د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د مسجد ملااو دحجرې طالب، که د طالبانو د تحریک ملا او طالب؟

میرویس
29.10.2013

دفورم قدرمنو ګډونوالو، السلام علیکم
د مسجد ملا صاحب، یعنې زما امام، زما دیني لار ښود، زما د نکاح او جنازې متصدي.
د حجرې طالب، یعنې دیني طالب العلم.
===
په مقابل کې د طالبانو د تحریک ملا، یعني سیاسي ملا، یا د تحریک مشر.
د طالبانو د تحریک طالب، یعنې بې علمه ټوپکي، حرفه یې جګړه مار، د بې کارئ نه مجبور مستخدم، قاتل، ترورست او انپړ غولیدلئ جاهل.

ډیرو محترمو لوستونکو:
زه چې طالب العلم وم، د مسجد صفایي مې کوله، د نورو طالب العلمانو سره مې په نوبت د کلي نه وظیفه، یعنې ټوک را ټولاوه، سپیي مې غپول او په ډیرجنجال به مو ټوک راوړ، بیا به مو په حجره کې د شلومبو، شکنې او یا بل قتغ سره وخواړه. د ملا صاحب، یا مدرس صاحب نه به مو سبق لوست. د سپارې نه شروع ان تر صرفیاتو،خلاصې، مصتخلص، مونیې، کدري او هدایې او نورو دیني کتابونو پورې به موږ ته تدریس کیده. طالبانو به چې تدریس تکمیل کړ بیا به مولوي صاجب، کلیو ته د ملاصاحبانو په توګ ورکول، او د طالبۍ او ملایۍ دادوران به همداسې روان ؤ.

البته د مسجد په ملا صاجبانو کې هم میانه روه او تند مزاجه او افراطي ملا صاحبان وو.
ډیر دینی علم چې به یې کړئ ؤ، هغه عالمان به ډیر نرم، حلیم او فروتن وو او افراطیان به خم پکې کم وو، خو په کم علمه ملایانو کې تند مزاجه او افراطیانو اکثریت درلود، ځکه چې د اسلام ددین د مجموعي او مکملو مزایاوو نه نا خبره وو.

دغو دویمه ډله آخندانو اوملاصاحبانو د شوروي د اشغال په موده کې ګروپونه جوړ کړل، او د جهادي جیدو دیني عالمانو ترقیادت لاندې یې د طالبانو په نامه جهاد وکړ. خو دغه ډله په مدار مداردعربي جګړه مارانو او نورو افراطي ډلو تر اثرلاندې راغله او ددوی افراط ګیرایي نوره هم ورسره پخه شوه، اود القاعدې سره یې مزي پیاوړي شول، او په نتیجه کې د القاعدې مالي مرستو او عقیدې مجذوب اوراشکیل کړل. القاعدې دا ډله ملایان دخپلو بړیځو په شکل د اسلام او جهاد په پلمه د خپلو مقاصد و دپاره په کار وګمارل، او د طالبانو تحریک ترې جوړ شو، او د ګوتو په شمارافراېی غټ ملایان هم په تحریک شامل شول، او ځينې نور بیا د ځان د ساتنې دپاره ورغلل.

د حد اقل قوت لایموت د پیدا کولو دپاره، بې اسرې جنګ ځپلو خوانانو، چرسیانو، بنګیانو، پوډریانو، انپړو ګمراهانو، قاچاقبرانو او جنایت کارانو هم د طالبانو لیکو ته مخه کړه.البته پدې تحریک کې غولیدلي عقیدوي طالبان هم وو.

د طالبانودآخند اوملا د سویې مشرانو چې ددین د علم نه يې کافي بهره نه وه اخیستې، او پخپل ځان یې اعتماد ندرلود، په سیاسي او مذهبي لحاظ ډیرزر د بیګانه ګانو د لاس آله شول، له یوې خوا پدې ونه توانیدل چې د خپل ملک ددښمنانو پردسیسو پوه شي، او له بلې خوايې ددین په ارتباط د خود غرضه خارجي دیني عالمانو غلطو فتواوو ته غاړه کیښوده، او د هغوی په اشاره یې دین دولس په مقابل کې د حربې په توګه وکاراوه، او بد عت یې وکړ.

په نتیجه کې القاعدې ساده لوح طالبان او د هغوی نسبتاً بې سواده مشر ملا محمد عمر آخند ته چې د هغه د بې علمۍ او او بې کفایتۍ په وجه خارجي دښمنانو د امیرالمؤمنین لقب ورکړئ ؤ، دوکه کړ. ملا محمد عمر د همدې ددپاره د طالبانو د تحریک مشر تاکل شوئ ؤ، چې آسانه د یوې وسیلې په توګه کار ترې اخیستل کیږي. اُسامه بن لادن چې دملا محمد عمر آخند سره دوروۍ او اطاعت سوګند کړئ ؤ په ډیره سادګۍ دوکه کړ، پرخارج کې يې د افغانستان نه،حملې وکړې او زموږ ملک یې د روان ناوری سره مخامخ کړ.

د طالبانو د تحریک مشر ملایان د مسجد ملایان او امامان ندي، بلکه دوی سیاسي طالیان دي.
د طالبانو د تحریک د لیکوطالبان، د مسحد او حجرې طالب العلمان ندي، بلکه دوی دې تحریک ته دامرارحیات دپاره ورغلي جنګ ځپلي مجبور مزدوران او نور مجرمین او قاتلان دي.
د طالبانو تحریک د افغانستان د نجات، آبادۍ، بیا رغونې، سولې راوستو، د اسلام په لاره د ملت د رهبرۍ، دنارینه او ښځې حق د اداکولو، دنورو فرقو سره د سوله ایز ژوند دکولو، د ملک د اقتصادي او نورو علمي لارو چارو او د ملک د کورني او بهرني سیاست د چلولو جوګه ندي، دوی ملک ته د بد بحتۍ د راوړلو نه پره د بل هیڅ شي د راوړلو جوګه ندي.
الله دې ددوی منګولې د افغان مسلمان ولس د ستونې نه وکاږي.
آمین یا رب العلمین، په الله مو سپارم.


هجران
31.10.2013

السلام عليکم .

زه خوخپله ددې وينوتويدلوموافق نه يم ديري مندي بری شوی ،ډيري ښځي کونډي شوي ، ډيري کوچنيان يتيمان شول .
الله جل جلاله دي دافغان حکومت اواودطالبانوترمنځ دجوړجاړي په شرعي لاره رامنځ ته کړي ، خوالله جل جلاله دخارجیان تباهکړي .
زه په خپله له خارجیانوسره دجهادډېرشوق لرم اوغواړم چی له یوی لاری ودې جهاادته ولاړشم نودلوي اخترپه موسم کي له ځينو طالبانو سره کندهار ميوندته ولاړم خوهلته دصلیبیانوهيڅ درک نه وو اودجهادومقاومت نشوائ ټينګېدلائ اوټول دولت وو الله جل جلاله دي له ټول افغانستان څخه صلیب اودهغه حامیان همداسي وباسي .
هلته وسله وال طالبان په ډېر غيرت اوپه وسلوسنبال ګرځېدل اوټولوددې تمناکوله چي امریاکایان له دې هيواد څخه ووځي اويواسلامي شريعت نافذ شي ، ټول مسافر له کورونو بې ځايه وه لوږي اوتندي ستړياوي يې تيرولي صرف ددې لپاره چي له يرغلګرو هيواد پاک کړي ، ماددوئ ملګرتيا تقريبا لس ورځي وکره اوبيادضرورت له وجي کور ته راستون شوم .
الله جل جلاله دي ددوئ ستړياوي په خپل دربادر کي قبولي کړي آمين اوالله تعالی ناټوله دې هيواد څخه شرمنده اومخ تور وباسي . آمين آمين آمين.


Re: د مسجد ملااو دحجرې طالب، که د طالبانو د تحریک ملا او طالب؟

pattang
31.10.2013

ميرويس خانه دا اشغالګرو ته مداح ګېري دې پرېږده !
او زما دسوالونوځواب راکړه ولې سترګې پرې پټوې !

/ ته دې اشغال او دصليبیانو وژنو ته څه وایې !
/ ولې دې خوله پټه نيولې؟
/ ولې هروخت يو پلوه طالبان ټکوې او صليبي جنايت او تېری دشنو
دالرو تر پاڼو لاندې پټوې ؟
/ ايا داسې سړی به مسلمان وي اوکه ملحد ؟

وروره جهاد فرض دی ، مونږ دازادي حق لرو ، طالبان او زمونږ
ديني علما د تاريخ په اوږدو کې تل دازادي پړانګان تېر شوي دي !
کوم شيان چې تا ليکلي cia درته په شنه دالري کاغذ کې پېچلی او
دراستولی ! او دا ټول له درواغو او تهمت ډک دي !

[quote:c63dadfc61="میرویس"]دفورم قدرمنو ګډونوالو، السلام علیکم
د مسجد ملا صاحب، یعنې زما امام، زما دیني لار ښود، زما د نکاح او جنازې متصدي.
د حجرې طالب، یعنې دیني طالب العلم.
===
په مقابل کې د طالبانو د تحریک ملا، یعني سیاسي ملا، یا د تحریک مشر.
د طالبانو د تحریک طالب، یعنې بې علمه ټوپکي، حرفه یې جګړه مار، د بې کارئ نه مجبور مستخدم، قاتل، ترورست او انپړ غولیدلئ جاهل.

ډیرو محترمو لوستونکو:
زه چې طالب العلم وم، د مسجد صفایي مې کوله، د نورو طالب العلمانو سره مې په نوبت د کلي نه وظیفه، یعنې ټوک را ټولاوه، سپیي مې غپول او په ډیرجنجال به مو ټوک راوړ، بیا به مو په حجره کې د شلومبو، شکنې او یا بل قتغ سره وخواړه. د ملا صاحب، یا مدرس صاحب نه به مو سبق لوست. د سپارې نه شروع ان تر صرفیاتو،خلاصې، مصتخلص، مونیې، کدري او هدایې او نورو دیني کتابونو پورې به موږ ته تدریس کیده. طالبانو به چې تدریس تکمیل کړ بیا به مولوي صاجب، کلیو ته د ملاصاحبانو په توګ ورکول، او د طالبۍ او ملایۍ دادوران به همداسې روان ؤ.

