د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

جاهل دومره پر بل نه کوی، لکه پر ځان

اتل
21.01.2014

محترمانو، سلامونه
پاکستاني طالبانو په پنډۍ او شمالي وزیرستان کې په پوځي پوستو باندې په حملو کې په لسګونو عسکر او ولسي خلک ووژل. پوځ را جګ شو د طالبانو په ځالو باندې یې په بمباریو کې ګڼ شمیز طالبان ووژل، او ولسي خلک یې د خپلو کورونو پریشودلو ته مجبور کړل.

پدې نا عاقبت اندېشه جنګ کې هیچا ګټه ونکړه. حکومتي عکسر چې ټول مسلمانان وو، د اسلامي امت د خیر ښیګنې او حفاظت دپاره یې خدمت کاوه، ټول به شهیدا ن شمیرشوی وي. خو طالبان چې په اسلام او مسلمانانو یې تجاوز وکړ، او پدې لړ کې ووژل شول، نه پوهیږم چې د هغوی مرګ به څنګه وي.

طالبانو له یوې خوا تلفات ورکړل، له بلې خوا یې د پوځ دښني وګټله او دغه راز یې د وس په مقابل کې جنایت وکړ، او خامخا به یې د ولس کرکه هم کماي کړې وي.
دا خبر ډېوې رادیو خپور کړیدئ:
====
شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ځالو دجيټ الوتکو بمباري،٢٤ کسان مړۀ
دامنيتي سرچينو وينا ده” دپاکستاني فضائي دجيټ الوتکو لخوا چې دکومو تندلارو ځالې په نخښه کړل شوي ، هغوي په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ دي. “

21.01.2014
پيښور- پوځي سرچينو دنهې په ورځ وئيلي دي پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو څخه دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرعلي علاقه کې دشکمنو جنگيالو په ځالو گوله باري کړې چې پکې ٢٤ کسان وژل شوي اؤ ١٥ نور ژوبل شوي دي.
شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په ځالو دغه گوله باري په داسې حال کې کړې چې روانه اوونۍ کې دخيبرپښتونخوا په بنو اؤ اؤ راولپينډۍ کې دجي ايچ کيو سره نزدې بمي چاؤدنه اؤ يو ځانمرگي بريد کې دلسگونو پوځيانو اؤ اولسي وگړو دوژل کيدو وروستو دوزيراعظم نواز شريف په حکومت دطالبانو په ضد دسختو گامونو اخستو لپاره کورنى فشار سيوا شوى دى.
دامنيتي سرچينو وينا ده” دپاکستاني فضائي دجيټ الوتکو لخوا چې دکومو تندلارو ځالې په نخښه کړل شوي ، هغوي په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ دي. “

رپوټونه وائي تيره شپه دجيټ الوتکو څخه دبمبارۍ ترسره کيدو وروستو سيمه کې ويره ترهه خوره شوې اؤ نن سحر دگن شپ هيلي کاپټرو دتازه حملو وروستو سيمې څخه په گڼ شمير کې خلک خوندي علاقو ته په کډو کولو مجبور شوي دي.
راپورونه وائي په کومو سيمو کې چې فضائي حملې ترسره شوي په هغې کې حمزوئي کلى، محمدخيل کلى، شيرا تالا سيمه، هرمز کلى، موسي کي کلى اؤ دشمالي وزيرستان نورې سيمې شاملې دي.
سرچينې وائي په سيمه کې دکرفيو يا گرځ بنديز لگيدو له امله دجيټ الوتکو په بمبارۍ کې ژوبل شوي کسان هسپتالتونو ته نۀ دي رسول شوي.
بلخوا دنهې په ورځ دخيبرپښتونخوا دهنگو په تورا وړۍ سيمه کې نامعلومو وسله والو په يو چيک پوسټ حمله کړې چې يو عسکر وژل شوى.
سرچينې وائي تندلارو چيک پوسټ ته دبريد وروستو اور هم اچولى اؤ په تيښته کې بريالي شوي دي.
هم دغه شان راپورونه دا هم وائي چې دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې هم امنيتي ځواکونو کارروائي پيل کړې چې پکې دمرگ ژوبلې اوښتو انديښنه ده.


