د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دضمیر دبندیوانانو تقدیر

اتل
27.12.2013

د فورم محترمو انډیوالانو ، السلام علیکم
پدې وجه چې انسان د خوش باورۍ فطرت لري، د خپل ژوند په اوږدو کې د ډیرو لوړو، ژورو سره مخامخ کیږي. خو ځینې انسانان بیا پداسې شرائطو کې واقع کیږي، چې د خپلې خوش باورۍ په وجه د غلامۍ په داسې سخته لومه کې لویږي چې نه ترې وتلئ شي او نه پکښې پاتې کیدای شي. په غلامۍ کې پاتې کیدل یې ضمیر دوربل کړئ وي، او ترې وتل یې د مرګ خطر لري.

خو په آزادۍ مین انسانان بیا د ضمیرتر ابدې شکنجې نه دیته ترجیح ورکوي، چې د دایمي آزادۍ دپاره حتی د مرګ خطرهم قبول کړي. باوجدانه انسانان پداسې حالاتو کې دې نتیجې ته رسیږي چې، د بشر د ضمیر مړینه دانسانیت او انساني کرامت او ارزښتونو قتل دئ. که د غلامۍ ژوند دوام وکړي، اصلاً غلامان ژوندي نه، بلکه متحرک مړي دي.

د یوه مسلمان دپاره اُخروي ژوند تر دنیوي ژوند نه برتري لري. خو که انسان ته داسې شرائط برابر شي چې ددواړو دارینو ګټه یې پکې وی. نو د پښو پرځای په ککرۍورځغلي.

د طالبانو تحریک ته هم چې څوک ورغلي دي، دغه دواړه اړځونه یې پکې سنجولي دي، او بیا په طالبانو ورګډ شویدي. خو دزماني په تیریدو او د طالبانو سره په ګډ کار کې په مدار مدار دا خبره ورته جوته شویده، چې داسې تیروتنه یې کړیده چې اوس جبران کیږي نه، ځکه چې د آخروي ګټې پرځای یې بې ګناه مسلمانان وژلي، او د خپلو آمرانو په امر یې داسې کارونه کړي چې د اسلامي احکامو او اوامرو سره اړخ نه لګوي او مرتکبین یې ددوزخونو لایق دي.

که دغه د ضمیر بندیوانان دخپلو ګناهونو د کفارې په مقصد، دطالبانو د لیکو نه وزي، طالبان یې وژني، نو پدې صورت کې نه دهغوی دین شو او نه هم دنیا. دوی دا بهتره وګڼي چې د جنګ او تشدد په عوض د صلحې او سلم لاره ونیسي، یا دطالبانو په لیکو کې د صلحې د تمایل لاره غوره کړی، او یا د افغان ولس سره د صلحې دسلوک لاره ونیسي. خو دغه صاذق مسلمانان پرځان خبر نه وي چې د طالبانو مشران او هغه آشکار او نا مرئي لاسونه چې طالبان کنترولوي، دغه دپاک ضمیر اهل نیسي او په ډیره بې رحمۍ یې محبوس کوي او یا یې په قتل رسوي، ځکه چې د طالبانو باداران، د طالبانو تحریک دسولې دپاره نه، بلکه دجنګ ددوام دپاره حمایه کوي تر څو خپل هدفونه پوره کړي.

د طالبانو ډیر مشران پدې سرنوشت ګرفتار شویدي. د ملا محمد عمر آخند زوم او دطالبانو د وخت دمالیې وزیر معتصم آغا جان دصلحې دداعیې په لاره کې کاری زخمي شو او ترکیې ته وتښتید، دملا محمد عمر آخند مرستیال ملا برادر د خپل ضمیر د بیان په وجه محبوس شو او د طالبانو ګڼ شمیر نور مشران هم په قتل ورسیدل.

پدې لړ کې نن د طالبانو د کوټې د شوری غړئ، او په زابل کې د طالبانو لوی قوماندان ملا نورالله هوتک په کوټه کې د خپل کور مخې ته په قتل ورسول شو.
د طالبانو په کتار کې چې څوک د خپل ضمیر بیان وکړي یا وژل کیږي او یا محبوس کیږي.