البته د مسجد په ملا صاجبانو کې هم میانه روه او تند مزاجه او افراطي ملا صاحبان وو.
ډیر دینی علم چې به یې کړئ ؤ، هغه عالمان به ډیر نرم، حلیم او فروتن وو او افراطیان به خم پکې کم وو، خو په کم علمه ملایانو کې تند مزاجه او افراطیانو اکثریت درلود، ځکه چې د اسلام ددین د مجموعي او مکملو مزایاوو نه نا خبره وو.

دغو دویمه ډله آخندانو اوملاصاحبانو د شوروي د اشغال په موده کې ګروپونه جوړ کړل، او د جهادي جیدو دیني عالمانو ترقیادت لاندې یې د طالبانو په نامه جهاد وکړ. خو دغه ډله په مدار مداردعربي جګړه مارانو او نورو افراطي ډلو تر اثرلاندې راغله او ددوی افراط ګیرایي نوره هم ورسره پخه شوه، اود القاعدې سره یې مزي پیاوړي شول، او په نتیجه کې د القاعدې مالي مرستو او عقیدې مجذوب اوراشکیل کړل. القاعدې دا ډله ملایان دخپلو بړیځو په شکل د اسلام او جهاد په پلمه د خپلو مقاصد و دپاره په کار وګمارل، او د طالبانو تحریک ترې جوړ شو، او د ګوتو په شمارافراېی غټ ملایان هم په تحریک شامل شول، او ځينې نور بیا د ځان د ساتنې دپاره ورغلل.

د حد اقل قوت لایموت د پیدا کولو دپاره، بې اسرې جنګ ځپلو خوانانو، چرسیانو، بنګیانو، پوډریانو، انپړو ګمراهانو، قاچاقبرانو او جنایت کارانو هم د طالبانو لیکو ته مخه کړه.البته پدې تحریک کې غولیدلي عقیدوي طالبان هم وو.

د طالبانودآخند اوملا د سویې مشرانو چې ددین د علم نه يې کافي بهره نه وه اخیستې، او پخپل ځان یې اعتماد ندرلود، په سیاسي او مذهبي لحاظ ډیرزر د بیګانه ګانو د لاس آله شول، له یوې خوا پدې ونه توانیدل چې د خپل ملک ددښمنانو پردسیسو پوه شي، او له بلې خوايې ددین په ارتباط د خود غرضه خارجي دیني عالمانو غلطو فتواوو ته غاړه کیښوده، او د هغوی په اشاره یې دین دولس په مقابل کې د حربې په توګه وکاراوه، او بد عت یې وکړ.

په نتیجه کې القاعدې ساده لوح طالبان او د هغوی نسبتاً بې سواده مشر ملا محمد عمر آخند ته چې د هغه د بې علمۍ او او بې کفایتۍ په وجه خارجي دښمنانو د امیرالمؤمنین لقب ورکړئ ؤ، دوکه کړ. ملا محمد عمر د همدې ددپاره د طالبانو د تحریک مشر تاکل شوئ ؤ، چې آسانه د یوې وسیلې په توګه کار ترې اخیستل کیږي. اُسامه بن لادن چې دملا محمد عمر آخند سره دوروۍ او اطاعت سوګند کړئ ؤ په ډیره سادګۍ دوکه کړ، پرخارج کې يې د افغانستان نه،حملې وکړې او زموږ ملک یې د روان ناوری سره مخامخ کړ.

د طالبانو د تحریک مشر ملایان د مسجد ملایان او امامان ندي، بلکه دوی سیاسي طالیان دي.
د طالبانو د تحریک د لیکوطالبان، د مسحد او حجرې طالب العلمان ندي، بلکه دوی دې تحریک ته دامرارحیات دپاره ورغلي جنګ ځپلي مجبور مزدوران او نور مجرمین او قاتلان دي.
د طالبانو تحریک د افغانستان د نجات، آبادۍ، بیا رغونې، سولې راوستو، د اسلام په لاره د ملت د رهبرۍ، دنارینه او ښځې حق د اداکولو، دنورو فرقو سره د سوله ایز ژوند دکولو، د ملک د اقتصادي او نورو علمي لارو چارو او د ملک د کورني او بهرني سیاست د چلولو جوګه ندي، دوی ملک ته د بد بحتۍ د راوړلو نه پره د بل هیڅ شي د راوړلو جوګه ندي.
الله دې ددوی منګولې د افغان مسلمان ولس د ستونې نه وکاږي.
آمین یا رب العلمین، په الله مو سپارم.[/quote:c63dadfc61]


میرویس
31.10.2013

محترم هجران، السلام علیکم
ستاسې په شان ټول افغان ملت، په تیره بیا پښتون ولس د وینو د تویول، کونډو رنډو، یتیم او یسیرکیدو نه تر پزې راغلئ. دوی نه غواړې چې د پردیو په نیابتي جنګونو کې نور وکړیږي او قربانۍ ورکړي. ددې عبث جنګ عاملین چې د جهاد او اسلام په نامه، او د اسلام او الله د قوانینو ددفاع غرغړې وهي، تربل هرچانه اول همدغه بدعتیان دالهي د احکامو ناقضین دي.

موږ د پخواني شوروي اتحاد په مقابل کې چې د کوم لمسون نه پرته یې تعرض راباندې وکړ، جهادوکړ، چې البته هلته هم ځینې قوماندانانو ناحق قتلونه وکړل، د خلکو په سراومال یې تعرض وکړ، او تننکیو ځوانانو نه یې د جها د په سنګرونو کې جنسې استفاده وکړه، لکه اوس یې چې طالبان کوي. ملا محمد عمر چې یې تر پزې راوست، نو یې امر وکړ چې لغړ زنې نور جهاد ته مه بیايئ.

خو د جهاد په لیکو کې چې د القاعدې او نورو عربو پښه داخله شوه، سلفیت هم ورسره را انتقال شو، او دې کار د مجاهدینو په لیکو کې نفاق پیدا کړ، خو لدې امله چې ټول ملک جهاد کاوه او د جهاد دتمویل یوازنۍ منبع عربي چنده ورکونکي او القاعده نه وو، نو عربو د مجاهدینو پیروي کوله.

کله چې جهاد پای ته ورسید، د خپلو ملکونو نه را تښتیدلې عربي افرطیان په قبایلو کې پاتې شول. خو کله چې طالبانو ظهور وکړ، دغه عرب ورسره ملګري شول او د جګړې بازار یې بیرته ګرم شو. دا ځلې چې د طالبانو سره دنورې آزادې او غربي نړۍ مالې مرستې نه وې، نو دوی بېحده زیاته اتکا په عربي چنده ورکونکو او القاعدې وکړه، لاجرم طالبان د القاعدې تر افراطي، عقیدوي ترنفوذ لاندې راغلل او د طالبانو قیادت د القاعدې د مالي خاصو امتیازونو نه برخورداشو، او په نتیجه کې د طالبانو اکثره مشران افراطیان شول، او دالقاعدې تروریزم د طالبانو د جنګ وسیله وګرزید. پدې ترتیب د طالبانو جنګ چې د ملک د یو موټئ کیدو دپاره یې پیل کړئ ؤ، د القاعدې دپاره په نیابتي جنګ بدل شو.

القاعدې چې د افغان ولس او افغانستان غم نه ؤ ورسره او نړیواله آجنډا یې لرله، افغانستان د خپلو نړیوالو مقاصدو د پوره کولو دپاره په خارجي ملکونو کې د ترورستي حملو دپاره د یوه مرکز په توکه استعمال کړ، او بالاخره یې د القاعدې او بین المللي قواو تر منځ د جنګ په میدان مبدل کړ.

هجران صاحب، زه هم ستاسئ سره موافق یم چې د القاعدې ترورستان او نور خارجي قوتونه دې د افغانستان نه ووزي او موږ دې پریږدي چې پخپل ملک کې سره کور او اور شو.

د مسجد د ملا او طالب توپیر، د طالبانو د مشرانو او طالبانو د لیکودجګړه مارانو سره همدغه دئ، چې د مسجد ملا او طالب ددین کار کوی، او دطالبانو مشران سیاسي دلالي کوي، او پیروان یې د خارجي ترورستانو او د افغانستان د قسم خوړلو دښمنانو نیابتي جنک پر مخ بیایي، د قتل، تباهۍ، جنایت او ولس د کړونې نه پرته بل کار نلري. طالبانو د خپل حکومت په وخت کې، او هم پدې روان جنګ کې دا ثابته کړه چې دوي د ملک دپازه خدمت نشي کولای، بکه بربادوی یې.
په الله مو شپارم.


میرویس
31.10.2013

پتګ صاحب، السلام علیکم
مداحې نه کوم حقایق بیانوم، د ولس سرستاسې په په فریب او عوام غلونې خلاصوم.
ستاسې د پوښتنو نه ډډه نه کوم. ټول نا حق قتلونه غندم ک د طالبان په لاس وي او که د خارجیان په لاس.
ته بیا ایمان په ګمان بایلې، او تش بې بنیاده تهمتونه لګوي. ته یوه چندې مسلمان ته چې محمدي کلمه وايي، څنګه ملحد ویلئ شي؟ آیا پدې پوهیږې چې ستا دغه تهمت، پخپله تاسې په کوم قطار کې دروي؟

خبره همدلته ده چې جهاد فرض دئ، خو څه چې طالبان یې کوي، جهاد نه بلکه د ولس پرخلاف د اسلام نه د حربې په توګه کار اخیستل دي، او طالبان نیابتې[یا پراکسي] جنګ پرمخ بیايي، دپردیو دپاره دخپل مسلمان ولس په مقابل کې په ناحقه جنګیږي.

