د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

کندهار کې د ايدز په ناروغۍ پینځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي

میرویس
30.08.2013

ګرانو وطنوالو، سلامونه او احترامونه
ګران افغانستان په ننۍ ګڼه کې لیکلي چې په کندهار کې د ایډز په ناورغۍ پنځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي.
د ایډز ناروغي ساري ده. په خلکو کې داسې مشهوره شوې چې ګواکي دا مرض د جنسې مقاربت له لارې سرایت کوی، نو په همدې لحاظ ناروغان د شرم نه ډاکتر ته د ورتګ او یا د خپل مرض په برالا کولو شرمیږي.

مګر دا مرض، د ګیری د خریلو دچړې، د غاښنو د برس، پیچکاریو او د غاښو دډاکترانو د سامانونو له لارې چې د يوه تن نه د زیاتو خلکو دپاره داسې استعمال شوي وي چې د هر شخص دپاره پاک شوي نه وي سراست کوي.

د ایډز مرض د انسان معافیتي نظام وهي او د کار نه یې غورځوي.پخپله ایډز ناروغ نه وژني، بلکه د ۲۵ نه زیات نور مرضونه چې د ایډز ناورغ ونیسي وژني یې. متل دئ چې[ د لندو خاورو لږ اوبه حاجت دئ]. یو ځلې چې ایډز د ناروغ معافیتي نظام خراب کړي، بیا په ناروغ د هر مرض زور رسیږي.

یو ددغو مرضونو نه توبرکلوز یا دسیل مرض دئ. که په ایډز اخته ناروغ په توبرکلوز هم کرفتار شي او یا په توبر کلوز اخته ناروغ په ایډز هم اخته شي، د اتو نه تر دوولسو ورځوپورې یې وژني.
دا مرض مؤثر علاج نلري، خو پکار دي چې موږ او تاسې پدې مرض د اخته کیدو نه ځان وساتو. په جنسي مقاربت کې د خپل واده له حدود نه ونه وزو.
آلله مو مل شه.
=======
کندهار ښار:- کندهار کې د ايدز په ناروغۍ پېنځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي
کندهار د عامي روغتيا رياست د ايدز د ناروغي د درملني څانگي مسوول داکتر همايون وايې، چې: ايدز يوه وژونکې او خطرناکه ناروغي ده، چي درملنه نه لري.
نوموړى زياتوي، چې: د تېرو کلونو په پرتله سږکال د ايدز ناروغۍ ډېرې پېښي ثبت شوې دي.
د ده په وينا، سږکال د ايدز مثبتي پېښې ۳۱ ته لوړې شوي، پېنځه تنو یی له ژوند له لاسه ورکړى دی.
ښاغلي همايون په ښارکي په نشه د زياتو کسانو اخته کيدل، د نشه يي توکو زيات کر او قاچاق، له گاونډ هېوادونو سره د خلاصو سرحدونو درلودل، بې کاري او جگړه هغه موارد ياد کړل، چې د ايدز د ناروغۍ گراف يې د تېر په نسبت دوه برابره زيات کړى دى.
بايد وويل شي، چې په کندهار کي تېر کال ۱۹تنه د ايدز په خطرناکه ناروغۍ اخته شوي ول؛ خو يو ترې مړ شو. په داې حال كې، چې سږکال دا شمېر ۳۱ ته لوړ شوى او پېنڅه ترې مړه شوي دي.
د عامې روغتيا مسولين وېره څرگندوي، چې كه له نشه يي توكو سره جدي مبارزه ونه شي او پر نشه يي توكو د روږدو كسانو درملنې ته جدي پام ونه شي، ښايي په كندهار كې د ايدز پېښې له دې هم ډېرې شي.


طیب زابلی *
09.09.2013

دا دخلاصوسرحدونو،بېکاری اوجګړې ثمره نه ده بلکی داد دېموکراسۍ یوه تحفه ده چی اشغالګرو زموږ پاکی خاوری ته راوړه اوس دی دیموکراسان اوسېکولران خوند پرې اخلی،
دابېکاری اوجګړې خودادیرش کاله په ملک کی روان وو مګر خوددې مرض نوم چانه وو اوریدلی ډاکترانوته دې هم انصاف روزی شی حقیقت نه وایی
الله ج دی زموږمومن ولس له دې رسوا اوشرمونکی مرض څخه وساتی اوټول هغه خارجی اوافغانی دیموکراسان اوسیکولران دی الله پاک په اخته کی چې له دې مردار مرض سره زموږ له وطنه ورک شی،
داخبره خو سمه چی دامرض ساری ده مګرخوداهم ثابته ده چی ددې اصلی علت همدا مرداره غربی دیموکراسی ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more