د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دښځو حقوق قانون نه، بلکه د کلتور بنسټیز بدلون تضمینملای شي.

میرویس
15.10.2013

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم

د بحران نړیوالې ډلې دافغان میرمنو د موجوده اوپه تیره بیا د ۲۰۱۴ ام کال نه وروسته د افغان ښځو د وضع په باب اندېښنه ښودلې ده. دې ډلې ویلي، اوس چې نارینه او ښځې د قانون له مخې یو شان حقوق لري، ښځې د پراخ تبعیض سره مخ دي.
خو د بحران نړیوالې ادارې داخبره هیره کړیده، چې په افغاني غوندې عنعنوي ټولنو کې قوانین د ښځو وضع نشي بدلولئ، بلکه په کلتور او عنعناتو کې ژور بدلون، بالحصوص د ټول ولس تعلیم او پوهنه د ښځو په وضع کئ بهبود راوستلئ شي.
دا مضمون آزادۍ رادیو خپور کړیدي:
====
د بحران ډلې د افغان ښځو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړه
23.07.1392
د بحران نړیوالې ډلې په خپل یوه تازه راپور کې چې عنوان يې دی( ښځې او د افغانستان جګړه) د افغان ښځو د وضیعت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دې ډلې ویلي د افغانستان په اوسني وضیعت کې چي د قانون له مخې ښځې او سړي یو شان حقوقو لري ،ښځې له پراخ تبعیض سره مخ دي،په حکومت او پولیسو کې منزوي شوي او د قدرت په پوستونو کې بیا ورته مستقیم ګواښونه کیږي.

د بحران د نړیوالې ډلې راپور وايي راتلونکې کال کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه اوځي ښايي پر ښځو په ځانګړي ډول د ملي شورا پر ښخینه غړو اوسنۍ حملې څو برابره زیاتې شي.

په دې راپور کې وړاندې راغلي چې د افغانستان راتلونکي انتخابات او او د امنیتي مسولیتونو انتقال باید دا زمینه برابره کړي چې ښځې پیاوړې شي او خپل حقونه خوندي کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم د افغان ښځو د اوسني وضیعت په اړه د بحران د نړیوالې ډلې له راپور سره هم نظره ده او وايي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په ډیرو برخو کې نمایشي بڼه لري.

د بحران نړیواله ډله ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له شځو څخه د ملاتړ او ساتنې قوانین عملي کړي او هغه ګواښونه له مینځه یوسي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ښځینه کاندیدانو او رای ورکونکو ته متوجه دي.

دغه راز دا ډله پر افغان حکومت غږ کوي چې له طالبانوسره د سولې په پروسه کې باید د ښځو حقونه خوندي وساتي او دا موضوع باید د سولې په هر ډول خبرو کې د مخکې له مخکې شرط په توګه مطرح کړي.

M Tahir
07.11.2013

ښاغلی ميرويس صاحب

ښايي دوئ دا خبره:
[quote:6ade03d13f]
په افغاني غوندې عنعنوي ټولنو کې قوانین د ښځو وضع نشي بدلولئ، بلکه په کلتور او عنعناتو کې ژور بدلون، بالحصوص د ټول ولس تعلیم او پوهنه د ښځو په وضع کئ بهبود راوستلئ شي.
[/quote:6ade03d13f]

هېره کړې نۀ وي، ځکه خو يي پر افغاني ټولني د تعليم، هنر او ډېموکراتيک کلتور په نوم خپل حيا سوزونکی کلتور مسلط کړ، ايا دا په کلتوري جوړښت کي يو لوی تغيير نه دی!

Re: دښځو حقوق قانون نه، بلکه د کلتور بنسټیز بدلون تضمینملای شي.

pattang
07.12.2013

ـــــ !