دا عقیده اوس غلطه ثابته شوې چې دطالبانو په لیکو کې د مسلمان افغان دین او دنیا تضمین کږي، بلکه دا ثابته شوه چې یو وار چې د طالبانو په تحریک کې شامل شوي، یا به ناحقه قتلونه کوي، او د اسلام او شریعت خلاف اعمالو ته به دوام ورکوي، چې ورځ تر بلې لا مختورشې، او یا به مرګونو مرمیو ته لبیک وایې.

نتیجه داشوه چې د طالبانو سره په همکارۍ کې دین او دنیا دواړه بربادیږي.
دالاندې خبر د آزادۍ رادیو په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدئ:
=====
د کوټې شورا يوه مهم غړی په کوټه کې وژل شوی دی
06.10.1392
افغان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو د کوټې د شورا يو مهم غړی په کوټه ښار کې د نامالومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

دوی وايي، دغه کس د سلو په شاو خوا کې جنګيالي درلودل او د افغانستان په زابل ولايت کې يې فعاليت کاوه.

چارواکي وايي، د طالب وسله والو دغه قومندان او د کوټې شورا مهم غړی ملا نور الله هوتک نومېږي او تېره ورځ د کوټې ښار په پښتون اباد سيمه کې د خپل کور مخته ورباندې ډزې شوې دي.

دوی وايي، ملا نورالله هوتک نه يوازې د کوټې شورا غړيتوب درلود، بلکې وايي، د لسګونو وسله والو مشري يې کوله او د زابل په شينکۍ، سيوري او نوبهار ولسواليو کې يې د کورنيو او بهرنيو سرتېرو پر ضد د جګړې مشري کوله.

د زابل د امنيت آمرغلام جيلاني فراهي وايي، ملا نور الله همتک تېره ورځ د ناڅرګندو وسله والو له خوا وژل شوی او هغوي له سيمې څخه تښتېدلي دي.

دی په دې باور دی چې د ملا نور الله هوتک له وژل کېدو سره به د زابل په ځينو ولسواليو کې د دولت پر ضد د طالبانو روانه جګړه کمزورې شي:

"دا کس ملا نورالله نومېږي، په قوم هوتک دی او د طالبانو د لسګونو کسانو قومندان دی. دی په پاکستان کې د نامالومو موټر سايکل سپرو کسانو له خوا د خپل کور مخې ته وژل شوی دی. هغه کسان تښتېدلي او موږ نه شو ويلای چې چا به وژلی وي."

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تردې وړاندې هم په کوټه کې د طالبانو ځينې مهم قومندانان په مرموزه توګه وژل شوي او ځينې نور په خپله د طالبانو له خوا نيول شوي وو.

زيات وخت په کوټه کې هغه طالب قومندانان په همدغسې توګه وژل کېږي، چې په افغانستان کې يې له جګړې څخه د لاس اخيستلو او له دولت سره د سولې کولو تابيا نيولې وي.

راپور: سيدشاه سقيم


Re: دضمیر دبندیوانانو تقدیر

pattang
27.12.2013

[quote:83344874b2="اتل"]د فورم محترمو انډیوالانو ، السلام علیکم
پدې وجه چې انسان د خوش باورۍ فطرت لري، د خپل ژوند په اوږدو کې د ډیرو لوړو، ژورو سره مخامخ کیږي. خو ځینې انسانان بیا پداسې شرائطو کې واقع کیږي، چې د خپلې خوش باورۍ په وجه د غلامۍ په داسې سخته لومه کې لویږي چې نه ترې وتلئ شي او نه پکښې پاتې کیدای شي. په غلامۍ کې پاتې کیدل یې ضمیر دوربل کړئ وي، او ترې وتل یې د مرګ خطر لري.
[/quote:83344874b2]

داخبره خو دې درسته ده چې غټ ساری يې کرزی او دهغه فاسد رژيم دی !

[quote:83344874b2="اتل"]
خو په آزادۍ مین انسانان بیا د ضمیرتر ابدې شکنجې نه دیته ترجیح ورکوي، چې د دایمي آزادۍ دپاره حتی د مرګ خطرهم قبول کړي. باوجدانه انسانان پداسې حالاتو کې دې نتیجې ته رسیږي چې، د بشر د ضمیر مړینه دانسانیت او انساني کرامت او ارزښتونو قتل دئ. که د غلامۍ ژوند دوام وکړي، اصلاً غلامان ژوندي نه، بلکه متحرک مړي دي.
د یوه مسلمان دپاره اُخروي ژوند تر دنیوي ژوند نه برتري لري. خو که انسان ته داسې شرائط برابر شي چې ددواړو دارینو ګټه یې پکې وی. نو د پښو پرځای په ککرۍورځغلي.
[/quote:83344874b2]

چې ژوندی مسال یې طالبان دي او رحمت الله به پرې وايو !

