د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

یو هلک او یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم وژل شوي دي

اتل
25.11.2013

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم

۱- د اسلامي ارشاداتو پر بنا دا هلک او نجلۍ باید وژل شوي واي، او ک د واده ورکولو اجازه ورکړل شوې واي؟

۲- پښتو څه وایي چې باید دواړه ووژل شي، او واده کولو ته اجازه ورکړه شي؟

۳- باید دپښتو ددود پیروی وشي، که داسلامي ارشداتو؟

په درناوي.


Re: یو هلک او یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم وژل شوي دي

م . ق
25.11.2013

[quote:39775f6388="اتل"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم

۱- د اسلامي ارشاداتو پر بنا دا هلک او نجلۍ باید وژل شوي واي، او ک د واده ورکولو اجازه ورکړل شوې واي؟

۲- پښتو څه وایي چې باید دواړه ووژل شي، او واده کولو ته اجازه ورکړه شي؟

۳- باید دپښتو ددود پیروی وشي، که داسلامي ارشداتو؟

په درناوي.[/quote:39775f6388]

اسلام وايي هر یو باید سل سل درې ووهل شي او د یو کال لپاره تبعید شي کچېرې یې واده نه وي کړی او که واده یې کړی وي سنګسار یې سزا ده!

خو ستا څنګه د اسلام سره دلچسپي پیدا شوه؟ غواړې له دې لارې په پښتو ډزې وکړې؟


اتل
26.11.2013

م.ق.، صاحب، اسلام علیکم
وروره دغه هلک او نجلۍ خو زنا نه وه کړې چې په دُرو ووهل شي او یا یو کال تبعید شي. دوی خو د واده کولو په مقصد د کورونو نه تښتیدلي وو.
آیا تاسې دهغوی قتل روا بولئ؟
الله دې مل


tandar
26.11.2013

اسلام علیکم
پښتنو دناموسداري په حساب نيم قران منلي اونيم يې نه دي منلي که پري کافر هم له دنيا ځي
نودلته له مذهبه داموضوع تحليلوي ؟
اوکه دافغانيت اودپښتنو درسم اورواج له رويه ؟
که کجاوي سره نه وي بار کړي نوشونډي خوبه يې حتمي چشه کلان سره ځبيښلي وي چه خبره ترتښتيدلو پوري رسيدلي ده
دنجلۍ کورني ته په خپلوانو اوقوم کي داپيغور يوابدي اوتدريجي مرګ نه دي ؟

داتښتيدل اوعشقبازي ګاني به اشغالګر په مونږ کي زيات رواج کړي لږ صبر وکړي ديموکراسي ، ډيسکوګاي ، نڅاوي ، عياشي ، ډالري معايشونه
مستي ګاني شرابونه غلام واکداران به يې حمايه کوي بيا دي افغاني غيرت يوپلاستکي خلطه کي تاو اوتاخچه کي کيږده :oops:
خدايه څه شول هغه ګڼ ګڼ کميسونه
.........................چه خوريدل اوګرځيدل په غرو رغو کي
ديوه ازاد اوباحثيته اوبا پته لوي افغانستان په هيله

[quote:4f4bb80df1="اتل"]م.ق.، صاحب، اسلام علیکم
وروره دغه هلک او نجلۍ خو زنا نه وه کړې چې په دُرو ووهل شي او یا یو کال تبعید شي. دوی خو د واده کولو په مقصد د کورونو نه تښتیدلي وو.
آیا تاسې دهغوی قتل روا بولئ؟
الله دې مل[/quote:4f4bb80df1]


اتل
27.11.2013

تندر صاحب، السلام علیکم
وروره، د اسلام بر بنا ددغو دوو قتل نارو کار دئ. اول خو دا چې مجردان حتی د زنا په ګناه په قتل نه روسول کیږي. او د زنا په ګناه مجازات عیني شاهدان غواړي، او هغه هم داسې شاهدان چې عیني عمل یې په کاملو جزئیاتو لیدلئ وي، او داسې شهادت قریب نا ممکن دئ. او دواړه لوري بایدي په کناه اعتراف هم وکړي.

راغلو پښتونولۍ ته، دا معلومه نده چې پدې پيښه کې دخیل ټول پښتانه دي او که نه؟
په پښتنو کې هم دغسې مسائل په ننواتیې او ناغه حل کیدای شي.
ورورجانه تاسې موږ پښتانه او زموږ دود او دستور د وحشت دورې ته مه باسۍ. دغسې عمل چې نه یې اسلام مني او نه هم هيڅ کوم بل انساني نورم، په پښتنو مه ور تپئ. پښتاته حتی د قتل په مسائلو کې روغه جوړه کوي. ما ډیرې داسې واقعې لیدلې چې نجلۍ د هلک کره ور تښتیدلې، بیا دواړو خواوو د هلک او نجلۍ واده کړئ او مسئله حل شویده.

تاسې له یوې خوا په پښتنو تو رلګوئ چې نیم قرآن یې قبول کړئ، او له بلې خوا د ناموس نه وحشت او بربریت جوړوئ.
ښه ورته ځیر شه چې دنړې ټول ملکونه او اقوام لدې مراحلې تیر شویدي. دا یوازې د پښتنو غیرت ندئ، بلکه په نوره دنیا کې هم دغه حال ؤ، خو هغوی د موږ نه ډیر مخکې لدغو مراحلو نه تیر شویدي، او اوس پر موږ راغلې ده.

موږ لا هم د بدوي ژوند په زولانو کې ښکیل یو. تاسې پدې ارتباط د غرب کلتور ته ګوته مه نیسئ چې افغانستان ته به هم دغسې کلتور راولي، بلکه دا د تاریخ جبردئ. بیا ښه ورته ځیر شئ، هغه شیان چې ته یې لرې او کوې، ستا مور او پلار چیرې هم نه لرل، نه یې کول او نه یې منل.

