو په بهیر کې وايي چې ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به حکومتدارۍ چارو کې او دغه راز د ژوند نورو برخو کې د مېرمنو ونډه ډېره کړي.


pattang
04.02.2014

[quote:73d1d3639b]
محترمو لوستونکو او لیکوالو، السلام علیکم
دطالبانو د حکومت په وخت کې به چې ښځې جرئت وکړ چې د کورنه د باندې ووزي، اول به یې شش کلمې ویلې او پرځان به یې چوف کولې چې په کوم طالب ور برابره نشي. خو که به طالب کومه ښځه ولیده چې ښنګرئ یې لوڅ دئ، نو به یې په کیبلونو په هماغه ښنګري وهله.
نن د ولایتونو نه ښځې کابل ته راغلې چې د کاندیدانو نه وغواړي، چې د جمهوري ریاست مقام ته د رسیدو نه وروسته دښځو حقوق ورکړي. ښځې ددغو انتخاباتو نه زیاتې غوښتنې لري، او وایي چې د نارینه او ښځې تر منځ د حقوقو په رعایت کې دې یو څه انډول وساتل شي. دا لاندې رپوټ بي بي سي خپور کړیدئ:
[/quote:73d1d3639b]

هغه دی اوس خو ستا سو او دښځو ارمانونه پوره شول !
ښځې مو امريکايان زنګوي ، انګليسي زدکوي او په سپاهي ګمنام
کې لينګي پورته ، سينې لوڅې خريداران پيدا کوي ! نو مسلمان طالب
کله داسې کاروته اجازه ورکوي!
هر شی ښه او بد لري خو ستاسو په سترګو کې ددالرو پردې دي !!


اتل
05.02.2014

پتنګ صاحبه، السلام علیکم
دا خو ستاسې دروغ او بهتان دئ. داښځې چې د انتخاباتو دپاره کابل ته راغلې دي، یوه یې هم هغسې نده، لکه ستا ددروغو د ګوډي ادعاوې. دغه ښځې تولې په اسلامي حجاب مرصع دي.

اسلام د زړه خبره ده، نه د ظواهرو. ته هر شئ خپل ځان غوندې مسخ کوي، او د طالبانو په جنایتونو او عیبونو پرده غوړوې.
طالبانو خو د ښخونه اسلامي حقوق څه چې انساني حقوق هم اخیستي وو.
چون طالبان په خپل نفس قبضه نلري، نو ښځې ځان او طالبي ټولنې ته جنسي ګواښ ګني، نو یې په کورونو کې بندیوانې کوي.

لکه څرنګه چې طالبان په خپل نفساني اندروني چاپیرچل کې پاک ندي، نو په هرچا بد ګمانه کیږي. لکه غټ طالبان چې پخپلو چړیانو جنسي تنده ماتوي، فکر کوي چې ټوله دنیا دغسې ده.
څوک چې پاک وی، بې باک وي.


pattang
05.02.2014

ته خو لکه پخواني چپيان په سپينو سترګو درواغ وايې !
ما کله هغه ښخې يادې کړې چې انتخاباتو ته راځي ! ای ظالمه !!
اول خو ښځې ولې کابل ته انتخاباتو ته راځي ولې په خپل ولايتي
مرکز کې انتخابات نکوي ؟
ته ښه پوهېږې خو دالر شه شی دي ته هم ددالرو لپار هسې
کارکوې لکه دا نور دې !
داخبرې د هم عيسويت ته نږدې د‍ي پام کوه چې رسوا نشې !!

[quote:b302ec26b0="اتل"]پتنګ صاحبه، السلام علیکم
دا خو ستاسې دروغ او بهتان دئ. داښځې چې د انتخاباتو دپاره کابل ته راغلې دي، یوه یې هم هغسې نده، لکه ستا ددروغو د ګوډي ادعاوې. دغه ښځې تولې په اسلامي حجاب مرصع دي.

اسلام د زړه خبره ده، نه د ظواهرو. ته هر شئ خپل ځان غوندې مسخ کوي، او د طالبانو په جنایتونو او عیبونو پرده غوړوې.
طالبانو خو د ښخونه اسلامي حقوق څه چې انساني حقوق هم اخیستي وو.
چون طالبان په خپل نفس قبضه نلري، نو ښځې ځان او طالبي ټولنې ته جنسي ګواښ ګني، نو یې په کورونو کې بندیوانې کوي.