[quote:83344874b2="اتل"]
د طالبانو تحریک ته هم چې څوک ورغلي دي، دغه دواړه اړځونه یې پکې سنجولي دي، او بیا په طالبانو ورګډ شویدي. خو دزماني په تیریدو او د طالبانو سره په ګډ کار کې په مدار مدار دا خبره ورته جوته شویده، چې داسې تیروتنه یې کړیده چې اوس جبران کیږي نه، ځکه چې د آخروي ګټې پرځای یې بې ګناه مسلمانان وژلي، او د خپلو آمرانو په امر یې داسې کارونه کړي چې د اسلامي احکامو او اوامرو سره اړخ نه لګوي او مرتکبین یې ددوزخونو لایق دي.
[/quote:83344874b2]

لوده خانه دازادي او حرمت نه خبرې کوې خو بيا یې دالري زکات
ته بېرته لاره ورکږوې !
څوک چې د ازادي او اسلاميت لار ه غوره کړي
نو هغه دنور په اعمالو نه ګمراه کېږي او سيخ پورته خپل هدف
ته روان وي !

[quote:83344874b2="اتل"]
که دغه د ضمیر بندیوانان دخپلو ګناهونو د کفارې په مقصد، دطالبانو د لیکو نه وزي، طالبان یې وژني، نو پدې صورت کې نه دهغوی دین شو او نه هم دنیا.
[/quote:83344874b2]

ښه لېونيه داڅه بې عقله خبرې کوې که دوی له طالبانو سره خوشاله
نوي نو دزماني فرعوني لشکر ته دې ور وتښتي ! چې هم به یې ساتي
او هم به دالر ورکوي !
هغه يو طالب د ستا د کتيګوري چې فاسد دولت ته ورغی بيا مفسدينو
دحج او اوقافو په وزارت کې بې ډپلومه او پوهې رئيس وټاکه
خو وروسته بيا فاسد رشوتخورشه !
له دې څخه دا مالوميږي چې له طالبانو څخه فاسد خلک دولت
او صليبيانو ته ور تښتي!!!

[quote:83344874b2="اتل"]
دوی دا بهتره وګڼي چې د جنګ او تشدد په عوض د صلحې او سلم لاره ونیسي، یا دطالبانو په لیکو کې د صلحې د تمایل لاره غوره کړی، او یا د افغان ولس سره د صلحې دسلوک لاره ونیسي. خو دغه صاذق مسلمانان پرځان خبر نه وي چې د طالبانو مشران او هغه آشکار او نا مرئي لاسونه چې طالبان کنترولوي، دغه دپاک ضمیر اهل نیسي او په ډیره بې رحمۍ یې محبوس کوي او یا یې په قتل رسوي، ځکه چې د طالبانو باداران، د طالبانو تحریک دسولې دپاره نه، بلکه دجنګ ددوام دپاره حمایه کوي تر څو خپل هدفونه پوره کړي.
[/quote:83344874b2]

داخو ښه خبره ده خو هغه وخت چې تاسو له صليانو سره دافغانستان
قباله لاس ليک نکړۍ او صليبا نو ته کلک ځواب ورکړۍ ، اساسي
قانون مو بدل کړۍ ،دالر پرېږدۍ ، هغه مردار له نفاقه ډک ملي
سرود مو يو واحد افغاني کړۍ ، ددالري مذدورې اردو پر ځای
۲۱ کلن هلکان لکه پخوا عسکري ته جلب کړۍ او دشمال غله خلقي
او پرچمي قاتلان محکمې ته وسپارۍاو له فساد او فحشا سره خدای
پاماني وکړۍ نو ولې نه !!!