تاسې رښتیا وایاست، چې زموږ دیني عالمانو د تاریخ په اوږدو د اشغالګرو په مقابل کې جهاد کړئ، خو طالبان دیني عالمان نه، بلکه د جګړه ماران، او نیابتي جنګونو دلالان دي.
دا چې هره نګه او مؤثقه بیلګه تهمت بولئ، ولې زما د هرټکې د رد دپاره اسناد او کره قانع کونکي عقلې او منطقي دلایل نه وړاندې کوي؟

تاسې د مسخ او خدعې په تور رنګ کې د بلدیې د معابرانو اوږده جارو غوټه کړې، هرحقیقت چې ووینئ پرې را کاږئ یې، او شکل یې اړوئ.
په الله مو سپارم.


pattang
31.10.2013

ميرويس خانه اسلام عليکم !
وروره داکومې خبرې چې ته یې ليکې داسې مالوميږي لکه دبرېتور
خلقي او ياديوو پښتون دوښمنه پنجشېری !
زه ازادي غواړم ته غلامي !
زه يو سوال درڅخه کوم که فرضا دطالب دازادي غورځنګ له منخه
لاړشي ته به له صليبي اشغال سره څه کوې ؟؟

[quote:aed754940c="میرویس"]پتګ صاحب، السلام علیکم
مداحې نه کوم حقایق بیانوم، د ولس سرستاسې په په فریب او عوام غلونې خلاصوم.
ستاسې د پوښتنو نه ډډه نه کوم. ټول نا حق قتلونه غندم ک د طالبان په لاس وي او که د خارجیان په لاس.
ته بیا ایمان په ګمان بایلې، او تش بې بنیاده تهمتونه لګوي. ته یوه چندې مسلمان ته چې محمدي کلمه وايي، څنګه ملحد ویلئ شي؟ آیا پدې پوهیږې چې ستا دغه تهمت، پخپله تاسې په کوم قطار کې دروي؟

خبره همدلته ده چې جهاد فرض دئ، خو څه چې طالبان یې کوي، جهاد نه بلکه د ولس پرخلاف د اسلام نه د حربې په توګه کار اخیستل دي، او طالبان نیابتې[یا پراکسي] جنګ پرمخ بیايي، دپردیو دپاره دخپل مسلمان ولس په مقابل کې په ناحقه جنګیږي.

تاسې رښتیا وایاست، چې زموږ دیني عالمانو د تاریخ په اوږدو د اشغالګرو په مقابل کې جهاد کړئ، خو طالبان دیني عالمان نه، بلکه د جګړه ماران، او نیابتي جنګونو دلالان دي.
دا چې هره نګه او مؤثقه بیلګه تهمت بولئ، ولې زما د هرټکې د رد دپاره اسناد او کره قانع کونکي عقلې او منطقي دلایل نه وړاندې کوي؟

تاسې د مسخ او خدعې په تور رنګ کې د بلدیې د معابرانو اوږده جارو غوټه کړې، هرحقیقت چې ووینئ پرې را کاږئ یې، او شکل یې اړوئ.
په الله مو سپارم.[/quote:aed754940c]


میرویس
01.11.2013

ښاغلئ پتنګ، السلام علیکم
لیوه ته یې نصیحت کاوه، ویل یې پری می ږده، رمه رانه لاړه.
عزیزه، محترمه، دزړګې سره. زړه مې درباندې خوږیږي، کله په چا د کفر فتوي کوې، کله تش تهمتونه کوي، کله افنرا ته لاس واچوې او کله آسمان په ډبرو ولې. ستادغه ټول اعمال د اسلامي احکامو او ارشاداتو خلاف ورزي ده، او جزا لري.

ته ددې ملک د یو څو محدودو بې لارې شوو او حنګې مجرمینو په وجه د ملک د ټولو غیر پښتنو قومونو سره دښمني پالې او په ملک کې د نژادي،قومي او فرقه اي جنګو نو اور ته لمن وهي.

برادره، ته د چا نه آزادي غواړې؟ د خارجي اشغالګرو قواوو نه چې نن سبا د ملک نه د وتلو په حال کې دي، او که ددایمي اشغال ګرو د حضور او د هغوی د غیر اسلامي او افراطي عقایدو نه چې زموږ په ملک کې یې سور اور بل کړئ، زموږ د عبادت طریقه، عنعنه، رسم او رواج، پښتونولي، اقتصاد، ملي حاکمیت، داخلي او خارجي سیاسي پالسي، علم، پرمنختګ، معارف،صحت عامه او د اینده نسلونو سالمه بقا یې تر تهدید لاندې راوستې ده دهغو نه آزادي غواړې؟

ستاسې دپوښتنې خواب دادئ، د طالبانو غورځنګ چې ړنګ شي، دخارجي قواوو وتل به هم زموږ د ملک نه تکمیل شي، مااو تا ته به حاجت پیدا نشي چې دخارجیانوسره څه وکړو. زه او ته به ددواړو د شر نه خلاص شو.
خو ته دا تضمین ورکولئ شي چې د خارجي قواوو دوتلو نه پس به ستا طالبان چې قتل يې حرفه ګرزیدلې آرام کیني؟

نه ولې به کیني، ځکه چې تاسې محترم پتنګ صاحب مخکې ویلي دي، هغه وخت به هم طالبان آرام نه کیني، ځکه چې د شرعي قانون انفاذ به غواړي. یعنې په هر حال کې به دوی جنګ کوي.
برتانویانو ویلي وو، پښتون یوازې هغه وخت په صلحه کې دئ چې په جنک کې وي.
بلې، طالب هم دالقاعدې په لمسون هغه وخت په صلحه کې دئ چې د ولس پر خلاف په جنګ کې وي.

ستاسې د خبرې په تائید، طالب د خارجیانو په مقابل کې جهاد هسې پلمه کړئ، خو په اصل کې دوی د القاعدې سره د ولس په مقابل کې د سنګر ملګري دي، دوی حکومت غواړي، نه شریعت، یا د ملک آزادي.

تاسې ته پکار دي چې دالقاعدې د ترورستانو، اسلامي افراطیانو او دملک د عظیمو دښمنانو نه چې د طالب تر لستوڼي یې لاس را ایسلئ دئ، ځان آزاد کړئ. د خارجي ملکونو د قواوو نه د ځان آزادول چندان ګران کار ندئ، خو د القاعدې ډوله طالبي عقایدو نه د ځان آزادول مشکل کار دئ.

پتنګ ګله، طالبانو د خپل حکومت په موده کې ټولې دنیاته ثابته کړه، چې دهغوی عقاید دبدوي زماني دي. د ګیرې په خریلو خلک بندي کوی، اود مرګ تر سرحده يېډبوي. آیا د ګیری خریل شدیده ګناه ده او که د مرګ تر سرحده ډبول؟ طالبانو سرد خولۍ په ګټلوبایلود. خپل ملک یې د القاعدې د څو بدعتیانو قرباني کړ.

طالبانو نه کومه ودانئ جوړه کړه، نه کوم سرک، نه یې کوم قرآن چاپ کړ، نه د توبرکلوزد مرض علاج او مخنیوئ وکړ، بلکه ودانۍ يې ونرولې، سرکونه یې خراب کړل، قرانکربم یې وسیزه، د خلکو د مداوا کولو په عوض یې قتلونه وکړل توبر کلوز په ملک کې بیرته عام شو، روغتونونه یې ونړول، د ملک افتخارات او عتیقه آثار یې ونړول، ملک یې په القاعده خرڅ کړ او ملک یې دسولې په عوض دجنک او بربادي سره مخ کړ.

طالبانو پخوا حکومت ونکړئ شو، او په آینده کې یې هم نشي کولی، غیر لدې چې ملک ته غم راوړي ښادي نشي راوړئ، دوی باید وسلې پرمځکه کیږدي، د ولس ارادې ته سر ټيت کړي او ولس پریږدي چې خپل سر نوشت پخپله وټاکي
وسلام.


هجران
01.11.2013

محترم ميرويس صاحب ! السلام عليکم
له نارواخلګوسره تعلق ساتل

فتوی نمبر (۵۰۸) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه : کريمه /کندهار أفغانستان .

جليل القدره مولوي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ځما پوښتنه داده چي له ظالمانو ، فاجرانو او فاسقانو خلګو سره تګ راتګ کول ، له دوۍ سره په لباس خبرو وغيره کي مشابهت کول د اسلام له نظره په څونه اندازه ګناه او جرم دی ؟

الجواب و هو الملهم للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمي خوري ! له فاسقو ، ظالمو او ناروا انسانانو سره بېله يو جائز ضرورته و هر مسلمان نارینه او ښځي ته ناروا کار دئ .
الله (جل جلاله) په قرآنکريم کښي فرمايلي دي « وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ( هود :113) .
يعني او مکوۍ تاسي میل و ظالمانو ته (يعني کچيري تاسي و ظالمو انسانانو ته د زړه ميل وکړۍ ، مینه او محبت په زړه کښي ورسره وساتۍ) نو بيا به د دوږخ اور و تاسي ته درورسيږي ، او بيا به ستاسي مددګاران او دوستان نه وي .
علامه آلوسي (رحمه الله) په روحُ المعاني کښي ذکر کړيدي چي مذکوره مبارک آيت ودېته ورشامل دئ چي مسلمان به له ظالمانو ، کافرانو او فاسقانو سره مداهنت نکوي ، ددوۍ په شکل به نکيږي ، دوۍ به په غټ نامه سره نه يادوي ، بېله شرعي باعثته به له دوۍ سره نکښیني ، ددوۍ خبري او عملونه به نه خوښوي ، له دوۍ سره زندګي او انډيوالي به بده ګڼي ، ظاهره دولت ، ثروت او عيش ددوۍ ته به التفات نکوي ، بلکي دونه قدر به هم نه ورسره کوي چي قلم يا کاغذ پروت وي او راپورته يې کړې دوۍ ته يې ورکړي ، او ددوۍ په ډول به جامې نه جوړوي ، ددوۍ په ډول به سرونه نه خرييي .
زمخشري په خپل تفسير کښي ذکر کړیدي چي ای مسلـــــــــمانــــــه ! ته د الله پــــــاک پدغه قول کښي فکر وکړه چي «ولاترکنوا !!!» ځکه چي ددې مطلب دادئ چي يو ادنی ميلان هم د ظالمانو و طرفته مکوه .
امام رازي ذکر کړيدي چي صِرف لپاره د دفعِ د ضرر ددوۍ ، او يا لپاره د حاصلولود يوې جائزي ګټي له دوۍ څخه له دوۍ سره تعلق کول پروا نــــــــلري یعنی هلته چي له اسلام اومسلمانو .سره دوی په برخورکي نه وي اودغه تعلق دده ودین ته ضررنه وي
او نيسابوري په خپل تفسير کښي ليکلي دي چي مقتضا د تقوی داده چي بالکليه مسلمان له دوۍ څخه بایداجتناب کوي .
او ابنِ کثير په تفسير کښي د مذکوره آيت ذکر کړيدي چي تاسي له ظالمانو څخه کومک مه غواړۍ ، بيا به تاسي داسي وګڼل سۍ لکه چي تاسي ددوۍ په أعمالو راضي ياست . او صحبت د کفارو او فاسقانو ډير شنيع کار دئ .
دارنګه أبوالسعود په خپل تفسير کښي ذکر کړيدي چي أدنی مَيل و ظالمانو ته دونه غټه سزا لري ، نو څوک چي لوۍ مَيل ودوۍ ته ولري ، بې ضرورته له دوۍ سره ملګيري کوي ، مجلسو ته يې ورځي ، او ددوۍ په لباس او شکل فخر کوي نو دداسي خلګو به څه حال وي . او صاحب د روحُ المعاني ويلي دي چي دغه ډول خلګ نو په حقيقت کښي له جملې څخه د ظالمانو او فاسقانواوکافرانو دي ، نه د هغو له جملې څخه چي هغه و فاسقانو ته صرف د زړه مَيلان لري .
يوه سړي و سُفيان ثوري (رحمه الله) ته وويل چي زه د ظالمانو کالي ورجوړوم ، خياطي يې کوم ، نو ايا زه ددوۍ له مددګارانو څخه بلل کيږم ؟ ده مبارک ورته وويل چي نه ، ته خو عيني يو له دوۍ څخه يې ، ددوۍ له مددګارانو څخه هغه څوک دئ چي پر تا باندي هغه ستن خرڅوي چي ته کار په کوې .
دارنګه پدې اړ ه صاحب د روحُ البيان ويلي دي چي پدغه قول د الله پاک سره دا خبره په واضح ډول ثابته سوه چي له ظالمانو ، کافرانو او فاسقانوسره بُغض کول ، او پر دوۍ باندي په غضب کښي کيدل لپاره د رضا د خدائ پاک پر هر مسلمان نـــــــــــر او ښـــــــــــځه باندي فرض دئ .
[روح المعاني ج ۱۲ ص ۱۳۸/ روح البيان ج۴ ص ۱۹۶/ کشاف ج ۲ ص ۹۵/ هامش ابن جرير ج ۱۲ ص ۸۳/ تفسير کبير ج۶ ص ۹۶ / ابنِ کثير ج۲ ص ۴۶۱ /أبوالسعود علی هامش الکبيرج۵ ص ۵۲۹/ أحکامُ القرآن ج۲ ص ۳۶۰ تـا ۳۶۲] .
والسلام ومن الله التوفيق .


