د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

درژیم ځواکونو د عملياتو پر مهال د خلکو کورونه لوټلي

طیب زابلی *
11.10.2013

تفصيل
نېټه: چار شنبه, 09 اکتوبر 2013 16:40
لیکوال: زلمی افغان
د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې له تېرو دووورځو راهیسې د دې ولسوالۍ د کوزبهار په سیمه کې د اجیر رژیم د امنيتي ځواکونو لهخوا چاڼيز عملياتروان دي، چې د سیمې د خلکو په خبره تر دې مهاله يې د ګڼ شمېر عامو خلکو کورونه لوټ کړي او خلک یې سخت ځورولي.
د سیمې یو اوسیدونکی رحمت الله د رژیم د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د هغوی د بد چلند یادونه کوي او زیاتوي:
امنيتي ځواکونو تېره او وړمه شپه د خوګياڼو کوز بهار په سیمه کې ټول مظلوم او غریب کسان ځورولي او تر دوو ورځو پورې يې ولسي وګړي يرغمل ساتلي وو او دارنګه له ډيرو کورونو څخه يې طلا او پیسې هم وړي دي.
د خان ولي کامران په نوم یو بل تن چې وایې حکومتي مامور هم دی،رسنیو ته ویلي: چې وړمه شپه امنيتي ځواکونه ناڅاپه د ده په کور ورننوتل او سمدلاسه يي دروازېورماتې کړې او له کوره يې یوه اندازه پيسې هم له ځانه سره یوړې.
دی وايي، د امنيتي ځواکونو دغه وضعیت د دوی پر کورنۍ دومره منفي اغیز کړی،چې اوس يې سپین سرې مور خپله حافظه له لاسه ورکړې او په روغتون کې بستر ده.
د ننګرهار د په اصطلاح والي ویاند احمدضياعبدالزي په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو پر مهال له خلکو سره د خپلو عسکرو د ناسم چلند ادعاګاني تائید کړې.
د سيمې دخلکو په خبره که چېرې امنيتي ځواکونه د دوی په سېمو کې خپل عمليات په دې شان په غلا او لوټمارۍ سره ترسره کړي او همداسې په منظمه توګه بېګناه وګړي وځوروي،نو دا کار به د ولس او لاسپوڅي حکومت ترمنځ واټن لا پسې وغځوي او خلک مجبور دي چې د ځان،مال او ناموس د دفاع او خپلواکۍ په موخه له هیڅ یوې ممنکه حل لاري څخه ځان و توان ونه دریغوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more