د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان ولې خپل ولس په خارجي ترورستانو وژني؟

اتل
21.01.2014

السلام علیکم
خبریال وایي چې ۱۴ وسله وال او يو پاکستانى د ماينونو ټرينر په ماين چاودنه کې ووژل سول.
طالبان پر ځای ددې چې خارجي ترورستان راولي ماینونه پرې جوړ کړي او دا د فخر وړکمال طالبانو ته هم ورزده کړي، چي خپل مسلمان ولس پرې قتل کړي، طالبانو ته پکار دی چې داسې سامان آلات اختراع او جوړ کړي، چې د ولس درد پرې دوا شي، او د ژوند په مختلفو برخو کار ترې واخیستل شي.

دغه ۱۴ تنه افغان طالبان چې د خارجیانو په لمسون پدې نیابتي جنګ کې د ماین جوړولو په چار کې ووژل شول، کیدای شو د ملک په آبادۍ او افغاني ټولنې کې د خدمته په لاره کې ډیر مؤثر ثابت شوی وای.

طالبانو بیابیا انکار کړئ، چې خارجیان یې پدې ترورستی جنک کې ملاتړ نه کوي، خو بیا بیا ثابت شوي، چې طالبان خارجي ترورستان راولي او خپل وطنوال ورباندې وژني، اود ملک اډانه ورباندې ورانوي. طالبان چې د خپلو خارجي افغان دښمنه بادارانو دپاره جنګ کوي، هدف یې دافغان ولس وژنه، او دملک تباهي ده، تر څود افغانستان پرمختګ او ترقې بیرته بدوي ژوند ته ورستانه کړي.
الله دې طالبانو ته د نیکو هدایت وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more