میرویس
01.11.2013

هجران صاحب، السلام علیکم
زموږ د بحث موضوع خو داده چې د مسجد ملاصاحب او طالب، د طالبانو د تحریک دملا صاحب او طالب سره څه توپیر لري؟
نتیجه دا وه چې زموږ د مسجد ملا او طالب ددین او ولس خدمت کوي، او د طالبانو ملایان سیاسي دلالان دي، او د پریدیو نیابتي جنګ پرخپل ولس تحمیلوي، او د طالبانو د تحریک جګړه مار قاتلان چې د طالب نوم یې ورکړئ، اصلاً ددین د تعلیم سره هیڅ ارتباط نلري، او په ویدیو ګانو کې چې مصاحبې د ځینې طالبانو سره شوي،د هغوی حتې نه کلمه زده ده او نه هم په لمانځه پوهیږي. ویلي یې دي چې زه صحرایي سړئ یم پر دې شیانو نه پوهیږم، خو راته وایي چې جهاد وکړه. ورور جانه، دغه بد بحتان په جهاد هم نه پوهیږي.

دغه طالبان، د امرار حیات دپاره ورغلې، څوک غله، پوډریان او نور جنایت کاران دي، او البته نیک بې سوادان هم غولیدلې او روغلي. خو پدې ټکې چې پوه شي چې دا جهاد نه، بلکه برادرکشي ده، هغه دې درکرده ترې راوزي. دوی نه ملا عمر پيژني او نه يې هم اوامر.

هجران صاحب، ستاسې د مضمون مقصد دادئ چې د طالبانو او تروروستانو سره چې د هیڅ ډول ظلم او جبر نه غاړه نه غړوي، رابطه ساتل عظیمه ګناه ده او همدغسې هم د کافرانو سره رابطه ساتل؟

د کفارو ښځو سره د مسلمانانو په واده کې څه وايې؟ ښځه خود انسان په ژوند کې تر بل هرچانه ورنږدي وي؟
زموږ د بحث نهايې نتیجه داده چې طالب د خبل حکومت په موده او روانه لړایي کې ثابته کړه، چې د حکومت دارئ جوګه ندئ.
په الله دې سپارم.
په درناوی.


هجران
04.11.2013

السلام عليکم ،دمسلمان سړي نکاح له اهل کتاب سره روا ده خوله هغه اهل کتاب سره نه ده رواچي هغه حربی وی ، يعني ستاسره په جنګ اخته وي ،خوعلماءفرمايي چي اوس له غیرحربی ښځي سره هم نکاح نه ده صحيح ځکه هغوئ اوس پرخپل دين نه دي اوپرنورو باطلوعقېدوباندي ولاړدي ، اماتعلق اودوستي له حربي کافرسره په اجماع اوپه صريحو اياتوسره ثابته ده .قرآنکريم په يوه ځاي کي نه بلکي په بېشماره پاکواياتو کي يې په دې اړه موږته احکام فرمايلي دي ، چي دټولوخلوص اوپخوړپه دې ډول دئ :
کفار(یهوداونصاری کله هم له تاسي څخه نه راضي کيږي .
داکفار ددې دپاره خپل مالونه صرفوي چي تاسي له خپلي (حقي ) لاري واړوي .
دکفارو وطرف هيڅ کله ميلان مه کوئ کچيري ددوئ وطرف ته ميلان وکړئ نوتاسي به اور راټینګ کړي .
مومنان دي هيڅ کله کافران ددوستي په حيث نه نيسي .
بياالله پاک فرمايي چي هغه کسان چي کافران په دوستي نيسي هغه منافقين دي ، اوددوئ لپاره سخت عذاب دئ .
اي هغه کسانوچي ايمان موراوړئ دئ هغه کسان چي ستاسي دين يې هزواولعب ګرځولئ دئ ددوستئ په حيث مه نيسئ
داټول پورته ذکرسوي احکام اوخلوص مي له لاندي پاکواياتوڅخه راايستلئ دئ :
لاَ يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللهِ فِي شَيْءٍ
{آل عمرانك 28}
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا للهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا 145.إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا 146.[
{النساء: 145،144}
 وَلاَ تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ 114.[
{هود:113}
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالاً وَدُّوا مَا عَنِتِّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ
{آل عمران:118}
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُم مِّنَ الْحَقِّ
{الممتحنة:1}
 إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ 10.
{الممتحنة:9}
 لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآَخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ
{المجادلة:22}
 مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ
{الفتح: 29}
 بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا 139.الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ للهِ جَمِيعًا 140
{النساء: 139،138}
 أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تُتْرَكُوا وَلَمَّا يَعْلَمِ اللهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا مِن دُونِ اللهِ وَلاَ رَسُولِهِ وَلاَ الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً
{التوبة:16}
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللهَ إِن كُنْتُم مُّؤْمِنِينَ 58.
{المائدة:57}
صدق الله العظيم

{لا يتخذ المؤمنون الكافرين أولياء من دون المؤمنين ومن يفعل ذلك فليس من الله في شيء} (آل عمران:28

اوپه دې اړه هيڅ يوه مفسردانه دي ويلي چي کله کفارويوه ملک ته په جنګ راسي نوبيادي له هغوسره تعلق ، دوستي ، موالاة ،اوجوړجاړي رواوي ، بلکه هغوئ په دې اړه دافرمايلي چي له کفاروسره تعلق اودوستي دقرآن کريم له رويه منافقت دئ ، اودهغه په سبب به دقيامت په ورځ وسخت عذاب ته ستنيږي ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي:
 بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا 139.الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ للهِ جَمِيعًا 140

دارنګه دنړئ ډېروجيدو علماوو په دې اړه خپلي فتواوي کړيدي چي په هغوئ کي يې له مولاة څخه دکفارو مسلمانان په کلکه رامنع کړي دي ،

دايوڅومبارک اياتونه له ترجمې سره مطالعه کړه ،په احترام! !
الله تعالى فرمايې:
لا تَجِدُ قَومًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (٢٢) سورة المجادله
ژباړه:
تاسې به هيڅکله دا ونه وينئ چې چا په الله تعالى او د اخرت په ورځ ايمان راوړى دى، د هغو خلکو سره مينه او دوستي وکړي چې له الله او رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مخالفت کوي، که څه هم د هغوي پلرونه، زامن، وروڼه او يا خپلوان وي، الله پاک د دوي په زړونو کې ايمان پوخ کړى دى، او له خپلې لورې يې مرسته ورسره کړيده، او داسې جنتونو ته به يې داخل کړي چې لاندې به ترې ويالي بهيږي، او تل ترتله به هملته اوسي، الله ترې خوښ دى او دوي له الله نه خوښ دي، همدا د الله ګوند دى او خبر اوسئ جې د الله ګوند بريمن دى.

بياالله تعالی فرمايي :
الله تعالى فرمايې: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنْتُمْ وَمَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ (١) سورة الممتحنة
ژباړه: اى مومنانو! زما او ستاسې دښمنان دوستان مه نيسئ، داسې چې تاسې ورسره دوستي کوئ او هغوی له هغه حق نه منکر دي چې تاسې ته راغلى دى، رسول او تاسې يوازې پدې خبره چې په خپل رب الله مو ايمان راوړى له خپلو کورونو او وطن څخه مو وباسي، نو که تاسې په رښتيا د جهاد او زما د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره د خپلو کورونو او هيواد څخه راوتلي ياست نو بايد دا دوستي ونه کړئ. تاسې په پټه ورسره دوستي کوئ، او ماته ستاسې پټ او ښکاره ټول معلوم دي، او ستاسې هر څوک چې دا کار وکړي نو په يقيني توګه يې سمه لار ورکه کړې ده.