کله چې انسان معقول کیږي، متمدن کیږي، اهل د علم او معرفت کیږي، ورسره یې حکومت او قوانین معقول کیږي او د قوانینو عملي کیدل یې وجیبه ګرزي، د انسان د ژوند په اهمیت پوهیږي، احساسات یې په معقولیت بدلیږي، او بدوې نامعقول عنعنات ترک کوي، د مسائلو د حل دپاره قانون ته غاړه ږدي.

که حکومتي او عدلي ضوابط حکمفرما وای، کله به هم نا معقولو انسانانو دالله او ملک قانون په لاس کې نه وای اخیستئ، اودغه دواړه بې تجربې ځوانان به یې په قتل نه وای رسولي.
ډ الله نه کامیابي درته غواړم.
په الله دې سپارم.


tandar
27.11.2013

اتل صيب سلامونه
تاسوله بشري حقوقو اوقوانينو موضوع څيړي خوداراته هم ووايه چه دلندن دملکي پخواني طلاقه شوي نګور ديانه ولي او چا تيره کړه ؟
که واقعا دموټر ټکر يې عامل و ؟
چه نن يې څوک له ډاره يادولي هم نشي، اروپا، ٢١ قرن ،حقوق بشر خصوصا دښځو حقوق په کي خوندي هم دي
جامعه فرق کوي
ايا ددوي مينه رسوا شوي وه ؟
خواستګاري ګاني اوداسي نور دحل قدمونه ايښودل شوي ؟
ننواني شوي وي ؟
ايا نجلی په خپله خوښه ورسره تښتيدلي ؟ که تختول شوي؟
له دود اودستور نه وتل دغسي عواقب لري
دړندو په بازار چه ورګډ شوي يوه سترګه به ورسره پټوي
زمونږ په جامعه کي چه دعدل اوبشريت قوانين پلي کيږي زما دکړوسيانو په قبرو به
هم نخترو ځنغوزي نيولي وي :oops:
مرګ په وطن فروشانو


پتوال
27.11.2013

۱- د اسلامي ارشاداتو پر بنا دا هلک او نجلۍ باید وژل شوي واي، او ک د واده ورکولو اجازه ورکړل شوې واي؟

که زنا یې قاضي ته داسې تثبیت شي چې ۴ تنه شاهدان پرې تیر شي وي، چې ګواکې هر یوه له یوه بیل اړخ څخه د هلک د زنا ډکی د جلۍ د زنا په غوږکې ننوتی دي ، نو قاضي پرې د سل سل دورو حکم صادروی، نه وژل .
له سزا او ټاکلې مودې وروسته دوی دواړه سره واده کولی شي.

۲- پښتو څه وایي چې باید دواړه ووژل شي، او واده کولو ته اجازه ورکړه شي؟
که خلکو ته رسوا شوي نه وي نو الف : ځینې پښتانه يې وژني او ب: ځینې يې سره نکاح تړي او د الله قهرته یې سپاري ،
خو که رسوا شوي وي مور او پلار یې پخپله بې مرګه يې نه پریږدي .

۳- باید دپښتو ددود پیروی وشي، که داسلامي ارشداتو؟
که رسوا شوي نه وي نو بیا خو ۴ شاهدان هم نه لري نو د پښتو د ب حالت سره سم چاره يې ښه ده. او که رسوا شوي وي ، شاهدان پوره او کره شرعي شاهدي ممکنه وي یا ۴ څلور ځلې داوطلبانه پخپله په ځا شاهديووايي نو شرعي سزا يي اړینه او غوره ده، څو یې دورو یا اړونده رجم سره د آخرت له پاره ګناه هم وبخښله شي.


و.افغان
29.11.2013

[quote:81f04e9adc]
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
۱- د اسلامي ارشاداتو پر بنا دا هلک او نجلۍ باید وژل شوي واي، او ک د واده ورکولو اجازه ورکړل شوې واي؟
۲- پښتو څه وایي چې باید دواړه ووژل شي، او واده کولو ته اجازه ورکړه شي؟
۳- باید دپښتو ددود پیروی وشي، که داسلامي ارشداتو؟
په درناوي.
[/quote:81f04e9adc]
««««په ټولنه کې د هلک او انجلۍ تېښته او شرعي دريځ »»»»»»
بسم الله، الحمد لله، والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه.
څو ورځې وړاندې يو ورور د دې موضوع په هکله يوه پوښتنه مطرح کړېوه، چې په لاندې ډول ځواب شوه، تاسې سره يې د څه بدلون سره شريکوم.