لکه څرنګه چې طالبان په خپل نفساني اندروني چاپیرچل کې پاک ندي، نو په هرچا بد ګمانه کیږي. لکه غټ طالبان چې پخپلو چړیانو جنسي تنده ماتوي، فکر کوي چې ټوله دنیا دغسې ده.
څوک چې پاک وی، بې باک وي.[/quote:b302ec26b0]


اتل
06.02.2014

پتنګه صاحب، السلام علیکم
اول زده کړه، بیا کوزده کړه.
ته چې د لیکنې په محتویاتو نه يې خبر، بیا ولې د شړومبو مچ غوندې د هرچا په لوښي کې لویږې؟
د ۲۳ ولایتونو نه دا ۲۰۰ میرمنې په انتخاباتو کې د ګډون دپاره کابل ته ندي راغلې، بلکه ددې دپاره راغلې دي چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو سره وګوري، چې د ښځو په حصه کې د هغوی په نظریاتو پوه شي، او دغه راز د انتخاباتو د کمیسیون د غړو سره خبرې وکړي چې په انتخاباتو کې د ښځو د ونډې په سر خپل نظریات ورته څرګند کړي.
تاسې د ښځو په برخه کې دغه ناپړیته ویشتې وه او ته پخبله او نور لوستونکي دې ستا په لاتایلاتو قضاوت وکړي.
ستا نا پړیته:
هغه دی اوس خو ستا سو او دښځو ارمانونه پوره شول !
ښځې مو امريکايان زنګوي ، انګليسي زدکوي او په سپاهي ګمنام
کې لينګي پورته ، سينې لوڅې خريداران پيدا کوي !

پتنګه، آیا د یوه اصیل افغان پښتون او مسلمان د خولې نه داسې مرداري بادیږي؟
الله دې تا نا انسانه، انسان کړي.


pattang
06.02.2014

انډيواله ته خو ما په هغو چټلويو باندې ککړوي چې په کومو کې تاسې
مفتخواره بند پاتې ياست !
ماکله هغه دوه سوه ۲۰۰ ښځې يادې کړې دي؟ اوکله ما د افغنستان
هره ښځه / ټولې ښځې يادې کړې دي! ستا سو فاسد رژيم د اشغالګرو
دخوشالي لپاره داسې ځنګلي قوانين دښځو لپاره رامنځ ته کړي چې ښځه هر غ‍يرې اسلامي کار کولی شي !

خارجي جريدې ليکنې پرې کوي او په موډ او فحشا اخيستلو کې يې
لمړی هېواد بللۍ دی دادی !
خو په کار ، صداقت او پاکې کې يې تر ټولو چټل هېواد بللی دی !
يو څو نمونې يې چې ستا فاسد رژيم ورته ګوري او په خپل عيش او
نوش لګيادی !

http://www.youtube.com/watch?v=yFPR69PwYwI
http://www.youtube.com/watch?v=Xo0cVa2PFxg
http://www.rawa.org/temp/runews/2012/02/28/afghanistan-s-secret-prostitutes.html
....
په لسګونو داسې نورې !

يو اصيل پښتون د اشغال پر ضد وي خپل ناموس ساتي نو بې غيرته
تاسو خو یې په دالرو خرڅوۍ‌ !

[quote:a091926abb="اتل"]پتنګه صاحب، السلام علیکم
اول زده کړه، بیا کوزده کړه.
ته چې د لیکنې په محتویاتو نه يې خبر، بیا ولې د شړومبو مچ غوندې د هرچا په لوښي کې لویږې؟
د ۲۳ ولایتونو نه دا ۲۰۰ میرمنې په انتخاباتو کې د ګډون دپاره کابل ته ندي راغلې، بلکه ددې دپاره راغلې دي چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو سره وګوري، چې د ښځو په حصه کې د هغوی په نظریاتو پوه شي، او دغه راز د انتخاباتو د کمیسیون د غړو سره خبرې وکړي چې په انتخاباتو کې د ښځو د ونډې په سر خپل نظریات ورته څرګند کړي.
تاسې د ښځو په برخه کې دغه ناپړیته ویشتې وه او ته پخبله او نور لوستونکي دې ستا په لاتایلاتو قضاوت وکړي.
ستا نا پړیته:
هغه دی اوس خو ستا سو او دښځو ارمانونه پوره شول !
ښځې مو امريکايان زنګوي ، انګليسي زدکوي او په سپاهي ګمنام
کې لينګي پورته ، سينې لوڅې خريداران پيدا کوي !

پتنګه، آیا د یوه اصیل افغان پښتون او مسلمان د خولې نه داسې مرداري بادیږي؟
الله دې تا نا انسانه، انسان کړي.[/quote:a091926abb]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more