د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

آیا زمان او مکان په یو وخت پېدا شوي؟

ahmad bilal
14.06.2012

السلام علېکم ورحمة الله وبرکاة

هارون یحیی په خپل یو مضمون او د بیګ بانګ پلویان دا ادعاء لري چې د دغې ستری چاودنې(Big Bang) سره ماده هر پلو تیت/خپره شوه او له همدغه ځای څخه زمان هم پیل شو!

پوشتنه لرم چې آیا زمان او مکان په یو وخت پېدا شوي؟ یا لومړۍ مکان پېدا شوې بیا زمان؟ د دواړو ترمنځ څه اړیکه ده؟

ستاسو د ځوابونو په هیله.


حمید هڅــاند
09.09.2012

سلامونه او ښې چارې

د کایناتو د پیدایښت په اړه تر دم ګړۍ ساینسپوهانو ته ترټولو منلې نظریه همدا د بیګ بنګ نظریه ده. که د کایناتو د پیدایښت په اړه له یوچا پوښتنه وشي، که داکس له ساینسي څېړنو او پرمختګونو څخه ډېر لږ خبر هم وي، نو خپله تشریح به یې د بیګ بنګ خپرېدنې له مخې وي. سره له دې چې موږ یواځي ساینسي ثبوت شویو حقایقو ته د حقیقت په سترګه ګورو، نه نظریو ته، مګر داچې دا نظریه له ځینو ازميښتونو څخه روغه ووته او منطقي ده او د اسلامي لارښوونو سره ټکر کې هم نه ده، نو زموږ استدلال هم کېدای شي د دې نظریې له مخې وشي. هارون یحیی به هم د دې ټکي په پام کې نیولو سره خپل استدلال کړی وي. اوس که زه هم د بیګ بنګ خپرېدنې له مخې ځواب درکړم نو وبه وایم چې هوکې، زمان او مکان ښایي په یو وخت کې پیدا شوي وي. والله اعلم.

درنښت


pattang
10.10.2012

هڅاند صيب په کوسمولوګي کې تر اوسه پورې 1% علمي څېړنې واقعت لري
چې هغه هم سطحي شيان دي ،نور 99 فيصده مغلق يې ټولې هېپوتېزې دي !

ماده درې بعده ده :
( IR**3 := (x,y,z = : دسکون فضا
( IR**4 := (x,y,z, t = دحرکت فضا
دوخت بعد(dim.) اومحور په حافظه کې (هره حافظه ،که فزيکي وي او که
بيالوژيکي ) يوخيالي محور دی چې په خپله بيا ابعادلري او يواځې د واقعاتو
occurrence اوعملياتو ، حرکت ٠٠٠ دترتيب او منجمنت لپاره کار ترې
اخيستل کېږي !
:=> اول تر ټولوماده او بيا وخت دی چې يو ايښودل شوی فرضي اوبيکت
object دی اوبس !

[quote:9e147efd32="حمید هڅــاند"]سلامونه او ښې چارې

د کایناتو د پیدایښت په اړه تر دم ګړۍ ساینسپوهانو ته ترټولو منلې نظریه همدا د بیګ بنګ نظریه ده. که د کایناتو د پیدایښت په اړه له یوچا پوښتنه وشي، که داکس له ساینسي څېړنو او پرمختګونو څخه ډېر لږ خبر هم وي، نو خپله تشریح به یې د بیګ بنګ خپرېدنې له مخې وي. سره له دې چې موږ یواځي ساینسي ثبوت شویو حقایقو ته د حقیقت په سترګه ګورو، نه نظریو ته، مګر داچې دا نظریه له ځینو ازميښتونو څخه روغه ووته او منطقي ده او د اسلامي لارښوونو سره ټکر کې هم نه ده، نو زموږ استدلال هم کېدای شي د دې نظریې له مخې وشي. هارون یحیی به هم د دې ټکي په پام کې نیولو سره خپل استدلال کړی وي. اوس که زه هم د بیګ بنګ خپرېدنې له مخې ځواب درکړم نو وبه وایم چې هوکې، زمان او مکان ښایي په یو وخت کې پیدا شوي وي. والله اعلم.

درنښت[/quote:9e147efd32]


حمید هڅــاند
13.10.2012

پتنګ صیب، نه پوهېږم چې همدا یوه سلنه مو له کوم ځای نه اخیستې ده. په هرصورت، بیګ بنګ خپرېدنه هم نظریه ده، اسټابلیشډ فکټ نه شي کېدای.

درنشت


پتوال
03.12.2012

دبحث درنو برخه والو او ګرانو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله !

