د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د پیغمبرانو جعلي وارثان

طالب ISI
24.12.2013

د پیغمبرانو جعلي وارثان

شهیر
22.12.2013
الله پاک د خپلو بنده ګانو د لارښونې لپاره پیغمبران رالیږلي. د خپل زړه وینې یې د خپل قوم د ښیګنې لپاره وچې کړې. هر پیغمبر د الله پاک د عبادت او امتیانو ته د لارښونې تر څنګ یو کسب او کمال درلود لکه:
حضرت آدم (ع) بزګر، حضرت ادریس (ع) خیاطي، حضرت نوح (ع) ترکاڼي، کښتی جوړول، حضرت ابراهیم (ع) بزګر او شپون توب، حضرت یعقوب (ع) شپون توب، حضرت ایوب (ع) شپون توب او بزګر، حضرت شعیب (ع) بزګر، حضرت موسی (ع) شپون توب، حضرت داود (ع) آهن ګر، ، حضرت صالح (ع) سوداګري، حضرت لوط (ع) بزګر، حضرت سلیمان (ع) حکومت داري، حضرت عیسی (ع) سوداګري، حضرت لقمان (ع) طب او درمل جوړنه او حضرت محمد (ص) سوداګري ، شپون توب.
بې کسبه، مفته خوره، خیرات خور، ټمبل، د نورو په اوږو بار پیغمبر تیر شوی نه دی نو وارث یې څنګه داسې کیدای شي!
یو داسې پیغمبر هم نه دی تیر شوی چې یواځې یې عباد کړی وي، د اوداسه ګرمې اوبه ولري، په کلي کې تر ټولو ښه ډوډی دی وخوري، په کلي کې تر ټولو لوړ دی ناست وي، تر ټولو مفت خوره او ټمبل دی وي، تر ټولو ډیرې خبرې هم دی کوی، د کلي له غریب، بیماراو مشکل څخه تر ټولو دی بې خبره وي او داسې نور.
پیغمبرانو مبارکو به د خپلو لاسو په تڼاکو روزي ګټله په خپل اولاد او غریبو خلکو یې خوړله. په چا یې احسان نه بارولو. دوی چې د خپل کسب په وقت کې د ټولنې له هر قشر سره په تماس کې کیدل نو د هغوی له حالاتو خبریدل. د خلکو مشکل یې درک کولو.
د خپل وقت مروجه کسب او کمال به یې زده کولو او وقت یې بې ځایه نه ضایع کولو. نن ورځ د پخوا په پرتله ډیر کسبونه شته چې روزي پرې ګټل کیدای شي.
له بده مرغه چې زمونږ دینې عالمانو له چڼي توب څخه په مفته ډوډی آموخته کیږي، د خلکو دروازې ډبوي چې ډوډی راټوله کړي، په ماشومتوب کې دغه کار ددوی په ذهن ډیره بده اغیزه لري. دا چې اولس مو غریب دی نو چڼیانو ته هم پوره خواړه نه ور رسیږي. دغه د ماشوتوب لوږه یې په ټوله راتلونکې او د اولس سره په چلند باندې پراخه اغیزه شیندي. اوس نو ملامت اولس دی که ملا؟
دا چې ملا خپله د کسب او کمال سره کینه لري نواولس به څه مینه ورسره ولري!
بې کسبه او بې کماله اولس کار او روزګار نه لري، خپله وږی وي نو چڼي ته به څه ورکړي؟
کله چې طالب شي نو بیا هم مفته ډوډی ورکول کیږي، وچه دینې زدکړه ورکول کیږي، له فلسفې او ټولنې لرې ساتل کیږي او د دینې زدکړو تر څنګ هیڅ ډول کسب او کمال نه ورښودل کیږي.
کله چې پګړی وتړي نو یوه جومات کې ملا شي. شپه او ورځ جومات کې تیروي او د کال آخر کې خپلې پیسې یا غله ، دانه اخلي. کومه دینې زدکړه یې چې کړې هیڅ کار نه ترې اخیستل کیږي. د کلیوالو ساده پوښتنې د فقهې په یوه ساده کتاب کې ټولې ځواب شوې. د جوماعت لمونځ ورکول خو باید د هر مسلمان زده وي او چې ښوونځی یې لوستی وي تر ملا یې تجوید او هم تلاوت غوره دی. نو بیا ملا څه په درد خوري؟

زما ملا سپینې پښې او سپین لاسونه په جومات او مدرسه کې ګرم ناست له ټولنې او مشکلاتو یې بې خبره دی. دا چې مسلمانان وروسته پاتې دي یو علت یې دادی چې خلکو د ملانو خولې ته ګورې او ملان له ټولنې ناخبره دي.

