د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

په پښتو کې د (واو) او (زور او الف) توپیر کولو ته اړتیا ده

حمید هڅــاند
10.11.2013

سلامونه او ښې چارې..

پښتو ژبه کې د (ی) ګانو رامینځته کول، ستر پرمختګ ؤ. اوس دا دی له نېکه مرغه د (ی) ګانو په توپير، پښتو ژبه روانه شوې ده؛ او موږ د معیاي کېدا په لور پښتو یو ګام مخکې وړې ده.

په ورته توګه، پښتو ژبه کې باید د (فتحې) لپاره څه جوړ شي. لاندې جمله لولو:
افغانۍ لوړه شوه، له دې [color=red:ed9eac738a]سره[/color:ed9eac738a] به [color=red:ed9eac738a]سره[/color:ed9eac738a] زر ارزانه شي.
په دې اړه ښاغلی پتوال په تفصیل غږېدلی دی، لاندې تړونی کېکاږئ:

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9603

د دې تر څنګ، پښتو کې باید د (واو) توپير هم وپېژنو، مثلا:
ــ موږ
ــ مور
ــ لوګری
پاس درې واړه (واو) درې ډوله حرکت لري. سره له دې چې موږ پښتانه یې سم تلفظ کوو، خو یو پاړسیوان چې لوګري لفت سره نه وي بلد، دا لغت به څه ډول تلفظ کړي: لُوګری، لَوګری، لُوُګری؟؟

ایا اړتیا نشته چې دې برخې ته پښانه ژبپوهان یوه ټولمنلې لاره جوړه کړي او معیاري لیکدود ته معرفي شي؟

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more