د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د حکتیار صیب مشورې!

قادر خان
18.10.2013

ټولو درنو هیوادوالو ته سلامونه او احترامات وړاندې کوم،
ګرانو هیوادوالو، د افغانستان خلک اوس کلبدین ښه پیژني، هغه پخوانی محبوبیت چې حکمتیار لرل هیڅ مشر یې نلرل. خو دغه محبوبیت ونشو ساتلی د قدرت د ترلاسه کولو لپاره یې په زرهاوو بیګناه مسلمانان شهیدان کړل او هیواد وران او تباه کړ، کلبدین که اوس هرڅومره وژاړي څه شی یې په لاس نه ورځي. کله به یو جنایتکار سره یوځای شو کله به بله سره او کله به بیرته مسعود سره یوځای کیده خو بیاهم قدرت ته ونه رسیده. اوس نو کراراو آرام خوب کوه. د افغانستان خلک اوس پوه شوي چې چاته رایه ورکړي او چاته یې ورنکړي اوس نو حکمتیار صیب دې د افغانستان خلکو ته مشورې نه ورکوي. د افغانستان خلک نه تا ته رایه ورکوي او نه د شمال جنایتکارانو ته.

په درنښت،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more