نوريواوسني قانون دئ اوبل دقرآن کريم قانون موږاوستاسي خوښه ده چي دکوم قانون فرمانبرداري کوو دقرانکريم اوکه دکابل داوسني قانون


هجران
05.11.2013

ايا طالبان دحکومت جوګه دي اوکه يا؟
طالبانو دخپل حکومت په دوره کي داثابته کړه چي دحکومتداري طرزاوطريقه يوازي داسلامي قانون په نفاذسره راځي ځکه خوپه نوموړي حکومت کي نه دچاکورپه خطر کي وو نه داچاسر په خطر کي وونوکوم بل څوک په دې وهم کي وو چي له کوم لوري به راته تکليف ورسيږي ، چانه ليدل چي له کوم لوري جنازه راغله دفلاني کور په ويرکښېناست ، بلکي هيواد دامن اوراحت پراصولو ولاړ وو . هرڅوک دخپل حلال کسب په طلب کي وو چابه روزانه مزدوري کوله ، چابه دوکان کاوو اوچابه موټرچلوئ ،چابه تجارت کاوه .
ددې هرڅه وجه داوه چي په ګران هيواد افغانستان کي تريوڅه حده اسلامي شريعت موجودوو.
اسلامي حدود ، اسلامي شعائر ، مدرسې ، مسجدونه ، اسلامي اخلاق ، وغيره جاري وو .
دابيله خبره ده چي ځينو خلګوبه په دې کارو کي تیری یاکمبوت کاوو خوداددې دليل نسي کېدائ چي هغه امارت دئ ټول همغسي وي ، ولي اصل اوبنياد دهغه امارت ټول دعلماوو ، طالبانو ، متدينو ، صالحانو په لاس کي وو هغه علماء وو چي ټول امت ته په سر اوسترګو قبول وو .
په ټو دوره کي خو نه دچاپه ښځو تيري وسو ، نه کوچني بې عزته سو ، نه کوم کور لوټ سو ، نه شخصی دښمني عملي شول .
په ټول ګران هيواد کي ديوه کفري طاغوت هيواد وجود هم نه وو ، چي دمسلمان داستقلال ضروري اومقصودي بيخ ،بنياد،اصل دئ .
نه خودګران هيواد زيرمي لوټي سوې ، نه دغرو څخه قيمتي قيمتي معادن ووتل ، نه دګران هيواد تاريخي اثار لوټ سول نه کوم تاريخي لاس ته راوړني دیرغلګرو په لاسو چور اولوټ شوې .
نه کومه فحاشي اوبې ديني کوم چاعملي کړه ، نه سینما اوشراب خانه چاوليدله، نه کوم بل داسي داسلامي اوافغاني غيور نه خلاف فابريکه چا حس کړه .
بس هم داوو دطالبانو دحکومت ددورې خلوص .
خولکه څرنګه چي پوهان وايي چي ددښمن سترګي له عيبه ماسوا پرکوم کار نه مښلي لهذا داټول شيان دوي ته عیب ښکاري اوصرف دابهانه يې نيولې ده چي دوئ دپاکستان ترلاس لاندي ول ، ايا اوسني حکومت دکوم چاترلاس نه دئ لاندي؟؟؟؟؟
ايادامريکا اوناټو چي اغلظ اوبد ترين کفار دي اوالله جل جلاله يې په شان کي فرمايلي دي : «اولئک کالأنعام بل هم اضل» همدغه کسان دحيوانانو په شان دي بلکي له هغوئ نه هم ډېرګمراه اوبد خلګ دي .
باداري اوسلطه ستاسي په سياست کي رواده !!!!؟
ايادپاکستان اوامریکا ،ناټو پرتله کولائ شئ .
بالجمله کله چي دکرزي اداره دامریکااوناټوترلاس لاندي ده اودطالبانو امارت دپاکستان لخوامرسته اوکومک اخلي نواوس تاسي فکر وکړئ چي په دغودوو کي کوم يوښه اوبل کوم يو بد دئ ؟.!!!
.بيا دي هغه نه باچاهي مني نه دي وزارت نه دي محکمه نه عدالت ، نه دي واک مني چي هرڅه کوي هغه في الحاله اودستي کوي ،که بمباري کوي که چاپه وهي که بل کومه کار کوي که قضا کوي که څوک محکمه کوي که څوک معصوم ثابته وي که څوک مجرم ګرځوي که خپل حراميان راولي اوکه يې نه راولي که دائمي هستوګنځائ نيسي اوکه يا ،هرڅه يې دارادې دي ، خوکرزی اداره دخپلو ځانو قرباني دهغوئ لپاره ډالئ کوي. !؟

دطالبان اقتصاد اواقتصادي زيرمي :
طالبانو په خپله دوره کي ددين اودنيا دواړوغم خوړئ خلګوته يې دين واضح کړ اوددنيا په اړه يې هم کوښښونه کول خلګوته يې مزدورئ پيداکولې دارنګه نوردعيش اوزندګئ موقع يې ورته مساعده اوتياره کوله .
اودکرزي اداره که څوک په اقتصادکي پورته بولي خوپه حقيقت کي هيڅ هم داقتصاد له اړه دترقي اوپورته والي په لار کي پرمخ نه دي تللي ، ځکه داهرڅه ظاهره ترقي اوپرمختګ هغه دصلیب پرمختګ دئ چي دګران هيواددمظلوم اولس دننګ اوناموس ، داستقلال ،ايماني غيرت اوافغاني نام اونښان اودګران هيواد دمتعددو مقدساتو ،قيمتي معادنو ، لوړو لوړو اثارو دپلورلو په بدل کي يې لاس ته راوړئ دئ .
کله چه چي دښځوعفت لوټ شي هيوادپه پرديو خرڅ شي ، پردي ستاپه کورکلي کي بې اجازې ننوزي اوداخليږي په ښځي ، کوچني ، لوي ،ځوان اوسبين ږري صرفه نه کوي اقتصاديې کوم پرمختګ بللئ شو!!!؟
نوچي ددين او وطن په قيمت موږ وطن ودان شي نو داوطن هيڅ کله نه ودان .
چي په قيمت ددين وطن راته ودان شي څه بې کوو.
بياکه وطن موګلستان شي څه بې کوو.


هجران
05.11.2013

داهرڅه حقائق دي ، له حقايقوانکار هيڅوک نشي کولائ ، دامریکا وحشت په ګران افغانستان کي ترلمر ډېرواضح اوښکاره دئ .
اوته ميرويس وروره الله جل جلاله دي له موږ سره په حق اوصحيح عقيدې ښايسته کړي)ته که له مظلوم اولس څخه يې اودخپل زړه ليدلي حال راته وايي نوبيازه اوموږ ټول ستاوعقيدي اوتګلاري ته ډېر درناوي لرو اودرسره په ډېر احترام جوړجاړي اوخپل منځي اودانډيوالي خبري کوو اوترورور ډېر راته ګران يې الله جل جلاله دي له موږ سره په خپل عظيم فضل سره محفوظ اووساته .
اوکه دګران افغانستان داوسني حکومت کوم غړئ يې نوبيادرته دالله تعالی له درباره له موږ سره دسمي اوحقي لاري دهدايت سوال اوغوښتنه کوم .


pattang
05.11.2013

ميرويسه يو څه شرم او حيا وکړه !
زه هجران نه پېژنم خو طالبي اخلاق لري نو ته دې اوس له خپلو
ډومانو ، غلو ، بچه بازانو ، ستاره افغان ، غاصيبينو، رشوتخورو
ناپوهو ، غلو ، اجنټانو، بې مسلکو، جعل کارو سره
دداسې طالبي اخلاقو يوه ګوته برابرولی شې ! نه نه او نه!
ستاسو کې طالبي اخلاق نشته اونه يې ظرفيت لرۍ خو ډېر خلک
مطلق اکسريت دافغان اولس دداسې اخلاقو عاشقان دي !

[quote:fa098b2884="هجران"]داهرڅه حقائق دي ، له حقايقوانکار هيڅوک نشي کولائ ، دامریکا وحشت په ګران افغانستان کي ترلمر ډېرواضح اوښکاره دئ .
اوته ميرويس وروره الله جل جلاله دي له موږ سره په حق اوصحيح عقيدې ښايسته کړي)ته که له مظلوم اولس څخه يې اودخپل زړه ليدلي حال راته وايي نوبيازه اوموږ ټول ستاوعقيدي اوتګلاري ته ډېر درناوي لرو اودرسره په ډېر احترام جوړجاړي اوخپل منځي اودانډيوالي خبري کوو اوترورور ډېر راته ګران يې الله جل جلاله دي له موږ سره په خپل عظيم فضل سره محفوظ اووساته .
اوکه دګران افغانستان داوسني حکومت کوم غړئ يې نوبيادرته دالله تعالی له درباره له موږ سره دسمي اوحقي لاري دهدايت سوال اوغوښتنه کوم .[/quote:fa098b2884]


میرویس
07.11.2013

هجران وروره، السلام علکم ورحمت الله وبرکاته
تر هرڅه مخکې ستاسې د زحمت، او متانت نه مننه کوم چې د کفارو سره مو د واده په برخه کې کافي زیات معلومات برابر کړیدي. متل دئ چې که باجوړ نه خوري، بد هم مه پرې وایه. وروره، کیدای شي په مسائلو کې د نظر اختلاف ولرو، خو زموږ دواړو پښتونوالي، افغانیت، سجیه اخلاق، اسلامیت او په حقانیت باندې د سل په سلو باوردرلودلو ګډې مړاندې لرو.
موږ دواړه یو خپلواک، مترقي او پرځان بسیا افغانستان غواړو.

وروره، زه نه دا چې د طالبانو سره دښمني نلرم، بلکه په ملک کې د پخوانیو مجاهدینو د خپل منځي جګړو د ختمولو، د ملک د یو موټئ کولو او صلحې او امنیت د راوستو دپاره د طالبانو د خوځښت سرسپالئ ملاتړئ وم.

بیشکه چې طالبانو د تریاکو کښت ختم کړ او په ملک کې يې امنیت راوست. البته د مملکت دارۍ اول شرط امنیت دئ، او نور کاورنه بیا د امنیت او صلحې په سیوري کې کیږي. خو یوازې امنت د ملک د چاروپرمخ بیولو، د ولس ضرورتونه، معارف، زراعت، صحت عامه، پوځ، ددینی علومو وده، داسلام په چوکاټ کې د ښځې او نارینه د حقوقو اعاده، د بین دول روابط، متداول علوم، ساینسي، سیاسي او دینی کدرونه بیا نور مهارتونه، د خاصو رشتو تحصیلات، او مسلکي ماهرانو او عالمانو ته ضرورت لري.

لکه څنګه چې ثابته شوه د طالبانو ملاصاحبانو چې د وزیرانو او رئیسانو په پوستونو کې یې کار کاوه، ونکړئ شو چې په دغو ساحو کې یو قدم هم مخ کې لاړشي. په عوض ددې چې طالبان د افغانستان روابط د نړئ د ملکونو سره بهتره کړي، د خپلو افراطي پالسیو او اعمالو په وجه یې ملک بالکل منزوي کړ.