[quote:83344874b2="اتل"]
د طالبانو ډیر مشران پدې سرنوشت ګرفتار شویدي. د ملا محمد عمر آخند زوم او دطالبانو د وخت دمالیې وزیر معتصم آغا جان دصلحې دداعیې په لاره کې کاری زخمي شو او ترکیې ته وتښتید، دملا محمد عمر آخند مرستیال ملا برادر د خپل ضمیر د بیان په وجه محبوس شو او د طالبانو ګڼ شمیر نور مشران هم په قتل ورسیدل.
[/quote:83344874b2]

ددې مردار خواره چې په تر کيه کې د cia په ميلمستون کې پروت
دی نوم یې مه را يادوه هغه د انګليس جاسوس شوی دی!

[quote:83344874b2="اتل"]
پدې لړ کې نن د طالبانو د کوټې د شوری غړئ، او په زابل کې د طالبانو لوی قوماندان ملا نورالله هوتک په کوټه کې د خپل کور مخې ته په قتل ورسول شو.
د طالبانو په کتار کې چې څوک د خپل ضمیر بیان وکړي یا وژل کیږي او یا محبوس کیږي.
[/quote:83344874b2]

هو مونږ زمری افسانوي جنګيالی مرحوم ملا داد الله هم د راګډ شويو
cia طالبانو له خوا او جاسوسي په شهادت ورسيده !
خو الحمدو شکر مسلمانان ډېر دي ځای یې ډک او جهاد روان دی !

[quote:83344874b2="اتل"]
دا عقیده اوس غلطه ثابته شوې چې دطالبانو په لیکو کې د مسلمان افغان دین او دنیا تضمین کږي، بلکه دا ثابته شوه چې یو وار چې د طالبانو په تحریک کې شامل شوي، یا به ناحقه قتلونه کوي، او د اسلام او شریعت خلاف اعمالو ته به دوام ورکوي، چې ورځ تر بلې لا مختورشې، او یا به مرګونو مرمیو ته لبیک وایې.
[/quote:83344874b2]

وخت دې خوشې ددالرو لپاره ضايع کړی ټول پوهېږي چې دلاسپوڅيو په قطار کې ولاړه یې !!

[quote:83344874b2="اتل"]
نتیجه داشوه چې د طالبانو سره په همکارۍ کې دین او دنیا دواړه بربادیږي.
دالاندې خبر د آزادۍ رادیو په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدئ:
=====
د کوټې شورا يوه مهم غړی په کوټه کې وژل شوی دی
06.10.1392
افغان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو د کوټې د شورا يو مهم غړی په کوټه ښار کې د نامالومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

دوی وايي، دغه کس د سلو په شاو خوا کې جنګيالي درلودل او د افغانستان په زابل ولايت کې يې فعاليت کاوه.

چارواکي وايي، د طالب وسله والو دغه قومندان او د کوټې شورا مهم غړی ملا نور الله هوتک نومېږي او تېره ورځ د کوټې ښار په پښتون اباد سيمه کې د خپل کور مخته ورباندې ډزې شوې دي.

دوی وايي، ملا نورالله هوتک نه يوازې د کوټې شورا غړيتوب درلود، بلکې وايي، د لسګونو وسله والو مشري يې کوله او د زابل په شينکۍ، سيوري او نوبهار ولسواليو کې يې د کورنيو او بهرنيو سرتېرو پر ضد د جګړې مشري کوله.

د زابل د امنيت آمرغلام جيلاني فراهي وايي، ملا نور الله همتک تېره ورځ د ناڅرګندو وسله والو له خوا وژل شوی او هغوي له سيمې څخه تښتېدلي دي.

دی په دې باور دی چې د ملا نور الله هوتک له وژل کېدو سره به د زابل په ځينو ولسواليو کې د دولت پر ضد د طالبانو روانه جګړه کمزورې شي:

"دا کس ملا نورالله نومېږي، په قوم هوتک دی او د طالبانو د لسګونو کسانو قومندان دی. دی په پاکستان کې د نامالومو موټر سايکل سپرو کسانو له خوا د خپل کور مخې ته وژل شوی دی. هغه کسان تښتېدلي او موږ نه شو ويلای چې چا به وژلی وي."

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تردې وړاندې هم په کوټه کې د طالبانو ځينې مهم قومندانان په مرموزه توګه وژل شوي او ځينې نور په خپله د طالبانو له خوا نيول شوي وو.

زيات وخت په کوټه کې هغه طالب قومندانان په همدغسې توګه وژل کېږي، چې په افغانستان کې يې له جګړې څخه د لاس اخيستلو او له دولت سره د سولې کولو تابيا نيولې وي.

