د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

جګړه مار طالبان د ملا عمر نه سر کشي کوي.

اتل
27.12.2013

السلام علیکم
د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اخترونو په مناسبت په خپلو بیانونو کې بیا بیا خپلو پیروانو ته امر کړئ چې په عام محضر کې چاودنې او وسله والې حملې بندې کړي.
خو جګړه مار طالبان د هغه امرونو ته د یوه خوسا توت اهمیت هم نه ورکوي.

بده خو یې لا داده، کله چې جګړه ماران د هغه اوامر با بيځه وګڼي، ملا عمر هم چوپه خوله پاتې شي. یا خو ملا عمر خپل جګړه ماران قابو کولای نشي، یا هم د هغه بیانونه هسې عوام فریبي ده، او پخپله ملا عمر هم د هغه د جګړه مارانو غوندې، د ولس ژونې ته اهمیت نه ورکوي، او بې خرته مسلمانان وژني.

نن په کابل کې طالبانو چاودنه کړې، درې خارجی عسکر یې وژلي او اته تنه مسلمان افغانان یې زخمي کړیدي. کیدای شو چې پدې چاودنه کې ګڼ شمیر بې ګناه افغانان وژل شوي او زخمی شوي وای.
خبر د آشنا رادیو په شمول اکثره رسنیو خپور کړيدئ.
په درناوي.


Re: جګړه مار طالبان د ملا عمر نه سر کشي کوي.

pattang
27.12.2013

خو هدف یې اشغالګر وو ، نه ملکي افغانان !
افغان وژنه د صلبيانو دشتون يو تناسب دی !!

[quote:510d551394="اتل"]السلام علیکم
د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اخترونو په مناسبت په خپلو بیانونو کې بیا بیا خپلو پیروانو ته امر کړئ چې په عام محضر کې چاودنې او وسله والې حملې بندې کړي.
خو جګړه مار طالبان د هغه امرونو ته د یوه خوسا توت اهمیت هم نه ورکوي.

بده خو یې لا داده، کله چې جګړه ماران د هغه اوامر با بيځه وګڼي، ملا عمر هم چوپه خوله پاتې شي. یا خو ملا عمر خپل جګړه ماران قابو کولای نشي، یا هم د هغه بیانونه هسې عوام فریبي ده، او پخپله ملا عمر هم د هغه د جګړه مارانو غوندې، د ولس ژونې ته اهمیت نه ورکوي، او بې خرته مسلمانان وژني.

نن په کابل کې طالبانو چاودنه کړې، درې خارجی عسکر یې وژلي او اته تنه مسلمان افغانان یې زخمي کړیدي. کیدای شو چې پدې چاودنه کې ګڼ شمیر بې ګناه افغانان وژل شوي او زخمی شوي وای.
خبر د آشنا رادیو په شمول اکثره رسنیو خپور کړيدئ.
په درناوي.[/quote:510d551394]


اتل
31.12.2013

السلام علیکم
پتنګه، دا نن دې د طالبانو په جنایتونو باندې شهادت ورکړچې وایي [خو هدف یې اشغالګر وو ، نه ملکي افغانان !]

ټوله خبره په همدې کې چې دا کار د الله د ارشداتو او ملا محمد عمر د اوامرو خلاف دئ.
موږ هم دغه خبره کوو چې طالبان د په عام محضر کې چاودنې یا ډزې کوي، د اسلام او ددوی د امیرالمؤونین د هدایاتو سره اړخ نه لګوي.

د ملا عمر ژبې ویښتان وکړل، دغو خوارجو بدعتیانو ته ببا بیا وايي چې پداسې ځایونو کې په هدفونو حملې مه کوئ چې عام ولس ته د خاني او مالي تاوان د اوښتو امکانات پکې وي، خو دوی هسې کودن او د اسلام نه باغیان دي.
پتنګه دا ځلې دې د نښې منځ وویشت، ډیره مننه.
لکه چې د اسلام او عدالت پیروي دې په سر کې در ګرزیدلې ده.
په احترام.


tandar
05.01.2014

دجنګي اسريانو سره جنايتونه د بګرام اوګوانتانامو زندانونه يې ژوندي مثالونه دي کومي شکنجي چه رواني اوکيږي دحقوق بشر اودهغوي له واکدارانو سرکشي نه ده ؟
دمړو په جسدو متيازي کول دواشنګټن دواکدارنو اوامر په ځاي کول اوکه غيربشري عمل اوسرکشي ده ؟
يوامرياکايې ، جرمني ، فرانسوي مسلح عسکر دي په خپله خاوره کور اوکوڅه کي د stop په غږ سره ودروي ديوه انسان ، اوباغيرته افغان په حيث څه احساس کوي ؟
نن اشغاالګر له وحشي حيواناتو هم بدتر ا ودهيڅ رحم وړ ندي په ټوله نړي کي د دوي په مقابل کي جهاد فرض عين دي
ومن الله التوفيق


اتل
08.01.2014

تندر صاجب، السلام علیکم
ورورجانه، دغه مسئله چې تاسې یاده کړیده، زموږ د طالبانو د اعمالو سره هیڅ رابطه نلري. موږ هغه کړه وړه هم په همدغسې الفاظو غندو، لکه د طالبانو بدعت او د خوارجو اعمال چې یې غندو.