د مطرح پوښتنې له اړې پرته لومړی د بیګ بنګ دپیښې په اړه :

آیا بیګ بنګ یوه مادي پېښه وه (؟) یعنې :

آیا دا د بیګ بنګ په نامه چاودنه په ماده کې رامنځته شوې ده ؟

که هو ، نو آیا له بیګ بنګ نه مخکې ماده موجوده وه (؟) څو بیګ بنګ په کې رامنځته شي؟ د ګرد یا نیبولا په شکل ؟؟؟؟
او که موجوده نه وه نو بیګ بنګ په څشي کې
رامنځته شو ؟
او که نه بیګ بنګ د مادې د رامنځته کولو پېښه وه، نه د کومې موجودې مادې د چاودنې؟
که داسې وي نو په دې صورت کې بیا بیګ بنګ د مادې د چاودنې پېښه نه، بلکې د مادې د پیداکولو او ورسره جوښت
دهغې د غځولو پیښه ده او بس!

[color=blue:3b04fa4971]زمان او مکان :
اول او آخر ابدي او لایتنهي دي او دواړه د الله تعالی جل شانه صفتونه یا صفتي نومونه دي !
د الله تعالی وجود ابدي هستی ده چې تل وه، تل ده او تل به وي :
تل ترتله برقرار دی رب زما( رحمان بابا)
الله تعالی بیا نیستي یا نشتوالی یعنې خلا رامنځته کړه چط مکان نه دی، او بیا یې په خلا کې موقتی هستی = ماده پیدا او وغځوله او حرکت يې د هغې د موجودیت طرز او توګه وګرځوله !
بیګ بنګ د مادې غځیدل دی نه چاودنه، نو زمان او مکان د مادې او دهغې دحرکت اساسی شکلونه دي او ورسره جوخت رامنځته شوي دي !زمان یې له حرکت او تغیرسره تړاو لري او د تغیر او حرکت بهیر او تسلسل په ګوته کوی !
[/color:3b04fa4971]
ستاسې د اندنګ په هیله !


pattang
04.12.2012

[img:674c28fe89]http://www.quantenwelt.de/quantenmechanik/wellenfunktion/zeitabhangig.png[/img:674c28fe89]


حمید هڅــاند
07.12.2012

ښاغلی پتوال، د پوښتنو خواب ته مو وروسته راګرځم، ان شاء الله...چې وخت پیدا شې بیا به وکړو مجلسونه...

درنښت


Ghairat
14.12.2012

[quote:97130d606d="pattang"][img:97130d606d]http://www.quantenwelt.de/quantenmechanik/wellenfunktion/zeitabhangig.png[/img:97130d606d][/quote:97130d606d]

له دې فارمول څخه د ښاغلي پتنګ صاحب مطلب څه دی او دا فارمول به لوستونکو ته کله تشریح کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟


tandar
14.09.2013

دغه کتله چه غځيدله يا چاوديدله دداخلي محتوياتو دکيمياوي اثراتو عاملونه يې سبب وه
خوسوال دادي چه دغي کتلي مکان لرلو؟
چيرته يې خپلي شپي اوورځي تيرولي ؟
دهغه مکان پيدايښت چه کتله په کي پرته وه زمان لري ؟
بيا دغه کتله له کوم ځايه پيداشوه ؟
څنګه په اول کي يوځاي شوه علت يې څه وو ؟
اوولي تري وروسته لکه دافغان بي اتفاقه اولس جوړ شو :oops: وغځيدله او ټوټي ټوټي شوله ؟
مننه


tandar
14.09.2013

[quote:e2e6c48a50="Ghairat"][quote:e2e6c48a50="pattang"][img:e2e6c48a50]http://www.quantenwelt.de/quantenmechanik/wellenfunktion/zeitabhangig.png[/img:e2e6c48a50][/quote:e2e6c48a50]

له دې فارمول څخه د ښاغلي پتنګ صاحب مطلب څه دی او دا فارمول به لوستونکو ته کله تشریح کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:e2e6c48a50]
دمادي اوزمان دسوال موضوع دبشريت دپيدايښت سره اړخ نيسي
هغه وخت کي نه کميس و او نه پرتوګ
دادګاما او بيتا علامي او داسي نور فورمولونه دانسان دلاس محصول دي
دانسانانو دذهني انکشافاتو اوتمدن ښکارندوي دي
يوژوندي وجود دژوند لپاره مکان ته ضرورت لري دغه مکان پيدايښت هم ځانته يوزمان په بر کي نيولي چه هغه ساعت شپه وه او که ورځ ؟
دابايد د نيکونودنيکونو له نيکونو ،نيکونو،نيکونو يعني ابتدايې انسان چه چيرته يې په ډبرو دعلامي په طور علامي پريښي وي پوښتنه وشي
خبره ثبوت غواړي ساده کار نه دي
خوخلاصه رباالعالمين هر څه پيدا کړي چه له هغي نه يوکونجکاو انسان هم دي
چه دنړي وحشيانه حالاتو ته چه نظر کړم چه دانسانانو داعمالو محصول دي کاشکي دغه بي رحمه ماده له سره پيدا شوي نه وي ښه به وو
له لوي خدايه يو غيبي رحم دافغان بي وزلو کونډو، يتيمانو اوتورو غرنو ته غواړم امين


زمان یعنې څّ؟

اتل
16.10.2019

احمد بلال صاحب!
تاسې د زمان اومکان خبره کړېده.
اصلاً زمان څشئ دئ، څنګه یې پيژنو؟
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more