د اسلام له مخې د امام ابو حنيفه رحمه الله د مذهب په فقه کې د هلک او جنۍ حالت ته کتلی شي.
که دواړه مجردان وي، د نکاح په موخه تللي وي، او نکاح يې سره شرعا تړلې وي، نو مېړه او ښځه دي، د هيچا پرې کار نشته.
د امام ابو حنيفه د مذهب له مخې د جنۍ لپاره په نکاح کې د ولي شرط اړين نه دی، بلکه مستحب دی، کله چې كامل اهليت (عقل, په خبرې پوهېدل، او بلوغ) ته ورسيږي، نو د خپل ځان د نکاح کولو واک لري، البته نور معلوم شرطونه اړين دي. جمهور د علماوو ولي اړين شرط، او پرته له هغه يې نکاح باطلوي.
ولي څوک دی؟
پلار په اتفاق سره ولي دی، له پلار پرته د جنۍ هر عصبه ولي کېدلی شي، البته نږدې عصبه لرې عصبه حجبوي، عصبه د جنۍ هر هغه خپل دی، چې د دواړو په منځ کې ښځه واسطه نه وي.
هو, دلته يوه ضروري مسأله شته، هغه دا چې امام صاحب په نکاح کې کفاءت شرط بولي، يعنې سړی بايد د ښځې سره په منزلت کې مساوي يا نزدې وي، داسې نه وي، چې د دغه سړي سره خېښي د ښځې د کورنۍ لپاره يو شرم وي، که چېرې خبره داسې وه، نو ولي حق لري چې دغه نکاح فسخه کړي، همدارنګه که چېرې يې مهر مثل نه وو ورکړی، نو هم ولي د نکاح د فسخ کولو حق لري، د دې معنا دا ده چې د امام صاحب مذهب کامل الأهليته ښځې ته مطلقه آزادي نه دی ورکړې. بلکه د ولي اهميت ته هم د پام وړ قايل دی.
که چېرې پرته له اکراه دواړو له نکاح څخه مخکې د زنا اقرار وکړ، نو ۱۰۰ درې وهل کيږي، يا ورباندې په معلوم شوو شروطو ثابته شوه؛ نو بيا هم ۱۰۰ درې وهل کيږي.
همدارنګه د امام صاحب د مذهب له مخې له يادې شوې سزا پرته نور څه نشته، يعنې د يو کال لپاره تبعيد يا تغريب نه د جنۍ لپاره شته او نه د هلک لپاره.
-------------------------------------------------------------------------
په دې اړه نور شرعي تفصيل:
شرعا داسې مشبوهو کسانو ته د زنا د اقرار تلقينول ناروا دي، بلکه په زنا باندې د نه اعتراف تلقين ورته مستحب دی.
که چېرې دواړو د نکاح کوښښ کړی وي، مخه يې نيول شوي وي، نو دوی شرعي نکاح پرته له ولي څخه د قاضي يا نکاح تړونکي له لارې وتړله، او يا يې خپله ځان په شرعي الفاظو د شاهدانو په حضور کې ورنکاح کړ، او خپله نکاح يې اعلان کړه، نو هيڅ پرې نشته.
که چېرې پرته له کوم سببه دواړه د نکاح په موخه پرته له اجازې وتلي وي، نو نکاح سمه بلل کيږي، او ورسره دې تأديب هم ورکړ شي، ځکه چې د ولي په حق يې پښې ايښي دي، او د ټولنې عرف يې هم مات کړی.
اما که دواړه د يارانې او فحاشۍ لپاره وتي وي؛ نو بيا يې هم تأديب او هم سزا پکار ده، که زنا پرې ثبوت شوه، اسلامي حکم پرې جاري کيږي.
د زنا د اثبات لپاره تحقق نه دی پکار، مګر کله چې د اغتصاب حالت وي. نو هلته د دعوی سره سم تحقيقات پيليږي.
که چېرې زنا ثبوت شي، يا نشي؛ په دواړو حالتونو کې په نکاح باندې د هغوی مجبورول شرعا حرام دي.
په نکاح کې اعلان ضرور دی، او د شاهدانو شتون په مجلس النکاح کې هم يو ډول اعلان دی، اګر که اشهاد او اعلان دواړه فرق لري.
که چېرې قاضي نکاح دغه نکاح د ولي د نه موجوديت په وجه ونه مني، نو بيا هم حد نه لازميږي، ځکه چې شبهه رامنځته شوه، او دواړه به سره جدا کيږي.
د زنا د اثبات لپاره يا د خپلې خوښې اعتراف يا ۴ شاهدانو ته کتلی شي، او بس.
امام شافعي او احمد په د زنا د ثبوت په حالت کې د حيث له مخې هلک او جنۍ دواړو ته د يو کال تبعيد قايل دي، امام مالک بيا يواځې هلک ته د دغې سزا قايل دی.
که چېرې دواړه يا يو يې محصن وي، نو سنګساريږي.
محصن هغه سړي ته ويل کيږي، چې ښځه يې کړي وي، او دخول يې هم پرې کړی وي، او محصنه هغې ښځې ته ويل کيږي، چې مېړه يې کړی وي، او دخول هم پرې شوی وي.
که چېرې د اقرار يا شاهدانو له لارې زنا ثبوت نشوه، او چا په دواړو تور ولګاوه، نو فاسق بلل کيږي، او حد قذف پرې تطبيقيږي، کوم چې 80 دري وهل دي. تر څو يې چې توبه نه وي ويستلي؛ په نورو پېښو کې يې هم شاهدي نه قبليږي.
په اسلامي احکام باندې و د قبلوي عنعناتو او تقاليدو مخکې کول يوه ستره ګناه ده، بلکه ځينې علماء يې کفر بولي.
او که چېرې له زړه نه دا عقيده ولري، چې زما دغه د پښتو حکم د الله جل جلاله له شرعي حکم سره برابر يا ترې غوره دی، نو بيا متفق عليه کافر دی.
زمونږ د افغانانو عوام او خواص ځانونه کلک حنفيان بولي، خو په دې مسأله کې هم له خپله مذهبه تيريږي، او هم د جمهورو له مذهبه. په خلاصه ډول له ټولو اسلامي احکامو ورتيريږي، دا مصيبت ټولنې جوړ کړی، او د اسبابو ځېږوونکې يې هم ټولنه شمېرل کېدی شي. ډېر خلک چې دغو عنعناتو او تقاليدو باندې ايمان نه لري، خو د ټولنې د فشار په وجه ورته غاړه ږدي.

پلرونو او ميندو ته توصيه کول پکار دي چې د خپلو بچيو څارنه وکړي، د واده په مسأله کې هغوی ته مشورې ورکړي، اما مجبوره کوي دې نه، تر څو له بدې بدتر ته لاس وانه چوي، دلته بيا هر پلار او مور خپل ځوی او لور ښه پېژني، چې تر کومه حده د هغوی اطاعت او پيروي کوي، او تر کومه حده دوی پر هغوی خپله خبره منلی شي. مور او پلارې د خپلو بچيو د ښې ښه کوښښ وکړي، اما له بلوغ وروسته پرې بيا مور او پلار نه نيول کيږي.
په آخره کې دعا کوم، چې لوی الله جل جلاله دې مونږ او تاسې له دې لويو امتحانونو نه په امان کړي.

په درنښت


اکرم
29.11.2013

ټولو ته سلام او درناوی !

