د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان د روژه ماتې په وخت آذان نه چاودنه کوي!

مساپر
31.07.2013

درنو هیوادوالو اسلام علیکم،
تېر ماښام (د روژه ماتې په وخت) په زابل په شاه جوی ولسوالۍ په کلاخېلوکې د سړک پر غاړه يو ماين، چې طالبان ځای پر ځای کړي وو، چاودېدلی اوله امله يې شپږ تنه عام وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په شهادت رسېدلي او دوولس نور بیګناه مسلمانان سخته ژوبل شوي دي، چې له ډلې يې يو ماشوم روغتون ته پر لاره ساه ورکړې.

ګرانو هیوادوالو، په دې مبارکو ورځو چې قرآن کریم نازل شوي دي، طالبان ولي دغه راز جنایتونه کوي؟؟؟


Re: طالبان د روژه ماتې په وخت آذان نه چاودنه کوي!

pattang
31.07.2013

که سړی د خبرو دکولو استعداد لري او ماجرا جويې نکوې او
دتهمتونو او پروپاګندو ګوډی ځان نه جوړوي نو بايد دا حقيقت ومني
چې دغه او دغسې ماينونه نه داولس لپاره بلکې د صليبي اشغالګرو
او دلاسپوڅيو لپاره يې څکه خښېږي چې ملي مقاومت مخامخ جنګ
نظر صليبي تخنيک ته نشي کولی داچې ناڅاپه اولسي وګړي وزل
کيږي نو طالبان ددوی پر مرګ او ژوبلې ډېر ډېر مايوسه او فريشانه
کېږي خدای پاک د صليبيان ورک کړي چې جګړه ورکه شي .

[quote:16b3ca3a02="مساپر"]درنو هیوادوالو اسلام علیکم،
تېر ماښام (د روژه ماتې په وخت) په زابل په شاه جوی ولسوالۍ په کلاخېلوکې د سړک پر غاړه يو ماين، چې طالبان ځای پر ځای کړي وو، چاودېدلی اوله امله يې شپږ تنه عام وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په شهادت رسېدلي او دوولس نور بیګناه مسلمانان سخته ژوبل شوي دي، چې له ډلې يې يو ماشوم روغتون ته پر لاره ساه ورکړې.

ګرانو هیوادوالو، په دې مبارکو ورځو چې قرآن کریم نازل شوي دي، طالبان ولي دغه راز جنایتونه کوي؟؟؟[/quote:16b3ca3a02]


Re: طالبان د روژه ماتې په وخت آذان نه چاودنه کوي!

مساپر
23.08.2013

[quote:d3c3eb174c="pattang"] دغه ماينونه نه د اولس لپاره بلکې د صليبي اشغالګرو
او دلاسپوڅيو لپاره يې خښېږي.[/quote:d3c3eb174c]

پتنګ خانه، راځې چې لږ د واقعیتونو پر بنأ خبره وکړو، آیا تاسو خبر نه یاست چې د تېر کال د ریپورتونو پر اساس اکثراً زمونږ ملکي او بیګناه هیوادوال د طالبانو په ماینونو او انتحاری حملو څخه شهیدان شوي دي. دا په دې معنی چې په سلو کې اویا فیصده د طالبانو له لاسه شهیدان شوي دي.

آیا تاسو دا ټول (ناروأ اعمالو) ته جهاد وایي، که د قدرت د پاره جګړه؟

والسلام،


pattang
23.08.2013

مسافره !
دپارتېزني جنګ دا طبېعت دی چې ملکي وګړي پکشې مري !
خو ته دصليبيانو قتل ،نيوکه اشغال او تحقير هېڅ نه يادوې!
چپ شه دالر وخوره حق ته ناحق ووايه او بر عکس وغږېږه !!!


مساپر
27.08.2013

پتنګ خانه اول سلام پسې کلام،

د یو مولوی صیب له لاسه نه کارغه غوښه وتښتوله، مولوی صیب پری ور ناری کړي: ګوره غوښه راوړه، که نه صبا د جمعه په وعظ په جومات کې اعلان کوم چې د کارغه غوښه حلاله ده.

ته هم د دغه مولوی صیب په شان یوه شخصیت لري، کوښښ وکړه چې ریښتیا وایي ځګه چې حق د الله (ج) نوم دي. طالبان هم انسانان دي، دوی په وار وار یي اعلان کړي دي چې دوی بیګناه مسلمانان وژلي دي. زما ګیله هم دا دي چې طالب صیبانو ولي د الله (ج) ارشادات نه مني، ولي هره ورځ په لسګونو بیګناه افغانان شهیدان کوي؟؟؟؟
طالبان ولي مکتبونه، جوماتونه، درملتونونه، او عامه سرکونو ته له مینځه وړي؟؟؟؟

زه د ډالر، یورو اویاهم د کلدار په اړه خبري نه کوم زما مقصد د بیګناه خلک وژل دي او هیله کوم چې بیاهم د دغه مولوی په شان غلطه فتوأ (فکاهی) صادر نکړي.