Dr.Afghan
23.01.2014

اتله خدای دي عقل در کړي (امين)


pattang
23.01.2014

ډاکتر صيب ښه شوه چې‌را مالوم شوې !
وروره عقل دالرو وړی دی ماهم داسې فکر نشوی کولی چې احدي،
احمدزی غني ، وطن غل او نور مخکې منلي پښتانه به داسې بې
ناموسان را خېځي !هم هغه يو طالب دی چې دنرغوندې په ميدان ولاړ
دی او خپله لاره نه پرېږدي .

[quote:9caad617a8="Dr.Afghan"]اتله خدای دي عقل در کړي (امين)[/quote:9caad617a8]


اتل
23.01.2014

ډاکتر افغان او توریالیه بهایي پتنګه، السلام علیکم
تاسې دواړه پرځای ددې چې د اوتو بوتو غونډاسکې وولئ، د خپلو بدعتي، خوارجو، د القاعدې د ترورستانو او افغانستان د سرسپرده دښمنانو طالب غلامانو اعمال په اسلامي چوکاټ کې مؤجه کړئ.
په درناوي.


pattang
23.01.2014

هغوی خو نران او غازيان دي خپل هېواد ازادوي او که څو تنه نور
مسلمانان ورسره وي چې دصليبي اشغالګرو په خلاف جنګيږي کومه
بده خبره نده ! ګورۍ ستا سو بې ناموسي ته چې په زرګونو په موډرنو
وسلو سمبال صليبيان ستا سو سره يو ځای جنګيږي خو بيا مو هم
پرتوګونه ډک دي !

ښه طفيلي ژوند :
صليبيان خپل اقتصادي ،سياسي او کلتوري هدفونه لري اودتروريزم
نارې وي آو تاسو چې مفتخواره اموخته شوې ياست ،ددالرو لپاره خپل
ناموس پرې خرڅوۍ او برګ اتڼ ورسره کوۍ !
دسې ای اې دې ديجيتل اربکيه ته دومره بې غيرته انسان یې په هر ليک
او پرو پاګنده باندې چې په طالب پسې یې کوې مذدوري اخلي اوخپل
ايمان او وجدان دخرڅ کړی !

که ته نر یې ورشه دصليبيانو کارونه وغنده چې بېکاره کوي دې اوکه
نه !!!!

[quote:a7f13a01a2="اتل"]ډاکتر افغان او توریالیه بهایي پتنګه، السلام علیکم
تاسې دواړه پرځای ددې چې د اوتو بوتو غونډاسکې وولئ، د خپلو بدعتي، خوارجو، د القاعدې د ترورستانو او افغانستان د سرسپرده دښمنانو طالب غلامانو اعمال په اسلامي چوکاټ کې مؤجه کړئ.
په درناوي.[/quote:a7f13a01a2]


اتل
27.01.2014

السلام علیکم
د څشي غازیان، او د کومو صلیبیانو پر خلاف جنګ؟

آیا دپاکستان حکومت د صلیبیانو حکومت دئ چې پاکستاني طالبان یې په مقابل کې جنګیږي؟
ته یې چې صلیبیان بولې، د هغوی سره نن د پاکستان طالبانو د صلحې د خبرو کولو ته تیارئ اعلان کړ.
ژمئ به تیر شي د ذغالو تور منخ به پاتې شي.
په درناوي.


pattang
28.01.2014

دوه خبرې دي ته مه سره ګډه وه او په سياسي ډول دوه جدا قضیې
دي د پاکستان طالبان شريعت غواړي خپل کار یې دی !
دافغانستان طالبان پردي اشغالګر په قانوني او رواجي ډول
نه غواړي اوحق یې هم دی ! نو ستا مشکلات څه دي ؟؟
دالر بنديږي ؟؟؟

[quote:91e2f2e475="اتل"]السلام علیکم
د څشي غازیان، او د کومو صلیبیانو پر خلاف جنګ؟

آیا دپاکستان حکومت د صلیبیانو حکومت دئ چې پاکستاني طالبان یې په مقابل کې جنګیږي؟
ته یې چې صلیبیان بولې، د هغوی سره نن د پاکستان طالبانو د صلحې د خبرو کولو ته تیارئ اعلان کړ.
ژمئ به تیر شي د ذغالو تور منخ به پاتې شي.
په درناوي.[/quote:91e2f2e475]


اتل
28.01.2014

السلام علیکم
پتنک صاحبه، لږ انصلف او پښتو پکار ده.
پداسې حال کې چې خبره پدې وه، څه چې پاکستاني طالبانو وکړل، د درد نه یې پرسوب زیات شو. دوی يه پاکستان کې حملې وکړې، او په بدل کې یې په لسګونو طالبان د حکومتي قواوو په بمباریو کې ووژل شول، او ځایي ولس یې د یو عالم مشکلاتو سره مخامخ کړ.