اتل کاږي:
[quote:93f73c104d][color=red:93f73c104d]یو هلک او یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم وژل شوي دي[/color:93f73c104d][/quote:93f73c104d]
نن ورځ داسې یو حالت راغلي چې دیو خبر دريښتیا او دروغو تر منځه توپیر مستوفی هم نه شې کولای ! دا چې څوک ريښتیا وایې او څوک دروغ وايي یواځې خدای جل جلاله پرې ښه پوهیږې!

دلته دوه خبرې دي یوه دسیاسی پروپاګند او اوتبلیغاتو ، (چې ماشا الله اتل او میرویس يې پټ اتلان دي) او بله په ټولنه کې د بې باکۍ، لاقانونۍ، دمشروع قدرت او امنیت دخلا خبره.
بې امنیتی او بې قانونې خو روښانه ده چې په نسبی توګه دمراکزو پر ته په درست هیواد کې نشته، اوعامیلین یې هم معلوم دي چې همدا دولت اوملاتړي یې دي
.دوي غواړي خپل وتلی پرتو ګ دپروپاګند له لارې په مونږ بیرته په کونه کړي!
او خپل مسؤلیت دتبلیغاتو اوپروپاګند له لارې په نورو اچوي !
دپروپاګند معنی هم همدا ده چې مسؤلیت په بل واچوه او ځانه اتل اومیرویس کړه!

نو چې امنیت اوعدالت نه وي ، پولیس او قاضی نوي ديوې بیرته پاتې او په جګړه کې لاهم ښکیلې اوځپلې ټولنې نه د څه شي توقع؟
داتل او میرویس دپروپاګند تمویلونکي او حامین دې لطف وکړي اوو دې وايي چې ددوي تر ولجې لاندې سیموکې ولې داسې غیر انسانی او اسلامي کړنې تر سره کیږي؟ دا دچا مسؤلیت دی چې دخپل کونترول لاندې سیمو کې د ځنکلی اعمالو مخنیوی نه شي کولای؟
زه وایم دا نه شرعې مسله ده اونه دعرف . دا د لیونتوب ،حیوانیت اوځنګل مسله ده او ښایي چې عمدي هم وي! اوپړه یې هم د پروپاګندچایانو او دهغوي دتمویل کونکو ، او د هر هغه چا چې دا ځنګلی چاپیریال را منځته کړی په غاړه ده.


pattang
29.11.2013

اکرم خانه اسلام عليکم !
وروره په قلم دې برکت شه له پاکو انسانانو همدغه تمه کېږي چې
واقعت په اسنادو سره ووايې او پټه خوله پاتې کېدل په دې شرائطو
کې ګناه او وجداني مسئوليت دی ! خدای پاک دوکړي چې نور وروڼه
هم دواقعت ، حقيقت ،عدالت او خپلواکي عینکې په سترګو کړي !
اتل او ميرويس خاص هدف لري او هغه ما درک کړی دی امکان
لري چې دوی دواړه هم حشمت خيل وي !
مننه

[quote:0bcd1d0df2="اکرم"]ټولو ته سلام او درناوی !

اتل کاږي:
[quote:0bcd1d0df2][color=red:0bcd1d0df2]یو هلک او یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم وژل شوي دي[/color:0bcd1d0df2][/quote:0bcd1d0df2]
نن ورځ داسې یو حالت راغلي چې دیو خبر دريښتیا او دروغو تر منځه توپیر مستوفی هم نه شې کولای ! دا چې څوک ريښتیا وایې او څوک دروغ وايي یواځې خدای جل جلاله پرې ښه پوهیږې!

دلته دوه خبرې دي یوه دسیاسی پروپاګند او اوتبلیغاتو ، (چې ماشا الله اتل او میرویس يې پټ اتلان دي) او بله په ټولنه کې د بې باکۍ، لاقانونۍ، دمشروع قدرت او امنیت دخلا خبره.
بې امنیتی او بې قانونې خو روښانه ده چې په نسبی توګه دمراکزو پر ته په درست هیواد کې نشته، اوعامیلین یې هم معلوم دي چې همدا دولت اوملاتړي یې دي
.دوي غواړي خپل وتلی پرتو ګ دپروپاګند له لارې په مونږ بیرته په کونه کړي!
او خپل مسؤلیت دتبلیغاتو اوپروپاګند له لارې په نورو اچوي !
دپروپاګند معنی هم همدا ده چې مسؤلیت په بل واچوه او ځانه اتل اومیرویس کړه!

نو چې امنیت اوعدالت نه وي ، پولیس او قاضی نوي ديوې بیرته پاتې او په جګړه کې لاهم ښکیلې اوځپلې ټولنې نه د څه شي توقع؟
داتل او میرویس دپروپاګند تمویلونکي او حامین دې لطف وکړي اوو دې وايي چې ددوي تر ولجې لاندې سیموکې ولې داسې غیر انسانی او اسلامي کړنې تر سره کیږي؟ دا دچا مسؤلیت دی چې دخپل کونترول لاندې سیمو کې د ځنکلی اعمالو مخنیوی نه شي کولای؟
زه وایم دا نه شرعې مسله ده اونه دعرف . دا د لیونتوب ،حیوانیت اوځنګل مسله ده او ښایي چې عمدي هم وي! اوپړه یې هم د پروپاګندچایانو او دهغوي دتمویل کونکو ، او د هر هغه چا چې دا ځنګلی چاپیریال را منځته کړی په غاړه ده.[/quote:0bcd1d0df2]


م . ق
02.12.2013

[quote:088b9e72ae="وهاج افغان"][quote:088b9e72ae]
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
۱- د اسلامي ارشاداتو پر بنا دا هلک او نجلۍ باید وژل شوي واي، او ک د واده ورکولو اجازه ورکړل شوې واي؟
۲- پښتو څه وایي چې باید دواړه ووژل شي، او واده کولو ته اجازه ورکړه شي؟
۳- باید دپښتو ددود پیروی وشي، که داسلامي ارشداتو؟
په درناوي.
[/quote:088b9e72ae]
««««په ټولنه کې د هلک او انجلۍ تېښته او شرعي دريځ »»»»»»
بسم الله، الحمد لله، والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه.
څو ورځې وړاندې يو ورور د دې موضوع په هکله يوه پوښتنه مطرح کړېوه، چې په لاندې ډول ځواب شوه، تاسې سره يې د څه بدلون سره شريکوم.