والسلام،


pattang
27.08.2013

مسافره له ځانه دجمعه ګل سيد ګل مه جوړه چې په کمزوري کې به
يې هم خپل سر تمبه کړی وو خو زور يې نه لاره !
وروره چېرې طالب ليکلي او وېيلي دي چې دوی مکتبونه ، شفاخانې
سوځولې دي ؟ که پښتون يې را په ګوته يې کړه !
او که نه دفاسد رژيم او دصليبيانو له مردارې پروپاګندې تېر شه !!
چېرې طالبانو د عامو خلکو وژنه په غاړه اخيستې ده !!!
دهغوی په انفجاري تلکو او لومو کې چې صليبي اشغالګرو ته يې
ايشي وي طبعا ځينې وخت بېګناه خلک وژل کېږي !‌خو‌دا‌دطالب‌له
ارادې‌‌ وتلې‌ خبره‌‌‌‌ ده‌!!‌
نوچې‌ ارادي خبره نده نو مسئوليت ولې په
غاړه‌ واخلي ؟ مسئوليت خو تر ارادې پورې تړلی وي‌!

دخلقيانو او پرچميانو په مانيفست کې تر اوسه بند پاته يې‌‌!!

[quote:5c02c4f5db="مساپر"]پتنګ خانه اول سلام پسې کلام،

د یو مولوی صیب له لاسه نه کارغه غوښه وتښتوله، مولوی صیب پری ور ناری کړي: ګوره غوښه راوړه، که نه صبا د جمعه په وعظ په جومات کې اعلان کوم چې د کارغه غوښه حلاله ده.

ته هم د دغه مولوی صیب په شان یوه شخصیت لري، کوښښ وکړه چې ریښتیا وایي ځګه چې حق د الله (ج) نوم دي. طالبان هم انسانان دي، دوی په وار وار یي اعلان کړي دي چې دوی بیګناه مسلمانان وژلي دي. زما ګیله هم دا دي چې طالب صیبانو ولي د الله (ج) ارشادات نه مني، ولي هره ورځ په لسګونو بیګناه افغانان شهیدان کوي؟؟؟؟
طالبان ولي مکتبونه، جوماتونه، درملتونونه، او عامه سرکونو ته له مینځه وړي؟؟؟؟

زه د ډالر، یورو اویاهم د کلدار په اړه خبري نه کوم زما مقصد د بیګناه خلک وژل دي او هیله کوم چې بیاهم د دغه مولوی په شان غلطه فتوأ (فکاهی) صادر نکړي.

والسلام،[/quote:5c02c4f5db]


مساپر
27.10.2013

پتنګه خدای ومنه او د دښمنانو غلامي پریږده. هغه مرداری پېسې چې تاته درلیږي زهر دي شي هغه ټولی د افغانانو وینې دي چې څکی یې. ته خو د دوی سپی ګړځیدلی یې. خدای دی تباه کړه تا غوندي خرڅ شوي سړی، افغانستان د تباهی په لور بیایې.


pattang
27.10.2013

ښه ده چې څوک دخپلې خاورې سپی وي خو نه ډډه یې سپی !
په بيغيرته دې دسپي بلا وګرځي !

[quote:f1d27ab160="مساپر"]پتنګه خدای ومنه او د دښمنانو غلامي پریږده. هغه مرداری پېسې چې تاته درلیږي زهر دي شي هغه ټولی د افغانانو وینې دي چې څکی یې. ته خو د دوی سپی ګړځیدلی یې. خدای دی تباه کړه تا غوندي خرڅ شوي سړی، افغانستان د تباهی په لور بیایې.[/quote:f1d27ab160]


مساپر
29.10.2013

پتنګ (بایي) بیا دې خبره جوته کړی ده، اصلي مطلب ته راشه، کاشکي چې ته د افغانستان سپی وای، ما به لاس درباندې کش کړی ؤ. خو ته د خپل ملت د دښمن سپی یي.


pattang
29.10.2013

انډيواله در لنډه به يې کړم ! ورشه هر کتاب چې ګورې !
څوک چې قانوني حاکميت په خپله خاوره کې نلري او په بل ځان
خرڅوي نو له هغه نه بل نالتي بېغيرته نشته !
زما او ستا فرق داده چې تا خپل ځان خرڅ کړی او زه خپله ازادي
ساتم ! شرم او حيا !

[quote:c27573e2a2="مساپر"]پتنګ (بایي) بیا دې خبره جوته کړی ده، اصلي مطلب ته راشه، کاشکي چې ته د افغانستان سپی وای، ما به لاس درباندې کش کړی ؤ. خو ته د خپل ملت د دښمن سپی یي.[/quote:c27573e2a2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more