راپور: سيدشاه سقيم[/quote:83344874b2]

دراديو په پراګ چيکوسلواکيا کې دامريکانو له خوا په کار اچول شوې
کارکونکي یې پخواني پر چميان او خلقيان دي او معاشونه یې په
دالرو ورکو ي اوزه یې شخصي نفر پېژنم !!


اتل
08.01.2014

پتنګ صاحبه، السلام علیکم
دادي د کوټې د شوری بل غړئ یې وژلئ دئ.
آیادې سړي هم ملا برادر او ملا معتصم آغا جان غوندې دصلحې بیرغ جګ کړئ ؤ؟
آیا طالبانو او یا هم د طالبانو خارجي بادارانو د صلحې کولو په کناه وژلئ دئ؟
آیا ده هم غوښتل چې د طالبانو سره په نیابتي جنګ کې د کوټې د شوری د نورو غړو غوندې یې د مسلمان افغا ولس په وینو لاسونه سره وو، او غوښتل یې چې د صلحې د کولو له لارې سر په دنیا خپل ګناهونه وتوغي، خو د کوټې د شوری افراطي طالبان او یا دهغوی بادران پرې خبر شول او قتل یې کړ؟
داسړئ به پدې لاندې رپوټ کې و پیژنې:
====
تاند- د پاکستان (دي نیوز) انګلیسي ورځپاڼې په کوټه کې د افغان طالبانو د مشرتابه شورا د سرچینو په قول لیکلي چې په وروستیو ورځو کې د دې تحریک دوه مهم مشران، چې د کوټې شورا او د ملاعمر نژدې کسان ول، وژل شوي دي.

که څه هم د زابل د اوسېدونکي ملا نور الله هوتک د وژل کېدو خبرونه پخوا خپاره شوي ول خو د کوټې شورا اوس حاضره شوې چې د نوموړي وژل کېدا تایید کړي.

دي نیوز وايي، د طالبانو مهمو مشرانو په کوټه کې د دې ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا نور الله د ناپېژندویو وسله والو له لوري د کوټې په بای پاس روډ کې ووژل شو او له دې پېښې څو ورځې وروسته ملا عبدالمالک وویشتل شو.

د طالبانو سرچینو دي نیوز ته ویلي چې ملا نور الله هوتک د طالبانو د کوټې شورا غړی او په زابل کې د طالبانو د تحریک والي و.

سرچینې ویلي چې ملا هوتک په اصل کې د زابل اوسېدونکی و خو له تېرو څو کلونو راهیسي کې له خپلې کورنۍ سره په کوټه کې اوسېده.

د طالبانو د شورا یوه غړي، د نوم د نه ښوولو په شرط (دي نیوز) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا عبدالمالک د کوټې ښار په لمنه کې په نوي کلي کې ویشتل شوی دی.

ملا عبدالمالک د طالبانو د هغه کمیسون غړی و چې د دې ډلې جګپوړي کسان ټاکي.

نیوز ورځپاڼه وايي چې د ملا عبدالمالک وژونکي وسله وال ډېر ښه روزل شوي کسان ول ځکه چې نوموړی یې له خپلو درو ساتونکو سره وواژه او په خپله په تېښته بریالي شول.

ملا عبدالمالک د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکی و. د طالبانو قومندانانو ویلي چې دواړه وژل شوي کسان د دوی لپاره مهم ول خو هوتک ملا عمر ته ډېر نژدې کس ګڼل کېده.

طالبانو ادعا کړې چې په پاکستان کې د دوی قومندانان د افغانستان د ملي امنیت د کسانو له لوري وژل کېږي.

خو په دې منځ کې داسي راپورونه هم شته چې ممکن دا کسان د پاکستان استخباراتو یا په خپله طالبانو وژلي وي


pattang
08.01.2014

ورورکه دا دوه نفره د ملي امنيت نفرو nds وژلي دي او دغه قاتلين
او اجنټان طالبانو ګير کړل او په چوک کې یې وځړول، ډېر وخته
یې چامړي هم له ډاره نشوی کښته کولی!
ستا دوهمه خبره :
څوک چې بېله مشرتابه او پارټۍ … له دوښمن سره پټ تماس
نيسي ، نو هغه خرڅ شوی وي او بايد خپله سزا وويني !