ته خو هر وخت زما اعصاب خرابوې !
کوم قانونې اسا سي ؟ هغه چې صليبي اشغالګرو را منځ ته که
او دصليب دخوشالي لپاره دښځو او نرو حقوق مساوي پکشې ذکر
شول !
دخندا وړ مسخرګي ا و نور نفاق !
له قرانکريم څخه بل ښه اساسي قانون نشته !
دښځې اونر قوانين دشرېعت په تله او معياراوبس !
دا صليبي د‍ښځو دحقوقو غوښتنې اومساوات یې يواځې دښځې
بسترې او يارانې ته برابرول دي اوبس !

د ښځو اونرو برابر ي په غرب کې هم نشته مسلا په عينې کار کې
ښخې لږ معاش لري او نارينه ډېر او داسې هم شته که چېرې ښځه
غواړي چې جګه لاړه شي نو بيا بايد دڅو سړويو سره يووارې
دشپې خپله بستره شريکه کړي او دهډ و کو لوڅ مساج ورکړي !

[ البته استسنا موجوده ده او ښځه په غرب کې د بيزنس يوه اله ده
او سيکسيتوب یې يوه ښکلا حس کېږي ! خو که د راکړې درکړې
محيط جنایې نه وي نو مجبور ولی یې څوک نشي ]

نوره به خوله پټه ونيسم دسترګوليدلی حال!

[quote:66c2850261="میرویس"]ګرانو لوستونکو، السلام علیکم

د بحران نړیوالې ډلې دافغان میرمنو د موجوده اوپه تیره بیا د ۲۰۱۴ ام کال نه وروسته د افغان ښځو د وضع په باب اندېښنه ښودلې ده. دې ډلې ویلي، اوس چې نارینه او ښځې د قانون له مخې یو شان حقوق لري، ښځې د پراخ تبعیض سره مخ دي.
خو د بحران نړیوالې ادارې داخبره هیره کړیده، چې په افغاني غوندې عنعنوي ټولنو کې قوانین د ښځو وضع نشي بدلولئ، بلکه په کلتور او عنعناتو کې ژور بدلون، بالحصوص د ټول ولس تعلیم او پوهنه د ښځو په وضع کئ بهبود راوستلئ شي.
دا مضمون آزادۍ رادیو خپور کړیدي:
====
د بحران ډلې د افغان ښځو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړه
23.07.1392
د بحران نړیوالې ډلې په خپل یوه تازه راپور کې چې عنوان يې دی( ښځې او د افغانستان جګړه) د افغان ښځو د وضیعت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دې ډلې ویلي د افغانستان په اوسني وضیعت کې چي د قانون له مخې ښځې او سړي یو شان حقوقو لري ،ښځې له پراخ تبعیض سره مخ دي،په حکومت او پولیسو کې منزوي شوي او د قدرت په پوستونو کې بیا ورته مستقیم ګواښونه کیږي.

د بحران د نړیوالې ډلې راپور وايي راتلونکې کال کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه اوځي ښايي پر ښځو په ځانګړي ډول د ملي شورا پر ښخینه غړو اوسنۍ حملې څو برابره زیاتې شي.

په دې راپور کې وړاندې راغلي چې د افغانستان راتلونکي انتخابات او او د امنیتي مسولیتونو انتقال باید دا زمینه برابره کړي چې ښځې پیاوړې شي او خپل حقونه خوندي کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم د افغان ښځو د اوسني وضیعت په اړه د بحران د نړیوالې ډلې له راپور سره هم نظره ده او وايي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په ډیرو برخو کې نمایشي بڼه لري.

د بحران نړیواله ډله ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له شځو څخه د ملاتړ او ساتنې قوانین عملي کړي او هغه ګواښونه له مینځه یوسي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ښځینه کاندیدانو او رای ورکونکو ته متوجه دي.

دغه راز دا ډله پر افغان حکومت غږ کوي چې له طالبانوسره د سولې په پروسه کې باید د ښځو حقونه خوندي وساتي او دا موضوع باید د سولې په هر ډول خبرو کې د مخکې له مخکې شرط په توګه مطرح کړي.
[/quote:66c2850261]

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more