او تاسې ېیادا خبره وکره :
[هغوی خو نران او غازيان دي خپل هېواد ازادوي او که څو تنه نور
مسلمانان ورسره وي چې دصليبي اشغالګرو په خلاف جنګيږي کومه
بده خبره نده] !

ما درته ولیکل چې:
[د څشي غازیان، او د کومو صلیبیانو پر خلاف جنګ؟
آیا دپاکستان حکومت د صلیبیانو حکومت دئ چې پاکستاني طالبان یې په مقابل کې جنګیږي؟
ته یې چې صلیبیان بولې، د هغوی سره نن د پاکستان طالبانو د صلحې د خبرو کولو ته تیارئ اعلان کړ].

خو اوس تاسې بیا بله ټیکۍ پکې راوچوله، چې دا دوې مسئلئ دي. پتنګ جانه، تاسې قصدآً د مسئلې د مسخ کولو دپآره په پاکستاني معضله کې صلیبان را ګډ کړل، ځګه چې د پاکستاني طالبانو د اعمالو د مؤجه کولو دپاره کوم حجت نه ؤ درسره موجود.

اوس وکوره چې د طالبانو د لاسه د شمالي وزیرستان د میرعلي نه دیارلس زره ولسي خلک کډې کولو ته مجبور شویدي.
ته ووایه چې د طالبانو قاتلانه حملو چاته ګټه وګړه. آیا طالبانو خپل ځان او ولس ته مشکلات پیښ نه کړل؟
د الله ددرګاه نه د انصاف او عدل پر بنا ولاړ قضاوت درته غواړم.
دا لاندې رپوټ ډیوې خپور کړیدي:
=======
شمالي وزيرستان : گوله بارۍ کې دوه جنگيالي وژل شوي
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په پټو ځالو د هېلي کاپټرو څخه گوله بارۍ کې دوه جنگيالي وژل شوي دي .

TEXT SIZE
27.01.2014
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په پټو ځالو د هېلي کاپټرو څخه گوله بارۍ کې دوه جنگيالي وژل شوي دي .
د افغانستان پولې ترڅنگ د قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دغه عمليات شوي دي ، او د عملياتو په مهال سيمې ته د تگ راتگ لارې تړل شوې وې او د تلونکو راتلونکو تلاشي هم اخستل کېده .
د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د تېرې اوونۍ راهسې د وسله جنگيالو په ضد عمليات دوام لري . د امنيتي سرچينو ترمخه تېره اوونۍ د جنگي الوتکو او هېلي کاپټرو په گوله بارۍ کې د 36 بهرملکي جنگيالو په گډون نزدې 40 وسله وال وژل شوي وو .
ميرعلي سيمه کې د پوځ لخوا جنگيالو په ضد د تېرې اوونۍ راهسې د پېل شوؤ عملياتو وروستو خلکو د علاقې نه کډې کول پېل کړي دي ، او د راپورونو ترمخه تراوسه پورې 13000 کسانو علاقه پرېښودې او کډوال شوي دي . د صوبائي چارواکو په وينا کډوالو قبائيلي علاقې ته څېرمه د بنو او ټانک په سيمو کې کډې اچولي دي .
شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په ضد عملياتو کې زياتوالی په داسې حال کې رامخې ته شوی دی . چې څو ورځې وړاندې د خيبرپښتونخوا په بنو سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان موټري بم چاؤدنه او راولپينډۍ کې دجي ايچ کيو سره نزدې ار اى بازار کې ديو ځانمرگي بريد له امله دلسگونو پوځيانو دوژل کيدو د پېښو پړه د پاکستاني طالبانوتحريک قبوله کړې وه .
او د هغې وروستو د پاکستان پوځ په سيمه کې د جنگيالو په پټو ځايونو د جنگي الوتکو او هېلي کاپټرو څخه د گوله بارۍ عمليات پېل کړي دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more