د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پاکستاني طالبان د افغان طالبانو لخوا تمويليږي

اتل
07.10.2013

ډیرو محترمو او قدر منو لوستونکو، السلام علیکم.
د پاکستاني طالبانو نطاق شاهدلله شاهد عجیبه کړیده. هغه ویلي:
پاکستاني طالبان د افغان طالبانو لخوا تمويليږي.
وایي موږک په غارو نشو ننوتلئ، په لکۍ پورې یې چچ وتاړه.
طالبان پخپله په یوه مړۍ ډوډۍ پۍې دنګ وهي، او کلیوال مجبوروي چې ډوډۍ او شپه ورکړې، او بیابه دوي د پاکستان طالبان تمویلوي؟ دا خو سالم عقل نشي منلئ.
که د شاهد صاحب خبره صحیح وي، نو بیاد افغان طالبانو مربیان څوک دي؟
د شاهدالله صاحب، د فرمودې نه داسې ښکاري، چې د افغان طالبانو تمویلونکې د القاعدې ترورستي ډله ده، او ددې خبرې مفهوم بیا داشو، چې د افغانستان مسئله تر ابده نه حل کیږي، ځکه چې طالبان د خپل القاعدې د بادار د اجازې نه پرته نه کوم کار کولای شي، او نه هم د ځان اختیار لري، او القاعده خو هرګز نه غواړي چې مسئله شي.
د شاهدلله شاهد صاحب دا ادعا د افغان طالبانو او ولس تر منځ واټن نور هم شلوي، او افغانان چیرې هم د القاعدې د غلام غلامۍ ته غاړه نشې اېښودلئ.
وايي: زه د ابۍ مزدوره، او ابۍ هم د کلي.
الله مو مل.
دا خبر روهي خپور کړیدئ.
=====
پاکستاني طالبان د افغان طالبانو لخوا تمويليږي

پاکستاني طالبانو ويلي، چې د افغانستان طالبان د اسلام اباد پر ضد جګړه کې د دوی مادي ملاتړ کوي.
د تحريک طالبان پاکستان وياند شاهد الله شاهد، له يوه ناڅرګند ځای څخه د تيلفون پر ليکه ځينې خبريالانو ته ويلي، چې د افغانستان طالبان له دوی سره د مالي پلوه او پټنځايونو په ورکړه کې مرسته کوي.
پاکستان له کلونو راهيسې پر دې تورن و، چې د افغاني او پاکستاني طالبانو تر منځ يې د ښه او بد په توګه توپير کولو. پر پاکستان دا تور هم دی، چې د افغانستان طالبان د دغه هېواد لخوا حمايه کيږي او د وسلې او مهماتو تر څنګ پوځي روزنه هم ورکول کيږي او بيا افغانستان ته د جګړې کولو په موخه راليږل کيږي.
د پاکستان دولت له کلونو راهيسې د دغه هېواد له طالبانو سره په جګړه کې دی، خو له افغان طالبانو سره غرض نلري.


هجران
10.10.2013

السلام عليکم
عجيبه کوي ته دعربوالقاعده وغلامي ته غاړه نسي ايښودلائ اودانګريز اسلام دښمنه وغلامي ته دي غاړه ايښي ده سره له دي چي الله جل جلاله تاسي له هغه څخه منع کړي ياست

ولاترکنوالی الذين کفروا فتمسکموالنار. الآية .

، داله کوم عقله داخبره کوي ، دافغانستان داستقلال تاريخ چاخراب کړ ؟.


هجران
10.10.2013

السلام عليکم
اودافغانستان طالبان ډيرترینینګونه اوفوجي تعليمات په وزيرستان دطالبانو په کنترول علاقه کي کوي چي دا معلومه خبره ده نواياافغاني اوپاکستاني نه دي سره جوړ ؟
اوپاکستاني طالبان له پاکستان سره په جهاد اخته دي ، نوکه افغاني طالبان دپاکستان ديومخ تسلط لاندي وي نوبي حتما له پاکستاني طالبانو څخه منع کولائ ؟
خوهغوئ ډېرښه تعلقات سره لري، او الله تعالی دي نورهم تعلقات ټينګ اوښه کړي.