طالبانو د مذهبي او قومي تعصب په وجه په ملک کې دننه خپل ځان او پښتنو ته ضرر وساوه، او دغه رازیې د ښځو سره ړ اولاد دروړلولو او نارینه دعیش دوسیلې په توګه دروش، او نورو تعصباتو په وجه په ټوله نړئ کې د افغانستان حیثیت ته صدمه ورسوله. او د القاعدې په ساتلو سره یې نه یوازې د نورې نړۍ دښمنی و ګټله، بلکه خپل ملک یې هم د القاعدېدلاسه په پردیو قواوو اشغال کړ.

طالبان د خپل امارت د سقوط نه وروسته هم ندي اصلاح شوي، او د ولس په وړاندې یې د فتنې نه لاس ندئ اخیستئ. طالبانو د امارت د مالیې وزیر او د طالبانو د حکومت نه په راورسته موده کې د طالبانو د مرکزي شوری غړي او د ملا محمد عمر آخند زوم ملا معتصم آغا جان وویل چې طالبانو سهوي کړیدي.
هغه وویل چې د بی ګناه خلکو وژل ناروا عمل دئ، او حتي د عسکرو او پولیسو چې د مسلمانان ملت د امنیت او ملک د ارضی تمامیت حفاظت کوي قتل هم ناروا دئ

په طالبانو کې بې حده زیاته بې نظمې راغلې او د طالبانو جګړه ماران د خپل مشر ملا محمد عمر آخند د اوامرو نه چې وايي، بې ګناه خلک مه وژنئ، په عام محضر کې چاودنې مه کوئ، سر غړونه کوي اود جنایاتو مرتکب کیږي.
طالبان پدې ډول خپل ملک کمزورې کوي او ددښمن مټ مضبوطوي.

طالبانو ته پکار دي چې دملا معتصم آغا جان او نورو معتدلو طالب مشرانو په خوښه صلحې او امنیت ته متعهد شي نه جنګ، قتال او د ملک ورانولو ته. دوی باید د الله تعالا د رضامندۍ او ولس د ارادې د تمثیلولو دپاره د صلحې په خبرو اترو کې برخه واخلي او په حکومت کې د ونډې د اخیستو او سیاسي مبارزې له لارې دین او ملت ته خدمت وکړي.
وسلام.


pattang
07.11.2013

ای خدایه پاکه ستا له مهرباني ځخه قربان شم دادلمرغړونګې خو
نورې هم د cia او صليبيانو له مصنوعي ورېځې ځخه پاکې کړې !

[quote:19df6da565="میرویس"]هجران وروره، السلام علکم ورحمت الله وبرکاته
تر هرڅه مخکې ستاسې د زحمت، او متانت نه مننه کوم چې د کفارو سره مو د واده په برخه کې کافي زیات معلومات برابر کړیدي. متل دئ چې که باجوړ نه خوري، بد هم مه پرې وایه. وروره، کیدای شي په مسائلو کې د نظر اختلاف ولرو، خو زموږ دواړو پښتونوالي، افغانیت، سجیه اخلاق، اسلامیت او په حقانیت باندې د سل په سلو باوردرلودلو ګډې مړاندې لرو.
موږ دواړه یو خپلواک، مترقي او پرځان بسیا افغانستان غواړو.

وروره، زه نه دا چې د طالبانو سره دښمني نلرم، بلکه په ملک کې د پخوانیو مجاهدینو د خپل منځي جګړو د ختمولو، د ملک د یو موټئ کولو او صلحې او امنیت د راوستو دپاره د طالبانو د خوځښت سرسپالئ ملاتړئ وم.

بیشکه چې طالبانو د تریاکو کښت ختم کړ او په ملک کې يې امنیت راوست. البته د مملکت دارۍ اول شرط امنیت دئ، او نور کاورنه بیا د امنیت او صلحې په سیوري کې کیږي. خو یوازې امنت د ملک د چاروپرمخ بیولو، د ولس ضرورتونه، معارف، زراعت، صحت عامه، پوځ، ددینی علومو وده، داسلام په چوکاټ کې د ښځې او نارینه د حقوقو اعاده، د بین دول روابط، متداول علوم، ساینسي، سیاسي او دینی کدرونه بیا نور مهارتونه، د خاصو رشتو تحصیلات، او مسلکي ماهرانو او عالمانو ته ضرورت لري.

لکه څنګه چې ثابته شوه د طالبانو ملاصاحبانو چې د وزیرانو او رئیسانو په پوستونو کې یې کار کاوه، ونکړئ شو چې په دغو ساحو کې یو قدم هم مخ کې لاړشي. په عوض ددې چې طالبان د افغانستان روابط د نړئ د ملکونو سره بهتره کړي، د خپلو افراطي پالسیو او اعمالو په وجه یې ملک بالکل منزوي کړ.

طالبانو د مذهبي او قومي تعصب په وجه په ملک کې دننه خپل ځان او پښتنو ته ضرر وساوه، او دغه رازیې د ښځو سره ړ اولاد دروړلولو او نارینه دعیش دوسیلې په توګه دروش، او نورو تعصباتو په وجه په ټوله نړئ کې د افغانستان حیثیت ته صدمه ورسوله. او د القاعدې په ساتلو سره یې نه یوازې د نورې نړۍ دښمنی و ګټله، بلکه خپل ملک یې هم د القاعدېدلاسه په پردیو قواوو اشغال کړ.

طالبان د خپل امارت د سقوط نه وروسته هم ندي اصلاح شوي، او د ولس په وړاندې یې د فتنې نه لاس ندئ اخیستئ. طالبانو د امارت د مالیې وزیر او د طالبانو د حکومت نه په راورسته موده کې د طالبانو د مرکزي شوری غړي او د ملا محمد عمر آخند زوم ملا معتصم آغا جان وویل چې طالبانو سهوي کړیدي.
هغه وویل چې د بی ګناه خلکو وژل ناروا عمل دئ، او حتي د عسکرو او پولیسو چې د مسلمانان ملت د امنیت او ملک د ارضی تمامیت حفاظت کوي قتل هم ناروا دئ

په طالبانو کې بې حده زیاته بې نظمې راغلې او د طالبانو جګړه ماران د خپل مشر ملا محمد عمر آخند د اوامرو نه چې وايي، بې ګناه خلک مه وژنئ، په عام محضر کې چاودنې مه کوئ، سر غړونه کوي اود جنایاتو مرتکب کیږي.
طالبان پدې ډول خپل ملک کمزورې کوي او ددښمن مټ مضبوطوي.

طالبانو ته پکار دي چې دملا معتصم آغا جان او نورو معتدلو طالب مشرانو په خوښه صلحې او امنیت ته متعهد شي نه جنګ، قتال او د ملک ورانولو ته. دوی باید د الله تعالا د رضامندۍ او ولس د ارادې د تمثیلولو دپاره د صلحې په خبرو اترو کې برخه واخلي او په حکومت کې د ونډې د اخیستو او سیاسي مبارزې له لارې دین او ملت ته خدمت وکړي.
وسلام.[/quote:19df6da565]


میرویس
12.11.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
وروره په عوض ددې چې کله ښیراوې وکړې، کله، بد رد وایي او کله هم نا اُمیدۍ او یاءس ته پناه یوسې، ښه به دا وی چې د طالبانو نیکو اعمالو ته چې، دستنې د سپم په اندتزاه دي، نیک ووايه، او بدو ته یې چې د کابل مستوفي یې هم شمیرلو ته عاجز دئ بد ووایه.
پدې ترتیب به دې د زړه بړاس ووزي، او په دین او دنیا به بې باکه او سرخ روی کرزې.
متل دئ چئ [پاک وی بې باک وي].
بیرته را وګرزه د مسجد د ملا او طالب، او د وسله والو طالبانو د ملا او طالب تر منخ د تفکیک او تفریق کرښه وباسه.
آلله دې په دین او دنیا مه خواروه.


pattang
12.11.2013

ګوره چمچماره بې ګټې نيښونه وهې،پتنګ د هر قسم زهرو اېمون
لري او زور یې نه پرې رسېږي !
پتنګ نه دډار سړی دی او نه د نا امېدئ !
نه طالب دی او نه ملا ! دوطن ازادې خو په هر چا فرض دی خو
په دغه فر ضياتو څوک سترګې پټوي دالر خوري ايمان خرڅوي !
پتنګ دهغوی پخوادی چې دا کار نکوي او خپل هېواد ازادوي!

زه پتنګ کمزوری نيم چې به ډار کړم
له هغه نارې وهم چې صليب لاړ شي

[quote:9e2bdebd34="میرویس"]پتنګ صاحب، السلام علیکم
وروره په عوض ددې چې کله ښیراوې وکړې، کله، بد رد وایي او کله هم نا اُمیدۍ او یاءس ته پناه یوسې، ښه به دا وی چې د طالبانو نیکو اعمالو ته چې، دستنې د سپم په اندتزاه دي، نیک ووايه، او بدو ته یې چې د کابل مستوفي یې هم شمیرلو ته عاجز دئ بد ووایه.
پدې ترتیب به دې د زړه بړاس ووزي، او په دین او دنیا به بې باکه
او سرخ روی کرزې.
متل دئ چئ [پاک وی بې باک وي].
بیرته را وګرزه د مسجد د ملا او طالب، او د وسله والو طالبانو د ملا او طالب تر منخ د تفکیک او تفریق کرښه وباسه.
آلله دې په دین او دنیا مه خواروه.[/quote:9e2bdebd34]


میرویس
13.11.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
وروره دا خبرې تاسې مکرراً کړیدي، او د افغان ولس درد نه پرې مداوا کیږي.
ستاسې خبرې داسې دي لکه چې څوک وویایي [ښه کوئ بد مه کموئ، تنګ دئ ګورستان].
ستاسې دغه بې ګټې خبرې د بحث د موضوع نه، بله خوا د توجه د اړولو نه پرته، بل کوم هدف نلري.

ولې د اصلې مسئلې نه ځان غړوی؟ په زغرده ووایه چې د مسجد دملا، طالب او د وسله والو طالبانو تر منځ توپیر څه دئ؟
په الله دې سپارم.