[quote:90a32fc60d="اتل"]پتنګ صاحبه، السلام علیکم
دادي د کوټې د شوری بل غړئ یې وژلئ دئ.
آیادې سړي هم ملا برادر او ملا معتصم آغا جان غوندې دصلحې بیرغ جګ کړئ ؤ؟
آیا طالبانو او یا هم د طالبانو خارجي بادارانو د صلحې کولو په کناه وژلئ دئ؟
آیا ده هم غوښتل چې د طالبانو سره په نیابتي جنګ کې د کوټې د شوری د نورو غړو غوندې یې د مسلمان افغا ولس په وینو لاسونه سره وو، او غوښتل یې چې د صلحې د کولو له لارې سر په دنیا خپل ګناهونه وتوغي، خو د کوټې د شوری افراطي طالبان او یا دهغوی بادران پرې خبر شول او قتل یې کړ؟
داسړئ به پدې لاندې رپوټ کې و پیژنې:
====
تاند- د پاکستان (دي نیوز) انګلیسي ورځپاڼې په کوټه کې د افغان طالبانو د مشرتابه شورا د سرچینو په قول لیکلي چې په وروستیو ورځو کې د دې تحریک دوه مهم مشران، چې د کوټې شورا او د ملاعمر نژدې کسان ول، وژل شوي دي.

که څه هم د زابل د اوسېدونکي ملا نور الله هوتک د وژل کېدو خبرونه پخوا خپاره شوي ول خو د کوټې شورا اوس حاضره شوې چې د نوموړي وژل کېدا تایید کړي.

دي نیوز وايي، د طالبانو مهمو مشرانو په کوټه کې د دې ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا نور الله د ناپېژندویو وسله والو له لوري د کوټې په بای پاس روډ کې ووژل شو او له دې پېښې څو ورځې وروسته ملا عبدالمالک وویشتل شو.

د طالبانو سرچینو دي نیوز ته ویلي چې ملا نور الله هوتک د طالبانو د کوټې شورا غړی او په زابل کې د طالبانو د تحریک والي و.

سرچینې ویلي چې ملا هوتک په اصل کې د زابل اوسېدونکی و خو له تېرو څو کلونو راهیسي کې له خپلې کورنۍ سره په کوټه کې اوسېده.

د طالبانو د شورا یوه غړي، د نوم د نه ښوولو په شرط (دي نیوز) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ملا عبدالمالک د کوټې ښار په لمنه کې په نوي کلي کې ویشتل شوی دی.

ملا عبدالمالک د طالبانو د هغه کمیسون غړی و چې د دې ډلې جګپوړي کسان ټاکي.

نیوز ورځپاڼه وايي چې د ملا عبدالمالک وژونکي وسله وال ډېر ښه روزل شوي کسان ول ځکه چې نوموړی یې له خپلو درو ساتونکو سره وواژه او په خپله په تېښته بریالي شول.

ملا عبدالمالک د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکی و. د طالبانو قومندانانو ویلي چې دواړه وژل شوي کسان د دوی لپاره مهم ول خو هوتک ملا عمر ته ډېر نژدې کس ګڼل کېده.

طالبانو ادعا کړې چې په پاکستان کې د دوی قومندانان د افغانستان د ملي امنیت د کسانو له لوري وژل کېږي.

خو په دې منځ کې داسي راپورونه هم شته چې ممکن دا کسان د پاکستان استخباراتو یا په خپله طالبانو وژلي وي[/quote:90a32fc60d]


اتل
09.01.2014

پتنګه، السلام علیکم
د ضمیر طندانیان خو یا د کوټې د شوری غړی غوندې وژل کیږي او یا د قوماندان ظاهر په سرنوشت ګرفتاریږی.
قوماندان طاهر خيله لس کلنه خور دیته مجبوره کړه چې د بمونو ډک واسکټ واغوندې، او خان ولوزوي.
طالبانو قوماندان ظاهر داسې مغز شويي کړئ چې اراده، عقل، هوش، ادراک، پوهه، تعقل او وجدان ټول یې په یغما ترې وړي، چې نور خپل، پردئ، حق، ناحق، روا، ناروا، رحم، مینه، د مور، پلار، خور، ورور، میرمنې او اولاد په محبت نه پوهیږي، لیونئ ځناور غوندې هره خوا خوله اچوي.