اتل
10.10.2013

هجران صاحب، السلام علیکم
وروجانه ته یې ډیر تاوده مه خوره، لږ تيګ ورته وکړه، په سړه سینه اول سوچ وکړه، بیا د خپلې ګیډې نه بې خرته فتواګانې صادرې کړه.
وروره، الله جل جلاله ندي ویلي چې د غلو، قاتلو او بې فرهنګه، دهشتګرو عربو غلامي وکړه، او یاد کفارو غلامې وکړه.
ته د عربو، نورو لنډه غرو، ترورستانو او بې کلتوره دماغې ناروغانو چې طالبان او افغانستان یې داور په سره تبۍ کینول ملاتړ کوي، که د یوه آزاد سرلوړي، په خان متکي، متمدن او باسواده افغانستان؟
دا هم ښه شوه چې پر طالبانو دې شاهدي ورکړه چې د خپل وطن نه بهر په ګاونډي ملک کې د تروریزم دپاره روزل کیږي او د پاکستاني طالبان سره ټینګې اړیکیې لري.
که دا ستا خبرې رښتیا وی، نو بیا د تاند دا لاندنئ خبر څه وايي:
=====
په کونړ کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ خونړۍ نښته شوې
• Thursday, 10 October 2013 16:21
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې په کونړ ولایت کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ په نښته کې درې قومندانان وژل شوي دي.
شاهدانو وویل، په لسګونو افغان طالبانو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو پر اډې برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږترلږه درې قومندانان او د دواړو خواوو یو شمېر جنګي کسان وژل شوي یا ټپیان دي.
د راپور له مخې وژل شوي قومندانان د سوات دي او دا هم ویل کېږي چې په وژل شویو کسانو کې ملا فضل الله هم شامل دی.
پاکستاني طالبانو د نښتې پېښېدا تایید کړې خو دا خبره یې رد کړې چې په نښته کې دې د دوی کوم قومندان وژل شوی وي. خو د کونړ ولایت چارواکو په دې اړه بې خبري وښوده.
پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ کوي او باور لري چې افغان طالبان د پاکستان ګټې ساتي خو یو شمېر پاکستاني طالبان، په تېره بیا سواتي طالبان، سره له دې چې د افغان طالبانو مشر خپل امیر ګڼي، د پاکستان پر ضد خپلې هلې ځلې نه بس کوي.
=====
ګرانو لوستونکو:
دا د پاکستاني طالبانو د نطاق شاهدالله شاهد او پخپله د ټي ټي پي د مشر حکیم الله محسود دتیرو دوو ورځو خبرې چې طالبان یو موټئ دي، هسې د غرونو د سورونو سره ګنډه کول دي.
د حکیم الله محسود ډلې د ولی الرحمان د ډلې سره تیره هفته په کراچۍ کې ووهل او د محسود ډلې دغه راز په هنګو کې د نبي حنفي په ډله چې د محسود په مقابل کې یې پاڅون کړئ ؤ، حمله وکړه، لس دوولس یې پکې ووژل او یو شمیر نور یې زخمي.
شاهدالله شاهد صاحب دا هم ویلي وو چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو سره مالي مرسته کوي او د پټیدو پناه ګاه ورکوي. مثال یې هم ملا فضل الله وښود چې افغان طالبانو په کنړ کې ځای ورکړیدئ. اوس نو بیا ځه وشول چې دافغان او پاکستاني طالبانو تر منځ د افغانستان په خاوره کې جنګ وشو، او حتی ویل کیږي چې ملا فض ا لله هم د پاکستاني طالبانو د څو قوماندانانو سره وژل شویدئ.
دا د غازي آباد ننۍ پیښه يې د پزې بل پیزوان شو.

په الله دې سبارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more