خو دلته دوې مسئلې مطرح دي. یوې خواته جهاد او اسلامیت دئ، چې ځانګړي اسلامي او جهادي خصوصیات لري، اوبلې خواته د کفارو کړه وړه دي. که تاسې د طالبانو اعمال د اسلامي ارشاداتو او جهادي اصولو او حدودو مطابق ګڼئ نو مهرباني وکړئ، صحت او ناروا یې معلومه کړئ، که نه وي، نو بیا د کفارو اعمال مثال مه راوړئ، ځکه چې د کفارو اعمال د طالبانو اعمالو ته برائت نشي ورکولای، او ددوو غلطو نه یو صحیح نه راوزي.
پر مولا دې سپارم.


pattang
08.01.2014

وروره جانه تا په طالب پسې را اخيستې ده خو صليبيان دې د سرې
بړستنې ميلمانه دي ! غولول به کوو !

[quote:8458d513f4="اتل"]تندر صاجب، السلام علیکم
ورورجانه، دغه مسئله چې تاسې یاده کړیده، زموږ د طالبانو د اعمالو سره هیڅ رابطه نلري. موږ هغه کړه وړه هم په همدغسې الفاظو غندو، لکه د طالبانو بدعت او د خوارجو اعمال چې یې غندو.

خو دلته دوې مسئلې مطرح دي. یوې خواته جهاد او اسلامیت دئ، چې ځانګړي اسلامي او جهادي خصوصیات لري، اوبلې خواته د کفارو کړه وړه دي. که تاسې د طالبانو اعمال د اسلامي ارشاداتو او جهادي اصولو او حدودو مطابق ګڼئ نو مهرباني وکړئ، صحت او ناروا یې معلومه کړئ، که نه وي، نو بیا د کفارو اعمال مثال مه راوړئ، ځکه چې د کفارو اعمال د طالبانو اعمالو ته برائت نشي ورکولای، او ددوو غلطو نه یو صحیح نه راوزي.
پر مولا دې سپارم.[/quote:8458d513f4]


عبدالحميد/افغ
09.01.2014

خداي پاک ته ګوری به فورم نه مو خوا مه ګرځوی ، کله هم تاسي يوې نتېجې ته نه ياست رسېدلې ، کافر سو، باغي سو ، مرتد سو ، خوارج سو .
دخدای پار دی اخرداهرڅه ولي ؟ دښمنان په ځانوولي خندوی ؟ ؟ ؟ !!؟ !؟
دښمنان په ځانومه خندوی !!!!!!!!!!
په دغه لاندي آيت او حديث عمل وکړی نور هيڅ که ونکړی !
کفار به کله هم له تاسي څخه راضي نشي ترڅوچي تاسي دهغوی ددين متابعت اوپيروي ونه کړی ...... [البقرة ].
کله چي په تاسي کي څوک ناروا کارونه وويني نوپه خپل لاس سره دي هغه بدکار بدل کړي ، اوکه يې په لاس طاقت نه وو نو په ژبه سره دي دهغه بدکار مقابله وکړي ، اوکه دژبي دمقابلې وس يې نه وو ، نوپه زړه کي دي دهغه بدکار څخه مخالفت کوي اوهغه بد کار دي ناروا اوباطل بولي اوداکمزوري ايمان دی.[مشکوة].


صبور
13.01.2014

محترم ورور اتل صیب هیله ده چې زما سلامونه هم ومنې،

مننه کوم له تاسوه چې زمونږ ساده خلک اصلی تکی ته مو متوجه کړل، په قلم دې برکت.

والسلام،


اتل
14.01.2014

عبدالحميد/افغ وروره، السلام علیکم
تاسې ډیر ښه فرمایلي دي. موږ باید دښمنان په خپل ځان و نه خندوو.
زمو تر منځ مسئله د کفر او اسلام نده. پتنګ صاحب او تندر صاحب، دطالبانو د نا کردو د پټولو د پاره نور مسائل په بحث کې ګډوي چې د لوستونکو پام بله خوا واړوي.
مسئله ډیره ساده ده، دوی باید زما سره پدې کې موافق شي چې جګړه مار طالبان د ملا عمر نه سر کشي کوي. که دوی دواړه زما سره پدې مسئله موافق نه وي، نو دې دلایل او بیلګې وړاندې کړي. پتنګ صاحب ولې صلیبان د سرې بړستنې میلمانه وبولي او هغه هم ماته وایي. لکه چې پتنګ یه پخپله خبر نه پوهیږي، او یا غواړي چې زه هم د هغه کچې ته را ټيټ شم او خپله خوله مرداره کړم او دده کنځلې په کنځلو ځواب کړم؟
الله دې پتنګ ته دخپلې پښتونولۍ دپت او عزت د ساتنې توان ورکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more