د اسلام له مخې د امام ابو حنيفه رحمه الله د مذهب په فقه کې د هلک او جنۍ حالت ته کتلی شي.
که دواړه مجردان وي، د نکاح په موخه تللي وي، او نکاح يې سره شرعا تړلې وي، نو مېړه او ښځه دي، د هيچا پرې کار نشته.
د امام ابو حنيفه د مذهب له مخې د جنۍ لپاره په نکاح کې د ولي شرط اړين نه دی، بلکه مستحب دی، کله چې كامل اهليت (عقل, په خبرې پوهېدل، او بلوغ) ته ورسيږي، نو د خپل ځان د نکاح کولو واک لري، البته نور معلوم شرطونه اړين دي. جمهور د علماوو ولي اړين شرط، او پرته له هغه يې نکاح باطلوي.
ولي څوک دی؟
پلار په اتفاق سره ولي دی، له پلار پرته د جنۍ هر عصبه ولي کېدلی شي، البته نږدې عصبه لرې عصبه حجبوي، عصبه د جنۍ هر هغه خپل دی، چې د دواړو په منځ کې ښځه واسطه نه وي.
هو, دلته يوه ضروري مسأله شته، هغه دا چې امام صاحب په نکاح کې کفاءت شرط بولي، يعنې سړی بايد د ښځې سره په منزلت کې مساوي يا نزدې وي، داسې نه وي، چې د دغه سړي سره خېښي د ښځې د کورنۍ لپاره يو شرم وي، که چېرې خبره داسې وه، نو ولي حق لري چې دغه نکاح فسخه کړي، همدارنګه که چېرې يې مهر مثل نه وو ورکړی، نو هم ولي د نکاح د فسخ کولو حق لري، د دې معنا دا ده چې د امام صاحب مذهب کامل الأهليته ښځې ته مطلقه آزادي نه دی ورکړې. بلکه د ولي اهميت ته هم د پام وړ قايل دی.
که چېرې پرته له اکراه دواړو له نکاح څخه مخکې د زنا اقرار وکړ، نو ۱۰۰ درې وهل کيږي، يا ورباندې په معلوم شوو شروطو ثابته شوه؛ نو بيا هم ۱۰۰ درې وهل کيږي.
همدارنګه د امام صاحب د مذهب له مخې له يادې شوې سزا پرته نور څه نشته، يعنې د يو کال لپاره تبعيد يا تغريب نه د جنۍ لپاره شته او نه د هلک لپاره.
-------------------------------------------------------------------------
په دې اړه نور شرعي تفصيل:
شرعا داسې مشبوهو کسانو ته د زنا د اقرار تلقينول ناروا دي، بلکه په زنا باندې د نه اعتراف تلقين ورته مستحب دی.
که چېرې دواړو د نکاح کوښښ کړی وي، مخه يې نيول شوي وي، نو دوی شرعي نکاح پرته له ولي څخه د قاضي يا نکاح تړونکي له لارې وتړله، او يا يې خپله ځان په شرعي الفاظو د شاهدانو په حضور کې ورنکاح کړ، او خپله نکاح يې اعلان کړه، نو هيڅ پرې نشته.
که چېرې پرته له کوم سببه دواړه د نکاح په موخه پرته له اجازې وتلي وي، نو نکاح سمه بلل کيږي، او ورسره دې تأديب هم ورکړ شي، ځکه چې د ولي په حق يې پښې ايښي دي، او د ټولنې عرف يې هم مات کړی.
اما که دواړه د يارانې او فحاشۍ لپاره وتي وي؛ نو بيا يې هم تأديب او هم سزا پکار ده، که زنا پرې ثبوت شوه، اسلامي حکم پرې جاري کيږي.
د زنا د اثبات لپاره تحقق نه دی پکار، مګر کله چې د اغتصاب حالت وي. نو هلته د دعوی سره سم تحقيقات پيليږي.
که چېرې زنا ثبوت شي، يا نشي؛ په دواړو حالتونو کې په نکاح باندې د هغوی مجبورول شرعا حرام دي.
په نکاح کې اعلان ضرور دی، او د شاهدانو شتون په مجلس النکاح کې هم يو ډول اعلان دی، اګر که اشهاد او اعلان دواړه فرق لري.
که چېرې قاضي نکاح دغه نکاح د ولي د نه موجوديت په وجه ونه مني، نو بيا هم حد نه لازميږي، ځکه چې شبهه رامنځته شوه، او دواړه به سره جدا کيږي.
د زنا د اثبات لپاره يا د خپلې خوښې اعتراف يا ۴ شاهدانو ته کتلی شي، او بس.
امام شافعي او احمد په د زنا د ثبوت په حالت کې د حيث له مخې هلک او جنۍ دواړو ته د يو کال تبعيد قايل دي، امام مالک بيا يواځې هلک ته د دغې سزا قايل دی.
که چېرې دواړه يا يو يې محصن وي، نو سنګساريږي.
محصن هغه سړي ته ويل کيږي، چې ښځه يې کړي وي، او دخول يې هم پرې کړی وي، او محصنه هغې ښځې ته ويل کيږي، چې مېړه يې کړی وي، او دخول هم پرې شوی وي.
که چېرې د اقرار يا شاهدانو له لارې زنا ثبوت نشوه، او چا په دواړو تور ولګاوه، نو فاسق بلل کيږي، او حد قذف پرې تطبيقيږي، کوم چې 80 دري وهل دي. تر څو يې چې توبه نه وي ويستلي؛ په نورو پېښو کې يې هم شاهدي نه قبليږي.
په اسلامي احکام باندې و د قبلوي عنعناتو او تقاليدو مخکې کول يوه ستره ګناه ده، بلکه ځينې علماء يې کفر بولي.
او که چېرې له زړه نه دا عقيده ولري، چې زما دغه د پښتو حکم د الله جل جلاله له شرعي حکم سره برابر يا ترې غوره دی، نو بيا متفق عليه کافر دی.
زمونږ د افغانانو عوام او خواص ځانونه کلک حنفيان بولي، خو په دې مسأله کې هم له خپله مذهبه تيريږي، او هم د جمهورو له مذهبه. په خلاصه ډول له ټولو اسلامي احکامو ورتيريږي، دا مصيبت ټولنې جوړ کړی، او د اسبابو ځېږوونکې يې هم ټولنه شمېرل کېدی شي. ډېر خلک چې دغو عنعناتو او تقاليدو باندې ايمان نه لري، خو د ټولنې د فشار په وجه ورته غاړه ږدي.

