د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

طالب جانه، دا دې بل دړدنګ!

میرویس
19.08.2013

قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
طالبان له یوې خوا د اسلام [په طر کې دئ] نارې سورې وهی، او له بلې خوا د ولس دوستۍ او وطنپرستۍ سینه ډبوي، خو اعمال یې هم د اسلام خلاف ګواه دي او هم دولس او وطن خلاف.

دطالبانو صاحبانو مشران، د خپل ملک نه بهرپه بیګانه ملکونو کې پراته دي او دبیګانه وو پر امر د خپل ملک اډانه تباه کوي، او خپل مسلمان وروڼه بې خرته وژني، پلونه الوزوي، سرکونه ړنګوي، د ملک بنیادي اساسات تخریبوي او د پښتون راتلونکي نسلونه بې تعلیمه کوي، او خودکشان، غله، قاتلان او بدعتیان ترې جوړوي.

دوی نه یوازې دا چې پخپله ملک نه جوړوي، بلکه نور چې ملک آبادوي، نه یوازې دا چې مخه یې نیسي، بلکه هغوی په قتل هم رسوي.
دا لاندې خبر روهي چاپ کړیدئ:
======
د افغانستان په لويديځ هرات ولايت کې، د سرک جوړونو د چارو نهه تنه کارکوونکي د وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي خبري رسنيو ته ويلي، چې وسلوالو وروسته له هغې پر دغه کارګرانو بريد کړی، چې تيره شپه د امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې مات شول.
د نوموړي په وينا، وسلوالو تيره شپه د کرخ په ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ او نښته رامنځته شوه او دوی ته درانه زيانونه واوښتل. احمدي په نښته کې د ملي اردو د يوه سرتيري د وژل کيدو او د يو بل د ټپي کيدو خبر هم ورکړی دی.
احمدي زياته کړه، چې تر ماتې وروسته وسلوالو د غچ اخستلو په توګه پر هغو کارګرانو بريد کړی، چې د پوستې په ۱۵ کيلومترۍ کې په خيمه کې ويده وو.
نوموړي وياند ويلي، چې سيمې ته پوليس ليږدول شوي خو تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.


Takal Afghan
27.08.2013

د سنټ کام ګیدړه! ته څه فکر کوي چي که خلک دطالبانوڅخه نفرت پیداکړي دامریکایانوسره به يي محبت پیدا شي؟؟
داخوب اوخیال دی
طالبانوته دملکي وګړودمرګ ژوبلي نسبتول اوداموضوع رابرسیره کول دهغو ظلمونواووحشتونو څخه دخلکو اذهان بلخوا نشي اړولای چي امریکایان یي ترسره کوی
ولی دي یوه ورځ دامریکایانو ظلمونه اووحشتونه ونه غندل


میرویس
28.08.2013

تکل افغان وروره، اسلام علیکم
افغانان به ولې د طالبانو پرعوض د امریکایانو سره مینه پیدا کوي. امریکایان خارجي خلک دی، هغه دي نن سبا وزي، خپل مل ته ځي. وروره، لاس چې مات شي غاړي ته ځي. چون طالبان زمو خپله وینه ده. افغات ولس او طالبان نوک او اوري، او نوک له اورۍ نه، نه بیلیږي.

ویاړنه هم په خپلو کیږي او ګیله هم له خپلو. د امریکایانو نه څه ګیله، هغوی خو زموږ خپلوان ندي.
خبره داده چې طالبان غولیدلي دي، د القاعدې، نورو ترورشتانو د غلطو اسلامي شعارونو تر اثر لاندې راغلي، ناحقه د اسلام په پلمه خپل ولس ټکوي.

دیته حاجت نشته چې څوک د طالب پر حلاف نا حقه څه ووایي، ځکه چې طالبان د خپل ځان او خپل ملک د بربادولو په چل او هنر کې استادان دي.
طالبان د خپلو اعمالو په وجه خارجیانو ته خدمت کوي، له یوې خوا داسې غیر اسلامي ، غیر افغانی او غیر اساني اعمال سرته رسوي چې دډیرو شیطانو کفارو په خوب او خاطر کې هم نه ورځي، اوله بلې خوا د خپلو اعمالو او القاعدې او نورر ترورستانو د حمایې او ساتنې په وجه زموږ په ملک کې د خارجي قواوو موجودیت دایمي کوي.
الله دې تاسې ته بصیرت در په برخه کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more