د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دسولي سيورى

حلیم یار فطرت
13.09.2013

جنگه ته ورځه ستا یی په مخه ښه!
مونږ دسولي سيوري ته ارام كوو.

جنگه تاچی کوم زلمی وژلی وو
ځو نن به یی شناختو ته سلام کوو

داده نن مو کلی ته راکډه شوو
نور دی پر محراب مسجده پام کوو

خیر دی موري تيري شیبي هيري كړه
ژوند ته بیرته نوی انتظام کوو

سترگي چی لیلو ! بيا توري كړي دي
ته وا مونږ دخپلو زړو لیلام کوو

هغه دی سهار پر غرو راوختی
لمونځ په اوداسه دتیر ماښام کوو

تاچی حلیمیاره خوب لیدلی وو
نن به یی پو ښتنه له امام کوو
ح.حلیمیار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more