قوماندان ظاهر غوندې دطالبانو روزل شوي، لیونیان چې انسانیت، ترحم، اسلامیت، بشریت او حق او باطل نه پیژني، وجدان یې ذائل شوی وي، او وحشي ځناور غوندې د قتل په يوه بې عاطفې ماشین بدل شوي وي، چې په خپله خور رحم نلري، نو بیا به د عام ولس څه پروا ولري؟

همدا علت دئ چې طالبان په کامله بې رحمۍ، په سړه سینه انسانان قتل کوي، او وايي چې دا خو د اسلام په لاره کئ خدمت دئ. الله چیرې هم ندي ویلي چې یو انسان چې په خوله د رسول الله مبارکه کلمه وايي، او اقرار کوي چې مسلمان یم،
څوک دې هغه پدې تور ووژني چې مسلمان نه یې.


pattang
09.01.2014

ورورکه درواغ مه وايه ، طالبانو دا خبرې رد کړې ، فورمونه لوله
دروغ دسړي حيسېت خرابه وي !

[quote:c82aa3b77d="اتل"]پتنګه، السلام علیکم
د ضمیر طندانیان خو یا د کوټې د شوری غړی غوندې وژل کیږي او یا د قوماندان ظاهر په سرنوشت ګرفتاریږی.
قوماندان طاهر خيله لس کلنه خور دیته مجبوره کړه چې د بمونو ډک واسکټ واغوندې، او خان ولوزوي.
طالبانو قوماندان ظاهر داسې مغز شويي کړئ چې اراده، عقل، هوش، ادراک، پوهه، تعقل او وجدان ټول یې په یغما ترې وړي، چې نور خپل، پردئ، حق، ناحق، روا، ناروا، رحم، مینه، د مور، پلار، خور، ورور، میرمنې او اولاد په محبت نه پوهیږي، لیونئ ځناور غوندې هره خوا خوله اچوي.

قوماندان ظاهر غوندې دطالبانو روزل شوي، لیونیان چې انسانیت، ترحم، اسلامیت، بشریت او حق او باطل نه پیژني، وجدان یې ذائل شوی وي، او وحشي ځناور غوندې د قتل په يوه بې عاطفې ماشین بدل شوي وي، چې په خپله خور رحم نلري، نو بیا به د عام ولس څه پروا ولري؟

همدا علت دئ چې طالبان په کامله بې رحمۍ، په سړه سینه انسانان قتل کوي، او وايي چې دا خو د اسلام په لاره کئ خدمت دئ. الله چیرې هم ندي ویلي چې یو انسان چې په خوله د رسول الله مبارکه کلمه وايي، او اقرار کوي چې مسلمان یم،
څوک دې هغه پدې تور ووژني چې مسلمان نه یې.[/quote:c82aa3b77d]


اتل
10.01.2014

خیر منالله


pattang
10.01.2014

[quote:67421c7ef7="اتل"]خیر منالله[/quote:67421c7ef7]

اتل خانه صليبي اشغالګرو په هلمند کې يو څلور کلن هلک په ډزو مړکه
او له نړۍ یې ولېږه ! دا حق دوی نلري! ظالمه ته پټه خوله ناست یې
ايا په خپلو افغانانو دې زړه نه بديږي ؟ اوکه خاصه وظيفه لرې ؟

http://www.welt.de/politik/ausland/article123735628/US-Marines-toeten-irrtuemlich-vierjaehrigen-Jungen.html

US-Marines töten irrtümlich vierjährigen Jungen
US-Marines haben in der Provinz Helmand einen vierjährigen Jungen erschossen. Bei schlechter Sicht hielten sie ihn für einen Feind. Der Vorfall belastet die ohnehin schon schlechten Beziehungen.


اتل
14.01.2014

پتنګ ګله وروره، سلامونه
زما افغان مسلمان وروڼه څه، چې هر انسان چې څوک وژني زما خوا پرې بدیږي.
تاسې به اوریدلي وي، چې پرون پاکستاني طالبانو د هغه ملک د عوامي نشنل پارتۍ لوی غړئ میا مشتاق وواژه، او نن یې د هغه د جنازې د مراسمو په ځای کې چاودنې وکړي. آیا د ضمیر دغو اسیرانو ته څه نه وايې؟ دوی لکه چې په اسلام کې افراط کوي، همدغسې هم په جنایتونو کې افراط کوي.
په الله دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more