پلرونو او ميندو ته توصيه کول پکار دي چې د خپلو بچيو څارنه وکړي، د واده په مسأله کې هغوی ته مشورې ورکړي، اما مجبوره کوي دې نه، تر څو له بدې بدتر ته لاس وانه چوي، دلته بيا هر پلار او مور خپل ځوی او لور ښه پېژني، چې تر کومه حده د هغوی اطاعت او پيروي کوي، او تر کومه حده دوی پر هغوی خپله خبره منلی شي. مور او پلارې د خپلو بچيو د ښې ښه کوښښ وکړي، اما له بلوغ وروسته پرې بيا مور او پلار نه نيول کيږي.
په آخره کې دعا کوم، چې لوی الله جل جلاله دې مونږ او تاسې له دې لويو امتحانونو نه په امان کړي.

په درنښت[/quote:088b9e72ae]

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
ډېره زیاته مننه دروند او ګران ورور ښاغلي وهاج افغان صیب، الله مو په علم او قلم برکت کړه چې د دین او وطن په خدمت کې خپلې مخلصانه هڅې له خپلو وطنوالو او مینه والو څخه نه سپموئ او په دې لاره کې لا زیار باسئ.
ټول افغان ته د راستنیدو درته مبارکي او ښه راغلاست وایم، هرکله راشئ، الله مو راوله! دا ستاسې کور دی او مرور ورونه خپل کور د تل لپاره نه پریږدي، نور باید افغانان سره یو موټی او پخلا شي ترڅو د اغیارو او وطن پلورونکو د شومو توطئو مخه ونیسي.
د درنو مشرانو هریو ښاغلي وطنمل صیب او حلیمي صیب په اجازه د ټول افغان لخوا خپلو پخوانیو زړو ملګرو او مرورو دوستانو ته بلنه ورکوم چې خپلې زړې خونې ته راستانه شي او د دین، وطن او ملت په اړه خپل رغوونکي او سموونکي اندونه او فکرونه راسره شریک کړي، او پدې ترتیب د کفر او اشغال په مقابل کې پدې سنګر کې زمونږ ملتیا وکړي.
تاسې ګورئ چې په افغان ناموس او حریم له هرخوا څخه هراړخیزې حملې او بریدونه جاري دي، نه مو دین، نه افغانیت، نه کلتور، نه ژبه، نه فکر هیڅ مو خوندي پاتې نشو.
د امریکا په وجود کې په افغان وطن هغه ناوړې بلاګانې او افتونه رانازل شول چې په تاریخ کې یې مونږ ساری نه دی لیدلی، او ددې ټولو مصیبتونو، ګواښونو او ننګونو مخه یوازې او یوازې د مسلمانانو او د اسلامي افکارو د خاوندانو په خپل مینځي اتحاد او مشترک او منسجم پلان سره نیول کیداي شي خو که مونږ له بصیرت او حکمت څخه کار واخلو، عجله ونه کړو او شخصي احساسات شاته وغورځوو.
سلفي، طالب، اخواني، ملا، مکتبي، تبلیغي، دیوبندي وغیره دغه توپیرونه باید د اوس لپاره هیر کړو، او د دښمن په مقابل کې په یو صف کې ودریږو، چې کله مو خپلواکي ترلاسه کړه بیا د هرچا خوښه چې د کوم حزب او ډلې پیروي کوي او کنه.
غواړم پدې اړه ستاسې نظر واورم.

په مننې او درنښت

مبارز. ق


اتل
06.12.2013

تندر صاحبه، السلام علکم
وروره، دا فارسي متل به دې خامخا اوریدلئ وي، چې: مُشت نمونه یې خروار است.
زه هم پدې غږیدم چې زموږ ملک لا هم د قوانینو د عملي کیدو په ساحه کې په بدوي حالت کې دئ. که په ملک کې سوله او امنیت وای، او قوانین عملی کیدی، چیرې به هم بېمسؤلیته خلکو د الله او ملک قانون په لاس کې نه وای اخیستئ، او دغه دواړه ځوانان به یې پداسې بې رحمۍ نه وای قتل کړي.

تاسې هم همدې خبری ته راغلې، او وموویل تر هغې چې په ملک کې قانون حاکم کیږي، حتی ستا د اولادونو په قبرو به نښترشنه شوي وي.

له یوې خوا راسره هم عقیده کیږي او له بلې خوا کنځلې کوې. داهم شو ستا اخلاق او افغانیت. داسې ښکاري چې ته هم، دنا مسؤلو او بې قانونه خلکو مُشت نمونه ای، خروار سړي یې.

ورورجانه، په وخوره او ونغره، نن سبا د ځنګلونویبږې هم پوهیږي.