م . ق
17.11.2013

[quote:53a101fe26="میرویس"]په زغرده ووایه چې د مسجد دملا، طالب او د وسله والو طالبانو تر منځ توپیر څه دئ؟
په الله دې سپارم.[/quote:53a101fe26]
نه ميرويس خانه! ته هم له اصلي پوښتنې څخه سر غړوې، دا بې فایدې پوښتنه چې مطرح کوې ولې دا اصلي او اساسي پوښتنه نه مطرح کوې چې امریکا او انګلیس د پاکستان او سعودي له لارې طالبان ډیر حمایه کوي او کنه خپله مستقیما د کرزي اداره ډیره حمایه کوي او کنه د دواړو لاسپوڅو ګوډاګیانو (طالب + کذب اسلامي = کرزی + شمالي ټلواله) ترمینځ تعادل او توازن ساتي؟؟؟
او کنه داسې ده چې طالب القدرت + کذب اسلامي د انګلیس په زانګو کې زانګي او کرزی + شمالي ټلواله د امریکا په غیږه کې پراته دي؟؟؟
زه خو وایم چې امریکا او انګلیس د دواړو په روزلو، تمویلولو او حمایت کې له توازن څخه کار نه اخلي؛ کله د یو تله درنه کړي او کله د بل تله درنه کړي، ماته داسې ښکاري چې امریکا غواړي د غلامۍ د تړون او دایمي فوځي اډو د تحقق څخه وروسته د طالبانو ټولګی نور منحل کړي ځکه د امریکا اهداف پوره شو او د طالبانو زحماتو ته نوره اړتیا نه لري خو بل اړخ ته د پاکستان او انګلیس موخې لا پوره شوې نه دي ځکه هغوي د شیر خوارو طالبانو بقا غواړي خو د پخو او تجربه کارو طالبانو له مینځه وړل! ځکه چې کوم طالب په حقیقت پوه شي د ملا برادر او ملا عبید په برخلیک به اخته کیږي، یا به ترکې ته تښتي او یا به کابل کې پناه اخلي.

هغه څوک چې د کفارو سره د مولاة په ممانعت دلایل وړاندې کوي ورڅخه هیله کوم چې لطفا پدې دې سترګې نه پټوي چې پاکستان د دنیا تر ټولو لوي کفري او طاغوتي ملک دی، هومره خدمت چې پاکستان امریکا او انګلیس ته کړی تراوسه یهودانو هم نه دی کړی، او هومره ضرر چې پاکستان مسلمانانو او اسلام ته رسولی روسانو او اسرایلو هم نه دی رسولی! څوک چې د پاکستان په کفر کې شک کوي د هغه په ایمان کې شک دی! که څوک شک کوي د هغه لپاره دا یو تاریخی سند بس دی چې په فلسطین د عربو او اسرایلو د جنګ په دوران کې د دیرش زره ناقابل تسخیر مجاهدینو د ځپلو لپاره د پاکستان فوځ ورلیږل شوی وو او پاکستاني فوځ دغه دنده په کامیابۍ سره اجراء کړله هغه دنده چې یهودو خپله سرته نه شوه رسولی! پاکستانی فوځ د امریکا او انګلیس لپاره هماغه حیثیت لري چې یو وخت په هند کې د انګلیس د استعمار په وخت هندي فوځ لرلو، هغه وخت هندي فوځ چې زیات مسلمانان هم پکې وو د ترکي عثماني اسلامي خلافت په وړاندې وجنګیدو او د انګلیس په قوماندې یې اسلامي خلافت ونړولو، له هماغې ورځې څخه د اسلام زوال شروع شو، ټول اسلامي ملکونه د انګریز لاسو ته ولویدل، پاکستان او سعودي د انګلیس په غیږ کې وزیږیدل، انګلیس وپالل او ویې روزل! را لوي یې کړل! او دادی نن یې د مسلمانانو خلاف داسې جنګوي چې مسلمان خپل اصلي دښمن هم نه پیژني، دا د پاکستاني فوځ د اصلیت صرف یو څرک وو، دا وروستي کارونه خو یې تاسو ته هم څرګند دي، په لال مسجد حمله! د بې شمیره مظلومو پښتنو وژنه، امریکې ته اډې او لارې ورکول، نقشې ورکول او پلانونه یې عملي کول،د اصلي طالبانو وژنه او قید کول،،،،،،او داسې نور،،،په طاغوتي پارلمان او انګلیسي قانون او کفري قضاي سیستم خو به یې نه غږیږو ځکه د هغې کفر خو دومره بواح دی چې هیڅوک پرې سترګې نه شي پټولاي.
مرګ په انګلیس، پاکستان او امریکا! لعنت د دوي په ښکاره او پټو اجنټانو که څه هم په مقدس لباس کې وي!


اتل
19.11.2013

ډیر قدر دانه، صادقه، زړه سواندیه او د افغان ریښتنیه بچه م.ق، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
ستاسې خبرې د کنځ د منځ نه دي.خواجه حافظ وایي، چې شعریې ځکه د سړي په زړه کښیني، چې د زړه نه را ولاړ شویدئ. ستاسې خبرې هم دغسې په زړه کښیني، ځکه چې د افغان ولس د زړه نه یې کوئ.

راشه چې ستاسې تبصرې ټولې نګه وګڼواو بیا یوه یوه را وسپړو. که مسئله په جامع صورت وڅیړو، علل او معلول یې راوسپړو او نتیجه ترې واخلو ستاسې تبصره به لویه مرسته راسره وکړي.

خو په نهایت کې به مجبور شو چې د ستونځې د حل دپاره د یوه ځای نه پیل وکړو.
کله چې ښه ورته ځیر شو، نو وبه وینو چې ستونځه پخپله زموږ نه پیل شویده، او پکار دي چې د مشکل سرچینه وچه کړو. متل دئ [وني ویلي، چې که مې لاستئ د خانه، نه وای، طبر به ولې غوڅولم].

راځم ستاسې د څرګندونو لمړي ټکې ته(طالب + کذب اسلامي).
زموږ اصلي مشکل د همدې ځای نه پیل شویدئ. موږ څنګه کولئ شو چې زموږ خپل د لاسه وتلئ طالبان بیرته را خپل کړو، او سریې پردې خبره ورخلاص کړو، چې مزور غلیم لکه د بې خبره مارغه ستاسې وزورنه او پښې دواړه ددام په لومو کې ښکیل کړي.

موږ څنګه کولئ شو چې طالبان د بین المللی ترورستانو، القاعدې د خون خوارانو نه جلا کړو، او هغو حرفه يې کړیو نه یې ازاد کړو چې د سحر او نیرنک دوربلونه یې د طالبانو د مشرانو غاړو او پښوته ور اچولي دي؟

طالبانو وروڼو ته باید ووایوچې، زمږ او ستاسې ګډ غلیم، له یوې خوا مجبور کړی یاستئ چې د اسلامی ارشاداتو خلاف مو وکاروي، اوپدې ترتیب مو بدنام کړي، له بلې خوا خپل مسلمان ورور درباندې ووژني او خپل مقصد درباندې پوره کړي، او بیا مو ووژني، یا بندې کړي او یا موتبعید ته مجبور کړي، او یامو په نورو ملکونو کې د خپلو بین المللی اهدافو د پاره و جنګوي.

دخارجي ترورستانو او زموږ د ملک ددښمنانو دسیسې هغه وخت طالبان شنډولئ شي او بیرته د ولس په لمن کې ځان نغښتئ شي، چې لمړئ د خپل ملک ګټي مرجح وګڼي، اوربند وکړي، د خبرو اترو له لارې ملي پخلاینې ته زمینه براربره کړي، او د مذاکرو له لارې په حکومت کې خپله ونډه داسې ترلاسه کړي، چې د عینې او ذهني شرائطو سره اړخ ولګوي، یعنې داسې معامله وکړي چې امکان ولري، نه داچې دواړې پښې په یوه موزه کې ننباسي.
په الله مو سپارم.


میرویس
19.11.2013

ډیرو ګرانو وروڼو، هر یو م.ق. او اتل صاحب، السلام علیکم.
د تاریخ پدې مقطع کې چې زموږ ملک دډیرو حساسو او نازکو حالاتو نه تیریږي، زموږ دنده داده چې د جنګ اور ته لمن ونه وهو، بلکه صلح او امنیت تشویق او ترغیب کړو، ولو که په ملک کې د روانو ناخوالو سره سل په سلو مخالف یو.

لکه څنګه چې اتل صاحب اشاره کړې، لمړئ باید د هغه څه په اصلاح کولو کې مرسته وکړو، چې د روانو غمیزو اصلې منبع ګڼل کیږي. متل دئ چې خپله لاسه ګله لاسه. زموږ طالبانو خطا کړې، باید ور په ګته یې کړو چې خپلې تیروتنې اصلاح کړي. لاس چې مات شي، غاړې ته ځي. طالبان زموږ خپل دي، غمونه او دردونه یې هم زموږ خپل دي. دوی ته پکار دي چې د ولس ارادې ته د غاړې په ایښودلو سره، د پردیو نه ځان آزاد کړي، د ولس سره ځان یو موټئ کړي، بیا به د هیچا زور په افغانستان نه رسیږي، ځکه چې د مداخلې دپاره به اسباب ورک شي.

پدې ترتیب به طالبان نه د الله د اوامرو په مقابل کې بغوات کوي، او نه به هم د ومسلمان ولس پر ضد عمل کوي. اتل صاحب رښتیا ویلي، یو وار چې طالبان القاعده او نورترورستان ترک کړي، دطالبانو د لیکو نه به بدعتیان، جنایت کاران، غله، متجاوزین، د ملا محمد عمر آخند د اوامرو نه سرکښان او نور بد عملان ورک شي، او طالبان به ددین د طالب العلمانو خپله عنعنه را ژوندې کړي او په ولس کې به د لاس نه وتلئ محبوبت بیرته کسب کړي.

واقعاً طالبان په یوازې سرحکومت نه شي کولئ شي، او نه یې مسلکي وړتیا لري. دوی به دقدرت د شریک کولو له لارې ډیره ګټه وکړي، او په ملک کې به هم صلح او امنیت راشي، او د افغانستان خلک او ملک به د ترقۍ په لور ګامونه اوچت کړي.
آلله مو مل شه.


اتل
22.11.2013

السلام علیکم، ښاغلئ میرویس
زه باید پتنګ ورورته ووایم، چې د میرویس د ښه سړیتوب نه ناوړه سود مه پورته کوه. میرویس د خپلې حیا د ساتنې د پاره ستاسې سره پنج دو کیږي نه. خو تاسې د خپلې عنعنې د پیروۍ له مخې کله چمچه مار او کله نور چټیات ورته وایاست.