هغه وقت چې اسلامي خلافت په ښه حالت کې و نو دینې عالم تر ټولو ښه ساینس دان او ښه کاسب هم و . د نن ورځې د ساینسي علومو د اکثریت بنسټ دینې عالمانو ایښي. په ایران کې اوسني اخوندې نظام هم ساینس ته په ښه سترګه ګوري ځکه خو نن د غرب سره ښه سیالي کوي. ایرانی ملا له ساینس خبر دی ځکه خو یې نن سټلایټ په فضاء کې ګرځې.
دا چې له ساینس څخه ملا ځان ګوښه کړ او د جومات راحت ژوند یې غوره کړ له هغه راهیسې مسلمانان مخ په ځوړ روان دي.

پخوا به په ښونځیو کې دینې زدکړې په نشت برابرې وې همغه علت و چې کله د ځینو غریبو کورنیو زامن شوروي ته لاړل نو ډیر زر د کمونیزم پوچې او ناکامې مفکورې اثر پرې وکړ. د پردیو د لاس آله وګرځیدل او خپلو وطن ته له زهرو سره بیرته راغلل. زمونږ په میراثي مسلمان اولس کې یې د کمونیزم بابولالې پیل کړې چې آخر یې هم ځان وشرمولو، هم کمونیزم هم یې وطن ټوکر،ټوکر کړ. اوس په اروپا او نورو غربي هیوادو کې د کپیتلایزم تر سیوري لاندې آرام ژوند تیروي او په روسیه کې د خپلو زړو کمونستانو له یارانې پناه غواړي!

لکه څنګه چې په ښونځیو کې دینې درسونه ګټور و په همدې توګه په مدرسو کې هم ساینسي علم ته اړتیا ده. که سوچه په ساینسي زدکړو روزل شوي د وطن لپاره په ګټه تمام نه شول نو په وچو دینې زدکړو باندې روزل شویو هم د اسلام رنګه بده کړه، له پیړیو راهیسې یې اسلام د خپلې خیټې د ډکولو وسیله ګرځولې او ټولنه یې وروسته پاتې کړې. بیالوژي ، کیمیا، فزیک او ریاضي د الله پاک د مخلوق د وجود مطالعه ده که څوک په ټیټه سترګه ورته ګوري نو حقیقت کې د الله پاک د پیژندلو علم ته په سپکه سترګه ګوري او نه غواړي الله پاک د هغه د قدرت له لارې وپیژندل شي!

پکار ده چې ملان په ریښتیا سره د پیغمبرانو وارثان شي.
نو څه باید وشي؟
- چړیان، طالبان او ملان باید د هیواد د اړتیا مطابق وروزل شي، تعداد د کلیو، جوماتو او نفوس په پام کې ونیول شي په همغه کچه باندې مدرسې فعالې وې
- چړیانو ته ښه ډوډی ورکړل شي او د والدینو له مینې لرې ونه ساتل شي کوم ماشوم چې بې مینې لوی شي نورو ته به څه مینه ورکړي!
- د دینې زدکړو تر څنګ هر طالب ته یو لړ ساینسې مظامین تدریس شي او دده د خوښې وړ کسب ورزده کړی شي لکه نجاري،خټګري، نل دواني، کمپیوټر، بهرنۍ ژبې، خیاطي، رنګ مالي، قالینه ګڼدل او داسې نور.

پدې توګه به وروسته له فراغته د هر ملا له وړتیا څخه اعظمي ګټه واخیستل شي او د ټولنې فعاله برخه به جوړه کړي. د خلکو ډوډی، منت او احسان ته به اړتیا نه لري. د هیواد په اقتصاد به ښه اغیزه ولري. اولس به په کسب کې د ملا د صداقت په وجه له دین سره لا زیاته مینه پیدا کړي. همدا کسب ددې جوګه کیږي چې ملا واده وکړي، بچیان پیدا کړي او خپل شهوت د زور له کبله د پنجابې جنت او حورو په حوص کې ځان او اولس غرک نه کړي. همدرانګه به د ملا اقتصاد قوي شي ډیر کتابونه به رانیسې او مطالعه کوي چې علم به یې پراخ شي.
دا چې اسلام یو حق دین دی نو د لارښونې لپاره یې ملا ته اړتیا لرو خو سمو ملانو ته. که اصلاح ونه شي همدا ملان د اسلام ، اولس او خپل ځان د تباهی سبب ګرځې. که د انګریزانو په لمسون باندې ملانو امان الله خان نه وی پسې اخیستی نو نن به مونږ هم لږ تر لږه د ایران په کچه و. د امان الله خان هر کار ته لبیک ویل نه و پکار او مخالفت د هر انسان یو طبیعي حق دی خو د انګریز فتوا په جوب کې یو څوک کافرول یې د حل لاره نه ده. کله چې ملا کسب ولري د ټولنې سره ډیر په تماس کې کیږي، د عام اولس له ورځني حال څخه خبریږي، ، اعتماد په خپل نفس پیدا کوي، معلومات یې ډیریږي بیا نو د انګریزانو او د هغوی د لمسیانو په لمسون خپل اولس ته اور نه ورته کوي.

سرپاڼه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more