الله دې سجیه اخلاق در په برخه کړي.


tandar
07.12.2013

داتل صيب دوعا دي رب قبوله کړي :oops:
[color=red:e7bbf56acc]الله دې سجیه اخلاق در په برخه کړي.[/color:e7bbf56acc]
اتل صيب سلامونه
نن لکه چه په چپ اړخ راجيګ شوي يې؟
زما کنځلي راپه ګوته کړه بيا تهمت کوه ؟
زما اوستا عمر سره حتمي فرق کوي نو اخلاق به مو ددانش له توپيره هم سره فرق کوي ؟
دادعاشقانو دژوند اووژل کيدو موضوع ښاغلي پتوال صيب ښه څيړلي ده
تاسو اوس په دي موضوع خيالي تبصيري کوي خوما دظاهرشاه په وخت کي ددوه کورنيو ترمينځ په عمل کي ليدلي
حتي نژدي و چه زه خپله ددوه عاشقانو په قتل کي شامل شوي وي خولوي خداي او خپل جرئت تري بچ کړم ځکه زه ددغه عمل مانع شوم
خوبيا څه وخت وروسته دنجني پلار، ترونو له نابللي ځوم نه خوټي غوڅي کړي اوپه خوله کي يې ورکړي وي بيا يې لس ډزه په سر ويشتلي و اوخپله لور يې سوزولي او ايري يې سين ته غورزولي وي دپيسو په زور بنديان هم نه شول
ماداقيصه لنډه وکړه اصلا لوي داستان دي لازم يې هم نه ګڼم اووخت هم ورته نه لرم
زه کنځلي نه ليکم بهتره داده چه دجامعي درسم اورواج اوکلتوري عنعناتو ته احترام اودخپلي بړستني سره خصوصا دپښتنو په قوم کي پښي غځول به دټولو په خير وي
مثال يې پورتني موضوع وه
جرګه هم شوي وه دهلک له پلاره يې دشرم پيسي دنجني پلار اوترونو هم واخيستي بيا يې په ارامي سره دواړه تير کړه دناغګي پيسي يې په دولت کي رشوت ورکړو اوازاد ګرځيدل داقيصه له ٤٠ کلونو زياته زړه ده خودانني نسل هم دهمغو خلکو بچيان دي
لنډه داچه پښتانه خپل وار اخلي دوزخ مني خوبي پتي نه مني
ماته تا دخروار نسبت کړي زه درمننه کوم دعمر اودتجربي له لحاظه نظر دااوسنيو ځوانانو ته چه چرګوړي تازه په ازان راغلي اوپه خپلو خبرواو ليکنو نه پوهيږي مقصد ميدان ګرموي نوبهتره به داوي چه يوه موضوع په غورسره ولولي اوبيا دخپل دانش په اندازه داسي نظر پري ښکاره کړي چه هم دده دشخصيت ښکارندوي وي اودنورو دخفګان سبب ونه ګرځي
ستاسو دنورو اخلاقي ښونو چه زما درهنمايې اوښوښي سبب ګرځي په هيله
[quote:e7bbf56acc="اتل"]تندر صاحبه، السلام علکم
وروره، دا فارسي متل به دې خامخا اوریدلئ وي، چې: مُشت نمونه یې خروار است.
زه هم پدې غږیدم چې زموږ ملک لا هم د قوانینو د عملي کیدو په ساحه کې په بدوي حالت کې دئ. که په ملک کې سوله او امنیت وای، او قوانین عملی کیدی، چیرې به هم بېمسؤلیته خلکو د الله او ملک قانون په لاس کې نه وای اخیستئ، او دغه دواړه ځوانان به یې پداسې بې رحمۍ نه وای قتل کړي.

تاسې هم همدې خبری ته راغلې، او وموویل تر هغې چې په ملک کې قانون حاکم کیږي، حتی ستا د اولادونو په قبرو به نښترشنه شوي وي.

له یوې خوا راسره هم عقیده کیږي او له بلې خوا کنځلې کوې. داهم شو ستا اخلاق او افغانیت. داسې ښکاري چې ته هم، دنا مسؤلو او بې قانونه خلکو مُشت نمونه ای، خروار سړي یې.

ورورجانه، په وخوره او ونغره، نن سبا د ځنګلونویبږې هم پوهیږي.

الله دې سجیه اخلاق در په برخه کړي.[/quote:e7bbf56acc]


bewatan
07.12.2013

اتل صاحب ښي چاري
دادتندرصاحب کنخل کوم ځاي کي دي؟
ماپيدا نکړل
دمشرانو عذت به دځان عذت وي
يومشرته بدون له علته خوله اچونه دسړي خپله کورني تربيه ښکاره کوي
که داسي نه ده ؟
يا دي زړه جنګ ته شوي غواړي چه دزړه بړس دي وباسي ؟
تاته دي هم الله هدايت وکړي
په احترام
اتل صاحب اصلا تاکنځل ليکلي اودادب له چوکاټه وتلي يې
[color=red:475d5adf75] له یوې خوا راسره هم عقیده کیږي او له بلې خوا کنځلې کوې. داهم شو ستا اخلاق او افغانیت. داسې ښکاري چې ته هم، دنا مسؤلو او بې قانونه خلکو مُشت نمونه ای، خروار سړي یې. الله دې سجیه اخلاق در په برخه کړي [/color:475d5adf75]

[quote:475d5adf75="اتل"]تندر صاحبه، السلام علکم
وروره، دا فارسي متل به دې خامخا اوریدلئ وي، چې: مُشت نمونه یې خروار است.
زه هم پدې غږیدم چې زموږ ملک لا هم د قوانینو د عملي کیدو په ساحه کې په بدوي حالت کې دئ. که په ملک کې سوله او امنیت وای، او قوانین عملی کیدی، چیرې به هم بېمسؤلیته خلکو د الله او ملک قانون په لاس کې نه وای اخیستئ، او دغه دواړه ځوانان به یې پداسې بې رحمۍ نه وای قتل کړي.

تاسې هم همدې خبری ته راغلې، او وموویل تر هغې چې په ملک کې قانون حاکم کیږي، حتی ستا د اولادونو په قبرو به نښترشنه شوي وي.