د میرویس دا خبره یو ځل بیا په ثبوت ورسیده چې، هغه صادق طالبان چې د طالبانو د تحریک په لیکو کې ورکډشوي، کله چې پوه شي چې د طالبانو مشرانو غولولي دي، او دا جهاد ندئ چې طالبان یې کوي، بلکه برادر کشي، او د خارجیانو د پاره جنګ دې، د طالبانو د لیکو نه وزي او د صلحې په راوستو کې مرسته کوي.
تاسې به اوریدلې وی چې وړمه ورځ د هرات په ولایت کې د طالبانو یوې دوولس کسیزې وسلوالې ډلې خپلې وسلې د سولې پروسې ته تسلیم کړې، او ژمنه یې وکړه چې د جنګ په عوض به د صلحې راوستو په لاره کې جهاد کوي.

تاسې به دا هم اوریدلې وي چې درۍ هفتې مخکې، د حقانې دډلې نه، دزدرانو دوه لوی قوماندنان چې د حقاني خپل قومي وو، د حقانې د شبکې نه ووتل او د جنګ نه یې لاس واخیست. دوی وویل چې د جهاد په نامه دحقانې د شبکې سره یو ځای شوی وو. دوی زیاته کړه، اوس چې پته ورته ولګیده چې د حقاني شبکه، د جهاد په عوض، ښونځي بندوی، د سرکونو اعمارنه پریږدي، او دروغتون، یعني صحي خدماتو، اوبه خور، معارف او ټول تمدن سره مخالفت کوي، اصلاً دحقاني شبکه د طالبانو د غونډ تحریک غوندې د مسلمه امت سره دښمني کوي، نو دغو قوماندنانو مقاطعه ورسره وکړه، او وسلې یې پر مځکه کیښودې، او خپل عادې ژوند ته وراستانه شول.
تاسې به هم لوستي وي، چې ستا پخپل جرمني کې څو کاله وړاندې یو سړئ او ښځه یې طالبانو ته ورغلل او دوه کاله یې د جهاد ژوند ورسره وکړ. دوی دوه کاله وروسته جرمني ته درستانه شول، او په خپلو کړو سخت پښیمانه وو. دوی وویل چې د جاهد په امید طالبانو ته ورغلل، او ددوو کلکو د زحمت نه ډک جهاد کې ورته معلومه شوه چې، طالبان جهاد نه کوي، بلکه په غلطه لارروان دي. دوی دا هم وویل دومره چې اسلام په جرمني کې آزاد دئ، په طالبانو کې ندئ. دوی وویل چې طالبانو د اسلام په نامه پخپله په اسلام بندیز لګولئ دئ. هغوی دا هم وویل چې د طالبانو سره په جهاد کې د طالبانو د تعصب، او افراطیت له امله پخپله د طالبانو په لیکو کې دومره آزاد نه وو، لکه د جرمي په کوڅو کې چې آزاد ګرزي.
آلله دې تاسې اصلاح کړي، پتنګ طاحب.


م . ق
22.11.2013

د وحید مژده د اړیکو افشاء کول د امریکې کار وو، ددې لپاره چې د هغه خلکو مخه ونیسي چې د جرګې مخالفت کوي، ددې څخه ثابته شوه چې افغان استخباراتي ادارې د طالبانو په ټولو اړیکو پوهیږي خو د امریکې د رضا لپاره یې پټوي، له بل اړخه کرزی هم وايي چې سوله د امریکې په لاس کې ده او که امریکه مو خوابدې نه کړه نو افغانستان او پاکستان دواړو کې به سوله راشي.
نو افغان دولت پوهیږي چې طالبان د امریکې په لاس کې دي خو بیا هم د امریکې د پلانونو اطاعت کوي، همدارنګه طالبان به هم د امریکایي اډو د برقراریدو څخه وروسته د پاکستان او امریکې په زور سولې ته غاړه کیږدي او حکومت کې به شریک شي، د دې کار لومړۍ نښې نښانې ولیدل شوې، لکه د حقاني شبکې د غړو د پرلپسې له مینځه وړل، د ملابرادر او نورو طالب بندیانو سره د افغان پلاوي ملاقات او د نواز شریف وروستی اعلان چې حاضر دی د افغان سولې او پخلاینې سره مرسته وکړي.
نو په څرګنده توګه نتیجه راووته چې دا ټول د امریکې د جوړې شوې لوبې لوبغاړي وو او د امریکايي اهدافو د تحقق څخه وروسته به ټول د امریکا په میز راغونډ وي، شخوندونه به وهي یو بل ته به خاندي او مزې به کوي خو مظلوم مسلمانان او پښتانه یې په اور کې وسوځول.
خداي دې دا دواړه جنایت کارې، ظالمې او د امریکا غلامې ډلې تباه او بربادې کړي چې د خپل ولس په وینو او کوپړیو پخي ږدي او ځان قدرت ته رسوي.

ستاسو د ټولو مښوکې او داړې د مظلومو پښتنو او مسلمانانو په وینو سرې دي، مونږ ستاسې د دواړو ډلو محاکمه غواړو، تاسو یو هم د واک او قدرت حق نه لرئ، تاسو دواړه طالبان او دولت د امریکا بچي یاست، لعنت او نفرین دې وي پر تاسو د واک او قدرت وږو لیوانو! د ډالرو بنده ګانو!
ستاسو بادار به تاسو د خداي د غضب او د مظلوم مسلمان ولس له ښیراوو او ازار څخه بچ نه کړي.


پتوال
22.11.2013

درنو لوستونکو!
یوه ملت وژنه او بله يې دردونه ده. که ملت په مرګ ونیول شي درد مني خو د ملت ژوند پرې ژغورل کیږي!
ولې برعکس ددرد له خاطره مرګ څوک نه مني.
سمه ده چې څومره طالب غولول کیږي هومره طالبان د غولونکي له پاره جنګیږي او څومره چې طالب د غولونکي پاکوستان له پاره جنګیږي هومره به افغانان مري او افغان ملت به دردیږي . خو د ملت دغه درد رغیدای او دردونه يې ختمېدای شي، ولې د امریکا أّو ګوډاګي رژیم له پاره د طالب په ضد جنګېدل د ملت او ملي آزادۍ وژل دي، ملت وژنه ده چې په هېڅ قیمت نشي منل کیدای.

هغه باکستانی درد چې د ېالبانو له لاسه په ملت تحمیلیږي د طالبانو سره یوځای بیرته هم له منځه وړل کیدلی اوختمیدلی شي او د همدې باور له امله باید د افغان ملت د ژوندی ساتلو له پاره لومړی د ملت وژنې امریکايي بهیر بند کړو، په هر قیمت چې وي د طالب پاڅون په ملاتړ يط مخه ونیسو او ملي آزادي او خپلواکي بیرته لاسته راوړو او له هغه وروسته بیا له ېالبانو سره یوځای بیا د ټولو هغو دردونو او کړاوونو جرړې او ریښې له بيخه وباسو، کومې ریشې چې ISI زمونږ په وطن، ولس او یا طالب غورځنګ کې ځغلولې دي!

د ملت د آزادۍ د ګټلو او ملي خپلواکۍ د بیا راژوندي کولو له پآره بله کومه (دریمه) لار نشته نو باید د آزادۍ له پاره سرښندنې او قربانۍ ورکولو ته چمتو شو او هغه درد وزغمو چې د ملت ژوند پرې ژغورل کیږي!!!

څوک په پوډر بې درده مرګ قبلوي؟؟؟؟
....................... خو د دَرو بې مرګه درد نه مني؟؟؟

د ISI له درده نه مري ملت
............................. د CIA د تړون دار نه مني !

د ډیورن کرښې پښتونخوا وژلې
........................ په دې تړون مو ټول ملت وژني

اول مې مرګ د ستا په مرګ وژنم
...................... بیا خپل دردونه ستا په درد وژنم !


م . ق
23.11.2013

الله دې په مونږ رحم وکړي، مونږ د ډانګ او د پرانګ ترمینځ راګیر یو، نه د تیښتې لار شته او نه د خلاصون، که له یوې بلواکۍ څخه خپلواکي وګټو نو په بله بلواکۍ کې اخته کیږو او که له بلې څخه یې وګټو نو بیا په بله کې اخته کیږو، اخر دا څه حال دی، دې استعمارګرو زمونږ پدې سپیرو دښتو او غرونو کې څه لیدلي؟
چې د ګرګینانو څخه مو خپلواکي وګټله په انګریزانو واوختو، چې د انګریزانو څخه مو استقلال واخیستو په روسانو مو سر شو، د روسانو نه لا خلاص نه وو چې دادی امریکایان راغلل اوس که له دوي څخه خلاصون غواړو نو د انګلیس او پنجاب په لمن کې به غورځیږو، اخر مونږ چاته پناه یوسو؟ یو الله مو پاته دی او بس نو راځئ په هغه الله رب العالمین توکل وکړو او یوه ملي سیاسي مبارزه شروع کړو، راځئ همدا ډیموکراسي د امریکا په ځان بلا کړو، د انګلیس، امریکا او پنجاب ټوپک به کیږدو او سیاست به خپل کړو، ادارو او دفترونو ته ننوځئ، په خلکو کې سیاسی شعور را پیدا کړئ، د جمیعت اصلاح غوندې له تدبیر څخه کار واخلئ، حکمت خپل کړئ او فوځ په لاس کې ونیسئ، د مصر غوندې ناڅاپي پاڅون د ناکامۍ سره مخ کیږي، نو د ترکې د خاموش انقلاب او د اسلام د ابتداء څخه په الهام اخیستنې باید مرحله وار انقلاب ته لاره هواره کړو، هغه انقلاب چې تلپاتي وي، دا راروان لس کلونه زمونږ لپاره ښه زمینه او فرصت دی، دا تیر ۱۳ کاله جنګ نتیجه ورنکړه، باید ددې بل چانس او اپشن څخه هم کار واخلو.
که له حکمت او تدبیر څخه کار وانخلو ټول د تل لپاره تباه کیږو، که د جمیعت اصلاح غوندې د فاحشې ډیموکراسۍ په مقابل کې د ټولنې محافظت او اصلاح ونه کړو، باور وکړئ چې لس کاله بعد به د نوي نسل څخه اروپایان جوړ شوې وي، بیا به د اروپايي جینکو غوندې په ځان سپي او خره هم اچوي.

ستاسو سنجش او فکر خپل دی؛ ما درباندې غاړه خلاصه کړه! زه د جمیعت اصلاح مخالف وم خو اوس پوه شوم چې بله لار نشته.

د هر چا خپل فکر او خپل تصمیم، خو احساس او ضمیر مه وژنئ، د ایمان بله ډیوه درڅخه مړه نشي! :cry:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more