د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د پاړسيوانو پښتو

larghonay laraway
14.12.2013

په سويډن کي ددووشاعرانو په وياړ درنه اوشانداره غونډه

پخوا به مو په پاړسيوانانو پسې خندل چې غلطه او سرچپه پښتو وايي نو راشئ دې پښتو ته وګورئ د پاړسيوان په پښتو به شکر اوباسئ:
[quote:d3f152fcf9]دستاينليکونودويش ترمراسسمو وروسته دځوان شاعر ولايت خان ځدراڼ لخوا ښاغلی بېکسيارصاحب ته لنگۍ ډالۍ سول . [/quote:d3f152fcf9]هاهاها
دروند مشر بېکسيار او بيابانۍ په ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېر درناوي ارزي خو کاشکې دا د بلجيم او سويډن پښتانه لومړی پښتو زده کړي او بيا يې وليکي!
دوی لږ تر لږه له هزاره ګانو هم نه شرمېږي چې هغوی د خپل قوم د يو والي لپاره څومره کار کوي او دوی د بېلوالي لپاره؟


اکرم
14.12.2013

لرغونی صاحب! السلام علیکم.....:

په غلطه املا او انشا خو پوه شوم ، که د[color=darkblue:cc3c767fe2]بېلوالي[/color:cc3c767fe2] په مطلب مې سر را خلاص کړئ خوشحاله به شم.

مننه


larghonay laraway
14.12.2013

وروره د باري جهاني، معصوم هوتک او پالوال يوه شومه ډالري پروژه وه چې د امريکايانو له خوا ورکړل شوې وه څو پښتانه د سيمې او لهجې په نامه سره ووېشي.
دې هر يوه نه ستړې کيدونکې منډې ترړې وکړې او د پښتو معياري ژبه يې د سمت، خېل او زي په شومو او وروستو قبيلوي مفکورو ووېشله او پښتانه يې سره د ژبې او ادب له مخې ټوټه ټوټه کړل.
پاتې دې نه وي چې انګليس يوازې د يوې تورې کرښې په واسطه سره وېشلي وو خو دوی کور په کور سره ووېشل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more