له یوې خوا راسره هم عقیده کیږي او له بلې خوا کنځلې کوې. داهم شو ستا اخلاق او افغانیت. داسې ښکاري چې ته هم، دنا مسؤلو او بې قانونه خلکو مُشت نمونه ای، خروار سړي یې.

ورورجانه، په وخوره او ونغره، نن سبا د ځنګلونویبږې هم پوهیږي.

الله دې سجیه اخلاق در په برخه کړي.[/quote:475d5adf75]


اکرم
11.12.2013

بې وطنه انډواله! داسې ولې ورته نه وايې:

[color=darkblue:59e7934e52]ځان دې ساته زما له ژبې اوقلمه
دبریا برخه دې ډیره ښکاري کمه

دا تبلیغ پروپاګند چې کړې هرځاي کې
دغه ټول هم د نا چل ډالر په تمه [/color:59e7934e52]

او داهم پرې ور اضافه کړه :

[color=darkblue:59e7934e52]هر غویه چې څوک تړي په آخور پاس
داسې نه چې ورته ګران وي بې قیاس

څربول یې دګرانښت دپاره نه وي
دقولبې دپاره ډیر پرې وهي لاس[/color:59e7934e52]

الله مو خوشحاله لره


watan jan
23.12.2013

کاشکي دهغوافغانانو په وژنه کی هم دغسی معقولیت خپل کړی کوم چی دامریکایانو په بمبارکی بي دکوم ثبوت وژل کیږي


اتل
14.01.2014

ښاغلئ بېوطن، السلام علیکم
وروګله په وخوره او نغره ښه پوهیږم.
تندر صاحب د خپل لیک په پاي که، د څه دپاره لیکي چې [مرګ پر وطن فروشانو]؟
داداسې ښکارې لکه کونګ چې درسته شپه ذکر وکړي او بیا سهار خپلې بابوبلالې سرکړي.
د لیک په خدای پاماني او دیته ورته نیکو الفاظو ختمیږي.


اتل
14.01.2014

زما بې وطنه، وطنواله، السلام علیکم
ورورګله، زما لیکنې ټولې پرحقایقو ولاړې دي، یوه یې هم بیله علت او معلوله نده، ټولې زموږ د ژوند د معاصر تاریخ بیلګې دي، دا چې ستاسې نه خوښیږي، او هغه چې چې تاسې یې د خپل زعم او اندیښنو په چوکاټ کې لتوئ، زما په لیکنو کې نشئ میندلئ، پځښنه غواړم.

زما لیکني، دملک د بقا او اوږدې مودې د نیکمرغۍ دپاره دي، اوستاسې غوښتنې د لنډ مهال پرغچ او کساد اخیستنې او آتشي احساساتو ولاړې دي، او نه یوازې دا چې د ملک د بقا دپاره ګته نلري، بلکه د مختلفو جهتونو تر منځ د اور لمبو ته لمن وهي.
پر الله دې سپارم.


tandar
14.01.2014

اتل صيب اويا ميرويس خانه سلام اواحترام مي ومنه
زما ستا جراوبحث ډير خوښيږي اوډيرجدي يې مخ ته وړي که لږنرم مخ ته ولاړشي ډير به موفق وي
زماوطن فروشانو د cia ، isi اوخميني نوکرانوته مرګ غوښتنه اشتاه ده زه بايد دوي ته نه جوړيدونکي رنځ اودرد له لوي خدايه وغواړم يعني تدريجي مرګ
چه ديتيمانو اوکونډو اودوطن په ګوليو سوري شووديوالونو اوکنډواله شوو کورونو ارمان په ژوندون ترسره شي امين
ديوه لوي اوازاد هيواد په هيله

[quote:529d3a00f9="اتل"]ښاغلئ بېوطن، السلام علیکم
وروګله په وخوره او نغره ښه پوهیږم.
تندر صاحب د خپل لیک په پاي که، د څه دپاره لیکي چې [مرګ پر وطن فروشانو]؟
داداسې ښکارې لکه کونګ چې درسته شپه ذکر وکړي او بیا سهار خپلې بابوبلالې سرکړي.
د لیک په خدای پاماني او دیته ورته نیکو الفاظو ختمیږي.[/quote:529d3a00f9]


اتل
15.01.2014

تندر صاحب، السلام علیکم
میرویس خو پدې بحث کې برخه نده اخیستې، هغه خوار دې ولې، پدې جنجال کې را ښکیل کړ؟
وروجانه، په کمونستانو او نورو هغو ډلو ټپلو دې نه ملامت کوم، چې زموږ د ټولنې مړاندې یې په خپله بې علمئ او بې فرهنګۍ ولړزولې او زموږ د ملک د روانې غمیزې ډبره یې کيښودله.

زه پدې عقیده یم چې که موږ افغانان د تاریخ پدې حساس پړاو کې د زیرکۍ او یو دبل د برداشت، هراړخیز سنجش او افغان شمول غورځنګ نه کار وانخلو، خدای ناخواسته، ددا سې مشکلاتو سره به مخ شو، چې د لرغوني افغانستان په تاریخ کې بې ساري وي. کیدای شي موږ د مجوده واحد ملک په توګه دا ټاټوبئ د لاسه ورکړو.

له بلې خوا پکار دي، چې تول اختلافونه، په هر شکل او رنګ چې دي، شاته کړو او د ملک ارضي تمامیت ته د لمړیتوب حق ورکړو. یو وار چې د ملک بقا تضمین شي، په ملک کې د قانون د چلیدو شرائط راشي، بیا به د هرچا سره محاسبه کوو.
په الله دې سپارم.


pattang
15.01.2014

[quote:d9d539c649="watan jan"]کاشکي دهغوافغانانو په وژنه کی هم دغسی معقولیت خپل کړی کوم چی دامریکایانو په بمبارکی بي دکوم ثبوت وژل کیږي[/quote:d9d539c649]
وروره ته له څوسمارې پشو څخه ګيله کوې ؟
دهغوی وژنې خو [دالرخيل] پټوي او جنګ په لاس تودوي چې جيبونه
له دالرو خالي نشي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more