د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

پښتنې ټولنه کې د زده کړو لار کې څه ډول ستونزې دي؟

اتل
14.10.2013

پښتنې ټولنه کې د زده کړو لار کې څه ډول ستونزې دي؟
احمد شاه اعظمي
12.10.2013
پراګ - د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۱م کال کې د قرارداد په منظورولو سره پرېکړه وکړه چې د اکتوبر ۱۱مه نېټه به هر کال د ماشومانو نجونو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځي چې بنيادي هدف يې په خلکو کې د ماشومانو نجونو د حقونو په اړه پوهه پيدا کول ده.

په دې اړه د کوټې ښار يوه مېرمن زمرد شاه چې په ټولو ښځينه او نرینه اولادو يې لوړې زده کړې کړي دي وايي تعليم نجونې د بل له محتاجۍ څخه ژغوري.

(( هغه خپل کور او بچيان هم ساتلای شي او د خپل ملک لپاره هم ډېر کارآمد وي. داسي نه ده چې هغه يوازي د ځان لپاره وي بلکې يو ښه تعليم يافته ښځه د خپل قوم لپاره او د خپلو خلکو لپاره که يو ښه ډاکټره وي، يا انجينيره وي يا عالمه وي او يا لېکچراره وي نو هغه سل کوچنيان نور پوه کولای او روزلای شي. نو زه خو خپله تعليم ته ډېر اهميت ورکوم. بايد چې هره مور او هره ښځه تعليم حاصل کړي.))

د سوات ملاله يوسفزۍ هم د ۲۰۱۳م کال د نوبل امن جايزې لپاره په همدې خاطر نومول شوې وه چې نوموړې د نجونو د تعليم لپاره غږ (ږغ) پورته کړی وو.

مرجان ارباب
د بلوچستان په آی ټي پوهنتون کوټه کې د اقتصادياتو ښوونکې مرجان ارباب وايي چې د تعليم په تر لاسه کولو يې ځان يو مقام ته رسولی او د تعليم په برکت يې هغه پوهه پيدا کړې چې د بلې لارې يې متبادل نشته.

د سوات په ډګري کالج کې د سياسياتو د څانګې زده کوونکې نيلم ابرار چې د تعليم يوه مبارزه هم ده وايي چې خپل کور او ټولنه د نجونو د تعليم په مخ کې تر ټولو خنډونه دي.

((زموږ معاشره موږ پخپله جوړه کړې ده. که زه خپل مثال ورکړم چې زه مخ ته تلل غواړم نو زما کور والا به وايي چې نه، ته مه وځه، زموږ ګاونډيان به څه وايي او زموږ خاندان به څه وايي. نو دا سوچ بدلول غواړي چې دا معاشره موږ جوړه کړې ده نو زه بيا ولي دا پروا وکړم چې هغه خلک به پر ما باندې څه وايي. زه بايد دا سوچ وکړم چې د ځان لپاره څه کوم او د خپل کور والا لپاره څه کوم. نو اولنی رکاوټ زموږ معاشره او زموږ کور والا وي. چې کله زموږ کور والا د وړو تر شا ودريږي، د جينکو تر شا ودريږي چې تاسو ځئ خپل سبق ته او تعليم حاصل کړئ نو بيا داسي بل څوک نشي را اوچتېدای چې هغه پر هغه جينۍ لاس کيږدي چې نه، ته به تعليم نه حاصلوې.))

که څه هم د ماشومانو د تعليم لپاره يو شمېر سازمانونه کار کوي خو د تعليمي چارو کارپوهان په دې لړ کې حکومتي پلانونه او هلې ځلې اغېزناکه ګڼي.

د ملګرو ملتونو له يوه تازه راپور سره سم دا وخت په نړۍ کې ۵۷ ملينه ماشومان له ښوونځيو بهر دي چې نيمايي برخه يې په جنګ ځپلو سيمو کې ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more