د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د اورپکو طالبانو يو جګپوړى قوماندان په هرات کې ووژل شو

اتل
08.11.2013

السلام علیکم
ګران افغانستان په خپل ننی رپوټ کې ویلي چې د وسله والو طالبانو يو قوماندان د هرات د ولایت، د کشک کهنه په ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شو .
پداسې حال کې چې د هر افغان، هر مسلمان او هر انسان په وژنه افسوس کوم، خو باید دا هم هیر نکړوچې، هغه افراد، ډلې ټپلې او جنایت کاران چې د انسانان د قتل، شکنجې، انسان تښتونې او اونورو عظیمو ناروا اعمالو مرتکبین وی، پکار دي چې د ټولنې نه وشړل شي، منزوي شي او حتی تبعید شي، ترچو په ټولنه کې فتنه ختمه شي.
که دغه قوماندان ملا یعقوب وژل شوئ نه واي، خدای خبر چې څومرهًتلونه به یې کړي وو، او څومره ښخې به یې کونډې کړې وې او څومره ماشومان به یې یتیم کړي وو.
آلله تعلی دې داسې انسانانو ته نیکه لاره وښیي.
دا لاندې رپوټ ګران افغانستان خپور کړیدئ:
===.
هرات : د رارسیدلو خبرونو پر اساس، د وسله والو طالبانو يو قوماندان په کشک کهنه ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شو .
دظفر قول اردو مسوولين وايي: د هرات دکشک کهنه په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبآنو قوماندان ملا يعقوب د اردو له سرتيرو سره د نښتې په بهير کې ووژل شو.
په دې نښته کې چې د دغې ولسوالۍ د چهارباغ په سيمه کې وشوه؛ دولتي ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى.
دغه راز دوه ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا د کشک کهنه د ولسوالۍ په واټ کې ځاى پرځاى شو و؛ د لومړۍ لوا د څلورم کنډک د پرسونل له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي .
د یو بل خبر پر اساس، هرات ولايت په ګران ولسوالۍ کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه .
يو ماين چې له لرې واټن څخه کنتروليده او د وسله والو طالبانو له خوا دګران ولسوالۍ د سنګرکلي د غلام فاروق جومات ته څېرمه په عمومي واټ کې په پوځي او ملکي وسايطو د بريد په مقصد ځاى پرځاى شوى و؛ د امن او د عامه نظم دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو .
دګران ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول وويل چې دغه ماين دخلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شو .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول وبلل چې امنيتي ځواکونو دهغه دعاملينو د نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more